Loy

د اوسپنې ويلي کول مو له چا زده کړل؟

02.10.2012 05:39

د اوسپنې ويلي کول مو له چا زده کړل؟

  داوود (ع) د اوسپنې د ويلي كولو معجزه لرله او الله (ج) د داوود (ع) دا معجزه نورو وګړو ته بېلګه ګرځولې ده. 

که پخوا وختونو ته ځير شو اوسپنه، مس، پطرول او نور توكي د ځمکې لاندې موجود وو؛ خو انسانانو يې د کارونې وړتيا نه لرله.

  الله (ج) خپل پيغمبران د نورو بندګانو د لارښوونې لپاره را استولي دي، چې د خپلو معجزو په رڼا کې نورو ته لارښوونه وکړي او وګړي هم  همدا معجزې ځانته بېلګې وګرځوي او په اړه يې فکر وکړي، لکه، چې نوح  (ع) بېړۍ جوړول، ادريس (ع) کالي جوړول، آدم (ع) د ټولو شيانو نومونه اېښودل، سلېمان (ع) ته يې له مس څخه د ګټې اخيستلو ډولونه ور وښوول. په قرآن کريم  کې راغلي دي، چې سلېمان (ع) ته د ذوب شويو مسو سيند ورکړل شوای دی، اوس په زرګونو کلونو وروسته فکر کوو، اوسپنه وه، مس و؛ خو ويلي كول او بڼه ورکول يې نه وو زده، له دې امله يې د سفالي لوښو څخه ګټه اخيستله.

هغه وخت داوود (ع) راځي په خپلو مبارکو لاسونو کې يې اوسپنه د اوړو په څېر کړه او يوه بله بڼه يې ورکړه، په اصل کې د داود (ع) په وسيله د اوسپنې ويلي كول يوه معجزه وه؛ خو نورو خلکو ته يوه نمونه هم وه،  داوود (ع) يو عادل واکمن  و او خپل عملونه به يې داسې تر څارنې لاندې نيول، چې کله كله به يې خپله څېره هم بدلوله او د خلکو په منځ کې به يې تګ راتګ کاوه، د هغوی خبرې به يې اورېدلې، څوک به چې د ده له ادارې څخه ناخوښ ول، له هغوی څخه به يې ځان خبراوه او هغوی ته به يې قناعت ورکاوه.

يوه ورځ له يو تن سره مخ شو، چې په اصل کې دا يوه ملايکه وه او د الله (ج) په امر د انسانانو په لباس کې راغلې وه؛ خو الله (ج) داوود(ع) ته د دې په اړه هېڅ نه و ويلي، داود (ع) په ملايکې باندې د يو ښاري ګومان وکړ او له هغه څخه يې وپوښتل:

 داوود څنګه انسان دی؟

ملايکې ځواب ورکړ: ښه انسان دی؛ خو يو خراب عادت هم لري.

داوود (ع) په اندېښنه کې شو او ويې پوښتل:

هغه کوم عادت دی؟

ملايكې ځواب وركړ:

 د خپلو اولادونو او کورنۍ لګښت د دولت له خزانې څخه اخلي، د دې پر ځاى يې كه چېرې ځان ته او يا هغوى ته يو كسب ور زده كړى واى، دا به يې ډېر لوى كار كړى واى.

    داوود (ع) چې څنګه کور ته راورسېد، خپل لاسونه يې دعا ته لپه كړل او له الله (ج) څخه يې د حلالې روزۍ ګټولو غوښتنه وكړه او ويې ويل: 

اى لويه خدايه! له ماسره مرسته وکړه.

 الله (ج) خپل رسول ته پښګري (اهنګري) وروښووله او هغه ته يې يوه معجزه ورکړه، چې بې له کومې وسيلې په خپلو لاسونو اوسپنه نرمه کړي.

بالاخره داوود (ع) به اوسپنه نرموله او هغې ته به يې بله بڼه ورکوله او خرڅوله به يې او له همدې لارې به يې د خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کولې.

له مسو څخه د ګټې اخيستلو ډول سلېمان (ع) ته ورښوول شوی و او دا ټول شيان په قرآن کريم  کې راغلي دي، له دې څخه اصلي موخه يوازې د نورو انسانانو لارښوونه کول وو او دوی ته يې دا ښوول، چې که دوی وکولای شي په دې برخه کې ، نور نوي وسايل  جوړ کړي او په تخنيک کې ورڅخه ګټه واخلي.

اوس بايد موږ د اوسپنې او مسو د ذوب او ويلي کولو په قدر او ارزښت پوه شو، که چېرې دا نه وى شواى؛ نو ننني انسانان  به اوسني پرمختللي تمدن ته نه وو رسېدلي. نننۍ صنايع به نه واى؛ ځکه چې په ډېرو سامانونو کې اوسپنه او مس کارېدلي دي او کارېږي.

 دغو عالمانو هم د داود (ع) د دغې معجزې په رڼا کې موندنې کړي، له مسو او اوسپنې څخه يې بېلابېل شيان جوړ کړي دي، هغه وسايل، چې اصل يې فلز دی، په حرکت يې راوستل، وايې لوځول او په لويو_ لويو دريابونو کې يې هم په حرکت راوستل.

نننی تخنيک د الله (ج) د هغو بېلګو په پايله کې منځ ته راغلی دی، چې موږ ته يې د خپلو پيغمبرانو له لارې ښوولي دي او خام توکي يې په پنځ (طبيعت) کې پيدا کړي دي؛ يانې زېرمې يې په پنځ کې ځای پرځای کړي دي، که موږ لږ فکر وکړو، کېدای شي له ننني پرمختګ څخه نور هم پرمخ لاړ شو.

 

Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com