Loy

بلوا (شورش) (دوهمه برخه)

10.02.2011 07:19

                             بلوا (شورش)

                            (جنګي او تاريخي ناول)

ليکوال:- پروېز قاضي سعيد

ژبـــاړن:- عـبدالله  جــهـادوال

برېښناليک:- abdullah_jahadwal@yahoo.com

 تاسو ددې ناول دویمه برخه لولی

 

د پدرو پلار په خندا پدرو ته وويل :

_ زويه ... انتظار پاى ته ورسيد ... د ناوې کور ته د تګ لپاره تيارى نيسه ... کشيش يې راوست ...

د چوپړ کوونکو(خدمت کارانو) څخه يو په منډه منډه د وره په لور ورغى ، ور يې خلاص کړ ، د هسپانوي افسر په ليدو يې ژبه بنده شوه او په بنده بنده ژبه يې وويل:

_ صا ... صاحبه څه غوښتنه لرئ؟

_ د خوزه سره مې کار ؤ ...  ورشه زما د راتګ  ورته ووايه.

_ چوپړ کوونکى چې د هغه د چاغ او پريړ بدن سره دا ډول په منډه تګ غير معمولي ؤ ځان  کور ته ورساوه . پدرو او پلاريې د وره په خوله کې د هغوى په تمه ؤ. چوپړ کوونکي بند بند وويل:

_ هسپانوي سرتيري ... ست ... ستاسو سره کار ... کار لري...

خوزه خپل زوى ته وکتل لاسونه يې ښکاره ولړزيدل ... رنګ يې والووت ... پدرو زبون وهلي وويل:

_ هسپانوي سرتيري ..؟ پلاره هغوى څه غواړي ...، په دې وخت کې زمونږ سره څه کار لري...؟

د پدرو پلار لږ غور وکړ. لاس يې په خړو او رازړيدلو بريتونو تير کړ او کوښښ يې وکړ چې ځان قابو کړي، بيا يې وويل:

_ تشويش مه کوه زويه ... حتماً د مالياتو په اړه غږيدل غواړي ... حتماً پوه شوي چې سږ کال زمونږ محصولات ښه ؤ ... په هر حال نن شپه ستا او مارينا د واده مراسم ترسره کيږي ... ته ارام اوسه ... اوس د کوټې نه ووځه چې وګورو دوی څه غواړي.

پدرو له کوټې ووت تر اوسه يې لا څو پلونه نه و اخستي چې پلار يې ورغږ کړ :

پدرو غوږ ونيسه ... د ګودام ور خلاص کړه او ټولو خدمتګارانو ته وسلې ورکړه ... خو تر څو چې ما امر نه وي کړى، هيڅ څه به نه کوئ ... ځه لاړ شه بچيه نن شپه چې په هره بيه کيږي بايد ستاسو واده وشي ...

مستخدم ، هسپانوی افسر ته تر کوټې راووست ، خوزه په کبر سره ، لاس وروړاندې کړ :

_  ښه راغلاست ... زما کور لکه ستاسو خپل کور وګڼه...

هسپانوي افسر بې له دې چې د خوزه لاس کوم چې ده د سټړي مشي لپاره وراوږد کړى و زور کړي  خپله خولۍ يې د سره لرې کړه په داسې حال کې چې په لاس يې ګردونه د خپل پيکي نه څنډل ويې ويل:

_ خوزه ...  ما د جلالتمآب  کورتس له خوا تاسو ته يو پيغام راوړئ ...

خوزه چې همداسې د افسر په مخکې نېغ ولاړ و او هڅه يې کوله چې خپله ناکراري پټه وساتي ځواب ورکړ:

_ صاحب زما د وياړ سبب دى  ...

هسپانوۍ افسر په ځاى کې وښوريد اوسترګې يې د خوزه په سترګو کې وروګنډلې او په درانه غږ يې بوډا خوزه ته داسې يوه خبر وکړه ، لکه په ګرز يې چې په دا سر ووهې، ويې ويل:

_ خوزه ... ستاسو زوې بايد د آغلې مارينا سره واده ونه کړي ... دا د جلالتمآب کورتس امر دى !

که خوزه ته دې ويلي واى چې بې د هيڅ دليله تا په دار راځړوو دومره به نه واى اريان شوى لکه څومره چې د عاليجناب کورتس ، د هسپانيوي نيواکګرو د قوماندان د امر په اوريدو سره اريان شو ، خوزه څو شيبېې چوپ شو ، بيايې وويل:

  _ صاحبه ... ما وبښئ ... خو زما زوى او مارينا له مودو مودو راهيسې يو له بل سره مينه لري ... ډير مخکې  دوى يوه بل ته په نامه شوي  ... نن د شپې ټولو کليوالو د واده لپاره پروګرام جوړ کړى او ...

هسپانوي افسر په بې حوصله ګۍ د خوزه خبره ورپرې کړه او ويې ويل:

_ متاسف يم خوزه ! دا يو امر دى !

خوزه په قهر سره چيغه  کړه:

_ خو دا امر دمنلو وړ نه دى ... خلک په غصه کيږي ... د ددوو مکزيکيانو واده د هسپانويانو په امر فسخ کيدى نشي...  سمه ده تاسو له اوږدو کلونو راهيسې زمونږ هيواد نيولى ... مګر د خلکو د ځان او احساس باداران خو تاسې نه يئ. زما زوى او مارينا يو په بل مين دي ... پوهيږئ  ؟ مين او له همدې  امله هيڅ ځواک نشي کولاى د دوى د واده مخه ونيسي .....

هسپانوي افسر په بوډا خوزه يوه کلکه څپيړه ولوروله او چيغه يې کړه :

_ ما ته واک راکړل شوى چې د امر د نه منلو په صورت کې ، ستاسو زوى پدرو او د مارينا مور او په خپله تاسو ښاغلى خوزه ونيسم او ولچک او زولانه مو تر تيتلانه (( چې په هغه وخت کې  د مکسيکو پلازمينه وه )) بوځم ... پوه شوئ ښاغلى خوزه ... او بيا يې څټ ورواړاوه تر څو بهر ووځي ، خو پدې وخت کې يې د ټوپک شپيلۍ په سينه ولګيده او هغه  د دوهم ځل لپاره کوټې ته په ننوتو مجبور کړل شو ، دا پدرو و چې د ټوپک شپيلۍ يې د هسپانوي افسر په سينه ايښي وه او څرنګه يې چې هغه کوټې ته راننويست ويې ويل:

_ وبښئ صاحب ... تاسو او ستاسو ټول سرتيري تر هغو چې د واده مراسم پاى ته ورسيږي زمونږه بنديان يئ !

د هسپانوي افسر په خيال کې هم دا نه ؤ چې داسې به کيږي چيغه يې کړه :

_ تاسو په دار راځړوي ... دا قانون دى ... هر مکزيکی چې په کوم هسپانوي افسر وسله راوکاږي ، په دار ځړول کيږي ...

پدرو وخندل او ويې ويل:

_ زمونږ غم مه کوئ صاحب ... تر څو چې تاسو ازاديږئ او تيتلان ته رسيږئ ، زه، کورنۍ مې او مارينا او کورنۍ به يې د دې ځاى نه په ميلونو ميلونو لرې ؤ...

ناڅاپه د بهر نه د شور ماشور غږ واوريدل شو . د مرميو د ډزو غږ هم واوريدل شو ، شور ماشور د حده زيات شو ... څو مکزيکيان کورته راننوتل او چيغې يې کړې:

پدرو ... پدرو ... ناوې يې وتښتوله ... ناوې يې يوړله ... هغه يې په کور نشته ... هغه يې برمته کړې ده ...

... ناوې يې برمته کړې ؟ ناوې يې تښتولې ؟ د څو شيبو لپاره دغه جملې د پدرو په مغز او روح کې چکرې وهلې ، د دې ګمان هم ده ته ستونزمن ؤ ، مارينا ... د هغه ښکلې مارينا يې تښتولې وه. چا دا کار کړى ؤ ؟ همغسې يې چې د هسپانوي افسر په سينه ټوپک ايښى ؤ ، هغو سړيو ته چې کوټې ته راننوتي ؤ وکتل ، سترګې يې بټې بټې راوتلې وې ، خوله يې وازه پاتې وه ژور خپګان او ناهيلي يې له ورايه ښکارېده ، ورو يې سلګۍ وکړه :

_ ولې ... ولې يې هغه وتښتوله ... ؟

ټولو هغو چې د کلي په ميدان کې يې شور ګډ کړى ؤ او ځانونه يې د خوزه کور ته رسولي ؤ تر څو هغه خبر کړي اوس يې چې د پدرو ارياني او عاجزي  او ويره چې د هغه له سترګو باديده وليده ټول چوپ شول ، سرونه يې ښکته واچول ، پدرو لکه قهريدلی زمری وغورېد :

_ ولې سرونه ښکته اچوئ ؟ ولې چوپ يئ ..؟

ما ته ووايئ چا هغه وتښتوله.. ؟ مخکې له دې چې هغه څو کسه ځواب ورکړي، د مارينا چاغ او په غوښو پټ پلار ، په داسې حال کې چې ډير سخت يې ژړل ، او بيخي يې ساه بنده شوې وه کوټې ته راننوت.

_ آه پدرو ... لور مې يې وتښتوله ... ښايسته لور مې يې وتښتوله ... زه هغه له تا غواړم ... ته يې چنغول (نامزد) يې!  پدرو د ټوپک شپيلۍ د هسپانوي افسر له سينې  چې اوس يې هم غولونکې خندا پر شونډو وه او دوى ته يې کتل لرې کړه ، لاسونه يې په د مارينا د پلار په اوږه کيښودل او په نرمه يې وويل:

_ ارمنډيزه ... آيا ته پوه شوې چې کومو خلکو مارينا له ځان سره يوړله؟

_ هو، پدرو ... ډير وختي مو د واده جامې وراغوستې وې او جوړه کړې مو وه ... آه پدرو ... نه پوهيږې څومره ګلالۍ او ښايسته شوې وه ... په خونه کې ستا په تمه وه ، سترګې يې په وره کې ګنډلې وې او څو ځله يې له ما نه وپوښتل :

_ پلاره ... نو پدرو ولې رانغی؟

په وروستۍ شېبه کې ، فکر مې وکړ که چې د تا د راتلو وخت راورسيد ، ناڅاپه څو هسپانوې سرتيري په کور راننوتل ،زما دوه کسه مستخدمين چې وسله وال ؤ ويې وژل او د مارينا په کوټه يې بريد وکړ، مارينا په وړوکي چاقو چې تل به ورسره ؤ په هغوى بريد وکړ خو هغوي ډير ؤ ، په مړوند کې يې لاس ونيو او په اوږه يې واچوله او د کړکۍ له ليارې وتښتيدل . په اسونو سپاره شول او لاړل ..

د کلي د ميدان له شانه ... مارينا څو ځله چيغې کړې ... خو هيچا يې غږ وانه وريد بې له ما بوډا نه چې ما هم هېڅ نشواى کولاى.

پدرو، هسپانوي افسر ته مخ ورواړاوه سترګې يې په سترګو کې ورواچولې او ناڅاپه يې يوه کلکه څپيړه ورکړه او ويې ويل:

يا الله ... ژر کوه ووايه هغه مو ولې وتښتوله ؟ ... ژر کړه خبر وکړه ... هسپانوی افسر چې د قهره تک تور اوښتی ؤ ، وويل:

پدرو . بې ګټې ده ... ته به نوره مارينا ونه وينې ... هسې خوشې چټي زما په نيولو ځان په خطر کې مه اچوه ... مارينا د تل لپاره له تا نه لاړه او ... او که رښتيا يې راباندې وايې دوه ورځې ورسته به مارينا ستا څېره ليدل هم ونه غواړي ...

پدرو دواړه لاسونه د افسر له غاړي تاو کړل او په داسې حال کې چې په ټول ځواک سره يې د هغه غاړې ته فشار ورکاوه او په همغه حال کې يې سر په ديوال ديوال ورته واهه چيغه يې کړه:

_ خبرې وکړه ... احمقه مردار خوره ... که غواړې ژوندې پاتې شې خبرې وکړه ... تاسو ټول وژنم ... تاسو ټول له منځه وړم ... خبرې وکړه ولې مو هغه وتښتوله چټلو سپيو ... ولې ؟ اه ...

هسپانوي افسر په ډير زحمت خپل ستونى د پدرو د لاسونو نه وژغوره او په داسې حال کې چې ساه يې خولې ته راغلې وه، ويې ويل:

_ صبر وکړه ... صبر وکړه ... ټول شيان درته وايم ... صبر وکړه...

پدرو ټوپک په لاس کې واخست او ناره يې کړه:

_ خبرې وکړه ... ووايه ...

_ غوږ شه پدرو .. زه تاته هر څه وايم خو کومه ګټه نه لري ... بې هدفه کار دى ... ته بايد خپل ځان هسې خوشې په خطر کې وانه چوې .. د دې کلي ډېرې ښکلې نجونې ستا سره د واده کولو هيله لري ... ته بايد د يوې نجلى په ...

_  د دې بابولالو په ځاى سمه خبر وکړه...

_  پوهېږې پدرو... عاليجناب ... کورتس ... غوا ... غواړي له ... له مارينا سره واده وکړي... !

په همدې دليل .. څلور مياشتې مخکې يې خداى بښلي کشيش ته امر وکړ چې د نکاح تړلو نه دې ډډه وکړي ، خو کشيش د دې امر نه سرغړونه وکړه او ودې ليدل چې د خپلې سرغړونې په سزا ورسيد او ووژل شو ، نن شپه هم څو تنه د چابکو او  ازمايل شويو سپرو افسرانو يوه ډلګۍ خوښه او د مارينا د تښتولو لپاره راوليږل شول تر څو مارينا وتښتوي او تر کورتسه يې ورورسوي ، عاليجناب پوهيده که ستاسو د واده مراسم اجراء شي نو بيا هغه هيڅکله نشواى کولاى مارينا خپله کړي .. د دې ټولو سره سره د مارينا خوشبختي په دې کې ده چې د عاليجناب سره واده وکړي .. اوس هغه د ځمکې د مخ د ترټولو نيک بختو نجونو له ډلې څخه ده او همدا دليل دى که ته سبا شخصاً هلته د ليدو کتو لپاره ورشي هغه به ستا څخه مخ وګرځوي او ستا د کوژدې ګوته به لکه يو بې ارزښته شى لرې وغورځوي .. پدرو سر ښکته واچوه .. آيا په رښتيا د مارينا نه زړه راټول کړي او هغه په خپل حال پريږدي .. نه .. نه يې شواى کولاى .. هغه په ټول ځان او ټول زړه سره د هغې سره مينه لرله ، مارينا د هغه راتلونکې ماندينه وه ، مارينا د هغه نيم ځان وه .. شونې نه وه چې مارينا هېره کړي .. بيا يې له ځان سره چورت وواهه:

خو لکه څنګه چې هغه هسپانوي افسر ويل : که مارينا عاليجناب کورتس ته د هغه د مال ، مقام ، جلال او ... په سبب په هغه باندې ترجيح ورکړي ، بيا به څه کيږي ؟ له دى فکر سره يې غوني زيږه شول ، زړه يې د پخوا نه تيز دربېده او د ځان سره يې وويل: _ نه .. نه.

 مارينا تر دې بريده بې وفا او ځان غوښتونکې نه ده... شونې نه ده چې هغه دې بوډا کورتس ته پر ما ترجيح ورکړي. په هغه مهال يې سوچ ته يوه عجيبه صحنه راغله. کورتس له خپلې مردارې څيرې ، شوارې پوزې او د تورې د ګوزار له لاسه له چاک شوو شونډو سره ويني، چې دى او مارينا لاس په لاس د کليسا نه راوځي، هسپانوي افسران د ځليدونکو تورو سره دوى ته احترام کوي. مارينا لکه ځواکمنه ملکه، هغو خلکو ته چې ددوى د ليدو لپاره راټول شوي ، موسکی کيږي او سر ښوروي... پدرو په خولو کې لوند خيشت ؤ. هسپانوی افسر، پلار يې، د مارينا پلار او هغه خلک چې د دوى په کور او د ددې کوټې په مخ کې راغونډ شوي ؤ، ټولو په اريانتيا ده ته کتل او نه پوهيدل چې هغه په څه سوچونو کې ډوب دى، بالاخره پدرو سر راپورته او چيغه يې کړه:

_ زالاره ... زالاره ..

يو سړى چې ډېر ځواکمن معلومېده، له زړېدلو برېتونو او او له داسې سترګو سره کومو چې د وينو رنګ درلود د خلکو له منځ نه راووت.

_ ستاسو په چوپړ کې يم خان .. پدرو هسپانوي افسر ته ګوته ونيوه او له زالار څخه يې وپوښتل:

_ آيا هغه ديرش سرتيري مو چې له دې صحرائي موږک سره راغلي ؤ ونيول؟    

زالار وخندل او ويې ويل:

_ خان .. ددوي نه يو هم سرتيرى نه دى ... ټول  دهغه بوډا نژدي او اعتباري افسران دي... هو هغه ټول مو ونيول.

د پدرو په سترګو کې د خوښۍ روښنائي وځليده. په يو نظريې هغو خلکو ته چې همداسې په تمه ؤ، وکتل او ويې ويل:- زالاره څو کسه کولاى شې په وسلو سمبال کړې؟

_ خان د کلي ټول ځوانان په وسلو سمبال دي.

_ څو کسه زالاره! ...

_ نژدې سل کسه خان ..

_ ډير ښه زالاره .. مونږ بنديان بيايو او کلى پريږدو. او دغه صحرائي موږک بايد زما پيغام بوډا کورتس ته ورسوي.

پدرو، هسپانوي افسرته مخ ورواړاوه او ويې ويل:

_ ښه په خلاصو غوږو يې واوره ..خپل هغه حرامي او نيواکګر قوماندان ته دې ووايه که د مارينا د سر نه يو ويښته کم شي ... او که سبا تر لمر لويدو پورې مارينا روغه او سلامته تر کلي راونه رسوي او زما پلار ته يې ورنه کړي، ټول هغه ديرش بنديان چې زموږ سره دي  وبه يې ووژنو او هغه مهال ...

پدرو په زوټه (خشکه) چيغه کړه:

_ او هغه مهال هغه عاليجناب ته ووايه چې په مکسيکو کې ټول ميشت هسپانويان به قتل عام شي .. نه په ښځه .. نه په نر .. نه په واړه ... او نه په زاړه په هيڅ يوه به يې زړه سوى  ونه کړم او ټول به تر تيغه تير کړم .. او دا هم ورته ووايه، پدرو چې د هر کلي نه تيريږي سل کسه به يې د کسانو په شمير کې ورډيرېږي او تر څو چې تر تيتلانه در درسيږي، دومره جنګيالي ځوانان به ورسره وي چې ستا د بوډا کورتس وروست سر به په نيزه کې وټومبي او په ښار کې به يې وګرځوي .. پوه شوې؟

پدرو زالار ته اشاره وکړه، زالار د هسپانوي افسر لاسونه چې رنګ يې تک سپين تښى ؤ او پښې يې لړزېدلې د شا نه ونيول او چاړه يې د دده په څيره ورکيښوده او په يو چټک حرکت سره يې د چاړې په څوکه دافسر د سترغليو نه تر شونډې پورې دا يوه خوا ورڅيرې کړه او ويې ويل:

_ دا د دې لپاره چې بوډا  کورتس  دا خيال ونه کړي جې زه د هغه سره ټوکې کوم...

هسپانوي افسر د درد نه چيغه کړه او په مځکه راولويد.

پدرو امر وکړ او هغه يې په اس واچاوه او د څو متروکو په وهلو سره يې اس د تيتلان په خوا وځغلاوه...

                                                                                                                            ادامه لري ...                               

                 -د ناول په اړه ستاسو د نظرونو او رغنده نيوکو په هيله-  مننه

 

Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com