Loy

څوک د حافظې دې ډول روش ته اړتيا لري؟

07.11.2010 13:36

څوک د حافظې دې ډول روش ته اړتيا لري؟

 

  ټول نارينه او ښځينه وګړي چې د خپل عمر په هر پوړ کې چې وي ا وهر ډول شغل چې ولري، دې روش ته ډېره اړتيا لري، زده کړيالان، ډاکټران، استازي، انجينران، هنرمندان، کارکوونکي، پلورونکي، منشيان، سوداګر، سياست وال، ورځپاڼه چلوونکې او نور، کولای شي په ډېرې اسانۍ سره د دې درس په زده کولو او تمرينونو په سرته رسولو کې د لږ زيار په ملتيا  خپل ياد کړل شوي شيان بېرته خپلې حافظې ته راولي او له خپل وخت څخه ګټه واخلي تر څو د پرمختيا لوړ پړاوونه ووهي، دا خبره د دې ثبوت ده، چې حافظه د انسان د ژوند په هر موړ کې په خصوصي او ټوليز ژوند کې هم د ستر برياليتوب سبب ګرځي.

 

 له دې روش څخه د هرې سطحې د علم او پوهې درلودونکي ګټه اخيستی شي او د عمر ډېروالی او لږوالی د دې روش په کارولو کې هېڅ ډول خنډ نه دی.

 

   ارواپوهان هم زموږ سره په يوه وينا دي، د هغو ماشومانو لپاره چې عمرونه يې ۱۴ کلونو ته نه وي رسېدلي او د پياوړې يا کافي حافظې څخه نه وي برخمن، نو د دوی مور او پلار د دې لارښود او روش په مرسته کولای شي د هغوی دغه نيمګرتيا لرې کړي او د دغې نيمګړتيا د لرې کولو لپاره موږ هغوی د دې لارښود لوستلو لپاره رابلو او وروسته تر لوستلو مور او پلار بايد د خپلو اولادونو خپلو اولادونو ته په هغه برخه کې ډېر توضيح او تشريح ورکړي، چې په کوم کې هغوی ډېره ستونزه لري.

څه ډول کولای شئ خپلې حافظې ته په څو اونيو كې بدلون وركړئ؟

 

    تاسو کولای شی دا هېښنده پايلې په ډېره اسانۍ، لږ زيار او لږ وخت کې لاس ته راوړﺉ، د دې روش د لوستلو او د تمرينونو د سرته رسولو لپاره يوازې ۱۰ اونۍ او د هرې اونۍ د هرې يوې بشپړې ورځې هره څلورمه برخه کافي ده. تاسو به په خپل ځان کې وروسته له څلورو اونيو يو ښکاره بدلون حس کړﺉ او هره ورځ به بيړه لرﺉ تر څو نور هم پرمخ لاړ شئ او تر هغه پورې چې وروستي درس ته ورسېږئ او د خپلې حافظې بشپړ واک او د پياوړتيا نېکمرغي مو په برخه شي.

د مور او پلار لپاره ځانګړې يادونه!!!!

 د ماشومانو د حافظې د پرمختګ څرنګوالی:

   ډېرۍ مور او پلار د خپلو اولادونو د ښې حافظې د نه درلودلو په تړاو ځوريږي او غواړي تر څو د خپل اولاد دحافظې دغه ستونزه د زده کړې د آسانتيا لپاره حل کړي، ښايي دغه درسونه او لارښوونې د ځوانانو لپاره ګټور وي، لږ تر لږه بايد يو ځوان  ۱۵ کاله عمر ولري، تر څو د دغو لارښوونو څخه سالمه او کره ګټه واخلي، کېدای شي، چې د دې لارښوونو څخه د (۹ ۱۴) کلونو پورې تنکي ځوانان هم ګټه واخلي، خو په دې شرط چې يو بالغ او مشر کس يې ورته په اړونده موضوع کې تشريح کړي.

 

په دې برخه کې ميندو او پلرونو ته زموږ مشوره دا ده چې بايد دوی د دغو لارښوونو په اسانه کولو کې د خپلو اولادونو سره مرسته وکړي، تر څو هغوی د حافظې د کمزورۍ څخه خلاص شي او په خپل ورځني ژوند کې برياليتوبه لاس ته راوړي.


اوس يو څو علمي لارښوونې چې د ښو پايلو د لاس ته راوړلو لپاره ګټورې دي:

 

۱- ماشومانو ته د دې کوښښ ګټې په ګوته کړﺉ، که څه هم په لارښوونو او درسونو کې يې ګټې بيان شوې دي، مخکې تر دې، چې ماشومان لوستلو ته وهڅوﺉ، هغوی ته دا واضح کړﺉ، چې د ښې حافظې په درلودلو سره به په هره برخه کې برياليتوبونه ور په برخه شي او د ورځنيو کارونو سرته رسول به ورته آسانه وي.

 

۲- د دې درسونو او لارښوونو لنډيز ماشومانو ته ووايئ، ځکه چې د ماشومانو د پاملرنې وړتيا د مشرانو د پاملرنې تر وړتيا لږه وي، په دې خاطر بايد د ماشومانو د لوستلو اندازه لږه وي، يانې د يوې يا دوو پاڼو څخه ډېر نه وي، په لومړي سر کې بايد د يوې يا دوو پاڼو منځپانګه ماشومانو ته توضيح شي او بيا دې هغوی په آرامۍ او لوړ غږ سره د دغو پاڼو لوستلو ته وهڅول شي.

 

۳- تاسو بايد په دې ځان ډاډه کړﺉ، چې آيا ماشومان په درس باندې پوهېدلي دي؟ څه وخت چې ماشوم درس لولي، بايد په عمده او مهمو ځايونو کې د ښو پوښتنو په مطرح کولو سره هغوی په دې پوه کړای شي، چې د مضمون تر ټولو مهمه برخه همدا ده، کوم مطلبونه چې د ماشومانو لپاره ستونزمن وي، هغه دې ماشومانو ته يو ځل بيا توضيح او تشريح شي، تر څو هغه په منطقي ډول د مطلب په مفهوم پوه شي.

 

۴-  ماشومانو ته د دې تمرين د رول په اړه وواياست او دا ورته واضح کړﺉ، چې د دې تمرينونو په سرته رسولو به تاسو په خپل ژوند کې د پياوړې حافظې خاوند او د ژوندانه په هر پوړ کې به د برياليتوب څښتن شئ، ځکه چې ښايي ماشوم په ډېرو برخو کې د دې ډول تمرينونو سرته رسول يوازې يوه لوبه وګڼي او د دې تمرينونو  اصلي موخې ته پام نه کوي،  او بايد هغوی دې ټکي ته متوجه شي.

 

۵- ماشوم بايد ټولو تمرينونو ته لاس رسۍ ولري او کولای شئ په ډېر ځايونو کې ډېر تمرينونه ساده او آسانه کړﺉ يانې د ماشوم په ژبه يې هغوی ته ووايئ او بله دا چې ماشوم بايد په يوه وخت کې ډېر تمرينونه ونه کاروي، لږ تر لږه بايد د يوه يا دوو درسونو تر منځ لږ ځنډ راشي او يا هم ماشوم بايد د دغو درسونو په منځ کې د وقفې په پلمه په بل کار بوخت شي، تر څو لوستل او تمرين يې په ذهن فشار را نه ولي او ستړيا حس نه کړي.

 

۶- ماشوم بايد هر ماخوستن تر ويده کېدو مخکې خپل ورځني درسونه تکرار کړي او په همدغه وخت کې بايد تاسو ماشوم ته زموږ د لارښوونو او درسونو په رڼا کې دا توضيح کړﺉ، چې څنګه کولای شي په آسانۍ سره يو څه زده کړﺉ، دا کار به ماشوم ته د ښوونځي او نورو درسونو په زده کولو کې آسانتيا رامنځ ته کړي او هغه به دا حس کړي، چې حافظه يې ورځ تر بلې پياوړې کيږي، په اصل کې همدا د پياوړې حافظې په لور يو ګام دی او ماشوم د خپل حافظې د کوچني پرمختګ څخه خوښيږي او دې لارښوونو او درسونو ته هڅول کيږي، هره شپه ماشومانو ته دا څرګندوﺉ، چې څه ډول کولای شي، خپل درسونه د حافظې د پياوړې کولو د لارښوونو په رڼا کې زده کړي او په ښوونځي او د ژوند په نورو برخو کې بريالی شي.

۷

- په پای کې يې پايلې وارزوﺉ، که ماشوم د حافظې د پياوړتيا په برخه کې لږ پرمختګ هم کړی ؤ، ماشوم ته مبارکي ورکړﺉ او د هڅونې سره سره يې ونازوﺉ، چې نازول په خپله د حافظې او درسونو ته د هڅونې لامل کيږي.

محمد نسیم ستانکزی 28.11.2010 11:00

ډیره مننه ګرانه ستانکزی صاحب خدای دی نور توان هم درکړی بریالی اوسی.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com