Loy

دوبله او د ژباړې اړتيا

17.05.2012 12:55

دوبله او ژباړه (Dubbing & Translation)
دوبله او ژباړه د هنر هغه دوې څانګې دي، چې د تاريخ په اوږدو كې له مثبتو او منفي دواړو غبرګونونو سره مخ شويدي. يو وخت ژباړه د اصلي اثر د مسخ كولو په مفهوم كارول كېده، ژباړن او ژباړه د اصلي ليكوال او اصلي اثر تباهي بلل كېده، خو وروسته د پوهې او ټكنالوژۍ په پرمختګ سره دغه الواك تغيير وموند او ژباړې او ژباړن يو ځانګړى مقام ورخپل كړ.
په سينمايي نړۍ كې د فلمونو دوبلې د ژباړې څېره ورخپله كړه، په دې مانا، څومره، چې په پيل كې ژباړه ځپل شوې او ټكول شوې وه، دوبله هم په همغه برخليك اخته شوه، خو كله، يې،چې د هنر د يوې اغيزناكې څانګې په توګه ځان جوت كړ، اغيز او رغنده توب يې هم جوت شو.
دوبله نژدې اويا كاله وړاندې د اسياپه لويه وچه كې دود شوه، دغه كار دومره چټك شو، چې په ډېر لږ وخت كې يې د كلونو كلونو مزلونه ووهل. ددوبلې دغه پرمختګ له نيوكو سره مل و، ډېريو كره كتونكو دوبله د اصلي نښيرونو جعلي بڼه بلله ، هغوى استدلال كاوه، چې دوبله په هيڅ صورت هم خپله اصلي بڼه نشي ساتلاى.
د نړۍ په ډېرى هېوادونو كې دوبله دود نه ده، خو هغوى د فلم په ښكتنۍ برخه كې د كركټرونو او پېښو ژباړه راوړي. دغه ژباړه كه له يوې خوا له ليدونكو سره د فلم په پوهېدا كې مرسته كوي، بل خوا د ليدونكو ټول حواس پر ژباړه او د توريو پر تشخيص بوختوي. كله، چې د انسان حواس پر توريو او ټكيو راغونډيږي، حتمي ده، چې تصوير او فلم به د ليدونكو په وړاندې خپل رښتينى رسالت او ارزښت له لاسه وركوي. په دوبله كې د ژباړونكو كمزوري د فلم اصلي منځپانګې ته وژونكې ضربه رسوي. د جملو ناسم اوډون او د اصطلاحګانو کټ مټ ژباړه د دوبلې او دوبله والو ټولې خوارۍ په اوبو لاهو كوي.
د اصلي اثر امانت:
په دوبله كې د اصلي اثر امانت او خونديتوب تر ډېره بريده ناشونى برېښي، دغه ناشونتيا په دوبله شويو فلمونو كې ښه ترا تر سترګو كيږي، كولاى شئ خداګواه او نورو پښتو دوبله شويو فلمونو ته مراجعه وكړئ. په هرحال موږ كه چېرې يو بهرنى فلم پښتو ته ژباړو، ټولنې، دين، مذهب او دودونو ته په پاملرنې سره اړيو د ځينو صحنو په دوبله كې ګوتوهنه او تصرف وكړو او دغه تصرف بيا په خپل وار سره اصلي اثر تر پوښتنې لاندې راولي. زموږ ټولنيز دودونه او ديني ارونه د فلمونو روغه دوبله نشي زغملى، دوبله كوونكي اړ دي، دغو ارونو او دودونو ته په پاملرنې سره د فلمونو ځينې برخې لرې يا په بله بڼه و ژباړي. په فلم كې بېخونده ژباړه ، د ناسمو غږونو غوراوى، بېځايه سكته ګي، د صحنو بېځايه غوڅول، د شاليد (Back ground ) د غږ نشتوالى يا دمتن د موسيقۍ پرې كول فلم او دوبلې ته ستر زيان اړوي.
غږ او د احساساتو درك:
د اصلي كركټر له غږ سره د دوبله كوونكي د غږ ناسمي ليدونكي له دوبلې بېزاره كوي. دوبله كوونكى بايد د اصلي كركټر په كردار، حركاتو او احساساتو كې ډوب او په يوه داسې حالت كې واقع واوسي، چې ليدونكي يې د اصلي كركټر په توګه وپېژني.
الن دلن، مشهور فرانسوى هنرمند وايي: " ډېرى فلمي ادارې ددوبلې پر ارزښت نه پوهيږي او يو فلم په يوهورځ دوبله كوي، په داسې حال كې، چې دوبلران د فلم د اصلي كركټرونو پېژندنې او د هغوى د احساساتو او رواني حالاتو درك ته اړتيا لري او كه دغه احساسات درك نه كړاى شي، دوبله به د فلم ماهيت ونه ساتلاى شي".
روغ ډيالوګ:
د فلم ډيالوګ ليكنه او بيا د ډيالوګونو غښتلتيا او له ګونګتيا پرته دوبله د دوبلې په برياليتوب كې ستر رول لوبوي. كله، چې يو څوك ډيالوګ ليكي، يا يې ژباړي، بشپړ وخت او پر اصلي اثر پرله پسې كار ته اړتيا لري او كه بيړه پرې وشي ښايي ډېرې ګونګې او سختې صحنې له څېلمې حذف يا بدلې كړي، دغه كار ددې لامل ګرځي، چې د فلم او نندارچي ترمنځ ټينګېدونكي اړيكي بېرته له منځه لاړ شي.
دوبله په حقيقت كې د هنرمندۍ يوه څانګه ده، دوبلران بايد په خپل وجود كې د هنرځانګړنه و پالي، دوبلران بايد دا وړتيا ولري، چې د اصلي كركټر په حس او حالاتو كې ډوب شي، غم او خوښۍ درك كړاى شي او ډيالوګ يې له اصلي حالتونو سره توپير ونه كړي.
پښتو اوسنۍ دوبله:
ګلان و ځنډېدل، خداګواه او ځينې نورو فلمونو د دوبلاژ په برخه كې نړيوال دود معيارونه تر ډېره بريده خوندي ساتلي، خو اوسمهالو دوبله ييزو چارو نه يوازې دا،چې دغه بهير له ګواښ سره مخ كړى، بلكې د دوبلې د اصولو د مسخ كولو يوه شعوري هڅه هم ده. دسكسي فلمونو، دمسټربين او ځينو هندي لوبغاړو پېښورۍ دوبله ددغه كار روښانه بېلګې دي. دا او دې ته ورته نورې دوبلې د كيفيت او كميت له مخې د دوبلې په اډانه كې نه راځي، ځكه په دغو پوچو دوبلو كې نه يوازې دا،چې د لوبغاړو پر شخصيتونو ملنډې وهل كيږي، بلكې د يوه شرير سياسي غرض له مخې پر ولسونو او فرهنګونو هم د ملنډو هڅه كوي.
موږ كولاى شو، لومړى هغه معياري فلمونه پښتو ته دوبله كړو، چې له پښتون تاريخ او پښتون كولتور سره تړاو مومي. خداګواه ( دوبله) ددغو فلمونو غوره بېلګه ده، دغسې فلمونه كه موږ پښتو ته دوبله كوو ،نندارچيان مو د پښتو فلم د ليدو احساس كوي او دغه احساس يې د يوه لوړ او هنري خوځښت ترڅنګ ذوق ته هم بدلون وركولاى شي. په دويم ګام كې موږ هغه فلمونه دوبله كولاى شو، چې تاريخ او لوړ رومانتيك داستانونه بيانوي. تاريخ او رومانس د فلمونو اړينه برخه ده او دغه برخه كولاى شي د نندارچيانو شعور او زړه راښكون روښانه وساتي. د نړۍ د شهكارو فلمونو دوبله به تر ډېره بريده د پښتو سينما د نندارچيانو او سينمايي لوبغاړو تګلوريو ته بدلون وركړي.
سكالو (موضوع) (Subject)
سكالو او سوژه ټاكنه د هر هنري ژانر او اثر بنسټ جوړوي، كله، چې بنسټ اوم او بېخونده وي، هرڅه ورسره شړيږي. پښتو فلم دسكالو له مخې يوه تكراري بڼه ورخپله كړې او تل په يوه دايروي چوكاټ كې پرمخ ځي، دايروي چوكاټ پيل او پاى دواړه لري، چې د اوج ټكى يې بېرته پيل ته راځي او پيل يې بېرته له صفره پيلوي، ترڅو، د پرمختګ دغه بڼه بدله نشي تر هغو به يې وده هم ناشونې وي.
كه چېرې موږ د ټولنې منځ ته ننوځو، په سلګونو داسې بكرې سكالوګانې به ومومو، چې د فلم او ډرامې لپاره به يوه شهكاري بڼه ورخپلوي. پښتو فلم له پيله تر ننه په تكرار، كليشه او مضخرفو څيزونو كې راښكيل دى، قلم او كلاشينكوف، انتقام، د سپي لكۍ، ملنګانو سره مه چيړه....هغه فلمي سرليكونه دي، چې باذوقه مينه وال يې پر ليدو د شرم احساس كوي او که نه، نو په نړۍ کې خو په راز راز سکالوګانو ډېر فلمونه او ډرامې جوړې شوې دي، چې د هغو فلمونو او ډرامو په دوبلاژ او ژباړلو سره به د پښتو ډرامې او فلم اوسني بهير ته نوې بڼه ورکړو او زما په اند د دغه کار لپاره يوازينۍ لاره ژباړه او دوبله ده او دا کار به زموږ د پښتو فلمونو او ډرامو نندارچيان هم ډېر کړي، ځکه ډېرى فلم جوړوونكي سر ټكوي، چې پښتانه سينما او سينماوالو ته په ښه سترګه نه ګوري او دغه كار ددوى د فلمونو د پرمختګ مخه ډب كوي؛ دا سمه ده، چې پښتانه ،سينما او سينماوال ښه نه بولي، خو دابايد ومنو، چې پښتون ولس پرهنر عقيده لري او كه چېرې دغه ګروهه او عقيده ورسره نه واى نود پښتو موسيقۍاو هنر جنازه به مو لا د وخته پورته كړې واى. پښتانه به په كومو سترګو هغه فلمونه ګوري، چې په هغو كې د پښتون قوم سپكاوى كيږي، هغه فلمونه به څنګه پښتنو كورنيو ته ورسيږي ، چې پښتنې خويندې پكې لوڅې يا نيمه لوڅې ګډول كيږي. پښتو( پېښوري – ؟ننګرهاري) فلمونه كه سر تر پايه وګورې، پر ځان له ملنډو پرته به هيڅ پكې ونه مومې.
پورتنيو يادونو ته په پاملرنې سره كولاى شو، د خپل سينمايي بهير لاره بدله كړو او د تګلارو د بدلون، ليكنۍ ژباړې او دوبلې له لارې يې په سيستماتيكه توګه د ودې لاره پرانېزو.
زما په اند په اوسمهالي پېر كې تر ټولو غوره لاره داده، چې په پيل كې د بهرنيو فلمونو پښتو ليكنۍ ژباړې او دوبلې ته مخه كړو، په دې توګه به موږ وكړاى شو د خپلو نندارچيانو ذوقونه بدل كړو او په تدريج سره پښتو فلم ته يوه نوې بڼه وركړو، چې هم معيار راخپل كړو او هم پښتانه ذوقونه خړوب كړاى شو.
د ژباړې اړتيا
ژباړه د هرې ژبې لپاره د يوې سترې روزونکې او مرستيالې په کچه ارزښت لري، هره ژبه د ژباړې په مرسته ژوندۍ پاتيږي او هم په هر ډګر کې خپل ځانته د پرمختګ لار اواروي، کومې ژبې چې اوسمهال د پرمختللو ژبو په کتار کې راځي، د هغوی د پرمخيون عمده لامل ژباړه ده، اوس ډېر ملتونه دومره ويښ شوي او د ژباړې په ارزښت دومره پوه شوي، چې د نړۍ هر ارزښتمن کتاب د چاپ سهله لاسه دلاسه خپلې ژبې ته ژباړي.
په دې برخه کې غواړم لږې او ډېرې څانګې په ګوته کړم، چې زموږ ليکوال او ژباړونکي بايد په دې برخه کې کار وکړي، تر څو زموږ خوږه ژبه پښتو له دې خوارځواکۍ څخه راووځي او د نړۍ په مطرح او پرمختللو ژبو کې ځان د سيالۍ جوګه حس کړي.
په پوهنيز (علمي) ډګر کې د ژباړې اړتيا:
د هرې ژبې غښتلتيا، بشپړتيا او لرغونتيا د هغې ژبې له پوهنيز شاليد څخه جوتيږي، په نړۍ کې هغه ژبې پراخ ملاتړ او دود لري، چې پوهنيزه پانګه يې بډايه وي او ويونکي يې بلې ژبې ته اړونه وې، په لنډو کيسو، ناولونو او نورو ژبه نه علمي کيږي، ښايي د نثري غنا او فرهنګي بډاينې لپاره ګټور وي، خو د علمي کېدو لپاره نګه پوهنيزو اثرونو ته اړتيا ليدل کيږي، موږ وايو، چې په پوهنتونونو کې دې زموږ درسونه په پښتو ژبه وي، لومړی بايد موږ په پښتو ژبه کې علمي يا پوهنتوني کتابونه ولرو، بيا دې د دې دعوه وکړو، چې موږ ته دې په پوهنتون کې زموږ په ژبه درس راکړل شي، له بده مرغه پښتو د پوهنيزو اثرونو په برخه کې خواره ده، بلکې هېڅ نه لري، زموږ استادان، ليكوال پوهان او ژباړونکي بايد په دې برخه کې ډېر کار وکړي، هغوی بايد هڅه وکړي، تر چې ډېر علمي کتابونه خپلې ژبې ته راوژباړي، ځکه چې زموږ پوهان يو بد عادت لري، کله چې دوی زده کړه وکړي او د اثر د پنځولو جوګه شي، هغه بيا پښتو ژبې ته اثر نه ورکوي، بلکې په بله ژبه يې ليکي، نو يو بل پښتون ژباړن بايد هماغه کتاب بېرته خپلې ژبې ته راوژباړي، زموږ دغه پوهان دې په دې پوه شي، چې هېڅکله هم په بله ژبه کې هغه درنښت نشته کوم چې په خپله ژبه کې شته او نه به د بلې ژبې ويونکي همدغه ليکوال په درانه نوم ياد کړي، دوی بايد په دې پوه شي، چې لومړی خپله ژبه بيا بله.
له نېکه مرغه په دې وروستيو کې د ځينو استادانو، ليکوالو او نورو له خوا ځينې علمي کتابونه ليکل شوي دي، چې د بېلګې په ډول د هضمي جهاز انډوسکوپي (ډاکټر محمد شريف ظريف)، طبي مايکرو بيولوژي، بهيج طبي قاموس، بهيج فلسفي قاموس او داسې نور، چې د راتلونکې لپاره ډېر ښه زیری دی.
په پوهنيز ډګر کې چې کله ژباړن له ستونزو سره مخ کيږي، هغه د ځينو پوهنيزو کتابونو د ژباړې پر مهال د يو شمېر اصطلاحګانو ژباړه ده، چې په خپله ژبه کې ورته انډول نه لرو، ځکه تر دې مهاله کوم اصطلاحي قاموس نه لرو، چې د فلسفې طب، اقتصاد او اړوند توکي په کې ژباړل شوي وي.
اوس که يو څوک علمي ليکنه پښتو ته راژباړي، له ډېرو داسې اصطلاحګانو سره مخ کيږي، چې په مانا به يې نه پوهيږي، يا به يې هم په پښتو کې انډول توری نه مومي، نو اړ دی، چې له ځانه ورته توری جوړ کړي، چې دغه کار هم يو ډول پاشلتيا ته لاره اواروي. په دې برخه کې تر ټولو غوره خبره داده، چې د نويو تورو د جوړونې پر ځای دې هغه اصطلاح کټ مټ راواخيستل شي، که له ځانه ورته توری جوړوي، هغه دې په ليندکيو کې راوړي. که چېرې کله کومه اصطلاح زموږ په ژبه کې ډېرې توضيح ته اړتيا درلوده، ژباړن دې دا کار په لمن ليک کې وکړي او يوه بله ډېره مهمه خبره دا چې په ټوليز ډول دې په ژباړه کې هېڅ ډول زیاتونه او کمونه ونه شي، ځکه چې يو خو امانت په پام کې نه ساتل کيږي او بل دا چې د پوهنيزو اثرونو علميتوب له منځه ځي، بايد پوره پام ورته وشي، ځکه بې ځايه څرګندونې او پېچلتيا پوهنيزه ليکنه نوره هم بدرنګه کوي، هسې خو هم پوهنيزې ليکنې هر وخت خوند نه لري او انسان ژر ستړی کوي، خو که متن، ښکلی، روان او ساده وژباړل شي، کېدای شي، تر ډېره کچه د لوستونکي د ستړيا او ذهني تېښتې مخه ونيسي.
زموږ ژباړونکي او ليکوال بايد همدا اوس مټې رابډ وهي او زموږ د ژبې دغه تشه ډکه کړي، تر څو زموږ د ادعاوو د عملي کولو لپاره يو علمي دليل او مرسته پيدا شي.
په ټولنيز ډګر کې د ژباړې اړتيا:
په يوه انساني ټولنه کې مېشت وګړي يو او بل ته لازم او ملزوم دي او همدغه لازم او ملزومتوب انساني ټولنه پالي او له ړنګېدو يې ساتي.
کله چې څوک غواړي د بل چا په اړه خبرې وکړي او خپلې ښې بيان کړي لومړی بايد د نورو ژبو، ملتونو، دودونو، کلتور او پوهې له څرنګوالي ځان خبر کړي او دهغوی په تجربه کې خپلې ټولنيزې اړيکې او نورې بشپړې او ځواکمنې کړي.
په پښتو کې هم بايد د نورو هېوادونو د ټولنيزو اړيکو او ټولنيزو دودونو اړوند کتابونه راوژباړل شي، په دې توګه به هم د نورو هېوادونو له ټولنيزو تجربو څخه ګټه اخيستلای شو، هم به د يوې داسې نوې ټولنې بنسټ اېښوولای شو، چې د نېکمرغۍ او سعادت لپاره به يې په خپله هڅه کوو.
دا چې پښتانه دومره وروسته پاتې دي او په نړۍ يا نورو ملتونو کې دومره مطرح دي، تر ټولو عمده لامل يې دا دی، چې ټولنيزې اړيکې يې کمزورې دي، تر اوسه د پښتنو د ټولنيزو چارو کوم اړوند کتاب په انګريزۍ نه دی ژباړل شوی، چې نړۍ يې ولولي او ترې خبرشي.
په ټولنيز ژوند کې ژبه هغه وخت غوره رول او خپل بشپړ مسؤليت تر سره کولای شي، چې پوهاوی راپوهاوی پرې اسانه کيږي، همدغه راز ښه زېرمه او بنسټ ولري، که چېرې ژبه د ژباړې په برخه کې بهرنۍ ملاتړ ونه لري او ځواک ورکوونکې سرچينه يې کمزورې وي امکان لري، خلک د يو او بل د پوهونې لپاره د نورو ژبو له ادبي، فرهنګي، هنري او ټولنيزو لغتونو څخه کار واخلي، خو که چېرې يوه ژبه د خلکو ټولې ژبنۍ اړتياوې ځوابولای شي، خلکو ته هم هوسايي وربښي او د دې ترڅنګ د ټولنيز ژوند نظام هم روغ او رمټ پاتې کيږي. د د غو ټولو مثبتو ګټو د لاس ته راوړلو او منفي اغېزو د لاسه ورکولو لپاره بايد په ټولنيز ډګر کې زموږ ژباړونکي ډېر کتابونه په خپله ژبه وژباړي، چې د نورو له زېښاكه خلاص شو او زموږ د ټولنيزو اړيکو په هکله دې په بله ژبه کتاب وليکل شي، چې زموږ په اړه د نورو بې ځايه خبرې دروغ ثابتې شي او نړيوالو ته زموږ اصلي څېره معلومه شي.
په فرهنګي ډګر کې د ژباړې اړتيا:
دومره کلتوري ارزښتونه او معيارونه چې په پښتو او پښتنو کې شته، په ډېرو لږو قومونو کې به وموندل شي، په کوم قوم کې تر شريعت وروسته ناغه شته؟، په کوم قوم کې جرګه او مرکه شته؟، په کوم قوم کې د مشرانو له خوا د روغې جوړې نه ماتېدونکي څلي او نرخونه جوړ شوي؟ پښتانه بډای کلتور لري او شتمن خو به ځکه وي، چې ډېرې کلتوري مسالى يې له اسلام سره په ټکر کې نه دي.
پښتانه ځانګړي کالي، ځانګړې رزمي نڅا (اتڼ) ځانګړی دود او دستور لري، چې هر ارزښت يې د وياړ او افتخار يو ستر څپرکی دی.
موږ بايد د پښتني کلتور د دغو ټولو ځانګړنو په هکله ليکنې وکړو او دا ليکنې بيا په نورو ژبو وژباړو، چې د نورو ژبو ويونکو ته پښتانه هغه د مغرضو خلکو خبره د غرو او جنګونو خلک نه، بلکې د مينې او محبت ولس په توګه وروپېژندل شي.
په پښتو کې بايد د نورو هېوادونو په کلتور پورې اړوند کتابونه وژباړل شي، چې د هغوی له غوره تجربو څخه ګټه پورته شي او منفي اړخونو ته يې په پام سره پښتني کلتور ته بيا کتنه وشي او همدغه راز يې سمونه وشي.
په ادبي ډګر کې د ژباړې اړتيا:
د پښتو هنري نثر د لا بډاينې لپاره ژباړه يوه ستره اړتيا ده، چې د نورو ژبو غوره ناولونه، شهکارې لنډې کيسې، يونليکونه، ادبي ټوټې، شعرونه او نور توکي راوژباړل شي.
په يوه ژبه کې به هم پرته له عربي شعري فورمونو ډېر نور ځانګړي شعري جوړښتونه نه وي؛ لکه د پښتو ژبې: سروکې، لنډۍ، متلونه، نارې، کاکړۍ غاړې، بګتۍ او .... نور لري. که دا په نورو ژبو وژباړل شي، نو د پښتني ادب په پېژندنه کې به ستر کار شوی وي.
پښتو ته بايد د نورو ژبو شعرونه، نثرونه او ... راوژباړل شي، چې د هغو له ژباړلو سره نوي سبکونه، موضوعګانې او ....وپېژنو او بايد هغه شعرونه هم پښتو ته راوژباړل شي، چې د ملت جوړونه، هېوادپالنه، ملي يووالي او ورورګلولي موضوعګانې په کې وي، چې په موږ کې دغه حس نور هم پياوړی کړي او هم به زموږ د شاعرۍ تنګه موضوع پرې ارته او پراخه شي او د اروپايي شعرونو غوندې به د موضوع غنا ورپه برخه شي.
په اسلامي ډګر کې د ژباړې اړتيا:
پښتو او اسلام د زنځير دوې تړلې کړۍ دي، هغه قانونونه، چې اسلام يې لري، په پښتو کې هم شته او مني يې هم، د دې لپاره چې دغه مانيزې(معنوي) اړيکې نورې هم پياوړې شي او په خلکو کې اسلام لا غزونې وکړي، په کار ده، چې په جوماتونو کې ماشومانو ته تدريسېدونکي کتابونه په پښتو وژباړل شي، زموږ ملايان همدا اوس هم په کلو بانډو کې که قدوري، خلاصه او يا بل کوم ديني کتاب تشريح کوي، ژباړه يې په پاړسي کوي، آن په خپله ښوونکې، هم پرې نه پوهيږي، چې څه مانا لري يوازې يې په ميخانيکي ډول زده کړې وي.
که چېرې دغه اسلامي کتابونه پښتو ژباړه ولري، هم به ښوونکی پرې ښه پوه شي او هم به زده کوونکي او ډېر نور خلک ترې کټه واخيستلای شي.
که چېرې نوي اسلامي کتابونه جوماتونو ته لار ومومي له دغه ډول تدريسي، اسلامي کتابونو سره ژباړه هم مله شي، د عام ولس سترګې به هم روښانه شي، ملايانو ته به هم پوهونه او راپوهونه اسانه شي، ځکه چې زموږ ټولنه يوه اسلامي ټولنه ده او پر اسلام خبرتيا او په دې برخه کې مطالعه بايد هر اړخيزه او په پښتو وي، چې اوس ځينو ښاغلو پښتنو دغه هڅه پيل کړې او د نورو پښتنو کار ته هم په دې برخه کې ډېره اړتيا شته، چې دا برخه ځواکمنه او بډايه کړي، هم به ثواب وي او هم خرما.
په هنري ډګر کې د ژباړې اړتيا:
(( د پښتو ژبې يوه بله ډېره لويه غميزه د فلم او ډرامې نشتوالی دی، زه دا هم نشتوالی ګڼم، چې څه شته هغه زما په درد نه خوري، زما کلتور، زما دود، روايت او عنعنې نه معرفي کوي، پښتو سينما نن ورځ په داسې يوه حالت کې ده، چې سړی يې په نوم شرميږي او په دې کې هېڅ شک نشته، چې يو له هغو وسايلو څخه چې د يوې ژبې له انکشاف سره مرسته کوي، هغه فلمي صنعت دی، دا وسيله د ټولنې له روزنيزې برخې سره بې ارتباطه نه ده، خو روزنيزې اغيزې هغه وخت مطلوبې پايلې منځ ته راوړي، چې د فلم ژبه يې خلکو ته اشنا وي.))
که څه هم په کابل کې ځينې هندي فلمونه پښتو ته ژباړل شوي، خو د څومره والي له مخې لږ دي، بل دا چې ډېری يې (۲۵-۳۰) کاله پخوا ژباړل شوي او اوس نندارې ته وړاندې کيږي، له اوسني وخت، اوسمهالو غوښتنو او حالت سره سمون نه خوري، بلکې زړې کيسې کوي.
په اردو او پاړسي کې اوسني انګريزي يا د نورو ژبو فلمونه دوبله کيږي، سړی هېڅ ګومان نه کوي، چې دا دې په بله ژبه جوړ شوی فلم وي، دوی له څېرو او قوارو سره سم اوازونه ټاکي او د فلمي کرکټرونو د خولو له خوځولو سره سم متن ليکي، بيايې ژباړه لولي، همدغه راز نور اوازونه ورسره يوځای کوي، چې څوک داسې ګومان ونه کړي دا دبلې ژبې فلم دی.
په کار ده چې پښتو ته هم دا ډول فلمونه راوژباړل شي، که څه هم اوسمهال شمشاد او لمر ټلويزون ځينې فلمونه او سريالونه ژباړي يا دوبله کوي، خو د دوبلاژ او ژباړې له اصولوسره سم نه دي، خو که هروخت دا کار وشي نو ډېر تود هرکلی به يې د پښتنو له خوا وشي، لکه د (خدا ګواه) فلم پښتو دوبله، نه پوهېږم د چا له خوا شوې وه، خو د سندرو سره يې دومره ښايسته دوبله کړې وه، چې هېڅ ګومان نه کېده دا دې دبلې ژبې فلم وي، هرڅه يې په اساسي او اصولي ډول جوړ کړي وو له همدې کبله يې په بازار کې ډېر تود هر کلی وشو. دا په دې خاطر چې هر څوک غواړي تر څو بهرني شهکار فلمونه او ډرامې په خپله ژبه وويني او خوند ترې واخلي.
په پښتو خپرونو لکه: (مجلو، اخبارونو، ورځپاڼو او نورو) کې هم د ژباړې اړتيا ډېره ليدل کيږي، ځکه چې دا خپرونې په ډېرو کمو پيسو اخيستل کيږي او د هېواد هرې برخې ته په اسانۍ سره رسيږي، هغوی به وکولای شي، چې په اسانۍ سره ترې ګټه واخلي، همدې ته ورته نورې څانګې هم شته، چې بايد په هغه برخه کې هم ژباړې ترسره شي او پښتو ژبه له هرې خوا بډايه کړي، چې زموږ پښتانه ورونه د مطالعې لپاره د بلې ژبې اثر لوستلو ته اړ نه شي، نو په دې خاطر هم ژباړه ډېره اړينه ده، چې زموږ لوستونکي به خپل پاتې شي او د ژبې د بډايتوب ترڅنګ به د نورو اثرونو د پنځولو لپاره ماخذونه ترلاسه شي.

 په ټولــه کــولتوري مينه
رفيع الله ستانکزی       
كابل نوى ښار
۲۷/۸/۱۳۸۶

 اخځليكونه

۱- جهاني، عبدالباري: د پښتو په سٌراو تال كې د غربي سندرو شرنگ، نارنج خپرندويه ټولنه، كندهار: ۱۳۸۶ لمريز.

۲- جهاني، عبدالباري: د مشكو كاروان، صحاف نشراتي مؤسسه، كوټه: ۱۳۸۶ لمريز.

۳- جهاني، عبدالباري: د خيام سٌرونه د پښتو په تال كې، نارنج خپرندويه ټولنه، كندهار: ۱۳۸۶ لمريز.

۴- جانزاده، علي: فن ترجمه، انتشارات جانزاده، تهران: ۱۳۸۶ لمريز.

۵- سهار، نذير احمد: پښتو ډرامه، فلم او اوسنۍ دوبله، بهير ادبي ګورتپاڼه، ۱۳۸۶ لمريز.

۶- صفار زاده، طاهره: اصول و مباني ترجمه، ايران: اووم چاپ، ۱۳۷۶ لمريز.

۷- صالح، صالح محمد: پښتو او د ژباړې اړتيا، بېنوا فرهنگي ټولنه، كندهار: ۱۳۸۳ لمريز.

۸- صفوي، ډاكټركورش: هفت گفتار در باره ترجمه، تهران: اووم چاپ، ۱۳۷۱ لمريز.

۹- معروف، ډاكټريحى: فن ترجمه، د ايران ملي كتابتون، تهران: ۱۳۸۴ لمريز.

۱۰- نيازى، شهسوار سنگروال: د پښتو ادبياتو معاصر تاريخ، پېښور: ۱۳۷۵ لمريز.

۱۱- هاله، پوهاند حبيپ الرحمن: اساسات ترجمه، خاور خپرندويه ټولنه، پېښور: ۱۳۷۳ لمريز.

۱۲- بېلابېلې ګورتپاڼې 

پــــــــای


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com