Loy

يوازې تاته!

24.03.2010 08:32

يوازې تاته!

يوازې تاته يې ليکم

هغه دا چې د زړه په هر ګوټ کې مې ستا نوم ليکلی

تا ته ستا د کليزې مبارکي په داسې حالت کې درکوم، چې د زړه د کتاب په هره پاڼه مې ستا نوم  ليک شوی او په هره ساه کې مې شريکه شوې يې.

ښايي باور ونه کړې:

داسې يو څوک به وي، چې له ځانه دې هم ډېره  غواړي

هو داسې څوک شته او په ډېر وياړ يې و ايم

هماغه زه يم

راځه چې د مبارکۍ په توګه درته د زړه په کور کې مې جوړه شوې دعا درواستوم

((ستا د ژوند جنت دې اوږدمهاله او تل ښېرازه وي))

   کليزه دې مبارک                   

                    يوازې ستا....


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com