Loy

آيا قرآن کريم له لېږديزو (نقليه) توکو بحث کړی؟

02.10.2012 05:31

آيا قرآن کريم  له لېږديزو (نقليه) توکو بحث کړی؟ 

   الله (ج) په قرآن کريم  کې له ټولو هغو بار وړونکو بېړيو او انسان  لېږندو بېړيو او همدارنګه د نورو لېږندو وسايلو -چې  په وچه او که په اوبو کې دي يادونه کړې ده.

    په دې پوهېږو، چې لومړنۍبېړۍنوح (ع) جوړه کړې ده، آيا په هغه بېړۍ کې د اور ګاډي، الوتکې، موټر او نورو لېږندو وسايلو په اړه څه يادونه شوې وه؟

  لکه الله (ج) په قرآن کريم  کې د انعام سورت په (۵۹) آيت کې فرمايي:

وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لاَ يَعْلَمُهَا إِلاَّ هُوَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَا تَسْقُطُ مِن وَرَقَةٍ إِلاَّ يَعْلَمُهَا وَلاَ حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الأَرْضِ وَلاَ رَطْبٍ وَلاَ يَابِسٍ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ (۵۹)‏

ژباړه: له هماغه سره د غيبو ټولې چابيانې (کيليانې) دي، چې له ده پرته بل څوک نه پرې پوهيږي، په وچه او لمده کې، چې هرڅه دي ورباندې پوهيږي، داسې کومه پاڼه نه رالوېږي، چې دی پرې عالم نه وي او نه به د ځمکې په ترږميو کې څه دانه وي (چې الله ته معلومه نه وي). لامده او وچ ټول په يو روښان کتاب کې (ليکل شوي) دي.

   يانې هر څه  په قرآن کريم  کې شته، يوازې سترګو او عقل ته اړتيا لري. علم په کوښښ او زيار سره منځ ته راځي، نه په لټۍ او تنبلۍ. په لانديني آيت کې اور ګاډي، الوتکې، موټر او نورو لېږنده وسايلو ته اشاره شوې ده:

الله (ج) په قرآن کريم  کې فرمايي:

‏ وَآيَةٌ لَّهُمْ أَنَّا حَمَلْنَا ذُرِّيَّتَهُمْ فِي الْفُلْكِ الْمَشْحُونِ (۴۱) وَخَلَقْنَا لَهُم مِّن مِّثْلِهِ مَا يَرْكَبُونَ (۴۲)

ژباړه: او يوه (بله) نښانه د دوی لپاره دا چې موږ د هغوی نسل په ډکه شوې بېړۍ کې سپاره کړي و او دوی ته مو د دې په شان نور (هم) داسې شيان پيدا کړي، چې ورباندې سپريږي.

د دين عالمانو دغه آيت د نوح (ع)بېړۍ او نننيو بېړيو په اړه تفسير کړی دی. د بحث موضوع مو دا وروستی آيت دی:

يانې د نوح (ع) دبېړۍپه څېر مو تاسې ته بېړۍجوړې کړې.

د الله (ج) له وينا سره سم، له ورته بېړيو څخه مطلب څه شی دی او څه شی کېدای شي، چې تاسې په هغه کې ناست وئ؟  

آيا هغه لېږنده وسايل، چې په ځمکه او هوا کې انسانان له يوه ځايه بل ځای ته لېږدوي نه شي کېدای؟

لېږنده وسايل لکه: الوتکه، اور ګاډی، واړه يا غټ موټر .....

پوهانو پر همدغې خبرې اتکاء کړې او وايي چې : الله (ج) د بار وړونکو بېړيو او انسان  لېږندو  بېړيو او نورو لېږندو  وسايلو، چې په هوا، وچه او اوبو کې په حرکت کې دي بحث کوي. دا هم الوتکې دي، هم موټر دي، هم اور ګاډي دي او همدارنګه ورته نور لېږنده وسايل هم په همدغه ډله کې راځي. په حقيقت کې الله (ج) په پورتني آيت شريف کې په ټوليز ډول (ورته بېړۍ) يادونه کړې، چې د ټولو لېږندو وسايلو بحث کوي.

همدارنګه انسانانو د هوايي او ځمکني لېږد توکو د جوړولو لاره پيدا کړه.  د الله (ج) ازلي او ابدي يا تلپاتې قدرت هر شي ته بس دی، ځکه چې د هغه له نومونو څخه يو قادر دی او هغه د هر څه د سرته رسولو واک او وړتيا لري.

زموږ ذهن ته يوه پوښتنه سر راښکاره کوي:

انسانانو د بېلابېلو آيتونو نغوتې (اشارې) او  بېلابېل الوتونکي ليدلي، چې الوتکه يې جوړه کړې، که  چېرې هوا نه وای، نو الوتکه  به څنګه الوتله؟

نه، هېڅکله هم نه، الوتنه به يې نه شوه کولای، الله (ج) هوا او الوتونکي پيدا کړي، نو له دې نه ښکاري، چې الوتونکو ته ورته لېږنده وسايل چې په هوا کې به الوت کوي، شته دي.

وايو، چې انسانانو اور ګاډی جوړ کړی، موټر يې جوړ کړی، خو که چېرې لار نه وي، نو آيا دا ټول کار کولای شي؟ او يا د لارې جوړول هم الله (ج) ورښوولي دي؟

  طبيعي خبره ده، چې الله (ج) د يوې لارې پلان جوړ کړی، بيايې قرآن کريم  رالېږلی، موږ ته يې عقل راکړی او له  عقل څخه په ګټنه موږ کولای شو، ډېر شيان اختراع او رابرسېره کړو.

که چېرې مږه (مږې) په نظر کې ونيسو، دغه کوچنی حيوان څنګه کولای شی، چې ځمکه څيري او په ځمکه کې لارې جوړې کړي؟ انسانان بايد دغه کوچني حيوان ته نظر واچوي، خپل فکر په کار واچوي او تونل جوړول دې له هغه کوچني حيوان څخه زده کړي.

 همدا ډول لوی فکرو انسانانو دغه کوچنی حيوان نمونه ګرځولی او تر ځمکې لاندې يې تونلونه جوړ کړي دي، چې لېږنده وسايل په اسانۍ سره له يوې سيمې څخه بلې ته په لږ وخت کې تللای شي. که فکر وکړو؛ نو پوهېږو، چې موږ بايد د الله (ج) د رااستولي کتاب (قران کريم) منونکي او منندوی  اوسو.

Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com