Loy

په دې کتاب کې به تاسې څه شی و لولئ؟

02.10.2012 05:27

په دې کتاب کې به تاسې څه شی و لولئ؟

       د دې کتاب په لوستلو سره تاسې کوم ګټور معلومات ترلاسه کولای شئ؟

که چېرې تاسې وپوښتل شئ، چې آيا قرآن کريم د ريل ګاډي، الوتکو، اټم، تلويزون، برېښنا او دې ته ورته نورو څيزونو  او اختراعګانو په اړه بحث کوي؟

دا پوښتنه تاسې څنګه ځوابولای شئ؟ که ځوابولای  يې شئ؛ نو بايد توضيح يې کړئ او د دغه شان مسايلو توضيح دومره اسانه نه ده، که چېرې مو ځواب (نه) وي،  د قرآن کريم له مانا څخه لرې شوئ او قرآن کريم به مو ناسم ورپېژندلی وي او که چېرې پوښتنې ته هېڅ ځواب ورنه کړئ، نو هغو کسانو ته به، چې له قرآن کريم څخه انکار کوي؛ ښه موکه (فرصت) په لاس ورکړئ.

  د قرآن کريم د ځينو آيتونو په شرح کې وينو، چې ننني نوښتونه او اختراعګانې د قرآن کريم د لارښوونو په رڼا کې ترسره شوې دي؛  قرآن کريم  د الله (ج) کتاب دی او د ټول بشريت د لارښوونې لپاره رالېږل شوی دی او تر قيامته پورې به د ټولو بېلابېلو ټکنالوژيکي دورو او نورو ځواب ورکوونکی وي.

موږ بايد داسې فکر ونه کړو، چې دا ټول نوښتونه او اختراعګانې له قرآن کريم  سره هېڅ تړاو نه لري؛ د هر شي په اړه په وړ اندازه بحث شوی او انسانان، چې هره علمي پلټنه کوي، په قرآن کريم  کې يې پيدا کولای شي.

داسې فکر کول ناسم دي، چې قرآن کريم  يوازې يو فني او صنعتي کتاب دی؛ بلکې د هر علم په اړه يې پوره بحث کړی دی. که په هره موضوع يې په تفصيل سره بحث کړی وای؛ نو لږ تر لږه به څلوېښت يا پنځوس او يا تر دې لا هم ډېر جلدونه به يې وای.

 هغه وخت، چې قرآن کريم  نازل شو، د هغه مهال انسانانو د نننۍ ټکنالوژۍ په اړه په خپل ذهن کې داسې خاکه هم نه شوه جوړولای، که چېرې هغوی ته په څرګند ډول د برېښنا، الوتکو، تلويزون او .... په اړه بحث شوی وای، نو د هغوی په فکر کې يې سم ځای نه شو نيولای  او پايله به يې هېڅ هم نه وای او انکار به يې کړی وای، چې له قرآن کريم  څخه انکار کفر دی او همدا ډول قرآن کريم  بايد د اوسمهال د انسانانو لپاره هم لارښود وي، يانې قرآن کريم  د هغو انسانانو لپاره، چې ۱۴۰۰ کاله وړاندې يې ژوند کاوه او د هغو انسانانو لپاره، چې اوس ژوند کوي او د راتلونکو انسانانو لپاره خطاب دی، نو ځکه په کې دا ټول مهالونه په پام کې نيول شوي.

په قرآن کريم  کې داسې  اشارې او نغوتې شته، چې د وخت د انسانانو له پوهې او درک څخه لرې دي او د قرآن کريم  له اعجازونو څخه يو اعجاز همدا دی.  

  مسلمانان پخوا پر دې حقيقت پوهېدلي او د ځينو نورو دينونو پليوني (پيروان) هم له دې حقيقت څخه خبر شوي دي او ترې ګټه اخلي.

سترڅېړونکي او مشهور لامبوځن (کوسټو)، لومړنی انسان، چې پر سپوږمۍ يې پل ايښی (نيل ارمسټرانګ)، مشهور فرانسوي عالم (روجرګراډي) او ډېر نور له دې حقيقته خبر شوي او پرې پوه شوي او يو په بل پسې مسلمانان شوي دي.

قرآن کريم  له سره تر پايه يوه ستره معجزه ده، چې د دغه ستر اسماني کتاب په ځينو آيتونو کې اټوم، نېوټرون، تلويزون، برېښنا، الوتکې او نورو ورته اختراعګانو او نوښتونو ته اشاره شوې ده.

 د بېلګې په ډول په هوا کې د سلېمان (ع) پرواز کول، الوتکې ته اشاره ده، له موره  د ړانده اولاد بيا سترګورول، د بدن د غړو لېږدولو يا بدلولو ته اشاره ده، په اور کې د ابراهيم (ع) نه سوځېدل اور ضد کاليو او اور وژونکو کسانو ته اشاره ده.

  الله (ج) دغه ټولې معجزې خپلو پيغمبرانو ته ورکړي دي، خو له هغو انسانانو څخه يې، چې په هر پېر (دور) کې ژوند کوي؛ غوښتي، چې دغه معجزې ځان ته بېلګې وګرځوي او زيار وباسي، چې د دغو معجزو په رڼا کې نوي نوښتونه او اختراعګانې وکړي.

  ويل کېږي، چې د اډېسون[1]  تر مرګه وروسته د هغه له المارۍ څخه د قرآن کريم  د (نور) سورت ځينې آيتونه پيدا شوي دي؛ له دې داسې انګېرل کېږي، چې اډېسون هم د ګروپ د اختراع کولو لپاره قرآني  لارښوونو ته پناه وړې او په پايله کې يې د ګروپ پر جوړولو بريالی شوی دی.

په هغه صورت کې  د دې خبرې زبات، چې قرآن کريم  دغو ټولو نننيو اختراعګانو او نوښتونو ته اشاره کړې کولای شو، چې موږ قرآن کريم  په ښه ډول تلاوت کړو او پر مانا يې ځان پوه کړو.

 

 


[1] - اډېسون په اوهايو کې په کال ۱۸۴۷ زېږدي کې پيدا او په ۱۹۳۱ زېږدي کې مړ شوی دی، د خپل ژوند په موده کې يې تر ۱۰۰۰  ډېرې اختراعګانې کړي، چې د امريکا دولت يې هر کال د تلين پر ورځ د هغو خدمتونوله امله، چې د برېښنا په اړه يې کړي د يوې يا دوو دقيقو لپاره تياره جوړوي.

Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com