Loy

پښتون رواج او پښتنه پېغله

24.06.2010 13:07

پښتون رواج او پښتنه پېغله

پلار مې د غرورپه نيلــي ســـپور و ځان يې نه ليدو
دنګ و په خپل ځـــان کې مـــقابل انســان يې نه ليدو
نيـــغ به يې اســـمان ته کتل ټيټ جهــــان يې نه ليدو
پوره غره په ځان و خود لوى خداى شان يې نه ليدو

پاڅيــــدو پـه نـه خـــــبره خــــرپ ســـړى يې ووژه
اور شــــو د غضــب ته وا هــــوسـۍ بچى يې ووژه
خدايزده چې د چا د قسمت شـــين بنــګړى يې ووژه
قتــــل سره جــــوخت د يوه ژوند ســـپرلى يې ووژه

تيرې اوه ورځې نــه وې لــــربر خـــانان جمع شول
ښې سترې حجرې ته بډاګان او ځــــوانان جمع شول
سپين پټکي په ســـــر و طالبــان مـــلايان جمع شول
غبرګ غويان حلال شــول ولسي ملکان جمـع شول

جوړې ننــواتې شـــوې جــرګې چې تـړون وغوښتو
قتل او پـــه بـــدو يې د ښــو پيــــوســــتون وغوښتو
زه يې په ژړا ورکـــړم له مــا يې ســـکون وغوښتو
زما دروح په مرګ يې زما پلارته ژوندون وغوښتو

زما انســـاني حق زما د پلار دغـــو کړو وړو يوړو
خوږ نعمـــت ارام د ژوند ، لمبـــو يــوړو لمبو يوړو
شرنګ مې د ځوانۍ د غــم خنجر د غم چــاړو يوړو
ها ګلابي رنګ مې زيــړ په رنځ شـــو انديښنو يوړو

زه د ژونــــد په پښـــو کې لکــــه مــــاته اينئـه پيغله
زه د زمـــانـــو د درد په خټـــو کـــــې پـــــرته پيغله
زه له خنــــدا لـرې په ژړا ويـــر کې راشـــــنه پيغله
زه د بـــد رواج غشـــــــو خـــــوړلې پښتـــــنه پيغله

سپوږمۍ افغان

محمد نسیم ستانکزی 28.11.2010 09:36

سپوږمۍ افغان سلامونه او نیکی هیلی می ومنه ښکلی شعر مو لیکلی ریښتیا هم چې په پښتنه ټولنه کې دا ډول ناسم دودونه شته خو په دی هیله چې دستاپه شان هڅاندو ځوانانو د هڅو په پایله کې له منځه ولاړ شی نو له همدی امله ستا د قلم د څوکې د لا تیزیدو په هیله یم بریالی اوسي.
ډیره مننه .

سمون سالارزی 25.06.2010 06:14

ډير ښکلې او په زړه پورې
مننه اغلې سپوږمۍ قلم مو تاند او هڅاند اوسه

رازمحمدپوپلزۍ 24.06.2010 18:43

ماشاالله ډېرښائسته مو ليکلی دی .خداي دې ټولو پښتنو ته انصف ورکړي
خداي دې پښتانه پوه کړي

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com