Loy

ګرانې مور جانې ته

19.01.2010 11:54

ګرانې مور جانې ته :

مورجانې شکر دی چې تا لرمه
شکر څلور کونجه دنيا لرمه
چې تاته ګورم ستا دعا لرمه
نه هيڅ ارزو نه مدعا لرمه

که په دښمن يا بلاګانو ورځم
مورجانې ستا په دعاګانو ورځم
تر اوسه هيڅ په شا راغلی نه يم
په پاکو هيلو ارزوګانو ورځم

پر زمکه جنګ پر زمکه بلې لمبې
زما په سر ستا د دعا سيوری دی
ستا پر ژوندون څومره خوشبخته يمه
لکه په سر مې د هما سيوری دی

مورجانې ته يې خدای ته ډېره نږدې
هره دعا دې خدای ته ژر قبليږي
ما چې څه غوښتي نو راکړي دي خدای
زما دعا هم ستا په سر قبليږي

زه چې پيدا شوم ما خدای نه پېژانده
ما له خدای وړاندې مينه ستا وليده
ستا د پښو لاندې مې جنت وليده
ستا په لېمو کې مې دنيا وليده

تا ماته ژوند راکړ زه څۀ درکړمه
زه دې د هر څه پوره وړی يمه
مورې په ژوند دې ما ژوندی وګڼه
مورې بې تا بېخي نيمګړی يمه

ته به د ځان په غم کې نه وې مورې
زما لېمو کې دې خوښي ليدله
زما په حال به دې وې سترګې ډکې
زما دې وړاندې زندګي ليدله

که زه به لږ شانې هم وژړېدم
تا به زما د سر بلا واخيسته
خپله خندا به دې دښمن ته ورکړه
تا به زما د خولې ژړا واخيسته

ستا په ژوندون به داسې څوک پيدا شي
مورجانې ماته چې کاږه وګوري
خدای هم چې کله شي غذب خلکو ته
ماته په ټولو کې خواږه وګوري

حق خو هغه دی چې کتاب يې وايي
مورې په شا مې تر مکې يو نه وړې
مورې بيخي دې پوره وړی يمه
ما مې له کوره تر کوڅې يو نه وړې

اوس چې ته ډېره يې کمزورې مورې
زه مې هم ځان په ابتذال کې ګورم
ماته به لويه يوه بدي پاتې شي
ځان مې له ژوند سره  جنجال کې ګورم

ته چې ناروغه شوې نو څه به کوم؟
خدای ته مې بس دغه دعا وکړله
خدايه صحت او ژوند مې مور ته ورکړې
وروسته مې ښه ډېره ژړا وکړله

محمد حنیف حیران

محمد نسیم ستانکزی د نګاه ټلویزیون خبریال 13.11.2010 10:56

حیرانه صاحب سلامونه او نیکی هیلی می ومنه.
واقعا چې د مور په اړه مو ډیر ښکلی او په زړه پوری شعر لیکې دی ستاسو د نور بریالیتوبونو په هیله خوشحاله اوسې یو ځل بیاهم ډیره مننه ګرانه.

اسدالله احمدزئ 26.04.2010 07:54

حيران
za ka harsomara sata day ghazal seepat wakam kho qaymt ye na sham pora kawaly.za ka chay mor kho dera kadrdana we.ao da mor pkho landay jant day. da khabara belkul sahee da .ka da mor khedmat cha karay day.hagha insaan pa 2 donya kameyab day.ao da mor dogha chay chasar we hagh heskala patay narazee.ao allah day ta ta nor hemat ham darkree chay dassay khaista ghazal bal ham wolekay

محمدسليم احمدزې 05.03.2010 17:02

yara hayran sahib
pa rishtia ham che mor har sa da pa dunia ki. ao da di nazma pa wayalo sara ma ta khpala mar jana rayada showa. ao pa ahir ka baid da wawayama che allah de tolo mendo ta rog sehat ao khushaly wer pa naseeb ki. ao sta de allah nor ham kamyab lari. che hamdasi khista nazmo na mong ta ra khawi.
wasalam.

میروېس 21.01.2010 01:38

very nice dear hairan sahib .

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com