Loy

مړي ژوندي کېږي

02.10.2012 05:34

مړي ژوندي کېږي 

     کله کله د تلويزون پر پرده ډاکټران راڅرګندېږي او له نورو خلکو څخه غواړي، چې خپلې سترګې نورو ته وبښئ، (زړه مو وبښئ)، (پښتورګي مو وبښئ). موږ بيا له ځان سره فکر کوو، چې دا شيان څه په کار دي؟ هغوی وايي: د مړي زړه، سترګې او پښتورګي ساتو او بيا يې نورو ناروغانو ته لګوو، دا  غړي بېرته په کار کولو پيل کوي.

 ډېر ځلې داسې شوي، چې د مړي پښتورګی اېستل شوی او بيا يې د همدې ناروغۍ ناروغ ته ورګنډلی، چې هغه انسان ورسره په کلونو کلونو ژوند کړی دی.

 که د نننۍ نړۍ د طب پرمختګ ته وګورو، نو وينو، چې د مصنوعي زړه جوړېدل هم شوني دي. وغواړو، که ونه غواړو، د دغو ټولو پرمختګونو په ليدو سره مو حضرت عيسی (ع) د ذهن په پرده را څرګندېږي، هغه عيسی (ع)، چې مړي به يې ژوندي کول.

 حضرت عيسی (ع) د يهودانو په منځ کې خپله پيغمبري اعلان کړه، د قرآن کريم  په آل عمران سورت کې راغلي، چې زه د الله (ج) له لوري تاسې ته رالېږل شوی يم هغه د خپلې پيغمبرۍ د زبات (ثبوت) لپاره بېلابېلې معجزې ښکاره کولې، چې تر ټولو ستره معجزه يې د مړي ژوندي کول و، پردې سربېره يې د ځآيي ړانده  بيا بينا کول او د خطرناکو هغو ناروغيو درملنه به يې کوله، چې په هغه وخت کې يې د درملنې شونتيا نه وه. خپل يو ملګری يې تر مړينې درې ورځې وروسته د الله (ج) په امر بيا را ژوندی کړ. د يوې بوډۍ يوه ځوان زوی ته يې چې تر لمبولو او کفانه وروسته يې قبر ته روان کړی و، له خدای (ج) نه دعا وغوښته، چې خدای (ج) د هغه (عيسی ع) په دعا ژوندی کړ. يوه بله نجلۍ يې هم تر مړينې يوه ورځ وروسته بيا ژوندۍ کړه، دا بيا ژوندي شوي کسان بې کړنو ( فعاليته) پاتې نه شول، بلکې د اولادونو خاوندان شول او ډېر کلونه يې ژوند هم وکړ، چې  وروسته له څو کلونو يې يو ځل بيا له ژوند سره مخه ښه وکړه.

 دا خو ټولو ته څرګنده ده، چې عيسی (ع) به دالله (ج) په فضل او کرم مړي ژوندي کول، کنه له الله (ج) پرته  بل هېڅوک نه شي کولای، چې انسان بيا ژوندی کړي.

يهودانو به د خپلې رخې له مخې له حضرت عيسی (ع) سره بحث کاوه او هغه به يې پېغمبر نه؛  بلکې يو جادوګر باله، په دغه معجزه کې، چې مړي يې بيا ژوندي کول،  هم عيب لټاوه او ويل به يې دا مړي نه ژوندي کوي، بلکې بې هوښه شوي خلک دي، چې بېرته په هوښ راځي.

  يوه ورځ ډېر يهودان راټول شول او عيسی (ع) ته ورغلل، له هغه څخه يې داسې يو څه وغوښتل، چې هغه يې په کولو کې پاتې راشي، هغه مبارک ته يې وويل:

اې عيسی !: سام د نوح زوی، چې سوونه کاله وړاندې مړ شوی؛ بيا را ژوندی کړه، که هغه  دې را ژوندی کړ، نو پيغمبري به دې ومنو.

حضرت عيسی (ع) خپل رب ته په زاريو شو او پاک رب (ج) يې دعا ومنله، سام د نوح زوی را ژوندی شو او په خبرو يې پيل وکړ، وېې ويل: عيسی (ع) د خدای (ج) پيغمبر دی، پر هغه ايمان راوړئ، ځينو، چې دا هر څه وليدل ايمان يې راووړ او ځينو نورو بيا د رخې له کبله ايمان را نه ووړ او عيسی (ع) يې جادوګر وباله او ډول ډول تورونه يې پرې ولګول.

 د قرآن کريم  تفسير هم، چې کله دا پېښه بيانوي، زموږ مخې ته يو حقيقت په ډاګه کوي او همدارنګه د تخنيک پوهانو ته لار پرانيزي:

لکه، چې وايي:

هغه معجزې، چې الله (ج) عيسی (ع) ته ورکړې وې، تاسې هغو معجزو ته نژدې کېدای شئ، الله (ج) هغه ته د ځايي ړانده د  بيناکولو معجزه ورکړې وه، که مړي نه شئ ژوندي کولای، نو هغه ناروغان، چې د مرګ کومې ته نږدې دي، کولای شی، چې د بل چا په غړو سره هغوی ته ژوند وروبښئ، يانې کولای شئ، چې د يوه مړي زړه راواخلئ او بل ناروغ ته يې ولګوئ، ناروغ به خپل ژوند کړي، د هر درد درمل شته، يوازې زيار وباسئ او له الله (ج) څخه يې وغواړئ.

  د حضرت عيسی (ع) په دې معجزه کې، چې مړي يې ژوندي کول، تلويزون ته هم اشاره شوې ده، آيا هغه وګړي، چې ډېر مخکې مړه شوي دي او له هغوی څخه، چې کوم فلمونه پاتې شوي، هغه  نن په تلويزون کې نه وينو؟ آيا  غږ او خبرې يې نه اورو؟ آيا پر لار تلل، کېناستل، خبرې کول او فکر کول يې نه ننداره کوو؟

 د ننني پېر (دور) پوهانو د حضرت عيسی (ع) له معجزې څخه ډېره ګټه اخيستې ده، د بدن دغړيو د پيوندولو پېښې يې رښتينې کړې او تر ډېر کوښښ او هڅو وروسته يې مصنوعي زړه هم جوړ کړ.   حضرت عيسی (ع) د هغو ناروغانو درملنه کوله، چې هغه مهال يې درملنه ناشونې وه او په اوسني پېر (دور) کې هم له هغه شان ناروغيو څخه، چې درمنله يې نه کېږي، څه موده مخکې د ډېرو ناروغيو درمنله ناشونې وه، خو اوس د ډېرو د درملنې شونتيا شته، خو اوس هم داسې ناروغۍ شته؛ لکه سرطان او اېډز، چې تر اوسه بې درملنې دي، خو کوښښونو او نويو څېړنو ښې پايلې ښوولې دي، ، په همدې نژدې وختونو کې به د اېډز او سرطان درمل هم جوړ شي، بېلګه يې په قرآن کريم کې ورکړ شوې ده، دا پروا نه کوي، چې مسلمان دی،که کافر، په هر دين او قانون، چې وي، خو، چې قرآن کريم  لارښود وګرځوي او د هغه د لارښوونې په رڼا کې او د قرآن کريم  په آيتونو کې چې ځينې اشارې شوي، څېړنه وکړي او زيار وباسي، بريالی کېږي. د قرآن کريم  د الحجر سورت په پنځم آيت کې راغلي دي:

مَّا تَسْبِقُ مِنْ أُمَّةٍ أَجَلَهَا وَمَا يَسْتَأْخِرُونَ (۵)

ژباړه: هېڅ قوم نه له خپلې نېټې مخکې (تباه) کېدای شي او نه وروسته (پاتې) کېدای شي.

يانې اجل په ټاکل شوي مهال کې رامنځ ته کېږي، ښه نو آيا د زړه مصنوعي لېږدول او لګول د دې مبارک آيت پر خلاف نه دی؟ نه بلکې خپل بنده ته د مرګ وروستۍ شېبه د اجل په ډول ليکي، هغه انسان، چې د زړه له امله مړ کېږي او يا د مصنوعي زړه له امله څومره ژوند کوي، الله (ج) تر هماغه وخته پورې د هغه اجل او ژوند ليکلی وي.

Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com