Loy

کرکټ ډلې ته د کاروان غزل (ډالۍ)

04.03.2010 11:27

مل يې شه مولا چې بريمنه لاره ووهي

(( دا ماشوم د يوې شپې ، سل کلنه لاره ووهي ))

 ځوان دې شي ، جانان دې شي ، د ټولو قهرمان دې شي

مشک يې شه خولې چې تر ختنه لاره ووهي

 هر څو که پښې يبلې دی پڼې يې د دعا په پښو

باغ ته د ګلونو به اغزنه لاره ووهي

 ګل به د بري د خپل وطن پر جنډه وګنډي

تار د ارادې سره چې ستنه لاره ووهي

 بار د پردي جنګ يې که له خپلو اوږو لرې کړ

جوړ به شي وطن ژر به تبجنه لاره ووهي

پير محمد کاروان

سمون ( لټون ) 07.03.2010 08:26

د افغانستان د ملی کرکټ ټیم په اړه که خپل کوچنی ورور ته په بنسټیزه توگه معلو مات راکړی زما ایمل ادرس samon.laton@yahoo.com <br />د تلیفون شمیره // 0093700474171 <br />په درناوی سمون ( لټون )

محمد 06.03.2010 19:17

ډېر ښکلی دی. په قلم دې برکت شه کاروان صیب. <br />په مینه،<br />محمد

طارق بندېوان 06.03.2010 14:52

د افغانستان د کر کټ پۀ بارۀ کښي لږ معالومات راکړي زما يمل دې bandiwan_888 دموبا يل نمبر دي 03025905049

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com