Loy

د نوروز نمانځل حرام دي

17.03.2011 10:52

د نوروز نمانځل حرام دي

د نوروز نمانځل حرام دي

محمد رسول عادل
د نوروز مبارکي او د نوروز په مناسبت خوراکونه، هفت ميوه،  د لباسونو بدلول، ډالۍ، رخصتي کول، د خپلو ورځني کارونوځنډول او ميلو ته تلل قطاَ حرام دي.
ځکه دا د مجوسيانو سره مشابهت دى او نوروز د مجوسانو اختر دى په دې تفصيلي بحث ابن تيمية (رح) په افتضاء الصراط المستقيم  اول جلد او ٢٢٧-٢٢٦- ٢٤٩ -٢٦٩) مخونو کې ليکلي دي.
د قران او سنت  د علماؤ داقوالو له مخې د نوروز  نمانځلو  حرام والي دلايل :
١:-  الله (ج) فرمايلي :ولاتکونو کاالذين نسوا الله فانسهم انفسهم اولنک هم الفاسقون سورة حشر(١٩) اية ترجمه:او تاسو مه کيږئ په شان د هغو کسانو چې الله (ج) يې هير کړى دى نو الله(ج) د دوى څخه ځانونه هير کړي دي او داکسان پوره نافرمانه دي . (يهودو و نصارو او مجوسيانو الله (ج) هير کړيدي).
٢:-  الله(ج) فرمايي : والذين لا يشهدون الذور زسورة الفرقان ٧٢ اية .تفسير ابن کثير ٣  جلد ٤٥٢،تفسېر قرطبى ١٣جز٦٢ص،مجموع الفتاوي٢٥جز١٤٧ مخ کې  د ابن عباس، مجاهد ربيع بن انس، ضحاک (رض) مفسرينو څخه نقل کړى دى چې معنٰى د دې ايت داده: مومنان دې د مشرکانو اخترونو او ميلوته نه حاضريږي او په هغې کې دې برخه نه اخلي.
٣:-  قال رسول الله (ص)من تشبه بقوم فهومنهم.ابو داؤد کتاپ الباس ٤٠٣١ نمبر حديث ترجمه:
چا چې مشابهت وکړ د يوقوسره نو هغه د هغوى څخه دى ابن تيمية(رح) افتضاء الصراط المستقيم
١-٢٣١ ص او فتاوي الجنة ادائمة ٣-٤٢٩ کې ليکلي چې  مشابهت په عباداتو، عاداتو او اخترونو کې هم راځي نو ځکه د نوروز جنشن نمانځل د مجوسيانو سره شباهت دى .
٤:- ابو داؤد حديث نمبر ١١٣٤ نسائي ١٥٥٦ ، مشکاة امصابيح باب العيدين کې حديث ذکر کړى دى چې د جاهليت د زمانې څخه خلکو د نوروز او مهرجان په ورځ لوبې کولې نو رسول الله(ص) ورته وفرمائل چې الله(ج) د دې دوو ورځو په بدل کې تاسوته د کوچني او  لوى اختر ورځې درکړي دي مرقات شرح المشکوة ٣ ج ٤٩٠ ص کې همداسې ليکلي او وايي چې انبياو د دغه جاهلانو حکماؤ دغه نمانځنه با طله کړيده.
٥:-  بيهقي په سنن الکبري ١٤ج ١١٣ص ١٩٣٧٤ نمبر کې ليکلي دي چې عمر فاروق(رض)وايي د مشرکانو عبادت خانو ته د اخترونو په ورځ مه ورځئ ځکه په دوى د الله(ج)غضب نازليږى دا د ورتلو حال دى د نمانځونکي حال به څه وي؟
٦:-  بيهقي په سنن الکبري ١٤ج ١١٣ او ٣٧٥ص ١٩٣٧٥ نمبر روايت کړى دى چې عمر فاروق(رض) وويل  د الله(ج) د دښمنانو څخه ځان وساتئ  د دوى په اخترونو او ميلو کې ګډون مه کوئ.
٧:- په سنن الکبري کې ١٤ج ١١٣ص او ٧٦-١٩٣٧٧ نمبر روايت کړى دى چې هر هغه شخص چې ژونديې غوره کړى و د مشرکانو په وطن کې او د دوى نوروز او مهرجان نمانځي او د دوى سره مشابهت کوي اوپه همدغه ژوندکې مړ شو نو د قيامت په ورځ به د مشرکانوسره پورته شي .
٨:-  بيهقي په سنن الکبري ١٤جلد ١١٤ص او ١٩٣٧٨نمبر کې علي(رض) څخه روايت کړي دي چې هغه ته د نوروز په ورځ ډالۍ وړاندې شوه نو هغه منعه کړه او داسې يې وويل: خپل کارونه: او اسلامي عادات جاري ساتئ هره ورځ نوروز دى د دې حديث راوي ابو اسامه فرمايي على(رض) د نوروز نوم هم بد وګڼلو چې دا نوم نوى ايجاد شوى دى بيهقي وايې چې د د کراهت وجه يې داده چې دا ورځ شريعت نه ده خاص کړې او دوى يې د ځان څخه خاصوي.
٩:- شيخ الاسلام ابن تيمية (رض)په مجموع الفتاوي٢٥جز ١٤٧ص کې د عمر(رض) او عبدالله بن عمرو (رض) د رواياتو د ذکر کولو څخه وروسته ليکلي دي چې  څوک نوروزي اعمال ترسره کوي نو د الله(ج) عذاب په ځان وړاندې کوي او بيايې و مجموع الفتاوي ٢٥جز١٤٩ص کې ليکلي دي چې د دغې ورځې په مناسب  چې کومې ذبحې او حلالې کيږي ناجايز او حرامې دي او په ما اهل به لغير الله او ماذبح علي النصب حرمه) کې داخلي دي نو په دې نيت چې نوروز دى: غسل كول، د جاموبدل،ميلې كول،د ماشومانو د لوبو اسباب جوړول او د هغه شيانو خرڅول او اخيستل  چې د نوروز په ميلو کې استعماليږي ناروا دي بلکې بعضې علماء يې کفر ګڼي ځکه په دې کې د کفر د شعايرو تعظيم او احترام دى .
١٠:- ملاعلي قاري په مرقات شرح مشکوة ١٤ج ٤٩١ص کې وايي چې ابو حفص الکبير الحنفي وايې که چا د نوروز په ورځ يوه هگۍ هم مشرک ته ډالۍ کړه نو دا شخص د الله(ج) په نزد باندې کافر شو او ټول اعمال يې برباد شول او حسن بن منصور وايي که چا د دې ورځې تعظيم په خاطر څه واخيستل نو کافر دى او که مقصد يې د رزق پراخې وي نو بيا هم مکروه او حرام دي ځکه د کافر و سره مشابهت دى شيعه ګان نوروز د دې لپاره هم نمانځي چې په دې ورځ عثمان(رض) شهيد شوى دى او على(رض) ته خلافت په لاس ورغلى دى .
په مرقات شرح مشکوة کې ليکلي دي چې د نوروز په بعضي نمانځونکو باندې د هغوى ښځې زورورې شي او ورته وايي چې ما ته به هم نن دغسې ميله جوړوې  لکه دا نور خلک او کافران يې چې جوړوي نو دا د هغې خبره ومني.  علماء کرامو ته عرض دى چې عوام خلک د لاس يا بيان په واسطه د دغه منکراتو څخه منع کړي.

salik saber 23.06.2013 17:00

نوروز خو حرام وبوله خو د مکتب سوځول، د جوماتونو شهېدانول، د لارو ماینونه، واسکټي حملې او.... دا څنګه حلالې دي که حرامې؟

رسول خان 26.03.2011 13:32

د لوګر د وکېلانو په باره کې معلومات ورکړه.

سلامونه اشنا  - لومړی خو دې خدای راته روغ جوړ لره او تر دې وروسته بیا نو دا کار به هم وکړو له خیره خو لږوخت غواړي او په دې بوخته نړۍ کې اوس ذوقي کارونو او خدمتونو کولو ته لږ صبر په کار دی ان شاالله دامعلومات به هم ډېر ژروړاندې کړو بس ستاسې دعاوې په کار دي - ستونزه په وخت او ډېر کار کې ده او زه ورته یوازې نو ډېر معلومات به پيدا کړو که ستاسې په شان ځوانان راسره په کار کې شريک شي د لوګر په اړه هر ډول معلومات مو چې پيدا کړل موږ سره یې شريک کړﺉ

ښې چارې او آباد اوسۍ

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com