Loy

آيا قرآن کريم برېښنا ته اشاره کړې؟

02.10.2012 05:29

آيا قرآن کريم برېښنا ته اشاره کړې؟

    ورېځې د طبيعي برېښنا منځۍ (مرکز) دي، ورېځې د برېښنا پيدا کوونکې دي او قرآن کريم  برېښنا او تالندې ته په ډاګه او څرګنده نغوته (اشاره) کړې ده.

زموږ په منځ ته راتلو هر شی منځ ته راځي، له يوه لوري د مور له تيو څخه شيدې روانېږي او له بله پلوه نور اړين توکي ؛ لکه کالي.... راته برابرېږي. هرشی زموږ د لويېدو لپاره تيار شوی ، په دې نړۍ کې د يو ماشوم په توګه ژوند کوو. هره ورځ لمر زموږ لپاره راخېژي او ښکته کېږي، اوبه زموږ لپاره بهېږي، ژوي او بوټي زموږ لپاره کار کوي، ليدل کېږي، چې پاک خدای (ج) زموږ د ژوند کولو لپاره ډېر شيان زموږ تر امر لاندې راوستې دي.

   الله (ج) موږ ته روزي راکوي او يوازې په تنبلۍ باندې د نه روږتيا لپاره يې موږ ته د کار کولو امر کړی دی. پټی کولبه کوې، تخم په کې شيندې، اوبه ورکوې، پالنه يې کوې...... او نور. که چېرې دا څيزونه تيار جوړ وای، نو آيا موږ به ننني پرمختګ ته رسېدلي وای.

   انسانانو په خپل زيار سره د نړۍ نننی مدنيت جوړ کړ؛ که چېرته موږ ته هرشی لکه اوبه، برېښنا، هوا او نور موجود وای، نو آيا کولای  مو شول، چې د نړۍ ننني پرمختګ ته ورسيږو؟

پاک الله (ج) د  قرآن کريم  په نور سورت کې داسې فرمايلي دي:

اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ مَثَلُ نُورِهِ كَمِشْكَاةٍ فِيهَا مِصْبَاحٌ الْمِصْبَاحُ فِي زُجَاجَةٍ الزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّيٌّ يُوقَدُ مِن شَجَرَةٍ مُّبَارَكَةٍ زَيْتُونِةٍ لَّا شَرْقِيَّةٍ وَلَا غَرْبِيَّةٍ يَكَادُ زَيْتُهَا يُضِيءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ نُّورٌ عَلَى نُورٍ يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ مَن يَشَاءُ وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ(۳۵) 

ژباړه:  الله (ج) د آسمانونو او ځمکې نور (روښانونکی) دی، د هغه د نور مثال داسې دی، لکه يوه روڼه تاخچه کې، چې ډيوه وي، ډيوه په يوه شيشه کې وي، شيشه هم داسې لکه يو ځلېدونکی ستوری، چې (هغه ډيوه) د ښوون د کومې داسې برکتي ونې (له تېلو) بله شوې وي، چې هغه نه ختيزه وي، نه لوېديزه، نژدې وي، چې تېل يې په خپله رڼا وکړي، که څه هم اور ورته نه وي رسېدلی، (داسې چې) د رڼا له پاسه رڼا وي. چاته چې د الله (ج) خوښه شي د خپل نور خواته يې لارښوونه کوي او الله (ج) خلکو ته همداسې مثالونه بيانوي او الله (ج) په هرشي ښه پوه دی.

لکه څنګه، چې د قرآن کريم  هر آيت د ډېرو ماناوو درلودونکی وي، دا آيت هم ډېرې ماناوې لري، خو موږ يې پر نورو ماناوو خبرې نه کوو او نه هم زما استعداد د دې اجازه راکوي، چې نور ډېر څه پرې ووايم؛ خو په دې ځای کې هغه علمي ټکي ته، چې اشاره شوې؛ يو څه ځغلنده نظر کوو:

له پورتني آيت څخه ستاسې پاملرنه دې بدلونو ته را اړوم:

څراغ په ښيښه کې او ښيښه يې د ساتونکې په څېر ده، او دننه يې څراغ دی.

که اور هم ورته ونه رسېږي، رڼا کوي.

يانې داسې يو شی کېږي، چې پرته له اوره رڼا ورکوي او د يوه ستوري په څېر رڼا خپروي.

پورتني آيت شريف د نورو ماناوو ترڅنګ برېښنا ته هم اشاره کړې؛ لکه چې انسان ته يې فرمايلي دي:

    اې ! انسانانو هغه اله چې په قرآن کريم  کې يې ځانګړنې بيان شوې، جوړه کړئ او له هغې څخه ګټه واخلئ.

  انسانانو د قرآن کريم  د دې اشارې په هکله کار او څېړنه وکړه، د برېښنا جريان او هغه ګروپ يې چې برېښنا پر رڼا اړوي وموند، خو د برېښنا له موندنې څخه وړاندې هم برېښنا وه، هغه مهال تالنده او تنا هم وه او کله چې خپل لاس د پيشو پر ...  (تنا) وموښو، بيا هم برېښنا جوړېږي.

    پوهانو او عالمانو ډېر لږ د خدای (ج) اسرارو ته لاره پيدا کړې او د هغو په رڼا کې يې لږه څېړنه کړې؛ دا څېړنه او کار تر اوسه هم روان دی.

يوه پوښتنه مو د ذهن پر پرده ځان راښکاروي:

   برېښنا او ګروپ ته چې په قرآن کريم  کې اشاره شوې، هغه مسلمانانو  نه؛ بلکې کافرانو جوړ کړي، ولې؟

  ځکه چې الله (ج) د عالميانو رب دی، د تخنيک په برخه کې يې د مسلمان او کافر توپير نه دی کړی او د هغه څېړونکي ته پوهه او پايله ورکوي.

   که چېرې موږ د الله (ج) د هغو امرونو په اړه، چې په قرآن کريم  کې يې فرمايلی دي؛ که مو په دغو امرونو عمل کړی وای او له دغو ارشاداتو مو  څه زده کړي وای او د هغو په اړه مو  څېړنه کړې وای، نو ډېر نوښتونه او اختراعګانې به مو سرته رسولې وای؛ لکه څنګه چې تاسې پوهېږئ، مسلمانانو قرآن کريم  خپل ځانته د رڼا په څېر د سمې لارې د پيدا کولو لپاره ونيو، نو پرمختګ يې وکړ او د مدنيت مخکښان شول او په دې ډګر کې يې اروپايانو ته لاره ورښوولې ده.

يوه مسلمان له يوه انګريز موندونکي څخه په لندن کې وپوښتل، چې: تاسې څنګه پر دومره موندنو او اختراعګانو بريالي شوئ؟ هغه انګريز قرآن کريم  ته اشاره وکړه او ويې ويل: ستاسې کتاب لولم او په هره لاره کې يې چې اشاره کړې څېړنه کوم، چې د سترو برياوو سره مې دومره موندنې  ترسره کړې.

Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com