Loy

د ژباړې پړاونه او څوک بايد ژباړه وکړي

17.05.2012 13:53

د ژباړې پړاونه Steps of Translation
لومړى پړاو: د لغاتو ژباړه Translation of Words
د ژباړې په ډګر کې تر ټولو لومړى پړاو شمېرل کيږي؛ ځکه چې ژباړن هغه متن؛ چې غواړي ويې ژباړي بايد هغه له پيله تر پايه پورې په کره او دقيق ډول ولولئ. دا لوست په دې مانا نه دي، چې د متن څخه دې څه زده کړي؛ بلکې په دې مانا دي، ژباړن پوه شي، چې په ټول متن کې يې څومره او کوم لغات نه دي زده او د هغو د مانا ترد پيدا کولو لپاره اړوندو قاموسونو ته مراجعه وکړي، بايد د لغتونو د مانا پيدا کولو وروسته د لغت اصلي مانا ته ځير شي او په کومه مانا چې په اصلي متن کې کارېدلې، ژباړن بايد هغه په هغمهغه مانا وکاروي، يو لغت څو ماناوې لري، چې په هر ځای او هر وخت کې يې مانا توپير کوي: لکه د انګليسي ژبې دPresent كلمه چې د حاضر، ډالۍ او معرفي کولو په مانا ده
She was present in the class (د حاضر په مانا)
My father gave me a present on my birthday (د ډالۍ په مانا)
She wished to present him to her mother (د معرفي کولو په مانا)
د اصطلاحاتو ژباړه Translation of Expressions دويم پړاو:
ژباړن بايد دې ټکي ته په پام سره؛ چې اصطلاحات په يوه ليکنه کې ډېر لوی او د رسا مانا لېږدونې رول لوبوي؛ نو بايد د اصطلاحاتو په ژباړه کې له ځيرکۍ او دقت څخه کار واخلي، ځکه اصطلاحات ډېر پيچلي او لوی مفهوم ساده او لنډو جملو کې رانغاړي او زموږ ليکنه د اصطلاحاتو له امله د خپلې ژبې د کلتور او وينا دود سره نژدېوالی پيدا کوي او د لوستونکو پر ژبه خوږه او په ذهن يې مثبت اغيز کوي. اصطلاحات داسې يو شی دي، چې د ژبې ټول ويونکي ورسره بلد دي او د لوستلو او اورېدلو سره يې مينه ښيي.
د ژبپېژندنې نظريي داښيي، چې ګړنه پنځه مانيز اړخونه لري، چې هره يوه يې د ژباړن سره د مانا په لېږد کې مرسته کوي او په لاندې ډول دي:
 مجازي مانا Figurative Meaning۱-
 ټکی پر ټکی مانا Literal Meaning۲-
 عاطفي ځانګړنې Emotive Characters۳-
 سبکي ځانګړنې Stylistic Registers۴-
 ملي او قومي رنګ National Coloring۵-
د اصطلاحګانو تر ژباړلو وروسته د اوږدو جملو وېش دې، اوږدې جملې بايد په لنډو جملو وكښل شي او وروسته تر هغه دې وژباړل شي؛ ځکه د اوږدو جملو ژباړه ګډه وډه او بې خونده راځي او هم د ګرامري چوکاټ له اودې وځي، په کار ده، چې لويې او اوږدې جملې په وړو جملو ووېشو او دويمې ژبې ته يې له ګرامري او جوليز جوړښت سره سم وژباړو؛ ځکه د هرې ژبې ګرامري او شکلي جوړښت يو له بله سره توپير لري؛ لکه: يوه پښتو جمله انګليسي ته اړوو:
زه د دې چوکۍ پروا نه لرم.
I am not shut and open to this chair.
ناسمه ژباړه
I don’t mind this position/ I am not dependable on this position.
پورتنۍ ژباړه سمه او کره ده؛ځکه د انګليسي ژبې د ګرامري قاعدو سره سم د پښتو څخه واړول شوه.
او يا لکه په يوه ځای کې د پښتو دا اصطلاح انګليسي ته په داسې شکل اوښتې وه:
لاس دې تر کرزي خلاص.
Your hand is open up to Karzai
چې دا ډول ژباړه نه دا چې مفهوم لېږدوي؛ بلکې د دويمې ژبې ويونکي يا لوستونکي هېڅ مانا ترې نه شي اخيستی او د هغوی د خندا وړ هم ګرځي.
د انګليسي ژبې يوه بله اصطلاح را اخلو او پښتو ته يې ژباړو:
Bob is your uncle.
باب ستا کاکا دى. ناسمه ژباړه
کار دې جوړ دی. سمه او کره ژباړه
او په سلګونو نورې داسې اصطلاحګانې او اوږدې جملې؛شته چې د هغو په ژباړلو کې بايد له دقت څخه کار واخيستل شي.
د ژباړې لپاره چمتووالئ
د ژباړې فن درېيو څيزونو ته اړتيا لري:
۱- په مورنۍ ژبه لاسبرى
۲- په بهرنۍ ژبه لاسبرى
۳- د دواړو ژبو د ګرامري قاعدو د توپير پېژندنه


۱- په مورنۍ ژبه لاسبرى: له دې سرليک څخه زموږ موخه د مورنۍ ژبې بېلابېل اړخونه دي، لکه ګړنيره (شفاهي) ژبه ده ليکلې ژبې سره توپير لري، د ملګرو او نورو دوستانو سره خبرې اترې د نورو رسمي خبرو اترو يا هم وينا سره ډېر توپير لري، سيمه ييز ګړدودونه له يو او بل سره توپير لري او د سيمه ييزو ګړدودونو د لغتونو اوډنه د رسمي خبرو اترو لغتونو د اوډلو سره توپير لري، همدارنګه د کلاسيکو او زړو نثرونو او نظمونو ترمنځ توپیر شته دی؛ د يوه ملګري ليک د رسمي ليکونو سره ښکاره توپير لري، يوه پوهنتوني رساله د ښونځي له ليک سره جوت توپير لري.
په يوه هېواد کې يوازې د زېږېدنې او د هغه هېواد په ژبه پوهېدنه د دې ادعا پوره ثبوت نه دي، چې په هغه ژبه ښه لاسبري ده؛ بلکې هغه وخت موږ دا ادعا کولای شو، چې د هغې ژبې په ګرامري جوړښت، سبکي ځانګړنو او د ورځنيو اړتياوو د پوره کولو نه په لا ډېرو اصطلاحګانو، ترکيبونو، لغتونو، ادبي فنونو او دهماغې ژبې په ژبنيو جوړښتونو پوره پوه وو او دا ډول برلاسي توب دقيقې مطالعې او لازمو مهارتونو ته اړتيا لري.
۲- په بهرنۍ ژبه لاسبرى: کوم ټکی مو چې د مورنۍ ژبې په اړه ياد کړل؛ هغه د بهرنۍ ژبې په اړه هم سمې کوي؛ خو د بهرنۍ ژبې په معنوي ذخيرو باندې پوهېدل يو څه وخت او کار غواړي؛ تر څو د هغې ژبې په ادبياتو، تاريخ، جغرافيه، ادبونو، رواجونو، ټولنيز حالت، سياسي او اقتصادي حالت او هم د ژوندانه په ټولو اړخو کې پوهه لاس ته راوړي، او د ژباړې په ډګر کې د استعارو، تعبيرونو او اصطلاحګانو په ژباړلو کې په برياليتوب سره خپل کار ترسره کړي.
۳- د دواړو ژبو د ګرامري قاعدو د توپير پېژندنه: لکه څنګه چې ځينې ټولنې، ملتونه، هېوادونه او نور سره ورته احساسات او ورته د پوهېدنې ځواک لري، خو سره له دې هم په ډېرو برخو کې ډېر توپيرونه لري، ځکه چې هر تمدن په هروخت او هر محيط کې خپلې ځانګړتياوې لري، چې د جملو، اصطلاحګانو او ټاكلو لغتونو په کالبونو کې خپل توپيريز اړخونه ښکاره کوي، د بېلګې په توګه د يوې ژبې د يوه لغت څخه لفظاً مانا اخيستل سم کار نه دی، ځکه چې لغت او اصطلاح ځانته په جمله کې بېله مانا لري او خپله د موقيعت او حالت له مخې بدلوي، نو ژباړن ته په کار دي، چې پر دغو ټولو اړخونو او شيانو پوه وي، تردچې د ژباړې په ډګر کې د تېروتنو ښکار نه شي؛ لکه د انګليسي ژبې د تعجب او حيرانتيا حالت، د بېلابېلو نومونو لکه خدايه؛ او نور.
Good heavens! Holy Moses! By Jove!
په داسې حال کې چې موږ په پښتو ژبه کې (پاکه ربه!) ، (يا خدايه!)
(اې خدايه!) (عجيبه ده!) او نور وايو.
يو بل توپير ته هم موږ بايد پوره پاملرنه وکړو، هغه د يوې ژبې د لغتونو بېلابېلې ماناوې دي، چې په هرځای او هر متن کې بېله مانا ورکوي. دغه بېلابېلې ماناوې ډېری په کوميډي ليکنو کې تر سترګو کيږي او که څوک د لومړنۍ ژبې د لغتونو له مانوو سره پوره بلد نه وي، نو په ژباړه کې به ډېرې نيمګړتياوې ولري. د بېلګې په ډول: د شکسپير دکوميډي ژباړل ډېر ستونزمن کار دی، چې ډېری وخت د شکسپير د اصلي کلام ظرافت له منځه ځي.
دا ډول ډېر توپيرونه د مورنۍ او بهرنۍ ژبې د کلمو، جملو، ساده او مرکبو جملو، تشبېه ګانو، ضرب المثلونو او متلونو ترمنځ ليدل کيږي، خو ښه ژباړن د دغو مفهومونو او د ليکوال د ليکنو سبک ته په کتو سره د بهرنۍ ژبې څخه په داسې ډول ژباړه کوي، چې د اصلي ليکوال د ليکنې سبک او امانت په کې خوندي پاتې شي.

څوک بايد ژباړه وكړي؟
پرته له افغانستان څخه په نوره ټوله نړۍ کې د ژباړې لپاره منظم ارګانونه او ټولنې شته، چې ارزښتمن کتابونه راټولوي او ژباړي يې، هلته ژباړن د خپلې پوهې، مينې او ذوق سره سم کتاب ژباړي او يا هم خپرندويه ټولنه د ژباړن مينې او پوهې ته په کتو سره کتاب ورکوي او وروسته تر ژباړلو يې چاپوي، خو زموږ په ټولنه کې دا کار سرچپه دی، د ژباړن څخه بې ځايه غوښتنې لرو؛ لکه: هغه څوک چې له ادبياتو سره مينه لري او پښتو ناولونه ژباړي ورته ويل کيږي، چې پښتو ناولونو ته هېڅ اړتيا نه لري، ته بايد قاموس وليکې يا هم بل لوی علمي کتاب وژباړې، چې ټولنې ته يې ګټه ډېره ده.
که چېرې هر ژباړن د خپلې خوښې او ذوق له مخې ژباړه وکړي، پايله به يې ډېره ښه وي، که د ادبياتو يو لېوال کس مجبورو، چې علمي کتاب وژباړي يا يې وليکي، ښايي د يوه بل پوه او په دې مسلک کې د وارد کس په کچه يې ښه ونه ژباړي.
په هره برخه کې خلک شته، چې د خپل مسلکي مهارت او ذوق له مخې بايد هڅه او هاند وکړي، که د رياضي ښوونکی يو کتاب وليکي يايې وژباړي، ښايي ډېر معياري يې وژباړي، خوکه کوم اديب دا کار وکړي، چې د بيولوژي کتاب وژباړي، نو ډېرې تېروتنې به ولري.
که ډاکټر د طب اړوند کتاب وليکي او يايې وژباړي، هم به د ډېرو تېروتنو او نېمګړتياوو مخه ونيسي او هم به تېرې تېروتنې که وي سمې او اصلاح شي او که دکوم ډاکټر مينه له ادبياتو سره ده که هغه په دې اړه کتاب ژباړي بايد مخه يې ونه نيسو، ځکه چې دا د هر چا د ذوق او مينې کار دی او هرڅوک له خپل ذوق، پوهې او مينې سره کتاب ليکلى او ژباړلی شي.
ژباړن ته موږ بايد قاعدې او معيارونه وړاندې نه کړو، بايد پرېږدو، چې له خپلې مينې او ذوق سره سمکار وکړي او په خپله خوښه د ژباړې لپاره کتاب وټاکي، خو په دې شرط چې د ژباړې په اړه وضع شوې تيوري له پامه ونه غورځوي.
لکه څنګه چې زموږ اوسني کول د ژباړې لمن ډېره ټينګه نيولې او دا کار يې ډېر د ستايلو وړ هم دی، خو په دې شرط چې لومړی بايد دوی د ژباړې له ټولو اصولو سره ځان بلد کړي او بيا دې په ژباړه لاس پورې کړي، هغه ځکه چې اوسمهال داسې ژباړې هم تر سترګو کيږي، چې د اصلي ليکوال نوم نه ليکي او دا کار د ژباړې د اصولو خلاف کار دی، څوک چې ليکنه لولي هغه بايد پوه شي، چې د چا ليکنه لولي، ليکوال يې څوک دی؟ په کومې ټولنې پورې اړه لري؟ او داسې نور.

بل داچې زموږ اوسنى ژباړونکي ډېری له پاړسي څخه هغه کتابونه ژباړي، کوم چې ايرانيانو د نورو ژبو څخه ژباړلي وي، کله چې کتاب وژباړي د لومړي ژباړن نوم نه ليکي او دا هم د ژباړې د اصولو خلاف کار دی، لومړی خو دې ډېر هڅه وشي، چې د لومړۍ ژبې څخه دې ژباړه وکړي، که داسې نه وي، نو د لومړني ژباړن نوم هم بايد ورسره راشي، تر څو لوستونکی پوه نه شي، چې دا له ژباړې ژباړه ده.
د ژباړن د پام وړ:
پردې سربېره ، چې يو ژباړن وبنايې پر دوو ژبو لاسبرى ولري، هغه بايد له لومړنۍ ژبې څخه د دويمې ژبې ته د مفهومونو د لېږدولو وړتيا ولري، بايد د هغو اصولو او پرنسيپونو پابند واوسي، چې نور وګړي د هغو په عملي کولو سره د ښه ژباړن صفت ځان ته ګټلي دی. د دغو اصولو ځينې برخې ذوقي دي او د څېړنې وړ نه دي، خو ځينې قاعدې او لارې شته دي، چې د يوې ښې ژباړې لپاره اړينې دي او هغه پر لاندې ډول دي:
۱- د ژباړې له موضوع سره پوره بلدتيا:
لکه څنګه چې، مخکې وويل شول د بريالۍ او ښې ژباړې لپاره بايد ژباړن د ژباړې له موضوع سره پوره بلد وي، هغه د يوه عالم خبره ژباړن بايد په اړوندې موضوع کې د ليکوال هومره پوهه ولري او په دواړو ژبو کې د تبحر څښتن وي.
په همدې اړه د لويديځې نړۍ يو انديال داسې وايي: (( د کوم ژباړن پوهه چې له اصلي ليکوال څخه ډېر نه وي، په ژباړه دې لاس نه پورې کوي. ))
۲- د مبدا او مقصد ژبې د اصطلاحاتو سره پوره بلدتيا او آشنايي:
اصولاً په هره برخه کې ځينې داسې قراردادونه شته ، چې د همغې ژبې ويونکي پر همغه اصطلاح باندې پوهيږي او په عين حال کې ښايي د بلې ژبې ويونکي پرې پوه نه شي. ژباړن بايد د دواړو ژبو په اصطلاحګانو پوه وي او د هغو په اړه پوره معلومات ولري.
ځکه چې د اصطلاحګانو ژباړه يانې ټکی پر ټکی ژباړه مانا نه ورکوي، ژباړن بايد هغې اصطلاح ته تر ټولو نژدې انډول اصطلاح يا مانا پيدا کړي،چې هغه مفهوم په کره توګه افاده کړي. د دې لپاره چې د اصطلاح د کره ژباړې په ارزښت پوه شئ، غواړم يو مثال تاسې ته وړاندې کړم:
((د غوايي لاندی)) د پښتو ژبې يو ناول دی، دا ناول چا په اردو ژباړلی دی، اردو ژباړه يې (ګای کې نيچهې) يانې د غوايي لاندې ده، نو له دغه ځايه ده، چې ژباړن بايد لومړی د دغې اصطلاح په اړه پوره معلومات تر لاسه کړي وای او بيا يې په اردو ژباړلی وای، ځکه چې دا ټول ناول په همدې موضوع چورلي، که د کتاب نوم او اصلي توک سم ونه ژباړل شي، نو ټول ناول به بيخي بې مانا وي.
ژباړن بايد ځان د دواړو ژبو د اصطلاحاتو سره پوره بلد کړي، تر څو د دغسې لويو تېروتنو مخه ونيول شي.
۳- په ژباړه کې د امانت مراعاتول (له هر ډول کمښت او ډېرښت څخه ځان ژغورل)
د ژباړې د اصولو اړخ يو بل هم امانت ساتل دي او له هر ډول ډېرښت او کمښت څخه ډډه په کار دي، چې له بده مرغه په اوسني وخت کې د دغه اصل مراعاتول ډېر لږ تر سترګو کيږي. ژباړن بايد اصلي ليکوال د يوه رښتيني استازي په توګه د اصلي ليکوال د سبک او موضوع ساتنه وکړي.
ژباړن بايد د اصلي ليکنې آهنګ ته غوږ شي او د اصلي متن د لوستونکي په توګه دې د متن آهنګ او جملو ته غوږ شي او زيار دې وباسي چې په ژباړه کې هم دغه امانت خوندي وساتي، هاغه د يوه عالم خبره ژباړه بايد داسې وي، لکه اصلي ليکوال چې په دې ژبه باندې هم دا اثر ليکلی وي.
۴- له منل شوي قاموس څخه ګټنه(استفاده) او پر خپلې حافظې له اعتبار کولو څخه ډډه:
له يو ښه او وړ قاموس څخه ګټه اخيستل د ژباړې د اساساتو په لړ ليک کې ځان ښکاره کوي، ژباړونکی بايد له هغه څخه په هر ستونزمن لغت کې ګټه واخلي. نه دا چې يوازې په خپلې حافظې متکي وي او يوازې د متن بشپړونکی وي. بايد د لغتونو اصلي مانا ته هم پام وشي، ډېری ژباړونکي ځان قاموس ته ايل نه ګڼي او له ځانه د لغت مانا جوړوي دا ډول خپلسري لغت جوړونه د ډېرې ژبنۍ ګډوډۍ لامل کيږي او دوهمې ژبې ته ناسم مفهوم لېږدوي، نه يوازې دا کار د اصلي ليکوال سره جفا ده، بلکې په خپلې يانې دوهمۍ ژبې سره هم ستره زياتې ده.
۵- د کتاب د سرليک په ژباړلو کې دقت:
د ژباړل شوي کتاب سرليک بايد د اصلي کتاب له سرليک سره توپير ونه لري، کېدای شي، ځينې ژباړونکي د کتاب د خرڅلاو، بازار موندنې او نورو موخو لپاره د مقصد په ژبه کې د کتاب سرليک ته بدلون ورکړي.
د مطلب د سمې پوهې لپاره د يو ايراني ژباړن يو يادښت را اخلو: هغه وايي،(( څه موده مخکې مې يو عربي کتاب چې نوم يې (رحله بالقطار) و، تر سترګو شو، وروسته تر لوست مې خوښ شو او د هغه کتاب پر ژباړه مې پيل وکړ كله يې چې دكتاب ژباړه مې پای ته ورسوله، همغه کتاب مې په يوه نندارتون کې د (عروسی در قطار) تر سرليک لاندې وليد، په ډېره بيړه مې راواخيست، چې ومې لوست هماغه زما ژباړل شوی کتاب دی، چې يوازې يې نوم ته د بازار موندلو لپاره له لږ بدلون سره ژباړلی دی او اوس اوس هماغه کتاب د (دختری در قطار) په نامه هم ژباړل شوی او ښه په پراخه کچه خپور شوی دی، زما يادونه له دغو دواړو څخه دا ده، چې د دغو دواړو وروستيو کتابونو د سرليک ژباړه د اصلي کتاب له سرليک سره نژدې ده خو انډوله مانايې نه ده. د دې لپاره ژباړن د موضوع او وينا په منځپاڼګه او سرليک کې د ډېرښت او کمښت حق نه لري او د ژباړن دنده يوازې هماغه کلمو ته انډول پيدا کول دي، نه په منځپاڼګه کې ډېرښت او کمښت.
۶- د اصلي ليکوال عمر، جنس او شخصيت ته پاملرنه:
ژباړن بايد په دې پوه شي، چې د چا د خولې خبرې ژباړي، آيا ويناکوونکی او ليکوال يو عادي وګړی دی او که يو علمي او سياسي شخص دی، نارينه دي او که ښځينه، کوچنی ماشوم؛ ځوان او که مشر دی. ځکه د هر يوه د کارونې جملې سره توپير لري، که په رښتيني ډول ځير شو، نو په ژباړه کې د دغو ټکو په پام کې ساتل کې ډېر اړين دي.
۷- په ژباړه کې د تکراري مترادفو کلمو د کارولو مخنيوی:
ژباړن بايد زيار وباسي،چې د مبدا ژبې د هر لغت لپاره د مقصد په ژبه کې يو انډول پيدا کړي، ځکه چې که د مترادفو کلمو شمېر له طبيعي حالت څخه ووځي، نو د کتاب د حجم د ډېرېدو لامل کيږي؛ لکه د انګليسي ژبې (Smart) ته موږ بايد ذځيرك هوښيار، ښايسته او نور ونه ليکو بايد له دغو څخه د جملې مطابق يو لغت وټاکو تر څو د کره مانا د لېږد سبب وګرځي او هم د لوستونکي د ستړيا سبب نه شي.
۸- د اصلي متن د جملو له لرې کولو څخه ډډه:
د اصلي متن يا مطلب څخه د جملو لرې کول له اصلي ليکوال سره ستره جفا ده له همدې امله په ژباړه کې د جملو لرې کول ښه نه برېښي، خو که د جملې د روانۍ لپاره دا کار وشي، د منلو وړ ده پرته له دې چې د جملې د مانا د حذفولو تکل يې کړی وي، ځکه چې د مانا امانت ساتل په کار دي او ډېرونه او کمونه د اصلي ليکوال کار دي، نه د ژباړن.
۹ـ په ژباړه کې د مانوسو کلمو کارول:
په ژباړه کې بايد داسې کلمې وکارول شي، چې لوستونکي په ګډوډو سر نه کړي او هغوی ته د پوهېدو وړ وي، نه دا چې له ځانه غلط لغتونه جوړ شي او په ژباړه کې وکارول شي، چې لوستونکي به يې پرته له ايسته غورځولو بله لار نه غوره کوي.
۱۰- د اصلي ليکوال او د ليکنو په اړه يې پوهه او ورسره مينه درلودل:
دلته مينه په دې مانا کاروو، چې د هغه له ټولو حالاتو سره پوره بلد وي؛ يانې په کوم وخت، په څه ډول شرايطو کې دا اثر منځ ته راغى؟ او بايد د ليکوال د فکري يون په اړه هم پوه وي، تر څو د اصلي مفهوم روح ته ورننوځي، که د کوم ليکوال يو مشهور اثر ژباړو بايد د هغه ليکوال نور اثرونه مو هم لوستي وي او د هغه اندود او ليدلوری مو ځانته معلوم کړی وي.
ژباړن بايد د اصلي ليکوال دهېواد په ټوليزو حالاتو او حاکمې فضاء څخه پوره خبرتيا ولري، تر څو د دوو هېوادونو په دودونو او د اصلي متن په فکري او مفهومي يون باندې پوه شي او د ښې ژباړې لپاره لار پرانيزي.
که يو څوک د يو هېواد د ليکوال يو اثر ژباړي، خو ژباړن د هغه ليکوال د هېواد د حاکم نظام او د هغه هېواد د وګړو په اړه نه پوهېږي، نو خامخا ده، چې ژباړن به په تيارو کې ګام واخلي، د بېلګې په ډول که يو څوک د پښتو ژبې يو اثر بلې ژبې ته ژباړي او هغه د اسد د ۲۸ په اړه پوهه ونه لري، هغه نه شي کولای چې هغه مطلب په کره توګه بلې ژبې ته واړوي، همدا ډول که د اردو ژبې يو ناول ژباړو او په هغه کې د (۱۴) اګست يادونه شوې وي، او د دغې ورځې په اړه نه پوهېږو، موږ ته به د نورو ورځو په څېر ورځ وي، خو د اصلي ليکوال لپاره ځانګړې او ښه ورځ ده، چې د پاکستان د آزادۍ ورځ ده.
۱۱- پردويمه ژبه د لومړۍ ژبې اغيز:
کله ناکله د مقصد ژبه د مبدا ژبې تر دومره ډېر اغيز لاندې راشي، چې سړی د مبدا او مقصد ژبې ترمنځ پاتې شي او بيخي يوه درېيمه ژبه ورته ښکاري او کله کله د مقصد پر ژبه دومره ګرامري او عبارتي اغيز کوي، چې د مقصد ژبه د مبدا سره ګډوي او دا کار ډېری د ټکي پر ټکي ژباړې پايله ده، ځکه چې په دې ډول ژباړه کې ژباړن د هر لغت لپاره انډول لغت پيدا کوي، له همدې ځايه ده، چې د مبدا ژبې نحوي جوړښت او ګرامري قواعد د مقصد پر ژبه کې ورګډيږي او هغه متن د بندښت او تېروتنې سره مخ کوي.
د پاړسي ځپلې، اردوځپلې او انګليسي ځپلې ژباړې څخه ډډه وکړﺉ، په ژباړه کې يو بل مهم ټکی دا دی، چې ژباړونکی بايد په خپله ژبه کېد دود لغت پر ځای د مبدا ژبې لغت و نه کاروي، کله کله داسې هم کيږي، چې ځينې ژباړن د هر ډول لغت لپاره له ځانه پښتو لغت جوړوي، په داسې حال کې چې هماغه لومړنی لغت به زموږ په ژبه او ټولنه کې عام وي، خو د دوی په مقابل کې داسې ژباړن هم شته، چې د عربي، دري، پاړسي، اردو او انګليسي ژبو شډلو لغتونو په کارونه کې دومره ډېرښت کوي، چې لوستونکی شکمن ا و دوه زړی شي، چې دا اثر د پښتو ژبې دی او که د پاړسي، انګليسي او يا د يوې ګډې ژبې اثر دی، نو بايد له دې ډول ډېرښت، کمښت او نيولوګيزم څخه ځان وژغورو او بالاخره يوه منځنۍ لاره غوره کړو تر څو زموږ ټولو هېوادوالو ته د پوهېدا وړ وي.
۱۲- له غير فصيحې ژباړې څخه ډه ډه کول:
دلته يو بل ټکي ته اشاره کوو، هغه دا چې که ژباړن په ژباړه کې ډېر عاميانه او د کوڅې خبرې وليکي، نو د ژباړن کار ګټې پرځاىزيان کوي او په ليکنه کې د هغو کلمو ليکلو ته هېڅ اړتيا نه ليدل کيږي؛ لکه راډيوو، کمپوټر، کلم، سپنږۍ او ..... کلمو کارول په ژباړه کې بې خونده بريښي او له علمي او کلتوري ارزښت څخه يې غورځوي. نو بايد په ژباړه کې د دې ډول کلمو څخه ډډه وشي.
۱۳- په ژباړه کې زماني واټن:
ژباړه په بېلابېلو مهالونو کې له يو او بل سره په بشپړه توګه توپير لري، ځکه دا وړاندېز به غوره وي، چې له ژباړې د بشپړتيا وروسته بايد د څه مودې لپاره کېښودل شي او وروسته له څه مودې بيا راواخيستل شي او بيا ولوستل شي. د ژباړې لوستل په بېلابېلو مهالونو کې ژباړه په تېروتنې او غلطۍ څخه ژغوري او د ژباړې د پوخوالي لپاره تر ټولو غوره لاره هم ده.
۱۴- په ژباړه کې د روح او احساس منعکسول:
د متن د ژباړلو او انډول پيدا کولو وروسته د کلمو اوډل دي، تر دې پړاو وروسته د ليکوال د احساس په څرګندولو او بيا نولو کې دقت کول له ژباړې د مهمو برخو څخه ګڼل کيږي، ځکه چې په ژباړه کې د دې سوال د ځواب د پيدا کولو ترڅنګ چې ليکوال څه وايي؟ بايد په دې پوه شو، چې څه ډول يې وايي؟ ژباړن بايد د ليکوال روح او روان ولولي د ليکوال په روح او روان ځان پوه کړي او د ژباړې له لارې يې نورو لوستونکو ته ولېږدوي. څو کاله وړاندې به يوازې د ليکوال د وينا ژباړه کېده او اوسمهال سربېره پر دې چې د اصلي ليکوال وينا وژباړل شي، بايد په دې هم پوه شو، چې اصلي ليکوال خپله وينا څه ډول بيانوي؟ د اصلي ليکوال د وينا د بيان طرز د مقصد ژبې ته لېږدول هم د ژباړن له مهمو کارونو څخه شمېرل کيږي.
د بېلګې په ډول که د يوه ليکوال يو عاطفي ناول ژباړل کيږي، هغه بايد په عاطفي جملو او عبارتونو وژباړل شي، نه په حماسي. همداسې که حماسي ناول يا ليکنه ژباړل کيږي، بايد حماسي توري په کې وکارول شي، نه عاطفي، تر څو مطلب، مفهوم او احساس په کره او سمه توګه د بلې ژبې لوستونکو ته ولېږدوي.


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com