Loy

د پرې شوي لاس بيا ورګنډل

02.10.2012 05:33

د پرې شوي لاس بيا ورګنډل 

     عبدالمحيط يې يوه موټر ته واچاوه او روغتون ته يې ورساوه، د هغه پرې شوی لاس يې هم په يوه نيلوني کڅوړه کې له ځانه سره راوړی و او په بيړه سره عمليات شو.

پوره لس نيم ساعته وروسته يې د هغه پرې شوی لاس بېرته پر خپل ځای وروګانډه. هغه ډاکټر، چې د عبدالمحيط لاس يې بېرته ورپيوند کړی و، وويل: د عبدالمحيط لاس به په (۶) شپږو مياشتو کې ښه شي او  (۶) مياشتې وروسته به له لاس نه د  پخوا په څېر ګټه اخلي.

  عبدالمحيط، چې په لومړي ځل په روغتون کې تر بې هوښۍ وروسته سترګې پرانيستلې، لومړی خپل لاس ته وکتل، ده چې خپل پرې شوی لاس پر خپل ځای وليد؛ ډېر خوښ شو او له ډېرې خوښۍ يې اوښکې وبهېدلې او وېې ويل:  څومره نېکمرغه يم، چې خپل پرې شوی لاس مې په خپلو سترګو وليد، زه ډېر خوشحاله يم او له هغو ډاکټرانو څخه، چې زه يې له بې لاسۍ څخه ژغورلی يم؛ ډېره مننه کوم.

  کله مې، چې دا خبر د ۱۹۸۱ زېږدي د نوامبر پر( ۵) په ورځپاڼه کې ولوست، نو ماته ورسره د حضرت محمد (ص) يوه معجزه را ياده شوه.  هغه معجزه نننيو خلکو ته د علمي حقيقتونو لپاره لار پرانيزي.

  د بدر په غزا کې معاذ بن عمر نومي  يوه ځوان ، د اسلام پر ستر دښمن بريد وکړ، د ابوجهل د زوی اکرمه ورته پام شو او د خپل پلار د ژغورلو لپاره يې پر معاذ بن عمر بريد وکړ او د هغه مبارک لاس يې پرې کړ، معاذ له خپل پرې شوي لاس سره حضرت محمد(ص) ته ورغی او هغه مبارک د معاذ لاس را واخيست او بېرته يې ورته په خپل ځای کېښود، د مبارکې خولې ناړې (لاړې)  يې پرې وموښلې او دعا يې ورته وکړه، د معاذ لاس روغ شو.

  د حضرت محمد (ص) له زرګونو نورو معجزو څخه يوه معجزه دا وه، چې بې ګنډلو يې د دې کار عمليات تر سره کړ.

  د حضرت محمد (ص) دا معجزه؛ نورو پوهانو او ډاکټرانو ته يوه اشاره وه، د دې معجزې په څېر کار ترسره کول ناشوني دي، خو د دې معجزې پر بنسټ ورته کار سرته رسول شوني دي.

  پرې شوې ګوتې او لاسونه په عملياتو سره بېرته ګنډل کېږي او سرېښېږي. رسول الله (ص)  د طب متخصيصينو (څانګوالو) ته دا دريڅه پرانيزي او يو پيغام ورکوي، چې زيار وباسئ او په طب کې دومره پرمختګ وکړئ، چې پرې شوی لاس بېرته وګنډئ او الله(ج)،  چې کومې اسانتياوې او پوهه درکړې، له هغې ګټنه وکړئ او د نړۍ د وګړو د اسانتيا لپاره زيار وباسئ.

Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com