Loy

د لوګري ليکوالانو او ژورنالېستانو چوپتيا- بې غوري او که...؟

30.06.2011 07:57

د لوګري ليکوالانو او ژورنالېستانو چوپتيا- بې غوري او که...؟

رفیع الله ستانکزی

ليکوال او ژورنالېست د ټولنې سترګې دي او دوی کولای شي د يوه هېواد په رغونه، بيارغونه، پرمخوړنه او ... کې رغنده ونډه واخلي او لکه څنګه چې یې اوس خپل شتون، اړتیا او مهموالی په زبات رسولی دی همداسې د همدې څانګې کسان یانې ليکوالان او ژورنالېستان بايد خپل ملي رسالت د هېواد او سيمې په برخه کې ترسره کړي او پرې نه ږدي، چې د ولس غږ یې ګونګ او رنګ یې تت پاتې شي، ځکه چې د ولس سترګې هم همدوی ته ور اوړي او دوی دي، چې د ټولنې د روښانتیا او ويښتیا په برخه کې ستر رول لوبولی شي.

  له اوږدې پيليزې به تېر شو، رابه شو اصلي موضوع ته، چې هغه د لوګري ليکوالانو او ژورنالېستانو چوپتیا ده، د داسې حساسو موضوعاتو په اړه چوپتيا د ټولنې د نه ويښتیا خبر ورکوي او همدا ژورنالېست او لیکوال دی، چې د ټولنې د ويښتیا په برخه کې ستر کار کوي، خو کله چې دوی هم ويده وي نو بیا به یې څوک ؟؟؟ له دولته خو مو لاس وينځلی او مخالفه ډله خو له بهرنيو چارواکو سره زموږ په وژنه کې سيالي کوي. که کیسه همداسې روانه وي زموږ بېچاره ټولنه به سترګې چاته ورواړوي.

دا حساس موضوعات، په ټولنه کې د دولت مخالفینو ډېرښت او په ټول لوګر کې، په ستره پيمانه بې امنيتي دي. پخوا که طالبان یوازې د شپې ګرځېدل اوس خو د ورځې هم خپلې ګزمې کوي او د هلکانو او انجونو ښوونځيو ته په رڼا ورځ ورځي ښوونکي يې ګواښي او ورته د ښوونځي د بندولو امر کوي، هغوی بېچاره ګان خو بله چاره نه لري او دولت خو په دې ناامنۍ خبر هم نه دی، ځکه چې د لوګر ولايت محترم والي صاحب ښاغلی ډګر جنرال عتيق الله لودين خو د ښه امنيت خبره کوي، د هغه په خوله خو د بې امنيتۍ ټکې هېڅ نه راځي ځکه چې یوازې دی خپله خوندي دی او فکر کوي، نور هم همداسې خوندي دي، هغه د ماشومان د سترګو پتولو کانه ورباندې شوې ده، ماشومان هم چې کله ځان پټوي – دوی خپلې سترګې پټې کړي او فکر کوي، چې نور به هم ټول ما نه ويني.

لکه څنګه چې ما په خپلې تېرې ليکنې (د ازرې پېښه او د والي صاحب ښکرور دروغ» ليکنه کې دا ویلي و، چې دولتي او نا دولتي مامورين له لوګره کډه کوي او لوګر په تشېدو دی، لوګر، چې يو وخت به د سولې ولايت او يا هم د محمدآغې ولسوالۍ به د سولې ولسوالۍ نومېده خو اوس دا ټول ولايت د دولت مخالفينو پنډه غالی دی او داسې په هوسا او ارامه ډول هلته شپې سبا کوي، ته به وای، چې د افغان دولت په نامه کوم ځواک په دې ولایت کې بېخي شتون نه لري، ښوونکي او زده کوونکي هره ورځ ګواښل کېږي، ګونګ مرګونه ورځ تر بلې ډېرېږي او له بلې خوا ړانده عملياتونه، ګونګې وژنې او ... د طالبانو او بهرنيو ځواکونو لخوا کېږي، خو زموږ محترم ليکوال او ژورنالېستان ورته لاس تر زنې ناست دي، هېڅ لیکنه، راپور او ... ما د لوګر د ستونزو او ناامنيو په اړه ونه ليد او ونه ولوست، ماته د حيرانتيا ځای دا دی، چې ولې دا زموږ ښاغلي چوپه خوله ناست دي، کېدای شي زموږ ډېری لیکوال او ژورنالېستان خپله د داسې پېښو قرباني شوي وي او يا به یې هم لږ تر لږه اورېدلي يا ليدلي وي، خو دوی خپل ضمير وژلی دی او د خپل خوار ولس غږ نه راپورته کوي، زه وایم، چې راځۍ نور له دې درانه او وژونکي خوبه راويښ شو او د خپل ولس اړتیاوې، نيمګړتياوې، ستونزې او بلهارۍ يا قربانۍ نړیوالې کړو، که نړیوالې نه لږ تر لږه خو یې بايد راپورته کړو او د نورو افغانانو ورونو او خويندو تر غوږو خو یې ورورسوو. ځکه چې اوس د ناامنۍ خبره هان د کابل تر ستوني راورسېده، تېره ورځ د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې چې پخوا څه ناڅه خوندي ولسوالۍ وه، خو اوس په رڼا ورځ په کې طالبان خپلې چکرې وهي او ښوونځي، ښوونکي او زده کوونکي ګواښي او دا ولسوالۍ د کابل ولايت په ۲۰-۳۰ کيلومټرۍ کې پرته ده، طالبان په رڼا ورځ ښوونځيو ته راغلي و او هلته یې مخامخ خلک ګواښلي و، چې ښوونځی بايد بند کړﺉ، کنه په نورو ولسواليو کې خو طالبان د جمعې لمونځ ته ورځي او وعظونه کوي په جاره د جنګ کولو، دولت سره د نه کار کولو، ښوونځيو د بندولو او ... نارې وهي، خو زموږ والي صاحب یې نه اوري، نه پوهېږم، چې د ښاغلي به ستونزه د ده په غوږونو کې وي او که به څه بله کیسه وي؟

 يو ځل بیا له خپلو ورونو لیکوالانو او ژورنالېستانو  څخه هیله کوم، چې راځۍ د خپل ولس ستونزې راپورته کړﺉ موږ له تاسې نه غواړو چې چارواکو ته بدې ردې ولیکۍ، بلکې حقايق راواخلۍ او د نورو ولسونو تر غوږو یې ورسوﺉ. که همداسې چوپه خوله پاتې شو، هغه ورځ هم لرې نه ده، چې له کلي به مو طالبان په خپلو ګواښونو وباسي او د ښاري فرهنګ د نه مراعاتولو لامله يا د ښاري فرهنګ څخه د لرې پاتې ولس په نامه له ښاره وباسي. اوس نو ستاسې خوښه، چې کومې ته غاړه ږدﺉ؟؟؟

 

ستاسې خواخوږی

رفیع الله ستانکزی


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com