Loy

د ژباړې شاليد په افغانستان او پښتو ادب کې

17.05.2012 13:38

افغانستان او د ژباړې شاليد
ژباړې د نورو ښکارندو) پديدو( په څېر له پيدايښت راهيسې ډېر اوږده پړاوونه وهلي. لومړنی ژباړن ليولوس اندرو نيکوس و، چې د هومر مشهور اثر يې)اودېسه( په لاتيني ژبه وژباړه، وروسته له هغه څخه ژباړې په ورو-ورو ډول پراختيا او چټکتيا موندله او د نړۍ مشهورو ليکوالو لکه سيرون، کاتول د يونان د ارستو، اپلاتون او هيبوکريت فلسفسي اثار په عربي ژبه د امويانو خلافت ته وژباړل. د کره او رښتينې ژباړې کار د عباسيانو د خليفه ابو جعفر منصور دوانيقي د خلافت پر مهال پيل او د مامون د خلافت پر مهال خپلې بشپړتيا ته ورسېده. مسلمانان د درېيو پېړيو څخه د ډېر مهال لپاره د زړو تمدنونو د ژبو عبري، سرياني، هندي، لاتيني او يوناني څخه د ځينو پوهنيزو آثارو لکه: فلسفي، ادبي او مذهبي -- په ژباړې ډېر بوخت وو او کولای شو د هغه مهال د ژباړونکو څخه ابن ابي اصيعه، ابن اسحاق، ابن حنين، ابن رشد او نورو نومونه واخلو.
خو د ژباړې د اوج دوره)پېر( د رنسانس دوره ده، چې په دې دوره کې د هر هېواد او هرې ژبې ويونکو د نورو پرمختللو او علمي ژبو څخه خپلو ژبو ته د ژباړې بهير ډېر په چټکتيا روان کړى و او د لومړي ځل لپاره د)رابرت( په نامه يوه تن د ۱۱۴۱ – ۱۱۴۳ زيږدي په کلونو کې قران عظيم الشان په لاتيني ژبه وژباړه.
په افغانستان کې د ژباړې پيل د ديارلسمې هجري پېړۍ په لومړيو کې د اروپايي ژبو په ځانګړې توګه انګليسي څخه وشو اود امير شيرعلي خان د واکمنۍ پر مهال د قاضي عبدالقادر په لاس ځينې پوځي يا عسکري نومونې پښتو ژبې ته وژباړل شوې.
د سراج الاخبار د لومړۍ ګڼې له خپرېدو وروسته مولوي عبدالرؤف کندهاري ، مولوي محمد سرور او واصف کندهاري له عربي ژبې څخه ، حاجي باثتي غلام نقشبند له ترکي ژبې څخه، عبدالرحمن بېک، عبدالرحيم بېک او منشي حيدر علي له اردو ژبې څخه ژباړې وکړې.
د سراج الاخبار د دويمې ګڼې له خپرېدو سره محمود طرزي له ترکي ژبې څخه ډېر کتابونه وژباړل، چې د ده ژباړې د ژباړې د فن د بنسټونو په تول پوره نه دي؛ خو د اروپايي رومانونو د لومړي ژباړن په توګه يې هڅې د منلو او ستايلو وړ دي.
د هغه وخت د ځينو ژباړونکو نومونه هم د يادونى دي، قاضي عبدالقادر، نور محمد کندهاری، قاضي عبدالرحمن او نور. همدا ډول د امير عبدالرحمن خان په دوره کې هم ځينو ژباړونکو د ژباړې په ډګر کې کار کاوه، چې له هغو څخه د سيف الدين بابري، محمد حسن خان، عبدالسبحان خان، عبدالوهاب تاشقرغاني او محمود طرزي نومونه د يادونې دي.
او په دې وروستيو کې د ژباړې په ارزښت او اهميت ټول پوه دي؛ ځکه که چېرې موږ د اوسنيو رسنيو منځپانګه ولولو؛ نو وبه وينو، چې د دغو رسنيو کابو تر نيمايي ډېره برخه ژباړه جوړوي او دا ژباړې ډېری له انګليسي، عربي، فرانسوي، الماني، روسي، اردو او پاړسو څخه په فلسفي، سياسي، تاريخي، اقتصادي، ټولنپوهنې، ارواپوهنې او ادبياتو په برخه کې کيږي. د ۱۹ پېړۍ يو نوميالى ليکوال د ژباړې په اړه وايي: ژباړه بايد تر کېدونه)امکانه( ازاده وي. او همدا ډول د ختيځ نامتو ليکوال علامه رشاد د ژباړې په اړه وايي: ژباړه د تمدونونو ترمنځ د لېږد- رالېږد يوه اغېزناکه وسيله ده او که موږ غواړو، چې خپله ژبه په هر ډګر کې بډايه کړو؛ نو بايد د ژباړې لمن ونيسو او په اوسمهال کې يې تر ټولو ډېره ستره اړتيا هم ليدل کيږي.

پښتو ادب او ژباړه
ژبه يوه ټولنيزه اړتيا ده، له ژبې پرته د انساني ټولنې شتون ناشونى دی؛ ژبه ده، چې د يوې ټولنې، فرهنګ، دود، رسم او رواج راپېژني، کله چې په ژبه کې د ادب کلمه راځي؛ نو بيا ورسره خوږې- خوږې کلمې، ليکنې، شعرونه او خواږه نثرونه د ژبو سرته راځي او د هرې ژبې ادب نظم او نثر جوړوي، د پښتو ژبې لومړنی موندل شوی نثر)سالووږمه( ده، چې له بده مرغه اوس زموږ په لاس کې نشته؛ د پښتو نثر لومړنی ليکوال هاشم زيد سرواڼي دى او زموږ دغه پياوړي ليکوال د ژباړې مهارت هم درلود، د خپل ښوونکي محمد ابن القاسم يا ابن خلاد شعر يې پښتو ته را اړولی دی او د پښتو ژبې لومړنی ژباړل شوی شعر دی. ټول)۷( اوه بيته دی او درېيمې پېړۍ ته اړوند دى.
د دې شعر ژباړې ته په کتو سره ويلی شو، چې تر دې هم پخوا په پښتو ژبه کې ژباړې وې؛ خو د زمانې تاړاکونو به د نورو پښتو آثارو په څېر نه وي پرېښي او د پښتو ژبې د څلي په لوړېدو به يې رخه کېده.
همدارنګه د ژباړې په ډګر کې د ښځو ونډه هم له پامه نه شو غورځولی؛ هغه دا چې لومړنۍ ښځينه شاعره او ليکواله، چې پښتو ادب ته يې د ژباړې له لارې اثر وړاندې کړ، هغه)زرغونه کاکړ( وه. اغلې کاکړ بوستان په پښتو وژباړه او د ژباړې په ډګر کې يې د ښځو لپاره هم ور پرانيست.
په منځنۍ ادبي دوره کې هم د ژباړې له لارې پښتو ادب ته په زړه پورې خدمت شوی، چې له ټولو نه د خوشحال خان دوره ډېره ځلانده ده، په دې دوره کې پر ديني آثارو سربيره نورو برخو ته هم پام اړول شوی؛ که څه هم تر دې پخوا د اخوند درويزه په مخزن الاسلام کې د ديني رسالو او کتابونو ژباړې راوړل شوي دي؛ خو د ستر خوشحال خان د ښوونځي پيروانو وخت په وخت له ديني او فلسفي موضوعګانو، ادبي آثارو او سربېره پردې رومانونه هم ژباړلي دي، چې په دې برخه کې د سکندر خان خټک يادونه اړينه ده او موږ ته يې د جامي مشهور داستان ليلا او مجنون پښتو کړ؛ يو ليکوال وايي:)(عبدالقادر خان خټک د جامي)يوسف او زليخا( پښتو ته وژباړه، پردې سربېره يې د شيخ سعدي ګلستان د ګلدستې په نامه وژباړ د ديني اړتياوو د پوره کولو لپاره يې څلوېښت حديثه پښتو ته وژباړل، صدرخان خټک د نظام خسرو او شريني ژباړه وکړه، د پښتو ادبياتو په کلاسيکه دوره کې نورو شاعرانو، ليکوالو او اديبانو هم لکه ګوهرخان خټک د قلب السير، د سيرت النبي کتاب، افضل خان خټک، کليله او دمنه، حميد مومند نيرنګ عشق، شاه او ګدا کيسه او شريعة الاسلام، فيض د بهرام او ګل اندامې مشهور رومانونه ژباړلي دي؛ ځينې نورو ښاغلو هم په دې لاره کې خپل - خپل ارزښتمن ګامونه پورته کړي دي؛ لکه:)....مسعود، غلام محمد، محمد رفيق، طالب شيدا، اخون ګدا، برهان خان، جان محمد، امام الدين د جمجمه په نوم کيسه، شيخ احمد خان د قرآن کريم منظوم تفسير، وليداد کاکړ، رحمت داوي)ليلا مجنون( ملا زبردست کاکړ روضه النعيم، اخوند احمد د حضرت محمد)ص( او ابو جهل کيسه، د ابراهيم)ع( کيسه د يوسف)ع( او بي بي خديجه)ض( کيسې، بابوجان بابي د)شها او ګلان( کيسه پښتو ته ژباړلي دي.
د نظم او نثر پرمختللې بڼه له ديارلسمې هجري پېړۍ څخه پيل کيږي، چې په دغه لړ کې د يوه بل پوه او فاضل شخصيت يادونه هم اړينه بولو، چې د ادبي خدمتونو سربېره يې ديني او مذهبي خدمتونه هم کړي؛ هغه دوست محمد خان خټک دی، نوموړي په)1275 هجري( کې د واعظ کاشفي تفسير حسيني پښتوته ژباړلى او)اخلاق احمدي( مشهور کتاب يې هم د مثنوي په شکل ژباړلی دی.
د غلام محمد له خوا د بدرۍ جمالې او سيف الملوک کيسو ژباړه هم د يادونې وړ ده، چې له پارسي څخه پښتو ته ژباړل شوې ده، ملا احمد خان د ممتاز شهزاده ښکلې او په زړه پورې افسانه په پښتو منظومه کړې ده، د ملا احمد جان د نورو ژباړو ترڅنګ د توتي نامې ژباړه د يادونې وړ ده. احدګل د)نيمبولا( کيسه پښتو کړې، نعمت الله په خپل وخت کې پښتو ژبې ته د ژباړې له لارې ډېرزيات چوپړ کړی، چې پر ديني مسايلو سربېره يې روماني او افسانوي ناولونه،او کيسې هم پښتو کړي دي.
کله چې له دې دور څخه سر لږ راپورته کوو او د ژباړې نوي دور ته سر ورښکاره کوو؛ نو ډېر ختيځوال مو تر سترګو کيږي، هغه داسې چې ځينې وخت تيری کوونکي د خپلو موخو لپاره د هماغې سيمې ژبه زده کوي، چې د موخو سياسي اړتيا له پلوه د هماغې سيمې ژبه هم پالل کيږي.
زموږ په هېواد تيری کوونکو هم د خپلو موخو د پوره کولو لپاره د پښتو ژبې د زده کولو لپاره په موخه پښتو کتابونه وليکل، که څه هم په دې کې د سياسي غرض لپاره و؛ خو ځينو محقيقينو او پوهانو پښتو ژبې او ادب سره خپله مينه وښودله؛ له دغو پوهانو څخه ميجر راورټي، پادري هيوز، ډارمسټټر، بډلف او نور يادولاى شو، چې بايد نومونه يې په پښتو ادب کې په درنښت واخيستلای شي.
(۱۹( پېړۍ د پښتو نثر لپاره يوه نوې دوره ده، په دغه دوره کې د نثري ژباړولمن هم ښه پراخه ده او په پښتنو څېړونکو سربېره ميجرراورټي چې د جيمز)ايسپ فيبلز( يې ژباړلې هم د يادولو وړ دی.
مولوي احمدجان چې د پښتو نوي نثر سرلاری بلل کيږي، ده، د ژباړې په ډګر کې پوره- پوره ونډه اخيستې، هغه د محمد بن قاسم اثر)تاريخ فرښته( ، يوه برخه پښتو کړې، د پښتو ادب د ځولۍ يو بل هڅاند ډکوونکى نعمان الدين کاکاخېل دی چې د ظفرالنساء په نوم کتاب يې د پښتوادب لپاره سوغات دی، همدا ډول د ده مېرمنې د زينت النساء په نامه يو ګټور کتاب له اردو څخه پښتو ته ژباړلی دی. د همدې لړۍ يو بل ليکوال محمد يوسف کاکاخېل د ډپټي نذيراحمد)توبة النوح( نومې اثر له اردو ژبې څخه چې د)نذير احمد( کتاب دی، پښتو ته ژباړلی، د همدې کورنۍ يو بل ليکوال له فارسي ژبې څخه په روانه پښتو يو ګټور کتاب)خجسته بهار( د)مشيرالاخلاق( په نامه ژباړلی دی.
د پښتو يو بل خدمتګار ميا صيب ګل کاکاخېل هم د ډپټي نذير احمد د مرآة العروس په نامه يو غوره ناول پښتو کړی دی،د ميا صاحب دا ناول د)نقش نګين( په نوم ژباړل شوی ؛ چې د ناول ليکلو لپاره يې نورو ليکوالانو ته هم لاره اواره کړې ده، سيد تقويم الحق کاکاخېل د دغو دوو تنو ليکوالو په اړه ليکي:)(...دوی دواړو د ډپټي نذير احمد ناولونه نه يوازې په پښتو کړي، بلکې پښتانه کړي يې هم دي او دا خبره ...د نوي نثر لپاره ځانګړی اهميت لري.((
په افغانستان کې د امير شيرعلي خان له مهاله د نوي نثر نښې راښکاره شوي دي، چې د يو شمېر عسکري نومونو، اصطلاحګانو، قاعدو او فوځي بوليو ژباړې دهمدغې دورې زېږنده دي. له امير شيرعلي خان وروسته چې کله امير عبدالرحمان خان واک ته ورسېد، د هغه د راولپنډۍ د سفر بشپړ راپور په پښتو وژباړل شو، د موعظې او يوسف و زليخا کتاب هم د همدې امير په عصر کې ژباړل شوی دی.
ويل کيږي، چې د امير حبيب الله خان په عصر كې سراج الاخبار کې هم پښتو ژباړې خپرې شوې او مولوي صالح محمد پر منظومو قصيدو سربېره د ژباړې له لارې هم ګټور چوپړ کړی، چې د بېلګې په توګه يې د عزيزي تفسير ژباړه، پښتو پښويه په دري ژبه، چې له اردو ژبې څخه ژباړل شوی يادوی شو.
کله چې د امان الله خان په وخت کې)مرکه د پښتو( تاسيس شوه، نو د يوې اعلاميې په توګه يې له ټولو پښتنو ليکوالو څخه هيله وکړه، چې له هر فارسي نوم سره دې په هر ځای کې پښتو نوم وليکل شي او بيا دې)مرکه د پښتو( ته ولېږل شي. دغه اعلان ډېر پښتانه ليکوال ژباړې ته وهڅول. لنډه دا چې هر ځای خوره وره ژباړه پيل شوه؛ خو د پښتو ژباړه هڅې هغه مهال ډېرې پياوړې شوې؛ چې د ادبي انجمن په چوکاټ کې د)تاليف او ترجمې( څانګه جوړه شوه، د دغې څانګې غړو له بېلابېلو ژبو څخه پښتو ژبې ته ډېرې ګټورې او هر اړخيزې موضوعګانې وژباړلې، چې د هېواد په ډېرو خپرونو کې خپرې شوې دي.
د شلمې پيړۍ له درېمې لسيزې څخه، چې د ژباړې کوم بهير پيل شوی او کومو ليکوالو، شاعرانو او ادبپوهانو پکې خپله ونډه اخيستې ، په لنډ ډول درپېژنو: د انيل ديفوا يوازېنی ژوند د محمد هاشم پرديس ، مادي ليمب)د يار توپان( د غلام بريالي، پيترماربوس نيل)دوکتور کلنيک د شپې په تياره کې( د اريزو، نجيب محفوظ)د سعادت قيمت( د عزيزالرحمان سيفي ژباړه، نجيب محفوظ)پټه مينه( د کشکګي ژباړه، چپوفاني پابيتي) دروح څارونکي( د عزيزالرحمان سيفي، سوپاسان)ړوند( د هاشمي، لوييز السکون)د ميلاد په اختر کې( د واسعى، ولټر)فيلسوف( د محمد ارسلان سليمي، مېرمن مي)له مينې ډکه سينه( د سيفي، صيوفري اف من سته)کوچنۍ شهزادګۍ( د سيفي، سرټامس ميالري)تر مېلمستيا وروسته( د سيفي، جوزف ايډسن)علم او دوست( ګولډ سمت)ګوډ جګړن(، سروالترسکات)زدوکي و ملت(، چارلز ديکنز)د کوچني خوب(، ټامس هاردي)د نسب غرور( د سيفي. د اسيلي برونته)بندي( د بېنوا، موپاسان)ړوند( د حبيبي او، فرانسوګو)فداکاري( د حبيبي ژباړه او نور.
د ژباړې دغه ادبي علمي او فرهنګي هڅې له پيل نه بياتر)۱۳هجري( پيړۍ پورې؛ لکه د يوه ځنځير په څېر له يو بل سره پيوند درلود. خو د)۱۱ زيږدې( پيړۍ په وروستيو لسيزو کې دغه ادبي غورځنګ دومره پياوړی شو، چې علمي پانګې يې د شلمې پيړۍ لپاره د يوې نوې ادبي دورې پيلامه شوه، د ادب او هنر هر ژانر)ځېل( او صنف په پښتو ژبه وژباړل شو، پښتو ژبې ته نه يوازې کورنيو؛ بلکې بهرنيو څېړونکو هم پام راواړوه او د ژباړې له لارې يې هغه بېلابېل ځېلونه پښتو ته واړول، چې اړتيا ليدل کېده.
اوسمهال په پښتو ژبه کې د ژباړې برخه ډېره ګړندۍ او چټکه روانه ده، چې د اوسنيو ځوانانو ونډه پكې د ستاينې وړ ده او بايد وستايل هم شي.


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com