Loy

د تېرو هېرو او نوو حماسو ټولگه

18.05.2011 12:10

د تېرو هېرو او نوو حماسو ټولگه / پوهاند دوکتور م.ا. زيار

اکسفورډ،۰۱۱-۱۳-۵

((ته زما ټوله شاعري يې))

((ته زما ټوله شاعري يې)) يو زړه راکښونکی شاعرانه نوم دی چې دپښتني- افغاني ځوان پښت استازندويه نوښتگر شاعر غفور لېوال پکې د خپلې ازادې او نيم ازادې ريالېستي شاعرۍ گردې پنځونې په يوځايي ډول رانغښتې دي. شاعرانه نوم يې په دې بولو چې زما په څېر، د ژبني هنر او بيا يې د هنري ترين ځېل نور مينه وال ځنې د يوې رښتيني او نوښتگرانه شاعرۍ جاج اخېستلای شي، يو داسې نوم چې په ليدو او اورېدو سره مو د يوه ورته نومولي انځور د ذهن پر  پرده راټوکېږي.که نه، له وچ کلک دوديز نامه((کليات)) څخه ،له  پنډوالي او پېړوالي پرته، بل څه جاج رامخته کېدای شو!

نوره د هرچا خوښه او خورمنځ چې پخپله غفور لېوال څه وړ شاعر  نوموي، خو زه يې د تېرو هېرو او نوو حماسو تاندوونکی او پنځوونکی بولم، او له همدې ليد توگې اوگوټپېره يې د ارزولو يوه هڅه کوم.

د حماسې انگرېزي انډول epic، لاتين picus  او ورله مخه يوناني هغه يې  epikosدی، او دا بيا له epos (وينا، ويی، نغمه) څخه رارغېدلی بېلنگ(مشتق) دی. د اروپايانو په څېر موږ هم حماسه په دوو ماناوو او جاجونو کاروو:

(۱) تورياليتوب، جنگياليتوب، مېړانه، اتلولي چې تر هرڅه له مخه د ولسونو او هېوادونو له ملي- تاريخي  وياړونو او مانيزو پاتوړو(ميراثونو) او په پای پای کې يې هم د ملي اکر وکر او پېژند نښو څخه گڼل کېږي.

(۲) د يوه شعري ځېل(ژانر) په توگه هغه اوږد داستاني شعر ته وايي چې د تاريخي او نيم تاريخي جنگيالانو او اتلانو ستاينې رانغاړي. دا هم پر دوو ډولو دی:

لومړی- گړنی- وگړنی يا په لنډه بڼه، (و)گړنی ډول چې د نورو پېيلو او ناپېيلو کيسو افسانو غوندې وگړنيو پرگنو له تېرو زمانو راهيسې را پنځولی او له يوه پښت څخه بل ته همداسې سينه پر سينه او خوله پر خوله را لېږدېدلی ، او  يو شمېر نکلچيان يا سندرغاړي  يې په دېرو اوجرو او بېلابېلو دوديزو بنډارو کې نورو ته په يوه ځانگړي لوړ او سندريز اواز وراوروي.

دويم يې ليکنی- ادبي ډول دی چې د جنگنامو او شاهنامو په نومونو ليکلوستوالو او پخو شاعرانو رااوډلې او پېيلې دي، په دې مانا چې دوی هم له هماغه (و)گړنۍ سرچينې څخه راخېستې او سره اوډلې او پېيلې دي. له هغو څخه يوازې هغه په شاعرانه پنځونو او بيا شاهکارونو کې راځي چې له ژب- ښکلاييز او ژب- انديز دواړو اړخو څخه يې د خپل خپل مهال په شعري پساله پسوللي دي. بېسارې تاريخي بېلگې يې چې تلپاتې نړيوال نوم و نښان يې گټلی دی د يوناني هومر ((ايلياد)) او((اودېسې)) بوللې دي او د آرياني فردوسي ((شاهنامه)) ده. هسې خو راوروسته په ختيځ او لويديځ کې د ورته شعري ژانر پېښې ډېرې شوې دي، خو هغومره اوڅارتيا(شهرت)، برم و پرتم يې په برخه شوي نه دي.

په پښتو وگړني، او بيا ليکني ادب کې هم د حماسي شعر، يا په سهي مانا حماسي  بوللو څرک لگولای شو چې په زاړه پېر کې د اسعد سوري، ښکارندوی... په منځني کې د ستر خوشال... او په پای کې د حافظ مرغزي  غونډه شاهنامه يادولای شو چې د((نظم)) پر کچ يې د احمد شاه ابدالي کارنامو ته ځانگړې کړې او پر ۱۱۷۶ ه.ق. کال يې بشپړه کړې ده.

په نومهالې ادبي نومونپوهنه(ترمينالوجۍ) کې دحماسې هماغه لومړي جاج((تورې، مېړانې، اتلولۍ...)) ته نوره  هم مانيزه پراختياورکړ شوې او هغه څه هم راسېمبولايزوي چې د يوه ولس تاريخي ښادنامې او کارنامې، مېړانې، سرښندنې، بلهارۍ... رانغاړي، لکه واخلې،  ازاديپال، سياسي او ټولنوټيز (اجتماعي- اقتصادي) خوځښتونه، پاڅونونه، غورځنگونه او انقلابونه. د ساري په توگه، لکه د فرانسيانو لپاره د(۱۷۹۹-۱۷۸۹)، د شوروي او بيا سراسري جهاني چپي-کمونېستي  لارويانو لپاره، د۱۹۱۷ کال د اکتوبر انقلاب، د ويتناميانو لپاره پر ۱۹۷۳ کال چې دامريکا نيواک او پوځي تېري ته يې پايټکی کېښووه ... او د افغانانو لپاره د مغولو، صفويانو، او بيا د انگرېزانو پر وړاندې درېگوني ژغورنده ازاديپال پاڅونونه او داسې نور.

په نومهالي پښتو ادبي پېر کې دلته او هلته ښايسته ډېرې رزمي ياحماسي شعرونه او بوللې موندلای شو، خو چې کله يې پر((شعري)) آر و معيار غږېږو، نو ښايي له گوتشمېره تېری ونه شي کړای- ناپېيلې بېلگې يې هم همداسې درواخله، لکه د غوث خيبري((ابدالي توره)) او د ابراهيم  عطايي په(( ايشيا کې طوفان))... هغه.

ما د((بدلمېچ ۱۳۹۰ل، ۲۴۹- ۲۵۲مخ)) د مخامختيايا تقابل(کونترست)د بېلگو او بيادانځورنگ(تمثيل) او کيسه يي ځانگړتيا په تړاو د غفور لېوال درېگونې بولـلې ارزولې وې خو کله يې چې ((ته زما ټوله شاعري يې))  راډالۍ کړه او ما يې هم بشپړې، نه خو يوځايي ارزونې ته مټې راونغښتې، دې پايلې ته ورسېدم چې هغه بېلگې يې يوازې د تقابل ياتمثيل او حکايت دځانگړتياوو له پلوه نه،بلکې تر هرڅه له مخه د((حماسيوالي)) له اړخه په زړه پورې دي او له همدغه پلوه يې ارزول زيات اړين برېښي. ځکه، که خبره تش پر کيسه يې ځانگړتياوو وي، هسې خو هر انځوريز(illustrated) او بيا هر ډول کيسه يي  شعر چې لويديځوال يې( allegorical) او(parabolical) بولي او استاد رشاد ورته (د هوسۍ په سريزه کې) د((محاکات)) نومونه کارولې، د دغو دوو بنسټيزو ځانگړنو تر څنگ نورې داستاني ځانگړتياوې(پلات، تېم، پيل و پای، ستونځ، تلوسه، کرکټرونه...) هم رانغاړي او په دې لړکې يې، هرگوره، حماسي بوللې، لکه دلېوال دا، تر نورو هغو ښه ترا راخپلوي.

دپښتني- افغاني ځوان پښت دغه نوښتگر استازي شاعر د خپلې ازادې او نيم ازادې ريالېستي شاعرۍ په بهيرکې، د نورو شعري ځېلونو ترڅنگ يوه غوره برخه د((منظومو)) په نامه دخپل ولس تېرو هېرو يادنامو او ښاد نامو ته ځانگړې کړې چې له هغو څخه يې درې دا، نه يوازې بوللې، بلکې((حماسې بوللې))، او ان آرې او رښتينې ((حماسي)) دي. مانا داچې هسې هوبهو يې راتاندې کړې او انځورلې نه دي چې لا ((پنځولې)) دي. په هره توگه، که ((ارشاک او اوشاس)) او((لام او ايلينو)) يې په تېرو هېرو هغو کې راځي، نو ((هوسۍ)) يې بيا په ژونديو هغوکې شمېرل کېږي، سره له دې چې په دې کې يې هم لږ وډېر له سېمبولونو او اسطورو څخه کار اخېستی دی.

له بده مرغه ډېری افغانان او په ځانگړي ډول، پښتانه دوې لومړۍ بېلگې په((ملي حماسو)) کې نه شمېري او داځکه چې خپلو تاريخوالو او څېړنوالو يې سر په دې سم نه دی خلاص کړی چې اړوند ټبرونو او حماسه سازو اتلانو يې په ټوله مانا په افغاني- پښتني بوميانو اړه درلودلې ده.  که ورته ووايې، چې لومړۍ حماسه له((کوشانيانو)) او دويمه له((نورستانيانو)) سره تړاو لري، غبرگون يې همداوايي: ((پر موږ يې څه؟)).

که نورستانيان((د يونانيانو پاتشوني)) بولي، دغسې کوشنيان هم په بلځايانو کې شمېري!

تراوسه ډېرو قلموالو ساکان  او دويم پښت کوشانيان، يپتليان... په ژيړ نژاد(هونانو، تورکو مغولو) يا نورو ولسونو او ياهم د آريايي او بيا آرياني څانگې خرانگې دننه، په لرې نژدې تربورانو پورې تړلي دي. د همفريز ايلين دا خبره چې وايي، د گريکو- باختر لومړی افغان دولت بومي ټلوال((ساکه کوچيان)) ول، په دې پلمه  ردوي چې اړوند تاريخي اثر يې ((دايران د وگړو تاريخ)) نومولی دی!

نټه نه منونکي ساينتېفيک ژبپوهنيز لاسوندونه چې ختيځپوهانو رامخته کړي، هم ورباندې په ورته پلمه ځانونه ناگاروي او له دې ناخبره چې((ايران))  د((آرين)) يوه اوښتې(مقلوبه) بڼه ده او ډېر راوروسته د يوې ځانگړې سياسي- جغرافيايي سيمې((پارس)) ځايناستې شوې ده!

زموږ دوديز تاريخوال او څېړنوال پر همدې بسيا پاتې ول چې پښتانه ((يهود)) نه، بلکې((آريايان)) او بيا په هغو کې يوه خپلواکه درېيمه څانگه ده، چې نه له هندي هغې سره تړاو لري او نه له آرياني دې سره(!)

خو دايې په خوا خاطر کې نه گرځېده چې د آريايانو دوه گونی(( هندي -آرياني)) وېش پر زباد رسېدلی، او پښتانه په((آرياني)) وېش کې راځي او بيا له ۱۳-۱۲ پاميري ټبرونو سره يوځای په پېنځگونو ډلو(پارسيانو، پارتيانو، ماديانو، اوېستايانو او ساکانو) کې  په وروستۍ دې اړه لري.

د درو سرو بوللو په ارزونه کې مې وغوښتل، سم له لاسه له دوو(ژب- ښکلاييزو او ژب- انديزو) ټوليو

(مقولو) څخه، هغه هم له يوه ځغلنده  ليده سره، پرلومړۍ دې بسنه وکړم، په بله وينا، پر برسېرنه(ژبنۍ) جوله او دننۍ(هنري) جوله. دويمه ټولۍ پوه شه او نور شعري- داستاني کره کتونکي، چې له  بېلابېلو آرونو او ټول و ټوک سره يې يو مخيزې کرونې او ارزونې ته مټې راونغاړي .

لومړۍ ــ د(( ارشاک او اوشاش )) بولـله

په (۷۵) مخو کېد غفور لېوال دا بولـله، لکه مخکې چې ورته نغوته وشوه له آره د ساکي- بومي ټولواکمني (اېمپراتوري) پېر يوه تلپاتې، خو يوه تېره هېره حماسه ده چې ده پکې په خپل کمساري شاعرانه ځواک له سره ساه پوکړې، او راژوندۍ کړې، په بله وينا، له سره راپنځولې ده.

توروايانا(سردار نجيب اله) د لومړي افغان او بيا پارسي ژبي په توگه، څه ناڅه نيمه پېړۍ وړاندې دغه کيسه يوازې د((اوشاس)) تر نامه لاندې په  خورا خواږه پارسي نثر کښلې او شل- دوه ويشت کاله پخوا((فريد بېژن)) د امير کروړ په گډون  له يو شمېرنورو حماسې کيسو سره يوځای په  ورته نامه ور نومولې ټولگه کې چاپ  کړې ده، له ټول ژبني او ادبي پرداز و پېرايې سره دلېوال د((ارشاک او اوشاش)) د سيالۍ جوگه نه شي کېدای. يوه بډايه، کره، کېښکلې، خوږه او نږه ژبه، له خورا کمپېښو گړنو او څرگندنو يا محاورو او اصطلاحاتو (ايډيمونو او اېکسپرېشنونو) سره کارولې چې ښايي د ټوليزې وييپانگې غوندې يې زياتره په خپل شتمن غلجايي(حسين خېلي) گړدود اړه ولري- هسې يې خو په ټوليز ډول، ليکنۍ او بيا ادبي پښتو دغه گردې ځانگړتياوې رانغاړي اوپر ((يوه پښتو- کره پښتو)) يې د پوره لاسبري ځلندويي کوي.

په دننۍ(هنري) جوله کې يې دغه زړه راکښونکې تاريخي بولـله تر ښايسته ډېره بريده د نومهالي شعر له غوښتنې سره سمه د دوو اړينو آرونو((تقابل او تمثيل)) پر بنسټ  په نوښتگرانه(تشبيهي، استعاري، کنايي، تشخيص، انطاق...) او ورسره ورسره په لا زياتو ذهني انځورونو اوپه زړه پورې پيلامونو (سېمبولونو) او اسطورو پسوللې او گاڼلې ده.

سره له دې يې بياهم د شننې او ارزونې د لنډون په موخه د دواړو جوليزو اړخونو دغه لاندې غورچاڼ ته تمېږو:

د هېندوکو(ښ) پر هسکو څوکو وې لا واورې پرتې

خو پسرلی د کاپيسا مېلمه و(و)

او په بگرام کې د گلونو څپو

د آريايي پېغلو لمنوته عطرونه شيندل

پاس په دره کې لمر ته

ځنگلونه بيا ويښېدل...

د ښادۍ ډول اتڼ ته و گړزېده

زلميو واچولې څڼې ورته

پېغلې گېډۍ گېډۍ راتاوې شولې

گرده کړۍ يې د اتڼ جوړه کړه

سرې عنابي پيالې راوگرځېدې

ښکليو ساقيانو ډک خمان گرځول...

ستر کنېشکا خپل هغه تاج چې ((همايون)) نومېده

د خپلواکۍ د دغې ښکلې ملکې سرته په نذر ورکړ

داسې یوتاج چې له الماسو او سرو زرو جوړ وو...

نيلابه خپل بهير راوگرځوه

پام چې اوشاس اټک نه تېره نه کړې

اوشاس اټک کې مېلمنه وساته

دادکابل او کاپيسا نازکه پېغله په گرمۍ مه سېزه...!

او(له ژبني اړخ پرته) تر ټولو ښکلې پايله:

عشق په اسمان کې د ارشاک او اوشاس لاره څاري

عشق آريانا څخه د خپل ابديت نښې خپل دربارته غواړي

عشق د محبوبو له موسکاسره د بل جهان سفر پيلوي

عشق سرنوشت څخه کسات اخلي

عشق يوه لويه هنگامه جوړوي

عشق

يوه

داسې

افسانه جوړوي.

دويمه ــ د(( لام او ايلينو)) بولـله

لېوال زموږ د بومي ترينو تربرو ((الينايانو)) يا اوسنيو((نورستانيانو)) هم دې تېرې هېرې حماسې ته نوې ساه او بهانده ژبه وربښلې. که څه هم د زاړه پښت، د بوډيو او بوډاگانو تر منځ يې د تالا ترغيو پړوکو او څپرکو نيم نيمژواند غوندې څرکونه راپاتې دي او هغه هم، د پېريانو او دېوانو د افسانو غوندې په اساطيري کږنو او انگېرنو کې اخښلې را اخښلې او په دې توگه د نورو تاريخي- فرهنگي گنجينو په څېر د زمانې له يادو مخ پر وتو ده، او بياچې نن سبا ورباندې يوه(( توره غدۍ)) راپرېوتې، د هېرېدا او ورکېدابهير يې نورهم پسې گړندی شوی دی!

استاد مورگنستيرن پر۱۹۲۴ ز. د افغانستان ترلومړي څېړنيز سفره خپل هېواد((ناروې)) ته له ستنېدو سره په يوه ليکنه کې پر نړيوال کچ د ختيځپوهانو سر په دې خلاص کړ چې الينايان يا بلوريان او يا اوسني نورستانيان له ژبتوکميز پلوه د يونانيانو پاتشوني نه، بلکې هغه لومړني افغاني بوميان دي چې له هماغه ستر آريايي مونډه له هندي څانگې سره هممهال (۴۰۰۰کاله پخوا) راجلاشوي او له هندي نيمې وچې څخه له بيرته راستنېدو سره د پامير او چترال تر منځ غرونو او ناوونو کې مېشت شوي دي- همدا راز استاد دوه کاله وروسته له پښتو او پښتون سره د هېرودت د(( پکت، پکتويس...)) تړاو هم په خپل دويم داکتري تېزس((پښتو اېتېمولوجۍ)) کې په تاريخي- فونولوجيکي لاسوندونوتاريخ ته وسپاره او پرځای يې د پښتو زړه آره (( پرسوا))او د پښتون هغه(( پرسوانه)) زباده کړه.

د پېړيو په پوړيوکې د الينا يانو زړه آريايي ژبه له اړوندو سيمو سره پر شپږ و خپلواکو ژبو وېشل شوې، لکه کامدېشي(کتي)، وايگلي، پاروني، اشکوڼي، لامي او بيا زماکي چې د استاد له وروستنيو بر سېرونو څخه گڼل کېږي. دغه شپږ واړو ژبو يې د هندي آريايي هغو او څه ناڅه پښتو غوندې غبرگژبيز غږونه(ټ، ډ، ړ، ڼ) او داسې نورې ځانگړتياوې راخپلې کړې دي. داچې خ، غ، ښ... غږونه نه لري، نو په دې توگه يې د بوللې د ليکوال له خوا د پخوانيو خدايگوټو(ارباب النواعو) په نومونو او ځاينومونو، لکه(يوش)، (گېش)،(کشتوز، د لنډي سيند يو مرستيال)، کلشوم او داسې نورو کې(ش) پر(ښ) اړول يوه تېروتنه ده. همداراز په لومړۍ بولـله کې (هيندوکوښ) ځکه پر(هندوکو) ور واړول شو چې آره يې يوناني ده او سکندر (دهند غر) په مانا کارولی وو. هندوکش يې يوه مسخ شوې بڼه ده. پارسي (کوه) هم د همدغه يوناني(کو) يوه اوښتې پوربڼه ده. همداراز کوکاسوس  او کوکاس (قفقاز) (کاسغر) يا (دکاسانوغر) په مانا هم يوناني او بيا لاتيني آره او ريښه لري، او آر پارسي انډول يې((گر)) وو.

د((لام او ايلينو))  بولـله، تر دوو نورو ډېره غځېدلې او تر يونيم سل مخو رسېدلې او له څرنگيز پلوه هم تر هغو تېری کوي. داسې برېښي چې دا يې تر هغو وروسته راپنځولې او په دې توگه يې پکې لا نويو نويوازمېښتونو او نوښتونو غځونې کړې دي. تر هرڅه له مخه يې داتخنيکي نوښت چې د داستاني څپرکو غوندې يې پر بېلابېلو پرله غښتو سرودونو وېشلې او اوډلې او له دې سره يې لازياتې هنري انځور گرۍ او ژبنۍ رنگينۍ ته لاره نوره هم پسې هواره کړې ده. د داستاني ځانگړتياوو په لړ کې يې د آرو او څېرمه کرکټرونو پولې برېدونه لا ښه ترا نومېرلي، پر انځورنگ (تمثيل) يې نور هم زور اچولی  او له يوه سرود يې بل ته تنده او تلوسه په بېساري ډول ور زياته کړې او لوړه کړې ده، او په پای کې يې پر نورو هنري اوزارو(انځورونو، سېمبولونو...) سربېره د الينايانو له بډايو اسطورو څخه تر وروستي بريده کار اخېستی دی.

لومړی سرود يې له چاپېرياله راپيلېږي:

هسک کلښوم(کلشوم) د نورستان درې درې دي

د وايگل تر پاسه واورې لا پرتې دي

د ځنگلونو ونې ناڅي، باد شغېږي

د چينو اوبه رڼې دي هم خوږې دي

ځوان شاهين وزرونه پرانېستل اوچت شو

د پارون له څوکې گرداگرد تاوېږي

يا نښتر دي يا څېړۍ دي يا مماڼې

يا باران پرېوللې تېږې(تيږې) دي يا پاڼې

سارانۍ کوترې پټې شوې ځنگله کې

ځړوبي لا ستړي نه دي، لا بهېږي

د وايگل د سيند څپې په تېږو(پر تيږو) اوړي

شرهار يې په دره کې ازانگې کړي...

او له اوولسم سرود څخه:

...يوښ(يوش) جوړ کړی پټ په غره کې د کښتون(کشتون) دی

سور له اوره شيطان ناست دی پاچاهي کړي

غلامان يې دي راوستي په زرگونو

کنيزانې يې هم ډېرې تر سلگونو

بس د ظلم پاچاهي يې ده روانه

له کلونو، له پېړيو، له پخوانه

اوس رټلی گېښ(گېش) د دې دربار مېلمه دی

لکه مار غوندې زخمي دی په غوسه دی

وايي سږکال به کسات له يمرا اخلم

ايلينو پسې ورځمه او لام وژنم... .

درېيمه ــ د ((هوسۍ)) بوللـه

دغه بولـله له آره د څو حماسو يوه ټولگه ده چې لېوال  تر هغو دوو څخه کلونه کلونه وړاندې کښلې او جلا چاپ کړې وه. که نه، کولای يې شول، له بېلابېلو اتلانو او آرو او څېرمه  کرکټرونو سره يې پر بېلابېلو بوللو ووېشي او په بېلابېلو نومونو يې ونوموي.

په هر ډول، په((هوسۍ)) کې بېلابېلې رانغښتلې حماسې زموږ د جنگ و جهل ځبلي ولس له هغو ژونديو حماسو څخه گڼل کېږي چې د نورو بېشمېرو تېرمهالو او وسمهالو حماسو په څېر ورباندې بيا وخته د((تېرو هېرو)) تورگردونه راپرېوتي دي- دا چې بولونکي ((هوسۍ)) په((ارشاک او اوشاش)) بولـله کې هم د يوه غوره کرکتر په توگه راوړی، ښايي، ورته ځير شوی نه وي او يايې خو دغه نوم ډېر خوښېږي!

په هر ډول، د دغو  ښکلو او زړه راکښونکو نومهالو حماسو په کرکتر سازۍ کې  يې د نانډوله مهال او چاپېريال له ناچارۍ نه له ذهني انځورونو، په تېره تشخيص او انطاق سره سره له سېمبولونو ډېره گټه اخېسې او په دې لړ کې يې لږ وډېره اسطوره يي جامه هم ور اغوستې ده. دلته يې ځينې بېلگې رااخلو:

هوسۍ، شپون، شپونکی، شپېلۍ، کوډگره شپېلۍ، مينه، مين، کوترې، شنې کوترې، تور ښار، د کنگلونو هېواد، بوت ، اووه سيندونه، اووه غرونه، لويديځ،ختيځ، سپين آس، وحشي آسونه، ياغي آسونه، سره پېريان، د پېريانو لښکر، تور ځنگل، شين ځنگل، لمر، تياره، ماښام، شپه، طلسم، تورې وريځې، تورښامار، چنار، د سرو زرو مرغۍ، د سرپو او پولادو کارغان، شهزادگۍ، ملکه، باد، تندر، برېښنا، لېونی، لېونيان، ملنگ، قلندر،  کچکول، زيارت، معبد(مزدک)، مېنه، کور، کلی، کليوال، جونگړه، گودر، چينه، سپېڅلې چينه، غنم، سپېڅلي غنم، توره، تبر، تبرگی، کوډې، کوډگر، بوډۍ، دېو بوډۍ، سره بوډۍ، د سندرو پاچا، د نغمو شهنشاه... .

اسطوره يي سېمبولونه، لکه:

:ښاپېرۍ، د قاف غرونه، د ارم ښاپېرۍ، پېری، پېريان، دېو، دېوان، لات دېو، اوردېو، ابليس، شيطان، د پېريانو زړه ونه، سيمرغ، هما،... په دغه لړ کې له ((لات دېو)) نه موخه زوړ او نوی  ښکېلاکگر((انگرېز)) دی، ځکه لومړی توک((لات)) يې د((لارد)) افغاني وينگ دی!

که څه هم پښتنو او نورو افغانانو دغه نوم له ((گوره)) سره هممانيز کارولی، خو کله ناکله يې لومړی دا افسرانو ته ځانگړی کړی، لکه لات برنز، لات کرزن، لات لارنس(لورنس)... او دغه بل يې نورو لښکريانو ته. په انگليستان کې يې هرگوره، اوسېدونکي کښيني پښتانه له درو پښتو راهيسې تراوسه له سېلمې گوره اوگوره گان بولي!

دا هم د بوللې څو ښکلې او کوټلې بېلگې:

زموږ کلی زموږ مېنه

د لوړو څوکو هسکو دنگو غرونو

د سردرو د شنو لمنو خواکې

هلته يو کلی وو د مينې کلی

زه د دې کلي شپونکی

لا ډېر زلمی وم چې په مينه پوه شوم... .

شمله اوچته، غاړه هسکه، يو سوبمن شهزاده

د هسکو غرونو د گوربت په شانې

څومره مغرور څومره واکمن شهزاده

چې يې لات دېو يوځلې بيا وو پر گونډو راوستی

لکه فاتح ابدالي... .

او هر لښکر ته يې بيا داسې ويل:

ولاړشئ،

جگړې ته د پېريانو ولاړشئ!

او د پېريانو دوستان هم ووژنئ

هرڅوک چې وي

که کليوال مو هم وي

ويې وژنئ!

ويې تړئ!

مېنوته يې اور ورته کړئ!

هرچا چې ډېر ووژل

زه به د کلي پاچاهي ورکړم هغه لښکرته

هرچا چې ډېرې وينې و بهولې

هومره به يې ډکه کړم لمن له زرو... .

د تېرو هېرو او نوو حماسو شاعر دې

همداسې تلوياندو تلبهاندوي!

په ټوله شاعرانه مينه

زيار

اورنګ اباسين 18.05.2011 14:53

کيد يشی د و ه د و نيم کالو نه کيږ ی د ا سرو د می نو يشته کړی

پو ها ند ز يا ر ته ډ ا لۍ

لو ئ ژ ب پو هه لکه اسما ن
د ا ښه من لو ئ پهلو ا ن

ستر ا ستا ذ د ز ما نی د ا
نو ی شته مو د ښه شا ن

سرو د و نه مځد ا ئی د ا
ستا سرو د د د ی ز ما ن

ميکد ه به خو د مستې کا
نړ ۍ و ا ل د ا ميخو ر ا ن

ستا په نا م جا م شر نګو و
ز ه سا قي ا و نو ر يا ر ا ن

ښه به و ی چی ډ ا کټر ز يا ر د ا ډ ا لۍ ؤ لو ستې

په پښتو ن د ر نښت
په پښتنه ښه منۍ

ا و ر نګ ا با سين

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com