Loy

د لوګر مخور: کوچيانو ته دې په ټولو ولايتونو کې ځمکې ورکړل شي

09.05.2012 05:31

د لوګر مخور: کوچيانو ته دې په ټولو ولايتونو کې ځمکې ورکړل شي

د پژواک خبري آژانس د راپور له مخې د لوګر قومي مشرانو له ولسمشر څخه وغوښتل چې کوچيانو ته دې د هېواد په ټولو ولايتونو کې ځمکې ورکړل شي. دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې د ولسمشر د ويندوى له دفتر څخه د غويي په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده. په خبرپاڼه کې راغلي، چې نن غرمه د لوګر قومي مشرانو له ولسمشر سره په ارګ کې د کتنې پرمهال په دغه ولايت کې د بيارغونې د بهير پر چټکتيا ټينګار وکړ. خبرپاڼې د قومي مشرانو له خولې ليکلي، که چېرته ټولو کوچيانو ته يواځې په لوګر کې ځمکې ورکړل شي، نو د دې ولايت د اوسېدونکو ستونزې به لازياتې شي؛ ځکه چې دوى خپله د سرپنا له پلوه له زياتو ستونزو سره مخ دي. سرچينه کاږي، چې مقصودي حيدري او انجنير صاحب خان د نورو په استازيتوب د پوهنې، روغتيا او برېښنا په برخو کې خپلې سيمه ييزې ستونزې ولسمشر کرزي ته وړاندې کړې او په لوګر کې يې د بيارغونې د بهير چټکتيا ته د حکومت پاملرنه راواړوله.

دوی همداراز په لوګر کې د سيمه ييزو پوليسو د تشکيل د جوړېدو او د عينکو د مسو پر کان په عملي توګه د کار د پيلېدو غوښتنه وکړه. سرچينه ليکي، چې ولسمشر حامد کرزي د لوګر د خلکو د سيمه ييزو ستونزو له اورېدو وروسته، هغوى ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به يې د کابينې په راتلونکې غونډه کې په ملي شورا کې د دغه ولايت د استازو او د لوګر د والي په شتون کې وڅېړل شي او د حل په موخه به يې لازم اجراات ترسره شي.


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com