Loy

د مينې نوې لوبه

02.06.2010 10:15

د مينې نوې لوبه

نوې لوبه مې زده کړه

غوښتل مې دا په زبات ورسوم، چې کولای شم ستا په اړه هېڅ فکر ونه کړم

سپينه پاڼه مې راواخیسته
...
نو داسې وپتېيل شوه، هرځلې چې ستا په اړه فکر کوم،

يوه آسماني رنګه شنه نښه به پر سپينې پاڼې کښم

او هر وخت چې ستا فکر ما پرېږدي،

نو نښه به په سور رنګ ږدم
اوس

مې، چې د شنه رنګ ټول قلمونه ختم شول

او د سور رنګ قلمونه مې بې ګټې پاتې شول

زه او د شنه رنګ نښې پاتې شوې

زه او زما يوازېتوب پاتې شو

خو!

زما ټول يوازېتوبونه شنه او شنه دي.


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com