Loy

د حافظې د پياوړتيا لپاره لارښوونې

07.11.2010 13:34

د حافظې د پياوړتيا لپاره لارښوونې



ژباړه او اوډنه: رفيع الله ستانکزی

     

     د روانې پېړۍ له پيل څخه د حافظې په پرمختګ او روزنه کې ډېره ناغيړي شوې ده، ځينو ښوونکو يوازې هوش ته د ارزښت ورکولو په پلمه د حافظې موضوع بيخي له پامه غورځولې او څه ډول پاملرنه چې بايد ورته شوې وای هغسې نه ده شوې او د حافظې پرمختګ يې د هوش د پرمختګ په خلاف ګڼلی، د دې ډول  دندو په درلودلو سره اوسنی پښت د بشپړې ښې او پياوړې حافظې له نه درلودلو څخه سرتکوي. نه دا چې حافظه د هوش خلاف ده، بلکې د هوش د پياوړتيا په برخه کې پوره ونډه لري، هوش د تخيل او استدلال يا قضاوت کولو لپاره حافظې ته اړتيا لري او حافظه چې  هرڅومره د هوش او عقل لپاره عنصرونه برابروي، زموږ تخيل به هماغوره منلی، نوښتګر او زموږ استدلال به منطقي او قضاوت به مو سم او کره وي.

  

پرته له دې چې د استثنايي وګړو د ژوند لمنه ونيسو، کولای شو ووايو، چې په عادي ژوند کې د پرمختګ تر ټولو پرېکنده او منلی لامل ښه حافظه بللی شو، يوه ښه حافظه د ژوندانه له هماغه لومړيو ورځو د ښوونځي د پيل د ورځوڅخه د ژوندانه په بڼ کې د بري ګل تر لاسه کوي، ځکه چې د فزيک، تاريخ، جفرافيه، طبعي علمونه، ادبيات او د نورو بهرنيو ژبو په زده کړه کې حافظه يو بنسټيز رول لوبوي.

 

زده کوونکي بايد په آزموينو کې د برياليتوب لپاره ډېر مطلبونه او درسونه زده کړي، نو له دې ځايه ده چې زموږ په ټولنه کې ډېر  داسې کسان شته دي، چې د ښه هوش درلودونکي دي، خو د ښې حافظې درلودلو څخه نه دي برخمن او د ښوونځي په آزموينو کې نه دي بريالی شوي.

 

په داسې حال کې چې نور وګړي د منځنۍ کچې هوش په درلودلو سره د حافظې په مرسته ډېر روښانه او څرګند برياليتوبونه لاس ته راوړي دي. دا موضوع په مسلکي او حرفه يې ژوند کې هم رښتينې برېښي، وکيل، قانونپوه، ډاکټر او نور هم بايد ځينې متنونه، نومونه، نېټې، څېرې او شمېرې په ياد ولري، ځکه چې که څوک وکولای شي چې په خپله حافظه کې ثبت شوي مطلبونه بيا او ژر په ياد راوړي، هغه به په خپل ژوند کې د ښې حافظې له درلودلو څخه ګټه اخلي او ځان به تل په لوړو کې شمېري. د هغوی لپاره به برياليتوبونه ډېر اسان او پرمختګ ډېر چټک وي.

 

همدارنګه  لوړو پوستونو ته د رسېدو لپاره او ځانګړو مؤسسو يا ادارو کې د کار کولو لپاره هم د يوې پياوړې حافظې شتون حتمي او اړين دی. په برياليتوب سره د ورځنيو کارونو، آزموينو او د حرفه يې او شغلي سياليو د سرته رسولو لپاره هم د پياوړې حافظې درلودل اړين برېښي، نو د لانديني فورمول په ليکلو کې به مو له مبالغې څخه کار نه وي اخيستی:

حافظه = برياليٍٍتوبٍٍ

   که چېرې څوک ووايي چې حافظه د لوی څښتن تعالی (ج) له دربار څخه انسان ته ډالۍ ده سمه خبره ده، څښتن تعالی انسان ته د هغې د پياوړې کولو لپاره عقل هم ورکړی دی، پنځه ميليونه وګړي په دې اند دي، چې دوی ښه/خرابه حافظه لري او که چېرې دوی د ښه استعداد درلودونکي نه وي، نو دوی هېڅ کار پرمخ نه شي وړلای.

 

علمي آزموينو هم دا په ډاګه کړې ده، چې حافظه د الله (ج) له لوري انسان ته ډالۍ ده او هر انسان د حافظې درلودونکی دی او هر انسان کولای شي د ښې او پياوړې حافظې څښتن شي.

 

د انسان د بدن د نورو استعدادونو په څېر کېدای شي مغز هم وروزل شي او حافظه پرمختګ او پياوړتيا تر لاسه کړي، يوازې د تکرار او زيار مسله ده او دا تمرينونه ډېر آسان او هرڅوک ورته لاس رسی پيدا کولی شي.

تاسو  چې د دې متن لوستونکي ياست د خپلې حافظې په اړه مو چې هرډول ګروهه (عقيده) درلوده / لرﺉ، کولای شئ د خپلې حافظې پياوړتيا  د (۲ څخه ۵ يا هم ۱۰ او يا هم ښايي له ۱۰۰) سره برابر کړﺉ، دې خبرې ته د باور په سترګه وګورﺉ او په لږ زيار سره به تاسو د ښې او پياوړې حافظې درلودونکي شئ.

ټول د حافظې درلودونکي دي، خو..................

     ارواپوهان په ډېر ښکاره ډول وايي: ((ټول د حافظې درلودونکي دي، خو لږ وګړو يې د کارولو دود زده کړی دی)). دلته يوه پوښتنه سر راپورته کوي، هغه دا چې دوی ولې د حافظې د کارونې دود نه دی زده کړی؟ ډېر ساده او آسانه ده، هغه د دې لپاره چې دوی د حافظې د کارونې تمرين نه ده کړی او يا هم د حافظې د کارونې زده کړه يې نه ده کړې.

 

  تاسو خپل ډېر وخت په ښوونځي کې د ډېرو درسي توکو د لوستلو لپاره تېر کړی دی، چې د هغو څخه به مو ځينې په ياد وي، ښايي تاسو ته ښودل شوې وي، چې څه ډول د خپلې حافظې څخه ګټه واخلئ؟ مخکې له دې به مو يو کتاب لوستی وي او تاسو ته به يې لوستل درښودلي وي، خو په منطقي ډول به يې د حافظې د کارولو دود نه يې درښودلی، ډېری وګړي په خپل ژوندانه کې له دې تشې څخه د کمۍ احساس کوي او وايي چې حافظه نه لري او د دې کار لرې کول  ډېر زحمت ته اړتيا نه لري، تر څو هغه هم د ښې او پياوړې حافظې څښتن شي.

 

 

anisa safi 09.05.2011 10:36

مننه ډيره زياته<br />ډير ښکلي معلومات دي راسنډ کړي دي هر څوک بايد دا ولولي او عمل پري کړي.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com