Loy

بيا څنګه ژوندي کېږو؟

02.10.2012 05:36

بيا څنګه ژوندي کېږو؟ 

    پاک څښتن تعالی په خپل کتاب قرآن کريم  کې په  تر مرګ  وروسته ژوند خبرې کړي او موږ يې په اړه خبر کړي يو. (بعث بعد الموت).

 دې خبرې ته بايد په تعجب کې پاتې نه شو، ځکه چې ميليونونه نباتات د مني په رارسېدو سره له منځه ځي، وچيږي، خو بيا د پسرلي په رارسېدو سره بېرته راژوندي کېږي. ځينې حيوانات په  ژمنيو خوبونو سره بې له خوراک او څښاکه  ټول ژمی خوب کوي. له يوه انده دوی بېرته ژوندي کېږي او همدا لړۍ ادامه لري.

هغه خدای (ج)، چې په ميليونو نباتات په مني کې مړه کوي او په ژمي کې يې بېرته راژوندي کوي او همدا ډول ځينې حيوانات په ژمني خوب ويده کوي بيايې بېرته راويښوي، هغه څښتن تعالی ته دا هم ستونزمنه نه ده، چې انسان بيا ژوندی کړي.

لکه څنګه چې يې اوه ملګري (اصحاب کهف) تر درې سوه لمريز کاله پورې په يوه غار کې ويده کړي وو او بيايې ژوندي کړل. د دې داستان ټوله کيسه په کهف سورت کې راغلې ده.

د پخواني (افسوس) او اوسني (تارسوس) ښار يو ډېر ظالم او بت پاله  پاچا و، چې نوم يې (دقيانوس) و، د عيسی (ع) دين يې منع کړی و او بت نمانځنه يې دود کړې وه؛ چا چې به د ده له امره غاړه غړوله، بېلابېلې ځورونې به يې ليدلې.

 د پخواني (افسوس) او اوسني (تارسوس) اوه ځوانانو د پاچا پر ضد مقاومت پيل کړ، ظالم واکمن هغوی ونيول او ورته  يې وويل که په دومره ورځو کې موله مخالفته لاس وانه خيست؛ نو وبه وژل شئ.

په ځينو رواياتو کې راغلي دي، چې هغوی د پاچا له بنده وتښتېدل، له هغو سره يو سپی هم و، چې (کتمير) نومېده ، دوی په يوه غار کې پټ شول.

  د دقيانوس يو مينه وال له دوی خبر شو او خپل پاچا يې خبر کړ، دقيانوس ، چې غار ته راغی؛ نو ويې ليدل، چې اوه ملګري ويده دي، هېڅ يې ورته ونه ويل، يوازې يې دا وويل، چې د غار خوله په تيږو وتړئ او يوه بله خبره يې هم ورسره مله کړه، چې دا غار بايد د دوی قبر اوسي.

  کلونه کلونه تېر شول، هغه اوه ملګري راويښ شول او هر لوري ته به يې کتل، د غار خوله ايله شوې وه، تيږې لوېدلې وې او له يو او بل نه به يې پوښتل، چې څومره وخت به ويده شوي يو؟ يوه به ځواب ورکړ  نيمه ورځ،  بل به ډېر وخت ښوده او بل به ويل، چې خدای پوهيږي. 

تږي وو  او ملګرو (ايمليحا) ته پيسې ورکړې، چې ښار ته لاړ شي او د خوراک لپاره څه شی راوړي، هغه ښار ته  لاړ، هر شی به يې چې ليده، نو حيران به شو، هر شی بدل شوی و، کوڅې، کورونه، ميدانونه او نور.. حتا د انسانانو کالي هم  بدل ول.

 له ځان سره يې وويل؛ لکه چې بل ښار ته راغلی يم، له يوه مخامخ را روان سړي، څخه يې پوښتنه وکړه. هغه ورته وويل نه همدا د افسوس ښار دی او تاسې کوم بل ښار ته نه ياست راغلي. يوې هټۍ (دوکان) ته ننووت، هټۍ وال هم حيران شو، چې دا د کوم وخت سکه درسره ده، چې اوسمهال له دوده لوېدلې او دا د درې سوو کلونو وړاندې خبره ده. هټۍ وال وپوښتل: دا څه شی ده؟ دا پيسې دې له کومه کړي؟ پرې چيغه يې کړه، چې کومه خزانه دې پيدا کړې؟

  دولتي عسکرو ته يې خبر ورکړ، عسکرو ايمليحا له ځانه سره د وخت حاکم ته وروست. ايمليحا يو ځل بيا حيران شو، دقيانوس نه و، دا پاچا يې نه پېژانده او بل څوک و، له ځانه سره يې هم دا ويل، چې دا به څوک وي؟ پاچا وپوښتل؟

  د دقيانوس د وخت پيسې دې له کومه کړې دي؟

 هېڅ بله لاره يې نه درلوده او په خبرو يې خوله پرانيسته، ايمليحا له دقيانوس څخه د تښتېدو، په غار کې د اوږده خوب او پټېدلو ټوله کيسه وکړه، پاچا په يوه شېبه کې پر ټولو شيانو پوه شو.

 او وې ويل:  ډېر د شکر ځای دی، چې له الله(ج) څخه يې د هغه پاک پر ذات ټينګ باور او عقيده درلودل غوښتي و، هغه ذات، چې انسانان له هماغه جسم او روح سره بيا راژوندي کوي، الله (ج) راته ايمليحا راواستاوه، اې خلکو! ټول په ګډه سره هغه غار ته ورځو، چې د ايمليحا ملګري پکې دي، ټول پر خپلو آسونو سواره شول او د غار مخې ته ورغلل، پاچا غار ته  نننوت او د ټول حالت په اړه يې ورته وويل، د هغوی دعاګانې يې واخيستلې، د هغوی غوښتنه يې ښار ته يووړه او يو ځل بيا هغوی په ارامه خوب ويده شول، چې بيا هېڅ چېرې هم راويښ نه شول، مړه شوي وو.

دا هغه غار دی، چې د تارسوس ښار په شا او خوا کې موقيعت لري او د اصحاب کهف يا د اوو ملګرو غار  په نامه يادېږي، د دې  اوو ملګرو قبرونه هم څنګ پر څنګ په همدې غار کې دي.

Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com