Loy

مينه څه شی دی؟

26.07.2012 06:09

مينه څه شی دی؟

شرر ساپی
نه پوهيږم له کوم ځايه يې پيل کړم او چېرته ورته د پای ټکی کيږدم،هسې خو يې د نړۍ ډېر فيلسوفان، پوهان، شاعران، صوفيان او عالمان حيران کړي دي، هر چا دخپلې پوهې او ذاتي تجربې سره سم مينه تعرف کړې ده،څرنګه چې د ښکلا په اړه پوهان يوه خوله نه دي او کوم جامع او مانع تعريف ورته نه لري، همدارنګه مينه هم کوم جامع او مانع تعريف نه لري، د مينی واحد لا تر اوسه په لاس نه دی راغلی چې مينه پرې وتلو، د ابجدو له مخې مينه څلور توري لري، په اردو کې ورته پيار وايې چې هلته هم څلور توري لري،محبت هم څلور توري لري، په انګليسي کې هم څلور توري لري،او د نړۍ په ډيرو ژبو کې هم دغه څلور توري لري،په عربۍ ژبه کې د مينې مقابل کې (حب) دی، دغه کليمه په قران او احاديثو کې ډېره راغلې ده، خو د عشق کليمه بيا په قران او حديث کې نه ده راغلې، د مېنې او عشق ترمنځ توپير شته دی، ژبپوهان وايې چې د حب او عشق ترمنځ دومره فرق دی چې حب د شهواني غوښتنو څخه پاک دی، او عشق د شهواني غوښتنو، غوښتونکی دی، په پښتو ژبه کې مينه د حب په مانا کارول کيږي، رحمان بابا وايې :
چې مې مينه خدای په تا باندې پيدا کړه
ترکه ما په هغه ورځ خپله رضا کړه
خو معاصر شاعر پيرمحمد کاروان يې د عشق پيلامه بولې، مينه عامه او عشق خاص بولي، هغه وايې :
مينه دخدای مينه بيلې بېلې جامې واغوندې

چاته معشوقه شي، چاته مور چاته د پلار غوندې
او عشق ته خوشحال خان د کليمې په مانا ګورې وايې :
عشق که نه وای تا به ځانته رابلل څوک
په پالنګ به دې دا هسې درختل څوک
په پالنګ ختل د جنسي غريزي څخه کنايه ده،خو ولې ډير ځله زموږ په ژبه کې عشق د مينې په معنی کارول کيږي چې دا يوه مشهوره غلطي ده، وايې چې د الله او د الله د رسول عاشق دی ، ابن قيم په خپل کتاب تلبيس ابليس کې دا خبره کلکه رد کړې چې څوک الله ته او يا هم کتاب ته د عشق کليمه استعاره کړي،او دغه يوه فاحشه استعاره بولي چې ويونکي يي ګناهګار او په عربي کليماتو جاهل دی، خو صوفيان بيا دغه کليمه د ميني لپاره کاروي،چې د دغه کليمې په اړه زياتی کوي،زه نه غواړم چې د کليمې په لفظي معنی باندې خبرې وکړم،خو غواړم چې د انسان دمينې په راز يو څه ووايم. ولې يې مينه د ليونتوب تر بريده ورسيږي ؟تاسې به کله هم مين شوی ياست؟ کله مو په دې فکر کړی چې ولې مو په ژوند کې دغه يو شخص انتخاب کړی ؟ ايا انتخاب مو په خپله خوښه و که کومې نا لېدلې قوې درباندې تحميل کړ ؟ ايا د لومړی ورځ مينه مو د وروستۍ ورځې په کچه وه؟ دا هغه پوښتنې دي که موږ وتوانيږو او درست ځواب ورته ووايو نو د مينې په اړه به مو يو څه معلومات ترلاسه کړي وي، په سر کې مې يادونه وکړه چې مينی ډير پوهان حيران کړي او هڅه يې کړي چې د ماهيت په اړه يې مثبتې لاسته راوړنې ولري، د يونان فيلسوفانو به ويل چې لسم عقل انسانان پيدا کړل او دغه انسانان د اوسني انسانانو په څير نه و، ژر ژر به مړه کيدل هغوی څلور لاسونه څلور پښې څلور سترګي دوه پوزي.......... لرلي دوی راولګيدل دا يې په منځ نيم کړل، اوس چې هغه نېمه ټوکړه خپله بيله شوې ټوکړه وګوري نو بې له دينه چې فکر وکړي پرې مينږي، اراوپوهان هر څه په تشابه ور اړوي، هغوی وايې د انسان راتلونکی سرنوشت له ماشتوبه پيليږی، که له ماشوم سره چا د ماشومتابه پرمهال ډېره مينه کړي وي، هغه تصوير يې په لاشعور کې پروت وي تصوير تت دی سم نه ښکاري اوس چې هغه انسان ته ورته انسان وګوري پرې مينږي، او که هلته ورسره چا بد سلوک کړی وي هغه تصوير هم په لاشعور کې پروت وي اوس چې هغه ته ورته څوک وګوري نو بې له دې چې کوم زيان يې وراړولی وي له پامه يې بد راځی، صوفيان خو په هر څه کې الله ګوري، هندوان د روحونو د بيا بيا او د بيلو بيلو انسانانو سره د ملتيا خبره کوي، يو روح څو ځله راځي او هر ځل پخواني انسان ته ورته سره مينه او يا هم کرکه لري، اسلامي فلسفه وايې : ((ان الارواح جنود مجنده ما تعارفت منها تالفت وما تناکرت منها تنافرت )) روحونه په علم ارواح کې ډلې ډلې وو. هلته چې يې پيژندګلوي شوي وي مينه يې کړي وي دلته يې هم کوي او هلته چې يې له کوم روح نه کرکه کړي وي دلته يې ترې هم کوي، خو پوښتنه دا ده که داسې وي نو ولې مينه ډير ځل يو اړخيزه وي؟ امام غزالي په احياء علوم الدين کې ليکي چې درې لاملونه کېدلای شي مينه يوه اړخيزه کړي، د روح لوښی به چټل او ناپاک وي يعنی د دغه انسان په وجود کې به داسې بد خويونه موجود وي چې ان هغه روح به يې هم متاثر کړی وي، يا به دغه لوښی د زمانې ناخوالو داسې بدل کړی وي چې پکې به د روح پيژندګلوي ستونزمنه وي، او يا به هم کوم داسې څوک وي چې د مقابل په سر يې د وېری سيوری کړی وی، که چيرته دغه لاملونه له منځه ووځي د نړۍ يو ځواک به يې هم سره بيل نه کړي، خو پوښتنه دا ده چې ايا په لومړي ليدو او يوځل ليدو انسان مينږي که يا ؟ حميد بابا وايې:
ولې ځان پرې ډوبوې ورته ودريږې
ښکلي مخ ته يو نظر کړه څه ګذر
او نور پوهان هم وايي چې لومړی نظر انسان د اغيز لاندې راولي دا چې په لومړي ځل د کوم انسان سره وويني د هغه شکل او کړه وړه دې خوښ شي او کيدای شي چې ته ېې داسې تعبير کړي : (( زه يې له ښه خوی نه متاثره يم، زه يې د ظاهرې شکل نه متاثره يم )) او يا هم له ډېرو اړخونو څخه ترې اغيزمن کيږي اغيزمنتيا تر ډيره په عقل ولاړه ده، او همدا ده چې له يوې خوا وي.
ورپسې مينه راڅرکنديږي چې د مقابل خبرې په غور اوريدل او خوند ترې اخيستل،د ګټو په برخه کې پريوبل باوري کيدل،د اړتيا پرمهال دوه اړخيزه مرسته،د مقابل خوي خاصيت، خوښونو، د خپلو شخصي تجربو او احساساتو څرګندونه او د مقابل له ګټو نه دفاع او د مرستې پرمهال ورسره مرسته کول دي !
مينه بيا په خپل ذات کې په دوه ډوله وييشل شوې ده :د کمال مينه ، او افلاطوني مينه
د کمال مينه د يو شي د نفاست او کمال پر اساس رامنځ ته کيږی يوڅوک له قيمتي ډبرو سره مينه لري،ځکه چې ارزښت لري، يو سړی د ښه کور او ښه موټر سره مينه لري ځکه چې د ژوند اسانتياوي پکې ډېرې دي او دغه کمال انسان په دې مجبوروي چې ورسره مينه وکړي .
خو افلاطوني مينه چې مشهور فيلسوف افلاطون ته يي نسبت کيږی هغه د ګټو او مرستو له شبهي نه پاکه او خالصه مينه ده، چې نمونويي مينه يې ګڼلی شو، داسې مينه چې هيڅ ډول جنسي غوښتنې يې نه شي بدنامولی .
دريم : عشق دی هغه د مينې سربېره دوه نور مواصفات هم لري : د خپل معشوق مخ ته ډير کتل، ورسره ډيرې خبرې او ډېر پاتې کېدل او د دې ترڅنګ جنسي رغبت چې د خپل معشوق له بدن سره نيږدوالی لمس کول او خرمستي کول دي، په ټولو وختونو کې د دغې غوښتنې مخه د اخلاقي او ديني ارزښتونو پر اساس تړل شوې ده.
.د مينې او عشق ترمنځ لاندې توپيرونه موجود دي:
د هغه چاسره د مخ کيدو پرمهال چې ته پرې عاشق يې د زړه ضربان ډيريږي
خو که مينه ورسره لري نو په نيږدې کيدو يې خوشالي احساسوي.
د معشوقي سترګو ته په کتو دې اننګي سره کيږي
خو که ورسره مينه ولري او سترګو ته يې وګوري مسکی کيږئ
د هغه چا په وړاندې خپله غوټه شوې خبرې نه شې پرانستلی چې ورسره عشق ولرې ،
خو که ورسره مينه ولري بيا يې شې کولای
د هغه چا په وړاندې خجالته کيږي چې عشق ورسره ولري.
خو چې مينه ورسره ولري نو په وړاندې يې د خپل وجود اظهار کولی شئ.
هغه څوک چې عشق ورسره ولري ستا خيال ته هره دوه دقيقې وروسته راځی.
ته نه شي کولای چې نېغ په نېغه د خپل معشوق سترګو ته وګوري، خو هميشه کولای شې چې په مسکا د خپل محبوب سترګو ته وګوري .
د معشوقې سره به سم ژاړي ، خو چې مينه ورسره لرې هڅه به کوئ چې تسلي ورکړئ .
په عشق کې احساس له سترګو خو په مينه کې له زړه نه پيليږي .
که د خپلو سترګو پټولو هڅه وکړي نو عشق د اوښکو په څاڅکو بدليږي او تل تر تله د زړه په تل کې پاتي کيږی
لکه څنګه چې مو ورته اشاره وکړه ، انسان په لومړي سر کې د مقابل انسان څخه اغيزمن کيږي که دغه اغيزمنتيا ته يې پاملرنه وکړه نو په مينه بدليږي ،او که مينه يې وروزله نو احتمال لري چې په عشق بدل شي او د عشق پايله جنون او ليونتوب دی عبد الحميد بابا وايې:
لا به کله حميد مينه ليونی کا
په کاته شو ورته کسي د ځنځير کج
حميد چې لا په افلاطوني مينه کې يې خپل ويښته سپين کړي دي اوس وايې چې يوه ورځ به ليونی کيږي ،او دغه ټول پړاونه به تر شا پريږدي حميد بابا په دغه بيت کې د حسن التعليل له صنعت نه کار اخيستی دی وايې ځنځير په خپل ذات کې کوږ نه دی بلکې دا يې سترګې دي چې پر ما پسې کږې شوي او ځکه راپسې کږي شوي چې ځنځير په دې پوهيږي چې حميد مينه کوي ، او د مينې وروستۍ نتيجه ليونتوب دی او ځنځير د ليونيانو پښو او لاسو ته غورځيږي ، موخه مې دا وه چې د مينې وروستۍ پايله ليونتوب دی.
دا چې کله يو څوک له چا متاثره شي که نارينه وي نو بيا دغه تاثر نه شي پټولای او هڅه کوې چې خپل نيږدې ملګری پرې خبر کړي ، او کله چې ملګری خبر شي هغه بيا بل خبر کړي تر دې چې خبره مشهوره شي او په مينه بدله شي ، خو که چېرته متاثر شوی انسان ښځينه وي هڅه کوي چې هېر يې کړي تر ډېره يې دغه تاثر په خپل ذهن کې پټ ساتلی شي ،او د وخت په تېريدو يې د هېرې تاخت ته سپارلی شي ،خو که يې مخې ته بار بار راځي نو بيا يې هېرول ناممکن وي ،او د لږې مودې په تېريدو يې زړه طاقت نه شي کولای ، هرومرو پرې خپله ملګرې او يا هم نېغ په نيغه مخاطب خبروي ،که چېرته دغه تاثر په ځای پاتې شي او څوک پرې خبر نه شي نو مينه نه رامنځ ته کيږی او انسان د رسوايې تر بريده نه رسيږي عبد الرحمان بابا وايې :
د زړه حال دې يار ته مه وايه رحمانه
هغه يار به يار لري تا به رسوا کړي
مينه هم د زړه راز دی او د دې راز افشا کول انسان د رسوايې سره مخ کوي ،پوښتنه دا ده چې ولې په دومره انسانانو کې يو تن غوره شي ؟ ايا دغه انسان چې غوره شوي دي په رښتيا هم همدومره ښکلا او لياقت لري که د ليدونکي سترګې دې چې دغه ښکلا يې وربخښلې ده ،په دې اړه دوه نظره موجود دي يو وايي چې ښکلا په ذات کې ده او بله وايې چې په اشياو کې ده خو د پښتو ژبې نوميالی شاعر خوشال خان ښکلا نسبي ګڼی او معاصر نظر همدغه دی خوشال وايي :
په ځان او په جهان کې ما دوه څېزه دې وکښلي
په ځان کې دواړه سترګې په جهان کې واړه ښکلي
هغه وايي چې ښکلا په شيانو کې هم شته او په ذات کې هم شته نو ځکه وايي چې په جهان کې واړه ښکلي او په ځان کې دواړه سترګې ،خو نن سبا چې علومو پرمختګ وکړ نو مينې هم لابراتوار ته لاره وموندله ، په دې ورستيو کې څيړنو وښودله چې د انسان په دماغو کې له پيدايښت نه ځينی ثبت شوی مواصفات راځي چې په هر چا کې دغه مواصفات وليدل شي ، نو ادرلين انزيمونه افرازوي رنګ ژيړيږي ، لاس خوله کيږي ، د زړه ضربان زياتيږي او دغه موقتي تغيرات رامنځ ته کيږي ، همدا ده چې عبد الحميد مومند ووايې:
لا هله حميد کسکر په محبت و
فرښتو چې جوړو په ترتيب ورورو
قدرمنوا کوم شعرونه چې مې راوړي له پخوا نه مې په حافظه کې و که کوم يو يې خطا شوي وي بخښنه غواړم، او که څه هم زړه مې تش نه شو خو وخت راسره کم و او اختر هم دی بس په همدومره مې بسنه وکړه.

يادونه: د شرر ساپي د فېسبوک له اکونټ څخه مې راکاپي کړېده، ځکه چې ماته ډېره په زړه پورې ښکاره شوه او له همدې کبله مې له تاسې دوستانو سره شريکه هم کړه.

منیر ځدراڼ 17.08.2012 06:34

<br />سلامونه اونیکی هیلی د ستاسو ټول محترم همکاران ته ډیره مننه که ټولونه په زړه پوری سایت ده<br />

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com