Loy

د ښه پلار کېدو په پار غوره لارې

25.05.2011 07:03

د ښه پلار کېدو په پار غوره لارې

رفيع الله ستانکزی

 ۱- فعاله اوسئ

که پلرونه په خپلو کارونو کې فعاله ونه اوسي، نو فکر نه کوم، چې د خپل ماشوم د روزنې په برخه کې به خپل مسؤليتونه (هغه تکليفونه، چې د دوی ماشومان ورته اړتيا لري او د دوی حق هم دي) ښه پرمخ بوځي. د دې پرځای چې د خپلو ماشوم د ژړا پر مهال په هغه پټکه يا غوسه وکړئ هغه ته مينه ورکړئ او له پيله يې په مينه ناکو خبرو اموخته کړئ، چې له دې لارې يې جرات هم ښه پاتې کېږي او نورې ستونزې به هم ورڅخه لرې اوسي.

کېداي شي له خپلې مېرمنې سره د ماشوم د روزنې په برخه کې په هر اړخيز ډول فعال اوسئ او ورسره خپلې تجربې او تيوريګانې شريکې کړئ او همدارنګه له مېرمنې څخه هم د هغې د تجربې زده کړې وکړئ.

 
 ۲- ډېر تمرين وکړئ

داسې فکر مه کوئ، چې د ماشوم د روزنې په برخه کې ستاسې د مېرمنې معلومات له تاسې ډېر او ښه دي او تاسې نه شئ کولای، چې هغه زده کړئ، تاسې کولای شئ، چې په تمرين سره هغه زده کړئ، ځکه چې تاسې به وکولای شئ، چې د خپل ماشوم په روزنه کې به د خپلې مېرمنې سره اوږه په اوږه ښه کار وکړئ او د خپل ماشوم لپاره به ښه راتلونکی جوړ کړئ.

  ۳- له خپل ماشوم سره د اړيکو درلودلو يانې په ښه چلند کولو وياړ وکړئ

ښځې او نارينه د خپلو اولادونو سره بېلابېلې اړيکې لري او جوړوي، د نارينه اړيکې ډېری وخت له خپلو اولادونو سره په فزيکي او انرژيکي کارونو چورلېږي خو ښځينه بيا له خپلو اولادونو سره په روحي او ټولنيزو اړيکو ډېر تمرکز کوي. ښايي تاسې له خپلو ماشومانو سره لوبې وکړئ، د خپل ماشوم سره په تخت يا ځمکه باندې ښکته او پورته کېږې او داسې نورې لوبې.... تاسې نورو ته اجازه مه ورکوئ، چې ستاسې د دې کارونو مخه ونيسي او يا تاسې ته ووايي، چې يوازې ښځې بس دي، چې خپلو اولادونو ته مينه ورکوي او هغوی سره لوبې کوي، نه هېڅکه نه،  تاسې بايد خپل حق ادا کړئ او خپل ماشوم سره لوبې وکړئ. 

فزيکي اړيکې او ښايي څه ناڅه غوسه (ډېر لږ وخت په داسې غلطو کارونو کې، چې ډېری وخت يې تکراروي) خپلو اولادونو ته د مديريت او تنظيم ښه درس دی. هغه ماشومان، چې له خپلو پلرونو سره مناسبې فزيکي اړيکي لري، په ښوونځي او ټولنيز ژوند کې بريالي وي.
 ۴- له عاطفي پلوه هم د خپلو ماشومانو اړتياوې پوره کړئ

فزيکي اړيکې که يو له هغو مهمو اړيکو څخه دي، چې د پلار او اولاد ترمنځ دي؛ نو همدارنګه عاطفي اړتياوې هم د ماشوم په ژوند کې حياتي ارزښت لري.

ښاغلی John Gottman (جوهان ګوټمان) د ((د مور يا پلار په رول کې اساسي ټکي)) کتاب ليکوال وايي: نارينه بايد خپل له خپلو احساساتو نه پوره باخبره وي، چې وکولای شي د ماشوم احساسات هم درک کړي. هغوی بايد هر هغه کار چې اړتيا يې  ليدل کېږي، ترسره کړي، چې د ماشوم د عاطفي اړتياوو ځوابورکوونکی وي.

 


 ۵- د خپلې مېرمنې شريک اوسئ، نه د کار مرستندوی

يو ښه پلار بايد د خپلې مېرمنې سره د خپل ماشوم د روزنې اړونده ټول کارونه په ګډه سره ترسره کړي، چې دواړه وکولای شي، د خپل ماشوم روزنه په سمه او کره ډول ترسره کړي او خپلې ټولنې ته يو انسان ورکړي.


 ۶- تل مرستې ته تيار اوسۍ

د دې په پار، چې د پلار رول مو په ښه او بريمن ډول ترسره کړی وي، نو د خپل ماشوم د ورځني ژوند په ټولو هغو پرېکړو کې برخه واخلئ، چې ستاسې په ماشوم اغېز ښندي. که ټول شيان خپلې مېرمنې ته پرېږدئ؛ نو تاسې به هغه موکه يا موقع له لاسه ورکړي وي، چې ستاسې د ماشوم د راتلونکي ژوند په ښه کولو کې يې ستره ونډه لرلای شوه.

بې له دې، چې د خپلو ماشومانو سره د هغوی په ورځنيو کارونو کې په ښه ډول ونډه و انخلئ، فکر نه کوم، چې اولادونه به يې د هغه پلار د اولادونو په پرتله، چې خپل ماشوم ته خپل ډېر وخت ورکوي او په ورځنيو کارونو کې ورسره برخه اخلي په راتلونکي کې حساس، دقيق او ظريف واوسي.


 ۷- د خپلې مېرمنې ا حترام و کړئ

يو ژمن پلار بايد د خپلې مېرمنې ټولې کړنې د يوې کورنۍ د چارو د سنبالښت په پار په سمه توګه وپېژني، د هغو پرېکړو احترام وکړئ،  کوم، چې هغې ستاسې په نشتون کې ترسر کړي او يا نيولي دي او که په ځينو برخو کې ورسره همغږي نه ياست؛ نو په ډېره مينه او احترام سره خپل وړانديزونه مطرح کړئ او په اړوندې موضوع بحث وکړئ.

  ۸- په هر حال کې بايد له خپلې مېرمنې سره ښه روغبړ ولرﺉ

که د خپل اوسني وضعيت څخه خوښ نه ياست، دا خبره له خپلې مېرمنې سره شريکه کړئ، که هغوی د دې لېوالتيا نه لري، چې د ماشوم  د ډوډۍ ورکولو په اړه ځينې کارونه تاسې ته وسپاري، داسې فکر مه کوئ، چې هغوی له تاسې سره ستونزه  لري او يا هم په تاسې باور نه لري، هغې ته وخت ورکړئ، چې تاسې د دې کار د ترسره کولو په اړه ښه درک کړي، چې رښتیا هم تاسې غواړۍ چې په دې برخه کې له خپلې مېرمنې سره مرسته وکړي او د خپل اولاد په لويولو کې له خپلې مېرمنې سره يو ډول مرسته کول غواړئ.


 ۹- خپل قانوني حق وپېژنئ

تاسې کولای شئ، چې د اولاد د روزنې په پار ښه مطالعه ولرئ او همدارنګه که اړتيا يې وينئ او يا يې هم آسانتيا وي، نو دا به ښه وي، چې يو روزنيز کورس ته ورشئ، ځکه چې دا د ماشوم قانوني حق دی، چې په سم او اصلي بڼه وروزل شي.

که تاسې له خپل دفتر څخه رخصتي اخلئ هم، هغه د ماشوم د پيدايښت څه موده وروسته واخلئ، ترڅو وکولای شئ له خپلې مېرمنې او اولاد سره په ښه ډول مرسته وکړای شئ او خپل قانوني حق ترسره کړئ.


 ۱۰- له خپګان، جدايي او خدای مه کړه له طلاق وروسته هم له خپل ماشوم سره اړيکه ولرئ

کېدای شي تاسې ته يو ډول ښکاره شم، چې د اموضوع دلته ذکر کوم، خو داسې ډېری پلرونه شته دي، چې د ده او د  مېرمنې ترمنځ د  لږ  خپګان پيدا کېدو لامله هم له خپل اولاد سره هېڅ ډول ښه برخورد نه کوي او يا هم ورسره اړيکه پرېکوي او دا کار د ماشوم په راتلونکي ډېره بده اغېزه کوي.

که د ښځې او خاوند ترمنځ طلاق هم رامنځ ته شوی وي، بيا هم پلار حق لري، چې د خپل ماشوم پوښتنه وکړي او د هغه په ژوند کې خپل فعال رول ولوبوي او د خاوند او مېرمنې ستونزې له خپلو اولادونو سره مه شريکوئ او يا هم خپل جنجالونه مه پرېږدئ، چې خپل سيوری ستاسې په ماشوم وغځوي.


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com