Loy

ډاګتر اشرف غني احمدزي او ګردې ويرژلې کورنۍ ته يې!

05.01.2010 11:09
محمد جاوېد کمال 10.01.2010 17:12

د عزت خاوند منلی ډاکټر اشرف غنی احمد زی او ددوی درنی کورنی ته ؛ په ډېره خواشېنی ستاسو اروا ښادی مور بی بی له وفاته خبر سوم ، ددغی لېکنی په وسېله تاسو ته دخپلی ژوری خواشېنی مراتب وړاندی کوم ٠ د بی بی مرحومی روح ته د بخښنی دوعا کوم او تاسو ته د زړه صبر غواړم ، بېله شکه چی مرګ حق دی او خلاصون ځېنی نسته خو نېک بخته هغه څوک دی چی ستاسو په شان وارث چی د خپلو مشرا نو نوم ژوندی وسا تی تری پا ته سی ٠ په درناوی ٠

داکتر ثریا خادم 05.01.2010 20:20

مرګ حق دی هر ژوندی سری به داخوند څکی .
داحمدزی صاحب دټولې دویر په ټغر ناستې کورنې سره په دی ویر کې ځان ګډبولم ،اوپه دې وسیله مرحومی بې بې ته دلوی خدای جل جلا له له درباره دجنتونو هیله کوم ، او ټولې درندې دردیدلې کورنې ته یې دزړه صبر غواړم . په مخه یې دجنت ګلونو ، روح یې ښاد .
اناالله وانا الیه راجعون
داکتر ثریا خادم - کاناډا

د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر 05.01.2010 13:16

د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دخواخوږۍ پیغام
په ډیرې خواشینۍ سره مو دیوې درنې او پتمنې میرمنې د هغې میرمنې دمرګ خبر ترلاسه کړ چې افغاني ټولنې او نړۍ ته یې ستر شخصیت او لوی عالم ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی وړاندې کړی دي .

میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د پروفیسور ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی د درنې او پتمنې مور د مړينې د خبر په اورېدو سره،د يو لوى ویر احساس کوي. الله پاک دې دغې ننګيالۍ پښتنې مېرمنې ته فردوس جنت په نصيب کړي .
میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر درانه عالم او په وطن مین شخصیت ډاکټر اشرف غني احمدزي ته د خپلې ژورې خواشینۍ او خوا خوږي مراتب وړاندې کوي ددوى په غم کې ځان شریک بولي . دغې درنې پښتنې میرمن ته فردوس جنت او کورنۍ او خواخوږو ته یې دالله پاک په دربارکې د جمیل صبر دعا کوي.

د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر
کار ډله

ګل محمد فقير زی 05.01.2010 12:35

ډ ير محتر م ډا کتر صا حب اشر ف غنې احمد زې او ستا سو محتر می کورنی

د ستا سو د محتر می وا ليدی صاحب دمړ نې له کبله تاسو او ستاسو په و سيله ستاسو درندې کو رنی ته دلو ې حد اې ج ددربار نه جميل صبر غواړم په رښتيا سره
مورده چې په يو لاس ځا کو ځنکو ې او په بل لاس جهان ځنکوې دهمدغې مور بر کت او ساليمه روزنه وه چی نن ستاسو غوندی شحصيت زمو نږ ټو لنی ته تقديم کړیدی او تا سو زمو نږ دوطن وياړ او افتحار يا ستی اوتا سومحتر م دګران افغانستان

لو يه شتمنۍ اوغټه سرمايه ياستی اوتنها افغانستنان نه بلکه دټولی سيمي له پاره وياړ ځاې دی دغسی مهربانی مور ډاکتر صاحب پشان شحصت په ورسته پاتی
افغانی ټولنه کی زمونږ جا معه ته وړاندیکړی يا ستی دلوی حدای نه نو موړی مرخومې ته دلوې حدای ددربارنه جنت فروس هيله کو م روخ ي ښاد اوسی په درناوی

ډګروال ګل محمد فقير زی دجرمنی دکلن نه

Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com