Loy

د ټولنې يادښت او ډالۍ

02.10.2012 05:23

 

 

 بسم الله الرحمن الرحيم 

د صمیم ادبي ټولنې يادښت

     (( قرآن او تخنيك )) د هغه گلالي كتاب نوم دى، چې گران رفيع الله ستانكزى پښتو كړى. د دغه كتاب ليكوال شعبان دوغن دى، چې د اسلامي نړۍ له لويو ليكوالو څخه دى. په دغه كتاب د قرآن او تخنيك د تړاو په اړه هر اړخيز بحث شوى او دا پكې ښه په ډاگه شوې، چې قرآن او تخنيك څومره يو له بل سره نژدېوالى لري. دكتاب پر منځپانگې ځكه له ډېر بحث نه تېرېږم، چې د گرانو لوستوالو هغه تلوسه چې د كتاب په اړه يې لري، كمه نه شي او په پوره مينه او په ډېره لېوالتيا او تلوسې سره يې تر پايه پورې ولولي، خو دومره به ووايم، چې دغه كتاب ډېر گټور او په زړه پورې دى او هر چاته بويه، چې يو ځلې يې ارو مرو ولولي.

صميم ادبي ټولنه وياړ لري، چې د داسې يو غوره او په زړه پورې كتاب په خپرولو لاس پورې كوي.

گران رفيع الله ستانكزي ته د دغه ارزښتناك اثر د خپراوي مباركي وايي او په را تلونكي كې ورته د لا پرمختياوو او د ډېرې حوصلې غوښته كوي، څو پر پښتو ژبه دې ته ورته نور غوره او ارزښتناك كتابونه هم ولوروي.

په مينه او ادب

صميم ادبي ټولنه

كابل \ افغانستان

 

 

د كتاب ځانګړنې

دكتاب نوم : قرآن او تخنيک  

ليكـوال   : شعبان (دوغن)

ژباړن:      رفيع الله (ستانکزی)   

خپرندوى : صميم ادبي ټولنه

چاپ شمېر :  زرټوكه

د خپرونو لړ: ۲۳  

چاپ نېټه   : ۱۳۸۷ لېږديز _ لمريز

كمپوز او ډيزاين :  عبدالله (وردګ)

د ژباړن د ټېلېفون شمېره : 0700308908

برېښناليك :         rafiullah.stanikzai@gmail.com

 

د كتاب ټول حقوق له ليكوال سره خوندي دي

 

 

 

 

ډالۍ

د نړۍ هغو ټولو مسلمانانو ته، چې اسلام يې په کره مانا پېژندلی!

 خپلې درنې کورنۍ ته!  چې په ټوله اسلامي مينه يې روزلی يم.

 د هېواد هغو عالمانو ته، چې اسلام يې په بشپړه توګه پېژندلی او نورو ته يې په کره بڼه ورپېژني.

                                   رفيع الله ( ستانکزی )

Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com