Loy

مورې ته راته ژوندۍ واى

09.05.2011 14:05

دوستانو مورنۍ مینه داسې یوه پدیده ده چې بیا ځلې یې څوک لاس ته نه شي راوړی په وړوکوالي کې د مور رحم او د ماشوم نازونه او په  غټوالي کې د مور دعاوې او سپيڅلې مینه، ډيری د ژوند لوړو پوړیو ته رسولي دي، ما چې د آزمون صیب دا نظم ولوست، راته د مورنۍ مینې بیلابیل ډولونه را یاد شول، دې شعر کې د مور د نه شتون ډير ارمان شوی دی او د ارمان ژبه شاعرانه او ډيره روانه ده، دا شعر دې ټولو هغو دوستانو ته ډالۍ وي کوم چې خپلې میندې له لاسه ورکړي دي یانې میندو یې له دوی سره مخه ښه کړې. او هغو دوستانو ته دې ډالۍ وي چې میندې یې ژوندی دي په دې هیله چې دوی د خپلو میندو پوره خیال وساتي او له سپيڅلې مینې څخه یې خوند واخلي، مور او پلار هغه نایابه میوه ده چې لاسه و وزي بیا یې څوک لاس ته نه شي راوړی، که هرڅه زور او زر درسره وي دا میوه به لاس ته نه وړې. د محمد الله ارين احمدزي ورور نه په مننې.

مورې ته راته ژوندۍ واى

استاد لال پاچا آزمون

»»»»»»»»

نه هستي واى نه مستي واى
نه پر ځمکه پادشاهي واى
لوږه تنده مې ګاللاى
شپه مې ويښه تېرولاى
له تيارو سره په جنګ واى
د سپوږمۍ در کې ملنګ واى
سل پيونده مې جامه واى
خوله کې ستا د عشق نامه واى
زه او دښته او شپېلۍ واى
مورې ته راته ژوندۍ واى
   ×××
ددې ځمکې هر موجود ته
په سلام يې واى وجود ته
ګرځېدلى په ميرو کې
شاړو دښتو هديرو کې
خبر نه واى له روزګاره
د دنيا له کاروباره
سل څپړې چاوهلاى
ستا انځور مې جوړولاى
باده سارا او بوړبکۍ واى
مورې ته راته ژوندۍ واى
   ××× 
خپلې اوښکې مې بس څښاک واى
ستا پر سټه لکه تاک واى
ددې ستورو د خندا واى
شپه پر وېښه تر سبا واى
کند کچول مې واى پرغاړه
ژوند مې واى هم ټول پر شاړه
نوکري مې د غلام واى
د محمود غوندې بدنام واى
راپسې ګرده نړۍ واى
مورې ته  راته ژوندۍ واى 
  ×××  
بې پروا بس له انجام واى
خو غني دى هم پر جام واى
د دنيا همدا يو بام واى
خيال او فکر د خيام واى 
يو ساقي ته صد سلام واى
راپسې د نورولام واى
د غزل توري مې قام واى
خيال ته هر يو مې دام واى
يو کچکول يوه شړۍ واى 
مورې ته راته ژوندۍ واى
          ×××
کاش په خوله مې زمانه  واى
خير که ژوند مې زولانه واى
خرابات واى ميخانه واى
له خندا شنه پيمانه واى
زه اوشمه ستا زيارت واى
همدغه مې جماعت واى
د ګريوان رېښې په نازمې
کړه د اوښکو جاى نماز مې
دا اختر دې د دوهۍ واى
مورې ته  راته ژوندۍ واى
دا ماڼۍ او نه دا سور واى
د سپېرو خټويو کور واى
ژرند ګړى  د رنګونو
واى ملنګ د ښايستونو
پاس پر سپين تندى يو خال واى
او د لمر د لوڼو ټال واى
د هر چا سترګو کې برېښ واى
د ښکلا پر ټپه پېښ واى
ستا د لاس سابه ډوډۍ واى
مورې ته راته ژوندۍ واى

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com