Loy

نحوي برخه

24.01.2010 12:17

پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار

- نحوه(syntax) له اَره د فقرو او جملو( غونډو او غونډلو) له جوړښت او اوډون(ترتيب) څخه غږېږي، له همدې کبله ورته په نوې پښتو نومونپوهنه (ترمينالوجۍ) کې جمله پوهه يا غونډله پوهه وايي.
2- پښتو غونډله(جمله(sentence) له دوو غونډو(فقروphrases) څخه جوړېږي:
مبتدا(subject or nominal phrase)اوخبر(object or verbal phrase). په مبتدا کې فاعل يايې ځايناستی( نايب فاعل) راځي او په خبرکې مفعول او فعل، لکه:
زمرک - مڼه خوري.
دی - مڼه خوري.
هغه - مڼه خوري.
په دې توګه د پښتو جملې مخبېلګه يا ماډل (( فاعل ـ مفعول ـ فعل
subject-object-verb =)) دی.
دښت: د هغه يونيم فعل مفعول چې اړوند ويونکي يا ليکونکي ته له ټولنيز يا رواني پلوه يو ارزښتمن کړن برېښي او يا له پخوانه يې همداسې دود مو ندلی وي، په استثنايي ډول تر فاعل مخکې هم راتلای شي، په بله وينا، دواړه سره خپل ځايونه بدلوای شي، لکه:
زرمينه- زمري ووهله.
زه- پلار ووهلم.
يوه ښځه سپي وخوړله(وچيچله).
نن ماته- ښوونکي يو ګرانبيه قلم راوباښه.
په دغه شان ورته حالتو کې د جملې ترتيب نور هم ادلون بدلون موندلای شي چې په انګرېزي او نورو ژبو کې هم ورته بې ترتېبي دود لري.

3)د مبتدا(subject)او خبر(object) ترمنځ ګرامري سمون(مطابقت) اړين(حتمي)دی، په دې لاندې ډول:
الف- په وسمهال کې چاروال(اکتيف) فعل تل د فاعل تابع دی، لکه:
زرين - راغی.
زرينه- راغله.
زرين او زرينه- راغلل.
دوه هلکان- راغلل.
دوی نجونې- راغلې.
زه- ځم.
موږ – ځو.
ته- ځې.
تاسې- ځئ...؛
زه- ډوډۍ خورم.
موږ - ډوډۍ خورو.
ته- ډوډۍ خورې.
تاسې- ډوډۍ خورئ ... .

ب- بېچار يا مجهول (پسيف)فعل تل د مفعول تابع دی چې له همدې کبله داسې يوه مفعول ته دوديز ګرامرېستان((نايب فاعل)) وايي، ځکه د فعل نسبت همدې ته کېږي ، لکه:
ور - ووهل شو.
دروازه- ووهل شوه.
ورونه - ووهل شول.
دروازې- ووهل شوې.
زه - وهل کېږم.
موږ- وهل کېږو.
ته- وهل کېږې.
تاسې - وهل کېږئ... .
ج- يادښت: په تېرمهال کې هر ترانزيتيف فعل، د فاعل(subject) پرځای د مفعول(object) تابع دی او همداسې ګردانېږي، لکه:
ما( موږ، تا، تاسې، دی، دا، دوی، هغه، هغوی...) يوه مڼه وخوړه.
ما( موږ، تا، تاسې، دی، دا، دوی، هغه، هغوی...) دوې مڼې وخوړې.
ما( موږ، تا، تاسې، دی، دا، دوی، هغه، هغوی...) يو انار وخوړ.
ما( موږ، تا، تاسې، دی، دا، دوی، هغه، هغوی...) لس اناره وخوړل.
څلورو هلکانو او درو نجونو يو خټکی وخوړ.
څلورو هلکانو او درو نجو اووه خټکي وخوړل... .

زه سپي وخوړلم(وچيچلم).
موږ سپي وخوړلو( وچيچلو).
يوه نجلۍ سپي وخوړه(وچيچله).
دوی نجونې سپي وخوړلې(وچيچلې).
يو هلک سپي وخوړ(وچيچه).
دوه هلکان سپي وخوړل(وچيچل).
او داسې نور.

4) د نوږي(جنس) او ګڼې(عدد) سمون(مطابقت)، لکه:

ناکره ........................................................................ کره
ما يوه ښځه وليدل(کندهاری ګړدود) ..............................ما يوه ښځه وليده
يوه نجلۍ واده سول ....................................................يوه نجلۍ واده شوه
يوه ښوونکي راغلل(هماغه) .........................................يوه ښوونکې راغله
پلوشه زماخور دي(هماغه) ...........................................پلوشه زما خور ده
غوټۍ زما خور دی(ځاځي ګړدود) .................................غوټۍ زما خور ده
زلمی د ما ورور ده(منځنی ګړدود) ................................زلمی زما ورور دی
ما او تا ښارته ځو(ننګرهاری ګړدود) .............................زه او ته ښار ته ځو
راغلو(غزنی،پکتيکا،کوټه، ژوب...) ...........................سړي راغلل -
زلمی، زرڅانګه، زرينه راغلې .....................................زلمی، زرڅانګه، زرينه راغلل
تېرې کړې .................................................................ما دلته يوکال ودرې اوونۍ تېرکړل
ښې وې ....................................................................نولسمه او شلمه پېړۍ ښه وه
تېر شول ...................................................................وړم او تېر کال ښه تېر شو

) کړول يا قيد(adverb) زياتره تر فعل له مخه په خبري برخه (verbal phrase) کې راځي، لکه:
زرينه - (سهار) ورزش کوي.
زرين- (په لمباځي کې) لمبا زده کوي،
توريال- نن له (کندهاره) (کابل ته) ځي... .
ـ مهالي او مکاني قيدونه په يولړ جملو کې چې اړوند فعل يې د يوې پاموړې پېښې څرګندويي کوي، لومړني دريځونه(موقعيتونه) راخپلوي، لکه:
(نن) واوره- ووري.
(په کابل کې) واوره- ووري.
(په کابل کې)( نن) واوره- ووري.
(نن) (په کابل کې) واوره- ووري.
(نن) ( په کابل کې) سخته واوره ووري.

6) په تېر مهال(ماضي) کې چې فاعل د متصل ياکمزوري ضمير(weak pronoun)(مې، مو، دې، يې) په بڼه وي، همېشه تر مفعول وروسته راځي، لکه:
کتاب مې(مو، دې، يې) ولوست.
کتاب مې(مو،دې، يې) و پېره(واخېست) ... .

7) (را- در-ور) چې د مفعول لپاره د سمتي ضميرونو(directive pronouns) په توګه کارول کېږي، هم په تېر اوهم ناتېر مهال کې تر فاعل وروسته دويم دريځ راخپلوي.

له بده مرغه دغه دواړې ډلې ضميرونه د ډېرو ليکوالو او رسنوالو، په تېره وياندانو او خبريالانو له خوا ډېر لږ په پام کې نيول کېږي. پرځای يې لرې شخصي ضمير((هغه)) بيا بيا کاروي،لکه:
يو(75) کلن سړی ډاکترته د چېکېنګ لپاره ورغی. ډاکتر د هغه زړه وکوت او هغه ته يې وويل(کره: يو 75 کلن د ځان کتنې لپاره ډاکترته ورغی. زړه يې وروکوت او ورته يې وويل).
همداراز احتمالي (به) او الزامي(دې) د متصلو ضميرو(مې، مو،دې،يې) په څېر په جمله کې تر فاعل(يا: مفعول اويا قيد) وروسته دويم دريځ لري، لکه:
لېمه (به) راغلې وي!
نن (به) په کابل کې باران و اوري.
دی (به) هوسۍ وو يني(ناکره: دی هوسۍ(به) وويني).
په مجهول(passive) فعلي ګردان کې مفعول د فاعل د استازي يا نايب په توګه لومړی دريځ راخپلوي، لکه:
افغانان (به) نور نه ځورول کېږي.
ناروغ دې روغتون ته ولېږدول شي... .
ياهم بې فاعله:
هوسۍ(به) ووينم، ياهم: و(به) يې وينم.
او ياهم د قرينې (context) په شتون کې: بې فاعل او مفعوله:
و (به) ويني... .
همدارنګه التزامي((د)) هم دويم دريځ لري:
زلمی(دې) ډوډۍ وخوري يا: ډوډۍ(دې) وخوري، ياهم: ودې يې خوري او ياهم د قرينې(context) په شتون کې بې فاعل و مفعوله: ودې خوري.
د فارسي، پاميري او نورو نژدې خپلوانو ژبو غوندې پښتو جمله له مخنۍ قرينې سره فاعل او مفعول دواړه غورځولای شي او يوازې پرفعلي پايلو (personal endings) بسنه کوي، لکه: خورم، ليکم، لولم، پاڅم، کښېنم... .

8) ((خپل)) د اسم و صفت ترڅنګه د يوه((مشترک ضمير)) او فارسي ((اش،
-ش)) د انډول په توګه، له بده مرغه دومره نه کارول کېږي او موضوعي تېروتنه رامنځته کوي، دغو څو بېلګو ته ځيرشئ:
ـ ((يما در اتاقش است)):

نا کره
يما ((دهغه)) په کوټه کې دی.
کره
يما په ((خپله)) کوټه کې دی.
ـ ((کشتی با سرنشينانش غرق شد)):
ناکره
بېړۍ د ((هغې)) له سپرليو سره ډوبه شوه.
کره
بېړۍ له ((خپلو)) سپرليو سره ډوبه شوه.
ـ ((پدری پسرش را در مکتب شامل کرد)):
ناکره
يو پلار ((دهغه)) زوی په ښوونځي کې شامل کړ.
کره
يوه پلار خپل زوی په ښوونځي کې واچاوه... .

9) په منځپېښو(معترضه) پښتو جملو کې د پورتنيو او نورو وييکو (اداتو) ترتيب د نورو ژبو له هغو سره توپير لري او هغه داچې له اړوند نوم(فاعل يا مفعول) څخه بېلېدای نه شي، لکه:
کره
کرزی(به) چې فرانسې ته تللی، له مرستندويو هېوادو څخه پېنځه ميليارد ډالره وغواړي.
ناکره
کرزی چې فرانسې ته تللی، (به) له مرستنديو هېوادو څخه پېنځه مليارد ډالره وغواړي، يا:
کرزی چې فرانسې ته تللی، له مرستنديو هېوادو څخه(به) پېنځه ميليارد ډالره وغواړي.
کره
له کرزي (سره) چې د المان په کتنه بوخت دی، سپنتا هم ملګری دی.

(ساده بڼه يې: له کرزي سره د المان په کتنه کې سپنتا هم ملګری دی.)
ناکره
له کرزي چې د المان په کتنه بوخت دی، (سره) سپنتا هم ملګری دی.

د ورتېرې ساده کړ شوې جملې غوندې هره معترضه جمله پر ساده هغې اړولای شو او داچې له سمتي ضميرونو (را- در- ور) او قيدونو څخه کار واخلو او په منځ کې د ورننوتې فرعي جملې ځايناستي يې کړو، لکه:
هغه د هغې ناروغۍ له لامله چې ورپېښه شوې وه، ومړ.
ساده ډول يې: هغه د ورپېښې ناروغۍ له لامله ومړ.
معترضه: زلمي ته مې د هغه ليک ځواب ولېږه چې يوه مياشت مخکې يې ماته رااستولی وو.
ساده: زلمي ته مې د تېرې مياشتې ليک ورځواب کړ.
يا: د زلمي د تېرې مياشتې ليک مې ورځواب کړ... .

10) د جملې دننه دکلموترتيب(word order)
تر هر نوم(substantive) له مخه، فاعل وي که مفعول،يو ياڅو ټاکندويه (modifier) هم لږو ډېر راځي، لکه ستاينوم يا اسم صفت، تولنوم يا مضاف، شمېرنوم يا اسم عدد...په دې ډول:
( يو تور هلک)- (يوه سپينه نجلۍ) وليده.
( دوه پېړو او پلونډو هلکانو)- (دوې ښکلې نرۍ او نازکې نجونې) تر کوره بدرګه کړې.
(د يوه سر ښوونکي زوی)- (د يوه ښوونکي زوی) وواهه.

(تېر لس کلن کورني جنګ)- (زموږ ډېر ښکلی هېواد افغانستان) وران ويجاړ کړ... .
د زيات پوهاوي په موخه د کره او ناکره فقرو او جملو دالاندې ليکلړ د پام وړ دی:

ناکره ..................................................کره
ډېر يو ښه سړی .....................................يو ډېر ښه سړی
ښاري دويمه څانګه ...............................دويمه ښاري څانګه

خو په ((بېړنۍ لومړنۍ مرستې)) کې (لومړنۍ) ځکه وروسته راځي چې له (مرستې) سره يو نړيوال ګډ نوم او مفهوم(First aid) رغوي.

په (کابل ښار،کابل ښاروال، کابل ښاروال، کابل ولايت،کابل پوهنتون...)
کې(د) ځکه غورځي چې (کابل) دغلته لکه صفت پر يوه ټاکندوی (modifier) اوړي.

ژبنی (اولږوډېر ټبرني) نومونه بيا ټو ل له ورپسې نومونو سره بې (د) اضافي فقره جوړوي، لکه: پښتو ژبه، پښتو ټولنه، پښتو ادب يا اردو-، هندکو-،انګرېزي-، جرمني-... . ؛ مومند ټبر، خټک زونی، هزاره ټبر، وزبک ټبر، تاجيک ټبر، بلوڅ ټبر، پښتون ولس، افغان ولس...(افغان طالبان، افغان طالبانو... هم نوی دود موندلی دی).

11) د ارتباطي((چې)) پرځای دفارسي((تا)) تر اغېز لاندې((څو، ترڅو)) مه کاروئ او په اردو- انګرېزي پېښو ورسره((کوم، چېرې، څوک، چا، هغه، ترهغې...)) مه ملګري کوئ، لکه په بېلګو کې:

ناکره ................................................................کره
زه راغلم(څو، ترڅو) تا ووينم ................................زه راغلم(چې) تا ووينم
هېواد ته کاروکړئ (ترڅو) ابادشي ........................هېواد ته کار وکړئ (چې) اباد شي
امريکې ته ځي(چېرې) چې بوش وويني ..................براون امريکا ته ځي چې بوش وويني
زه يو کتاب اخلم (کوم)چې نوې وي ......................زه يو کتاب اخلم چې نوی وي
مسئلی سفارتي حل غواړي .................................ربړې سياسي هواری غواړي
يو هندی سفارتکارسندته ځي ..............................يو هندي سياستوال سېندته ځي
چې يوې دستورې ته تقرير وکي ...........................چې يوې غونډې ته وينا وکړي
دقومي اسېمبلي سپيکرکراچئ ته لاړو.................. دولسي جرګې مشر کراچۍ ته
(چرې) چې فرقوي تشدد شدت اختيار ................... ولاړ چې ګروهيز تاوتريخوالی
کړې ، يا: سوا شوې دې. ...................................... پکې سخت شوی دی.
د وزيرخارجۀ پاکستان په صدارت کې ....................دپاکستان د بهرنيوچارو وزير
يو وفد جوړېدلې شي... ........................................ په مشرۍ يو پلاوی جوړېږي.

12) سربلونه ـ وستربلونه (prepositions-postpositions)
دا توکي د جملې دننه له نوم(اسم) سره يو لړ فرېزونه يا فقرې رغوي. سربل ترې مخکې او وستربل ترې وروسته راځي. له بده مرغه ډېری رسنوال دغه جوړه جوړه توکي سم نه کاروي او يايې سره نه توپيروي.
په دې لړ کې زيات زور پر((د)) اچوي، هم يې د((له)) پرځای کاروي، هم د((په))، هم د((تر)) او... پرځای. حال داچې دغه سربل يوازې د اضافت او ملکيت دنده لري(د زلمي کور،د اسمان ستوري...). پر دويم کچ بيا((په))زياتره د((پر)) پرځای کاروي، بې له دې چې ګرامري اَرو معيار په پام کې ونيسې چې((په)) تر هرڅه له مخه يو اَلي() سربل دی او بيا ظرفي، او((پر)) استعلايي دنده لري او په دې توګه له((باندې)) سره ملګری کېږي، که څه هم د لنډون لپاره ترې غورځي.
د دغو ګردو توکيو معياري- ګرامري بڼې په لاندېنيو بېلګو کې وړاندې کېږي او د ښه تراپېژندنې په موخه ورلاندې ليکې کښل شوې يا(انډرلاين) شوي دي:

ناکره ..............................................................کره
د کندهار څخه (دکندهار ه) ................................. له کندهار څخه (له کندهار ه)
په کوټې کې(کوټې کې) ...................................... په کوټه کې
په خپلې وړې کوټې کې ......................................په خپله وړه کوټه کې
په دغې کيسه کې...............................................په دغه کيسه کې
په خپلې خوښې .................................................په خپله خوښه
په توګې، پرتوګې ..............................................په توګه
د زلمي سره (زلمي سره) ..................................... له زلمي سره
د مصروفيت باوجود ......................................... له ناوزګارۍ سره سره
د کار بغير ........................................................ له کار پرته
د کال را په دې خوا..............................................له کال راهيسې
د زلمي پسې ...................................................... په زلمي پسې
په کاشوغې ........................................................په کا شوغې سره ( په کاشوغه)
په مېز باندې .......................................................پر مېز باندې
په څنډې..............................................................پر څنډه
په وړاندې...........................................................پر وړاندې

پرخپل قلم مې هغه ته په کاغذوليکل ......................په خپل قلم مې پر کاغذوروليکل
په کابل توغندي ووري..........................................پر کابل توغندي اوري
کار په مخ وړل .....................................................کار پر مخ وړل
په پښتو ژباړل، په پښتو کې ژباړل .........................پر پښتو ژباړل
په خونې ننوت(ننووت) ..........................................پر خونه ننوت(ننووت)
په زړه يوڅه، پرخوله بل څه ...................................پرزړه يوڅه، پرخوله بل څه
برسېره په دروغو ..................................................پر دروغو سربېره (غلا هم کوي)
د لغمان پورې ....................................................... تر لغمان پورې (تر لغمانه)
د زنې لاندې ......................................................... تر زنې لاندې
د غرمې وروسته ................................................... تر غرمې وروسته
د کور دننه ............................................................ تر کور دننه
د کور دباندې ......................................................... تر کور د باندې يا بهر
د زرين څخه (زمری ښه دی) ....................................... تر زرين څخه (زمری ښه دی)
د کار دپاره ..............................................................د کار لپاره
زمري غوندې ........................................................... د زمري غوندې
و کابل ته..................................................................کابل ته... .

لکه چې و مو ليدل ، له وروستيو دوو بېلګو پرته تر هر نوم وړاندې وروسته سربل او وستربل دواړه راځي او هسې د لنډيز لپاره. يو نيم وستربل غور ځېدای شي، هره جوړه يې غبرګبل(ambi-position) بلل کېږي.
زياتره ژبې يوازې(سربلونه) لري، لکه فارسي او انګرېزي او يا يوازې(وستربلونه)، لکه اردو، هندکو... .
په هره توګه په جملو کې يې تر ګړ دودي يا فارسي اغېزلاندې يو د بل پرځای او ناسم کارونګ ډېرې ګرامري او ژورنالېستېکي تېروتنې رامنځته کوي.
په دې لړ کې د اضافت ((د)) د نورو سربلونو(له، په،پر، پسې، تر... ) پرځای کارول هم همداسې درواخله.
دادی تر پورتنيو فقرو وروسته يې په جملو کې هغه ناسمې بېلګې هم وړاندې کوو چې له يوشمېر ليکوالو، په تېره ژباړونکيو، وياندانو او خبريالانو څخه لاس ته راغلې دي:
ناکره
د کونړ څخه د زلمي سره د سوداپسې د جلال اباد پورې لاړم
کره
له کونړڅخه له زلمي سره په سوداپسې تر جلال اباد پورې ولاړم).

يا ترفارسي اغېز لاندې همدا(د) يا(له) له((څخه)) يا((نه)) سره غاړه کوي، لکه:
ناکره...............................................................کره
د کرزي څخه ملاتړ کم شوی دی..........................له کرزي سره ملاتړ کم شوی دی.
بوش د کابل څخه کتنه کوي...............................بوش د کابل کتنه کوي.
د کابل څخه په کتنه بوخت دی............................د کابل په کتنه بوخت دی.
د هېوادنه دفاع زموږ دنده ده..............................د هېواد دفاع زموږ دنده ده.
له تانه هرکلی کوم.............................................ستا هرکلی کوم.
ستاد خبرونه هرکلی کوم...................................ستادخبرو هرکلی کوم.
له هغه نه يې يادونه وکړه...................................د هغه يادونه يې وکړه.

همداراز ستاينه- مخنيوی، لاسنيوی، انتقاد، ننګه...
(دغلته يوازې((د)) بس دی، نه ((له)) ته اړتيا شته، نه ((څخه)) او نه((نه)) ته!
ناکره ......................................................................کره
تل به دې ساتم د پردو وطنه.........................................تل به دې ساتم له پردو وطنه
زلمی يې په څوکۍ وواهه(توسط چوکی). ....................زلمی يې پر څوکۍ وواهه(بالای چوکی).
د يا له کابل څخه په کتنه بوخت دی. ...........................د کابل په کتنه بوخت دی .
د کرزي نه ملاتړکمېږي. ...........................................له کرزي سره ملاتړ کمېږي.
د هېواد نه دفاع د هرچا دنده ده. ................................د هېواد دفاع دهرچا دنده ده.
د مرګ پورې خدمت کوم. ........................................تر مرګ پورې خدمت کوم.
له يا د ناروغۍ سره کارته لاړم. ..............................له ناروغۍ سره سره کارته ولاړم.
پرته د مينې سل کارونه نور لرم. ..............................له مينې پرته سل کاره نور لرم.
سربېره په وياندۍ زده کړه هم کوم ..........................پر وياندۍ سربېره زده کړه هم کوم
هيلري له اوباماڅخه ملاتړ څرګند کړ.......................هيلري له اوباماسره ملاتړ څرګند کړ.
ورنه ملاتړ يې وکړ...............................................د هغه ملاتړيې وکړ.

13) څرګندنې او ګړنې يا اصطلاحات او محاورې(expressions& idioms)
دا دوه ډوله توکي د عادي فقرو په توپير مجازي او کنايي ماناوې ښندي، په بله وينا، يوه اصطلاح يا محاوره د يوه يوازېني ترکيب په توګه يوه داسې مانا را اخلي چې په جلا جلا ډول د خپلو ترکيبي توکو له ماناوو سره توپير لري.
په داسې حال کې چې د يوې اصطلاح ګډه مانا له رغندو توکو څخه څه ناڅه څرګندېږي، لکه:
ترسره کول، لاسته راوړل، پای ته رسول يا سرته رسول، پرمخ وړل... .
ديوې محاورې له ټوليزې مانا څخه د رغندو توکو (متشکله اجزاوو) څرک په اسانه نه لګي،
لکه: لاس تر زنې لاندې(هک پک؛وزګار...)، ګوته پرغاښ (قاروړی،هک پک)، په تلي کې شړشم شنه کول(ناشونی کارکول)... .
د نورو ژبو د څرګندنو او ګړنو ټکي پر ټکي را پښتو کول اړونده سکالو (موضوع) سخته زيانمنوي او اورېدونکي او لوستونکي له خرخشې سره مخامخوي.
په دې ترځ کې د فارسي((از کسې پشتيباني... کردن)) ترڅنګه، ((شاندن يا نشاندن درخت،همسايه، دروازه،نګين...)) پر((کښېنول)) راپښتو کول يوه بله ساري ناروغي ده چې ځينو يې په خپراوي کې يو رېکارډ ټينګ کړی دی، لکه په لاندې بېلګو کې:
ناکره ................................................................کره
دی په خيرخانه کې کښېني....................................دی په خيرخانه کې اوسي.
په کورکې يې همسايه..........................................په کور کې يې همسايه اچولی دی.
نيالګي يې په هغې کېنولي................................... نيالګي يې پکې اېښي دي.
دروازه يې په هغه کې کېنولې................................دروازه يې ورته اېښې
زرګر په ګوته کې غمی کېنولی دی........................ زرګر په ګوته کې غمی اېښی دی.

نورې بېلګې:
ما تصميم نيولی دی............................................ما پتېيلې ده، ماهوډ کړی دی
کار صورت نيسي...............................................کار ترسره کېږي.
کار صورت ونيو.................................................کار تر سره شو.
اقدام په عمل راوړ ي..........................................هڅه کوي.
اقدامات په لاره اچوي.........................................هڅې ترسره کوي.
امنيتي تدابير په لاره اچوي..................................امنيتي لارې چارې پيلوي
د ايران دوه سوه زره قواوې.................................. دوه سوه زره کسيز ايراني پوځ
په سرحد کې متمرکزې شوې .................................پر پوله ځای پرځای شو
زياتره پنځوس بنديان خوشې شول.......................... تر پېنځوسو زيات بنديان خوشې کړی شو.
هغه د ( له) خپل ځانه شهامت وښود. ....................... هغه خپله مېړانه و ښووه.
په کابل کې خپل ژوند په سر وړي .......................... په کابل کې خپل ژوند تېروي.
په لاهورکې پاتې کېږم ...........................................په لاهور کې اوسېږم
په ډېر شمېر کې خلک راغلل..................................ګڼ(شمېر) خلک راغلل.
زه په پښتو کې خبرې ليکل اوکولایشم..................زه په پښتو خبرې او ليک لوست لوستل کولې شم. .
ما يوانګرېزي کتاب په پښتوکې ترجمه کړو.............ما يو انګرېزي کتاب پر پښتو راوژباړه.

14) ناسم دود(غلط مشهور) اسمي ګردان، لکه نرينه او ښځينه يا اصلي او مغيره سره ګډول چې زياتره يې له يو شمېر وياندانو سرچينه اخېستې، بايد کره کړشي:
ناکره........................................................کره
اړيکه، اړيکې...........................................اړيکی، اړيکي(اړيکه- اړيکې د تماس په مانا دود موندلی).
يوه ملي اردو.............................................يو ملي اردو(د ژبې په ماناښځينه ده).
يوه ډيپو...................................................يو ډيپو(لاټو، ټټو، يابو...)
راتلونکی..................................................راتلونکې(اَينده)
يوه مشرتابه نشته.......................................يو مشرتوب نشته.
د کرزي په مشرتابې ...................................(د کرزي په مشرتابه ياترمشرتابه لاندې)

((بريا)) هم هسې بېځايه د((بري)) د هممانيز په توګه کارول کېږي، حال داچې موږ ترې د پښتو قاموس د(تحصيل و دستياب شده) مانا له مخې د يوه نوي سېمانتېزم ((دست اَورد)) او ((لاسته راوړنې)) په توګه رادود کړی دی!
زه د نوې پښتو ژبپوهنې د ښوونکي او د((يوې ـ کره ليکنۍ پښتو)) غور ځنګ د څه کم څلوېښت کلن مخکښ په توګه د بي بي سي د ژورنالېزم پوهنځي دغه اوسنی نوښت يو ستر غنيمت بولم چې د خپلې تگلارو له مخې يې د نورو ژبو په لړ کې پښتو هم له ياده نه ده کښلې او د يوې ـ يوازېنۍ کره ګرامري بڼې په موخه يې ما ته د دغه لنډ لارښود د تيارونې دنده را تر غاړې کړې ده.

Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com