Loy

شعري ژباړه او محدودیتونه یې او جوړښت

17.05.2012 13:50

شعري ژباړه
پښتو ژبې ته له ژباړې لړۍ د شعر پيل شوې، چې ابو محمد هاشم د خپل استاد ابن خلاد يو عربي شعر په پښتو کړی:
ژبه هم ښه وينا کاندې چې يې وينه
د خاوند په لاس کې زر او درهمونه
ژبور ورله ورځي وينــــــايې اروي؟
د درهم خاوندان تل وي په وياړونه؟
يانې د شعر لومړنۍ ژباړه هم له دغه مهاله پيليږي، ښايي تر دې دمخه به هم ژباړه وه؛ خو له موږ سره يې اسناد نشته، دا خبره د دې لپاره کوو، چې د هاشم زيد سرواڼي دا ژباړه پخه او هنري ښکاري، لکه څنګه چې هر کار په لومړيو کې ډېرې نيمګړتياوې لري؛ خو د هاشم زيد سرواڼي دا شعر پوخ دی او زموږ ادعا يو څه سمه بريښي.
وروسته تر ابو محمد هاشم د پښتو د شعر بله پخه او کره ژباړه نه لرو، چې له هرې خوا په تول پوره وي، يا به ښايي زما نه وي تر سترګو شوې؛ خو ډېر کلونه وروسته موږ د زرغونې کاکړ د (بوستان) ژباړه د پټې خزانې په برکت تر لاسه کوو او له کتلو څخه وروسته ورڅخه د پخې ژباړې اټکل کېدای شي. زرغونې کاکړ دا کتاب په کال (۹۰۳ هجري) کې بشپړ کړی او (بوستان د پښتو) يې نومولی دی.
د دغه کتاب يوه بېلګه چې د پټې خزانې ليکوال په ادبي تذکره کې را اخيستې ده،
يو څو بيتونه يې دلته راوړو:
اورېـــــدلې مې قصه ده
چې له شاتو نه خوږه ده
د اختر پـــــه ورځ سهار
بايزيد و چې نـــــامدار
له حمــــــــامه راوتلی
په کوڅه کې تېرېدلی
ايرې خاورې چا له بامه
راچپه کـــــړلې ناپامه
مخ او سر يې شو ککړ
په ايرو په خاورو خـړ
همدارنګه تر دغې ژباړې وروسته د اخوند دروېزه (۱۰۴۸ هجري قمري. مړ.) او د ده د پيروانو منظومې ژباړې په پښتو ادب کې خورا ارزښت لري، چې د هغو څخه د قصيده سالي پښتو ژباړه، د قصيده برده پښتو ژباړه، خلاصه کيداني او داسې نورې پښتو ژباړې يادولاى شو.
پير روښان او د هغه پيروانو هم د منظومې ژباړې په برخه کې څه ناڅه کارونه کړي دي او تر پير روښان راوروسته خوشحال خان بابا او د هغه کورنۍ هم د پښتو منظومو ژباړو لمن په خپل وار سره ارته کړې او د ژباړې د فن له پلوه د هغه وخت ژباړه په تول پوره، برابره او کره ژباړه ده.
همدارنګه د پښتو منظومو ژباړو په لړ کې د عبدالحميد مومند کار هم د يادولو وړ دی، حميد بابا د نيرنګ عشق، شاه او ګدا او شريعت الاسلام په ژباړلو سره د پښتو ادب د ژباړې پانګه دومره رنګينه چې تر څو پښتو ادب وي، د ده ژباړه به تل پاتې او منلې وي.
د حميد بابا د نيرنګ عشق ژباړه، که څوک په دقيق ډول ولولي او دواړه پښتو او پاړسي متنونه سره په پرتليز ډول وګوري، ښايي ګومان وکړي، چې له پښتو څخه پاړسي ته ژباړل شوی دی، تاسې ته به يې يوه بېلګه وړاندې كړو:
مــــــــــــــــــا چې وپيل دا دُر په باريکۍ
غـــــــــــــــوږو ورکړې يو تر بل مبارکۍ
چې د آب ســـــــــــړه هوايې شوله شاړه
د يــاقوتو له بازاره ګــــــــــــــرمي ولاړه
که څوک غواړي دا شراب حيــــرت انجام
مونده کيږي د جامي په ښکـــلي جام
شعر نـه دی دا خوناب د زخمي زړه دی
يا وتلی وروستی دم له خولې د مړه دی
د زوږا ده پــــــــه کباب د اور د پاسه
که پري دی نغښتی مخ به څـــو لباسه
يـــا نغمه د نيم بسمل مرغه د خولې ده
يـــــا مجنون ته معمی ښکلې ليلې ده
يا د وينو اباسين وهلی مـــــــــوج دی
يا لــــه ښاره د حيرت وتلی فوج دی
څو وهي د فکر ژامې باندې شخونــــد
زيـــــــاتوي زما شکرې هومره خوند
نه دی کار د هر نا اهلــــــــه بوالهوس
چې قــــدم ږدي د دې ناوې په جوس
کله چې مولانا غنيمت د نيرنګ عشق د فارسي متن وروستۍ برخه د حميد مومند د پښتو نيرنګ عشق له وروستيو بيتونو سره پرتله کړو؛ نو له يوې خوا د حميد د کلام زور او له بلې خوا د هغه د ژباړې سبک او لار رامعلوميږي، موږ دې خبرې ته متوجه کيږو، چې حميد مومند په څومره کمال هم د متن امانت ساتلی او هم يې څومره خپل خيال آزاد پرواز ته پرې ايښی دی. مولانا غنيمت د نيرنګ عشق په پای کې دغه بيتونه او مفهومونه چې حميد مومند په پښتو ورڅخه ژباړلي دي، داسې راوړي دي:
چــــو من این ګوهر سیراب سُفتم
شنيدن را مبارکبـــــــــــاد ګفتم
نــه شعر این انتخاب عشق بازيست
تراوشهای زخم جانګــــــداريست
نـه شعر این شورش امواج خونست
حديث از لب زخـــــــم درونست
نـــــه شعر این ناله خوبی نوايست
شکست شيشه دل را حــــدايست
حـــــديث عشق بود از ګفتنم دور
ولی بودم بحکم امر معـــــــــذور
نياز و نــــــاز حرف ګفتنی نيست
ګهر بس از نـزاکت سُفتنی نيست
سخن ګفتم بـــــــــــــاميد تميزی
ګهر سُفتم به تکــــــليف عزيزی
خو په ټوليز ډول د پښتو ادب منظومې ژباړې په لرغونې، منځنۍ او اوسنۍ دوره کې ډېرې کمې دي، په اوسنۍ دوره کې د ژباړې بهير ډېر تود روان دی؛ خو بيا د شعر ژباړه ډېره کمه بريښي.
د اوسنيو شعري ژباړنو په ډله کې تر ټولو ډېر ځلېدلی عبدالباري جهاني دی، چې د پاړسي، اردو او انګليسي څخه يې ډېرې ښې ژباړې کړې دي، چې د بېلګې په ډول يې دلته څو بيتونه سره پرتله کوو:
صبحی خوش چه مست خيز ای ساقی
در شيشه کـن آن شراب از شب باقی
جــــــام می بمن اور و غنيمت ميدان
اين يکــــــــــدمه نقر را و فردا باقی
عمر خيام
چې ښاغلي جهاني داسې ژباړلي:
ساقي پورته شه سهار دی، څه تازه نسيـــــم چليږي
چې د شپې دي، درته پاته هغه می ته مې زړه کيـــږي
راته ډکه مې پياله کړه دغـــــــــــه دم غنيمت بوله
دا يوه شېبه ده نغده سبا هر څـــــــــه چې پېښيږي
¯ ¯ ¯
ګفتم د ګر باده ګلګون نـــــــــــــــــــــــه خورم
می خون( ا) انست د ګر خون نخــــــــــــــــورم
پير خردم ګفت بجد ميګـــــــــــــــــــــــــــويی
ګفتم کی مزاح ميکنم چون نخـــــــــــــــــــورم
عمر خيام
مـــــــــــــــا وې بيا به له جامونو سره شراب نه تشوم
سره شراب دي د تاک وينې زه به وينې څنګه خورمه
پير د عقـــــــــــــل مې ويله په رښتيا دې پرهيز وکړ؟
مـــــــــــا وې ټوکې کوم پيره می به څنګه نه څښمه
¯ ¯ ¯
ای مفتی شهـــــــــــــــــــــــــــــر از تو پر کار تريم
بـــــــــــــــــــــــا اين همه مستی از تو هوشيار تر يم
تو خـــــــــــــــــــــون کسان خوری و ما خون رزان
انصـــــــــــــــــــــــــــاف بده کدام خونخوار تر يم
عمر خيام
اې د ښار مفتي دا واوره چې له تا نه خـــــــــــــــــو پر لار يو
که هر څومره مــوږ مستان يو، بيا لا هم تر تــــــــــا هوښيار يو
مـــــــــــــــــــوږ د تاک وينې څښلې ته څښې د سړو وينې
ته انصاف وکه په منځ کې چې اوس کوم يو ډېر خونخوار يو
ګورو چې د ښاغلي جهاني ژباړه هم د مانا او هم د الفاظو له ښايست برخمنه ده، که څوک يوازې د جهاني ژباړه وګوري؛ نو به ګومان ونه کړي، چې دا ژباړه ده، بلکې د اصلي او د لومړۍ ژبې د شعر مينه به يې پرې راشي.
سره له دې هم بايد وويل شي، چې شعري ژباړه تر ټولو ستونزمنه ژباړه ده؛ ډېری پوهان په دې اند دي، چې شعر بيخي ژباړل کيږي نه؛ ځکه په هغه کې وزن، قافيه او موسيقي هغه توکي دي، چې ژباړه يې امکان نه لري. خو بيا هم موږ دلته په شعري ژباړه کې ځينې محدوديتونه په ګوته کړي، چې بايد د دې په ژباړلو کې تر خپله وسه زيار وباسي.


په شعري ژباړه کې محدوديتونه
لکه له مخه ورته اشاره وشوه، د شعر ژباړه ډېر ستونزمنه ده او کله خو بيخي هغه اصلي مانا نه لېږدوي؛ ځکه چې ډېر محدوديتونه شته دي، چې ژباړل يې امکان نه لري.
د وزن، قافيې او موسيقۍ بريد:
دا ټول د شعري ژباړې له محدوديتونو څخه ګڼل کيږي؛ ځکه چې شعر په وزن، موسيقۍ او کله کله قافيه متکي وي او هېڅ وخت نه شي کېدای، چې دا ټول وژباړل شي، نو له همدې کبله په شعري ژباړه کې ځينې ستونزې ليدل کيږي، خو بيا هم بايد شعري ژباړه له پامه ونه غورځول شي.
د ادبي ښکلاوو د لېږدونې بريد:
له دغو ټولو ښکلاوو څخه د ګټې اخيستنې په ډول يو خو شعر ښکلا پيدا کوي او بل د شاعر مهارت ښيي؛ يانې د شعري زور ښکارندويي کوي، لکه څنګه چې په شعر کې توريه، ايهام، مقابله، جناس، تضاد، مراعات النظير او ....وي، ژباړن دا ټول نشى ژباړلى.
شعري ژباړه نور محدوديتونه هم لري، لکه کنايه، استعاره او .. خو بيا هم د شعر ژباړه ارزښتمنه ده؛ ځکه چې د بهرنۍ نړۍ له شعري فورم او منځپاڼګې څخه بايد زموږ شاعران خبر شي، تر څو په شعر كې د موضوع تکرار له منځه لاړ شي.
د نثر ژباړه په شعر :
دا ډول ژباړه په ادبياتو کې يو ډول نوښت او هنر يوازې هغه کسان يې تر اودې وتللی شي، چې له شعري ذوق څخه برخمن وي. دا ډول ژباړه ډېره دقيقه نه وي؛ خو ډېری وخت د ژباړې د دغه ډول څخه هم ګټه اخيستل شوې ده. لکه: پښتو منظومو ته د قرانکريم او حديثونو ژباړه، چې د ځينو ژباړنو شاعرانو له پلوه سرته رسېدلې دي.
د شعر ژباړه په نثر:
د ژباړې دا ډول هم کله کله د ادبياتو په لمن کې ځان راښکاره کوي؛ هغه په داسې وخت کې چې کله د يوه لوستونکي يوه موضوع خوښه شي او هغه لوستونکی شاعر نه وي، نو غواړي چې يو شعري متن په نثر وژباړي.


د ژباړې د اصولو او قاعدو شاليد
د رنسانس په پېر (دور) کې د دنيوي او ادبي مطلبونو ژباړې تر سره کېدې، په هغه وخت کې د کليسايي او درباري ژبې په پرتله د عامه وګړو ژبه کارېدله. د اراسموس په شان روڼ اندو له خوا پيل شوی او دا د هغه وخت (مځنۍ پېړيو) د بلاغت د اصولو په خلاف هم و.
اټين ډوله Etienne Dolet چې دهيومانيستانو ډلې يو روڼ اندی او د یوناني ژبې ډېر ښه ژباړن و، په (37) کلنۍ د ناسمې ژباړې، اپلاتون سره د مباحثې او مذهب ته د نه ژمتتيا په له تور د خپلو کتابونو سره وسوځول شو، هغه د ژباړې لپاره يوآرونډ وو، چې د ژباړن دندې په ګوته کوي:
۱- ژباړن بايد د متن محتوا (منځپانګه) او د ليکوال لاره په ښه ډول سره درک کړي.
۲- ژباړن بايد دلومړنۍ او دوهمې ژبې په اړوند پراخه معلومات ولري.
۳- ژباړن بايد د ټکي پر ټکي ژباړې څخه ځان وژغوري، ځکه چې د اصلي ژبې د مفهوم او د دوهمې د ژبې د بيان ښکلا او جوړښت ته زيان رسوي.
۴- ژباړن بايد د ويلو پرله پسې شکلونه وکاروي.
۵- ژباړن بايد د کلمو په ترتيب او ټاکنه کې د اصلي متن ټولې ځانګړنې دوهمې ژبې ته ورولېږدوي.
همدارنګه د رنسانس په پېر کې د مذهبي متنونو د ژباړوپرخلاف خپل ځانته ځينې ازادۍ ورکړې، چې دغه دوره د بې وفا ښکلو (Belles Infidels) په نامه هم ياده شوې ده، د دغو ژباړنو په لومړي کتار کې ابراهام کولي (Abraham Cowley) راځي، چې ځانته يې د ژباړې په ډګر کې ځينې خپلواکۍ او آزادۍ ورکړې، هغه د يونان د کلاسيک شاعر پنډار (pindar) د شعرونو د ژباړې په اړه وايي: ((که څوک د پنډار (pindar) شعرونه ټکی پر ټکی وژباړي، داسې ښکاريږي، چې يو لېونۍ د بل ليوني خبرې كوي، نو د دې لپاره مې هغه څه چې ښه ګڼلي وو ډېر کړي او هغه څه چې ښه نه دي، لرې کړې مې دي)).
ډرايډن (Dryden) يو انګريز شاعر (1680 زېږديز) چې د کولي همهالى ؤ او د کولي ژباړه يې د (Imitation) يا جعلي ژباړې په نوم ياده کړې ده. هغه ژباړه په درې ډوله وېشلې ده:
۱- Metapharma: په دې ډول ژباړه کې کلمه پر کلمه، عبارت پر عبارت ژباړل کيږي.
۲- paraphrase: هغه ډول ژباړه ده، چې ژباړن د اصلي متن مفهوم په نظر کې نيسي او کله کله د کره مفهوم رسولو لپاره ځينې کلمې ور ډېر وي.
۳- Imitation: چې په دې ډول ژباړه کې ژباړن نه کلمې او نه مفهوم ته وفاداره وي، يوازې د ټوليز مفهوم او مطلب په نظر کې نيولو سره ژباړه کوي، هغه هم په داسې شکل، چې په هر ځای کې يې زړه وغوښتل د مضمون په متن کې ډېرونه او کمونه وکړي. د کولي ژباړه هم د همدې دريم ډول ژباړې په ډله کې راځي.


د ژباړې جوړښت
د ژباړې د ارونو او قواعدو په اړه مو چې کوم نظرونه بيان کړي؛ دې پايلې ته رسيږو، چې د ژباړې کار له دوو برخو جوړ دی:
۱- د اصلي متن د مفهوم او پيغام موندل
۲- د اصلي متن د ليکوال سبک موندل
لومړنۍ برخه د مفهوم او دويمه برخه د سبک ده، چې دواړه له يوې بشپړې ژباړې څخه عبارت دي. بشپړه ژباړه يانې د اصلي متن د مفهوم او د اصلي ليکوال د سبک بيا ويلو يا ليکلو په مانا ده.
په لومړنۍ برخه کې بايد د اصلي متن مفهوم په اصلي ډول بلې ژبې ته ولېږدول شي، تر څو ژباړن د اصلي متن د مفهوم لېږدولو ته ژمن پاتې شي او په بله برخه کې ژباړن باید د اصلي ليکوال سبک ولولي او ويې پېژني، تر څو داسې ونه شي، چې عاميانه ګړدود ته د لوستي ژبه ورکړي او کوميډي متن ته تراژيدي بڼه ورکړي، د انډولو کلمو ټاکنه بايد د اصلي ليکوال له سبک سره وشي، تر څو د ليکوال سبک خوندي شي او په ژباړه کې د امانت ساتلو اصل مراعات شي.
په لنډ ډول ويلی شو، لکه څنګه، چې د يوه ښه خبر ليکلو لپاره ځينې پوښتنې شته د يوې ښې ژباړې لپاره هم بايد ځينو پوښتونو ته ځواب ووايو:
۱- آيا د اصلي متن مفهوم رسول شوی دی؟
۲- آيا د اصلي ليکوال لحن خوندي پاتې دی؟
۳- آيا ژباړن د اصلي متن ځانګړې او متناسبه ژبه موندلې؟
۴- آيا په ژباړه کې د انډول په توګه کره او دقيقې کلمې ټاکل شوي دي؟
۵- آيا د لومړۍ ژبې (TL) ګرامر په پام کې نيول شوی دی؟
۶- آيا د غونډلو (جملو) په اړولو او اوډلو کې د اصلي ليکونکي دکلام اوږدوالی په پام کې نيول شوی؟
۷- آيا د ليکنې يا د ليکوالۍ نښو او علامو ته پوره اهميت ورکړل شي؛ يانې په خپل ځای کارول شوي دي؟


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com