Loy

شپږ دقيقې وخت لرئ . . . ؟

02.04.2011 09:37

شپږ دقيقې وخت لرئ . . . ؟

ژباړن: انبيا ژمن

دغه متن له شک پرته يو د برياليتوب له هغوغوره متنونو څخه دى چې موندلى مې دى. هيله من يم چې زما او ستاسو لپاره اغېزناک واقع شي!

د دې کرښو په منځ کې ښې او ځواکمنې سپارښتنې شتون لري. دغه متن د انتوني رابېنز د بنسټ له خوا ستاسو د برياليتوب لپاره رالېږل شوى دى او تر اوسه 10 ځله ټولې نړۍ ته استول شوى دى.

دا پيغام له ځان سره مه ساتئ!

6 دقيقې خپل ټول کارونه پرېږدئ. دا مسئله په بشپړ ډول واقعيت لري.

يو: خلکو ته له هغه څخه ډېر چې تمه يې لري، څه ورکړئ او دا کار په خوښۍ ترسره کړئ.

دوه: له داسې ښځې يا سړي سره واده وکړئ چې له هغېهغه سره د خبرو کولو مينه لرئ. د دې لپاره چې يو وخت بوډا کېږئ، د مکالمې مهارت د نورو مهارتونو په څېر ډېر ارزښت پيدا کوي.

درې: هغه څيزونه چې اورئ يې، په ټولو باور مه کوئ ، هغه څيزونه چې لرئ يې، ټول مه لګوئ او يا څومره چې غواړئ مه ويده کېږئ.

څلور: کله چې واياست: له تا سره مينه لرم، موخه هو همدا وي.

پنځه: کله چې واياست: بښنه غواړم. د مقابل لوري سترګو ته وګورئ.

شپږ: مخکې له دې چې واده وکړئ لږ تر لږه شپږ مياشتې کوژدن و اوسئ.

اووه: په مينه  په لومړي کتو باور ولرئ.

اته: هېڅکله د چا رؤيا ته مه خاندئ، کوم خلک چې رؤيا نه لري هېڅ نه لري.

نهه: په ژوره توګه او احساس سره مينه وکړئ. کېدى شي وځورېږئ خو دا يواځينۍ لار ده چې په بشپړ ډول ژوندون کوئ.

لس: په اختلافونو کې منصفانه وجنګېږئ او د هېچا نوم مه يادوئ.

يوولس: د خلکو د خپلوانو له لارې د هغوى منځګړيتوب مه کوئ.

دوولس: سوکه خبرې کوئ خو چټک فکر.

ديارلس: کله چې څوک له تاسو څخه داسې پوښتنه کوي چې نه غواړئ ځواب ورکړئ، موسکا وکړئ او وواياست: ولې غواړې په دې پوه شې؟

څوارلس: په ياد ولرئ چې لويه مينه او لوى برياليتوب له لويې وېرې سره مل دي.

پنځلس: کله چې څوک پرنجى وهي وواياست: روغتيا دې وي.

شپاړس: کله چې کوم څيز له لاسه ورکوئ، له هغه څخه درس اخيستل له لاسه مه ورکوئ.

اوولس: دغه درې ټکي په ياد ولرئ: ځان ته درناوى، نورو ته درناوى او د خپلو ټولو کارونو مسئوليت منل.

اتلس: مه پرېږدئ چې يو کوچنى اختلاف ستاسو لويې دوستۍ ته زيان واړوي.

نولس: کله مو چې پام کېږي تېروتنه مو کړې، سملاسي د هغه د سمون په لور ګام واخلئ.

شل: کله چې ټلفون پورته کوئ موسکا وکړئ، چا چې ټلفون کړى هغوى ستاسو غږ اوري.

يوويشت: د يواځيتوب لپاره يو وخت ځانګړى کړئ.

رښتينى ملګرى هغه دى چې تر لاس مو نيسي او زړه مو لمسوي.

دغه پيغام له خپل ځان سره مه ساتئ!

عبدالحبیب خالد 28.06.2011 11:53

ډېر ښکلی مطلب، په ریښتیا هم چې ډېری یې مونږ نه تر سره کوو، کیدای شي همدا مو د ناکامۍ یوه وجه وي.

په هر حال، له ښکلي مطلب او پیرزوینې څخه مو یوه نړۍ مننه.

په درنښت

حبیب خالد

شکيل احمد 04.04.2011 11:35

ډير زړۀ پورې مطالب ؤ مننۀ د ټول افغان څخه

احمد 04.04.2011 11:32

ډير زړۀ پورې مطالب ؤ مننۀ د ټول افغان څخه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com