Loy

شاغاصي کلا چېرته ده؟

11.07.2011 09:30

شاغاصي کلا چېرته ده؟

څېړنيار:عبدالرحمان حبيب زوی

په دغه نامه دوې کلا ګانې موږ لرو، چې یوه یې په لوګر کې د یوه کلي نوم دی او بله یې په کابل کې ده.کیدای شي د هیواد په ځینو نورو سیمو کې هم وي.شاغاصي کلا هغه کلا ده، چې له ځانه سره یې یوه فوکلوریکه کسیه او بدله را نقل کړې ده.

د شاغاصي مانا تر دې مهاله ما نه ده پیدا کړې،خو داسې ویل کیږي،چې په پخوا وختونو کې شاغاصي یو ډول نظامي رتبه او منصب و. د ډیرو خلکو په آند کومه کیسه،چې د غې کلا په اړه رامنځ ته شوې هغه همدا د لوګر شاغاصي کلا ده، البته دا ولسي روایت دی او موږ تر دې مهاله لیکنیز تاریخي مواد په دې اړه په لاس کې نه لرو،خو یوه په زړه پورې ولسي کسه ییزه بدله را پاتې ده،چې د دې کلا کیسه راته کوي«شا اودرامانه زوروه- دشاه غاصي کلا دې ولې ورانوله».شاغاصي کلا د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ پورک سیمې ته څیرمه پرته ده.په لوګر کې د کلا (قلعه)کارونه د کلي Village په مفهوم کاریږي.

داسې ویل کیږي،چې یو مهال دا کلا د امیر عبدالرحمان خان په امر ورانه شوې ده،چې بیا مشهوره سندره(شاه عبدالرحمان زوروه د شاغاصي کلا دې ولې ورانوله) پرې جوړه شوه.

.کیسه داسې ده،چې ویل کیږي د امیر عبدالرحمان خان د واکمنۍ پر مهال د دې سیمې یانې د لوګر پورک ته څیرمه یو کس چې شاغاصي یې باله د امیر په دربار کې لوړپوړی چارواکی(شاغاصي) و.له ورځو نه یوه ورځ د امیر او شاغاصي تر منځ په خبرو کې لفظي شخړه راغله،نو لکه څنګه،چې امیرعبدالرحمان خان زورور او په ځیل ولاړ واکمن و،شاغاصي یې د توپ خولې کې وتاړه او وې واژه او د ده کور یې،چې په«شاغاصي» کلا مشهوره وه،په توپونو والوځوله او په بشپړه توګه یې ورانه کړه،چې وروسته پرې خلکو دا بدله جوړه کړه:

شاهي رمانه زوروره د شاغاصي کلا دې ولې ورانوله
شاهي رمانه(رحمانه)
د شاغاصي تر غړک ځار سم
شاهي ر مانه
لکه زمرک په خندا توپ په لوري ځینه
شاهي رمانه
شاه اودرامانه(عبدالرحمانه) زوروه
د شاغاصي کلا دې ولې ورانوله
شاهي رمانه
د شاغاصي هیبتي غږ سو
شاهي رمانه
شاهي رمانه زوروه مرګی مې فخر بې ننګي نه قبلومه
شاهي رمانه
شاه اودرمانه زوروه د شاغاصي کلا دې ولې ورانوله
شاهي رمانه
دا دردونکې سندره د هیواد وتلي سندرغاړي فرهاد دریا لخوا په ډیره خوږه ژبه ویله شوې ده. زما دا هیله ده،چې د دې کیسې او د دې بدلې په اړه په راتلونکي کې کره مالوت وړاندې شي او د دې کلا اصلي تثبیت څرګند شي.

محمد وسیم پیاروخیل 11.12.2012 17:14

سلامونه او نیکی هیلی...‏!!‏
د کومی کلا په اره چه تاسو خبری کوی، په همدی نامه یوه دیره پخوانی او تاریخی کلا د میدان وردکو ولایت په مرکز میدان شهر کی موقیعت لری
په میدان شهر کی د شاغاصی کلا د 8 لویو برجونو په درلودلو سره یو له دیرو لویو او مشهورو کلاگانو شمیرل کیژی، د دی کلا د دیوالونو د پرنوالی په اره داسی ویل کیژی چی د کلا د جوریدو په وخت دومره پرن و چه د قلبی دوه غوایان ورباندی تیریدلای شوای
دا کلا چی دیره مظبوطه او محکمه وه اوس هم د دیرو جنگونو تیریدو وروسته سه ناسه جوره پاتی دی
دا کلا اوس د دیرو شتمنو کوچیانو ملکیت دی چی په خپله په پاکستان کی ژوند کوی او اوس محال پدی کلا کی د دوی دهقانان ژوند کوی. دا کوچیان تقریبا د 500 جریبو په اندازه زمکه د دی کلا په شاوخوا کی لری‏(بدون د غرب طرف سخه چی هلته د جانیخیلو په نامه یو وروکی کلی دی چی د پیاروخیلو قوم پوری اره لری‏)‏ او د دی کلی نه په تیریدو غرب طرف ته بیا هم د شاغاصی پوری ارونده زمکه دی.

ismail.hamdard@yahoo.com 09.05.2012 08:35

aslam walikum
stanakzai sahib taso lekaly chy porak pa mohamad agha wolaswaly ky da taso ishteba shawi na yi porak kho markaz pory marbot da
Manana
Mohammad ismail

حضرت پرديس 10.02.2012 22:15

ښاغلی حبیب زی صاحب
زمونږ سلامونه او احترامات ومنی.
تاسو د لوګر ولایت د محمد اغی ولسوالی د شاغاسی کلا په باب معلومات وړاندی کړیدی چی واقعا دا ډیره په زړه پوری قصه ده.
د شاغاسی کلا د محمداغی ولسوالی د لویدیز لوری ته د بهادرخیلو د کلی شاته د سیاکوه له کلی نه د ختیز او د شکار کلا شمال او د مغولخیلو لویدیز کی واقع ده .
د دغو کلیو خلک اوس هم هغه د شاغاسی کلا او ځینی نور یی د تره خیلو کاریز په نوم یاددوی.
کومه قصه چی ما له خپلو سپین ږیرو او مشرانو څخه اوریدلی ده پدی ډول ده،
د میدان یا وردګو له سیمی نه کوم ځوان یوه پیغله را تښتوی او پدی لاری غواړی بلی خواته لاړ شی د دوی پل د نورو کلیوالو له خوا تعقیبیږی او تر شاغاسی کلا پوری یی را رسوی. دوی له شاغاسی نه غواړی چی یا د دوی مدعیان او مطلوب خلک ورته تسلیم کړی او یا د دهغوی پل ویستلو کی مرسته ورسره وکړی اما شاغاسی تره خیل په ډیره میړانه ورته وایی چی دوی ما ته پنا ه راوړی ده او زه دوی تاسو ته د پښتو د ننګ په حساب نشم در تسلیمولای. ښه به دا وی چی تاسی بیرته ولاړ شی.
مګر دهغوی مدعیان هم په ننګ کلک ولاړ خلک وو. د دوی خبره د هغه وخت تر حکومته او بالاخره تر امیر عبدالرحمن خان پوری ورسیده . امیر شخصا د قضیی د حل لپاره هغه محل ته ورغی. تر ډیرو خبرو او مشورو بیا هم شاغاسی له خپله ننګه تیر نشو خپل ځان کورنی قوم او کلی یی د پورتنی ځوان او پیغلی په ننګ کی قربان کړل. هغه نظم چی تاسو ذکر کړیدی په همدی مورد کی د خلکو له خوا مخصوصا د ښځو له خوا په ودونو خوښیو او د غم په مناسبت ویل کیږی چی وروسته خوږ ژبی سندرغاړی فرهاد دریا هم هغه په خپل خوږ غږ کی ویلی ده.
د شاغاسی کلا کنډوالی لا تر اوسه شته او د کاریزو نو اوبه او ملکیت یی د وخت د دولت له خوا ضبط او بیا د امیر حبیب الله خان د پادشاهی په دوره کی دا ټولی اوبه یوی مرجع او ځای ته را ټولی شوی او هلته د ښکار کلا په نوم يو ځای جوړ شوی وو . د سردار محمد نادر خان له خوا دا کلا د مسعود و د قوم یوه سپه سالار ته چی اصلا د وزیرستان اوسیدونکی و او له ده سره یی د شاهی تخت په نیولو کی مرسته کړی وه د تحفی او انعام په ډول ورکړل شوه. ښکار کلا د ګلیم جمانو تر حملی پوری لا هم ودانه پاته وه اوس دا سیمه د مځکی د غاصبانو له خوا چور او یو پر بل و پلورل شویده . ښاغلی حبیب زی صاحب کولای شی د سیمی له اوسیدونکو نه پدی باب نور معلومات هم تر لاسه کړی . د تاسو د لا بریالیتوبونو په هیله.
حضرت پردیس

محمد نسیم ستانکزی 26.12.2011 09:47

سلامونه او نیکی هیلی می ومنه ښاغلی ستانکزی صاحب ډیره زیاته مننه چی د شاغاصی کلا په اړه مو دا مالومات له مونږ سره شریک کړل په ریښتیا هم ډیره خوندوره کیسه ده او ددی سندری په اوریدو سره ماته هم ځینی پوښتنې راولاړی شوی وی خو دادی ستاسو له برکته می خپل دقناعت وړ مالومات ترلاسه کړل په قلم مو نور هم برکت شه تل سرلوړی اوسی.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com