Loy

انساني ژباړه او ډولونه یې

17.05.2012 13:42

 

انساني ژباړه
هغې ژباړې ته ويل کيږي، چې د انسان له خوا د خپلو ټولو امکاناتو په کارولو سره سرته رسيږي؛ يانې د لومړنۍ ژبې ټول متن په خپل واک کې اخلي او ښه يې لولي تر لوستلو وروسته يې موخنۍ ژبې ته اړوي. دا ژباړه بېلا-بېل ډولونه لري:
الف: د ژبې له پلوه:
۱- ګړنۍ (شفاهي) ژباړه

ه ۲- ليکلنۍ ژباړه

 ۳- له بهرنۍ ژبې څخه کورنۍ ژبې ته ژباړه
۴- له کورنۍ ژبې څخه بهرنۍ ژبې ته ژباړه

 ۵- له بهرنۍ ژبې څخه بهرنۍ ژبې ته ژباړه
۶- له کورنۍ ژبې څخه کورنۍ ژبې ته ژباړه.
ب : د سکالو (موضوع) له پلوه ژباړه:
۱- د علمي موضوعاتو ژباړه

 ۲- د تخنيکي موضوعاتو ژباړه

 ۳- د فرهنګي او کلتوري موضوعاتو ژباړه
۴- د سوداګريزو موضوعاتو ژباړه

۵- د مطبوعاتي موضوعاتو ژباړه

۶- د سياسي او ديپلوماتيکي موضوعاتو ژباړه   

۷- د حقوقي موضوعاتو ژباړه   

۸- د اداري موضوعاتو ژباړه
خوپه ټوليزه توګه يې لومړی پر دريو لويو ډلو وېشو:
 (Literal Translation يا Word for word۱- ټکی پر ټکی يا تحتا للفظي ژباړه)
 (Idiomatic Translation۲- اصطلاحي يا مانايي ژباړه)
 (Free Translation۳- آزاده ژباړه)
په لومړي ډول ژباړه کې ژباړن د امکان تر بريده زيار باسي؛ چې په موخنۍ ژبه کې ورته کلمه پيدا کړي، کله ..کله دا ډول ژباړه دقيقه ژباړه بلل کيږي؛ خو ټکی پر ټکی ژباړه هېڅکله هم دقيقه او ښه ژباړه نه شي کېدلى، په دوېم ډول ژباړه کې ژباړن زيار باسي؛ چې په موخنۍ ژبه کې داسې مانا پيدا کړي، چې د لومړنۍ ژبې انډول واوسي؛ چې ټکی پر ټکی له يو او بل سره هېڅ ورته نه وي او په درېم ډول ژباړه کې ژباړن د کلمو او جملو په اوډون کې بيخي ازاد دی او هڅه کوي، چې په خپلې خوښې سره يا هم ګومان کوي، چې لوستونکو ته دا جمله خوند ورکوي، همهغه جملې ټاکي او خپلې جملې په خپله سليقه اوډي. اوس به هر يو ډول په خپل وار سره ښه تشريح کړو.

۱- ټکی پر ټکی ژباړه

(Literal Translation or Word for Word Translation):
دا ډول ژباړه د خپل نه کره توب او ناپوهېدل پر بنسټ ډېره په زړه پوري نه وي؛ ځکه دا ډول ژباړه ګونګه او يو له بله سره هېڅ تړاو نه لري. ښايي داسې وي، چې لومړنۍژبېL) او موخنۍ(TL) مفردات يو شی وي؛ خو د غونډله ييز (نحوي) او ګرامري جوړښت له کبله يوه ژبه د بلې ژبې د ګرامري جوړښت سره توپير لري؛ له دې ځايه ده، چې ټکی پر ټکی ژباړه د خلکو په ژبه ښه نه برېښي.
په دې ډول ژباړه کې ژباړن تر ډېره د لومړنۍ ژبې تر اغېز لاندې وي، چې دا کار موخنۍ ژبې ته ډېر لوی زيان اړوي. په دې ډول ژباړه کې د ژباړن ټول فکر ويونو (لغاتو) ته وي، نه مفهوم ته او ژباړه هماغسې سرته رسوي، چې ځينې وخت دا ډول ژباړه دومره نااشنا او بې خونده وي، چې لوستونکي حيران او په ويره کې اچوي، چې په کومه ژبه لوستل کوي.
لکه څنګه چې مو وړاندې اشاره وکړه، ژباړن بايد يوازې د قاموس ليکونکي نقش ونه لوبوي؛ بلکې د دې ترڅنګ د مفهوم او محتوا پام هم وساتي او د ژباړونکي اصلي دنده دا ده، چې کلمې او عبارتونه مانا وال کړي، نه ستومانه ونکي.
د ټکي پر ټکي ژباړې ګټې:
سره له دې چې ټکی پر ټکی ژباړه ډېرې ستونزې او نيمګړتياوې لري خو ډېرې ګټې هم لري، په دې شرط چې ژباړن پرې دلومړنۍژبنې په نحوي اوګرمري جوړښت پوه شي او موخنۍ ژبې ته يې په کره او سمه توګه راواړوي.
۱- زده کړييزې موخې: لکه د نويو زده کوونکو لپاره د پښتو، عربي، انګليسي او ... زده کړه، د دې موخې په ترلاسه کولو کې ټکی پر ټکی ژباړه تر نورو ټولو ګټوره ده.
۲- د رسمي اسنادو ژباړه، د تحصيلي مدارکو ژباړه
۳- د ديني متنونو ژباړه لکه: دقرآن شريف او د حديثونو ژباړه ، چې په دې کې امانت ډېر ستر نقش لري.
۴- د اداري ليکونو او خبري متنونو ژباړه.
په دې ټولو مواردو کې دا توصيه کيږي. چې ژباړن بايد په جمله کې فاعل، مفعول او فعل په خپل ځای کره وکاروي او ژباړه بايد د موخنۍ د ژبې د ګرامر له مخې.
د ټکي پر ټکي ژباړې اصلي لامل په دواړو (SL او TL) سره د ژباړن بشپړه نا بلدتيا ښکاروي؛ ځکه هغه نه شي کولای چې د اصلي ژبې مفهوم د دوېمې ژبې د ګرامري قواعدو، جملو او اصطلاحاتو په اوډلو سره سم ولېږدوي.
ټکی پر ټکی ژباړه کله بيخي بې مانا او کله مانا وال وي؛ نو که چېرې ژباړونکی يې همداسې ټکی پر ټکی وژباړي، د دې ژباړې پايله به دا وي، چې د موخنۍ ژبې لوستونکي به يې هېڅ په مانا پوه نه شي او هغوی ته به بې مانا شی وي. لکه :

د انګليسي ژبې See you soon څوک په پښتو داسې ژباړي، ډېر ژر به ووينو، چې په اصل کې داسې ژباړل کيږي او مانا لري. د بيا ليدو په هيله
بله جمله:
She began to cry storming
هغې شروع کړ په ژړا په طوفاني ډول. ن
هغې په لوړ غږ سره په ژړا پيل وکړ. س
I have little to say more
زه لږ نور د ويلو لپاره لرم. ن
زه د ويلو لپاره ډېر څه نه لرم. س.

(Idiomatic Translation۲- مانايي ژباړه):
هغه ژباړه ده، چې يوازې ژباړن په کې د تورو اړولو ته پاملرنه نه کوي؛ بلکې د مفهوم لېږدونې ته ډېره پاملرنه کوي؛ ځکه چې د دې ډول ژباړې اصلي موخه د مفهوم لېږدونه ده، نه د تورو اړول.
مانايي ژباړه تر ټولو مروجه ژباړه ده، چې د بېلا- بېلو ادبي متنونو، ديني او علمي متنونو په اړولو کې کار ځينې اخيستل کيږي؛ ځکه ژباړن سربېره په دې چې د لغاتو ژباړې ته پام ، د عبارتونو او جملو مفهوم ته هم پام کوي، دا په دې مانا چې کله کله په يوه ليکنه کې متلونه، کنايې، استعارې او اصطلاحات راغلي وي؛ نو هغه ته بايد لومړی د لومړنۍ په ژبه کې انډول متل، اصطلاح، کنايه او استعاره وموندل شي او که نه وي بيا دې داسې وژباړل شي، چې په بشپړ ډول دې مفهوم افاده کړي، هغه داسې چې بايد ځان ازاد هم پرېږدې، چې د موخنۍ ژبې ګرامري موازنه تر پښو لاندې نه کړي او هم د آر ليکوال د اثر مفهوم په بشپړ امانت سره ولېږدوي.
په مانايي ژباړه کې د ژباړونکي د وينا او ليکنې رواني بايد داسې وي؛ چې لوستونکي وانګيري، چې هغوی يوه ژباړه نه؛ بلکې اصلي مطلب لولي.

 

 (Free Translation۳- آزاده ژباړه) :
په دې ډول ژباړه کې جملې او عبارتونه د ژباړن په خوښه او سليقه ټاکل کېږي؛ ژباړن کله ناکله د خپلې خوښې موضوع هم پکې ډېروي او کله ناکله يې ورڅخه کموي. آزاده ژباړه د اصلي ليکوال له سياق څخه وځي او يوازې هماغه مفهوم په نور جملو او عبارتونو کې رانغاړي؛ ښايي يوسل پاڼيز کتاب غه ژباړه به ۱۵۰ پاڼې شي او يا به هم د اصلي کتاب له د پاڼو څخه کمې شي.
ازاده ژباړه په خپله لمن کې د اصلي ليکوال د مفهوم ته په پام سره داسې شيان بيانوي، چې ښايي په اصلي کتاب کې نه وي؛ خو له هغه سره به مطابقت لري. دا ډول ژباړه زاياتره په شعر او ادبي متنونو کې سرته رسېږي.
آزاده ژباړه هم د ځينو نورو ژباړو په څېرځينې مخالفين او پلويان لري، چې له دغو څخه يو هم وايي: ((په آزاده ژباړه کې ډېری د ژباړن ليد لوری څرګند وي او د موخنۍ ژبې ته ځينې اصطلاحات او معلومات له خپله ځانه ننباسي، چې کېدای شي،ځينې وخت له حقيقتونو څخه هم په کې سترګې پټې شي.))
له بله پلوه د ازادې ژباړې پلويان په دې ګروهه دي، چې ژباړه د وينا د تفسير په مانا ده او په همدې بنسټ آزاده ژباړه سمه ژباړه ګڼي. د دوی په ګروهه دا ډول ژباړه د ژباړونکي په ډېرونو او کمونو د ژباړې له چوکاټه وځي او د تاليف رنګ جوړوي، په همدې خاطر د اصلي متن څخه ښکلې وي، که څه هم دا مطلب به په زړه پورې وي؛ خو د ژباړې د علمي اصولو له مخې د ليکوال د ليکنې په مفهوم کې ډېروالی او کموالی د ژباړې امانت ته زيان رسوي.

 

لنډه ژباړه:
دا ډول ژباړه هم د آزادې ژباړې په لمن کې ځان رانغاړي؛ ځکه چې ژباړن زيار باسي، چې په ژباړه کې ډېروالی او کموالی هم وکړي، چې د ليکوال له اثر څخه يو لنډيز جوړ کړي او دموخنۍ ژبې ته يې واړوي. له همدې امله په داسې ژباړه کې د ۱۰۰۰ پاڼو کتاب كېداى شي ۱۰۰ پاڼې شي او دا ډول ژباړه ډېری نن ورځ ځکه ډېره سرته رسيږي، چې لوستونکي د وخت د کمښت له امله ترآر متن ډېر اوږده مضمون غوره ګڼي او غواړي په لږ وخت کې ډېر مطلب تر لاسه کړي، که څه دا ډول ژباړه د دقيقې ژباړې په کتار کې نه شو راوستاى؛ خو په هره توګه د ژباړې په ډولونو کې راځي.

                                             


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com