Loy

قرآن کريم سپوږمۍ ته پرتګ ګړېدلی

02.10.2012 05:40

قرآن کريم سپوږمۍ ته پرتګ ګړېدلی

   پر ۱۹۶۹ زېږدي کال کې امريکايان د انسانانو په لاس جوړو شويو توكو په وسيله فضا ته لاړل، ښې پايلې يې لاس ته راوړې؛ خو ډېرو انسانانو باور نه کاوه، چې څنګه انسان کولای شي، سپوږمۍ ته لاړ شي؟ آيا دا کېدای شي؟

دې خبرو به ډېر وخت ضايع كاوه، هر چا به ويل، چې سپوږمۍ نور دی او انسان سوځوي او په خپلو خبرو به يې ټينګار هم کاوه.

 په هغه وخت کې مې له يو تن سره پېژندګلوي وشوه، خبرې مو ورو – ورو تر سپوږميه، چې امريكايان ورته ختلې ول ورسېدلې، هغه وويل، چې زه پردې خبره هېڅ باور نه کوم، ما ورته وويل، چې زه يې په ټوله مانا منم او باور هم ورباندې کوم، د الله (ج) کتاب ۱۴۰۰ کاله وړاندې دې خبرې ته اشاره کړې ده، د دين يو لوی عالم په خپل تفسير کې دا خبره داسې څرګندوي.

نوموړى په دې خبرې نور هم حيران شو، هغه له يوې عالي لېسې نه فارغ شوای و؛ خو دا يې ويل، دا مې لومړی ځل دی، چې داسې خبرې اورم او خپلو خبرو ته يې دوام ورکړ:

NASA[1]  ته مې تېلېګرام واستوه او هغوی ته مې مبارکي ورکړه، په ټېلېګرام کې مې د هغوی برياليتوبونه وليکل.

-       آيا دومره ډاډه ياست؟

-       هو ډاډه يم،  قرآن کريم هرڅه روښانه كړي دي.

-       په کوم تفسير شريف کې ورسره مخ شوی يې.

-       له خپل کتابتون څخه مې يو کتاب راواخيست، يوه پاڼه مې پرانيستله او پر لوستلو مې پيل وکړ. ليکلي وو:

((تر لمر او سپوږمۍ پورې دې  پرمختګ وکړ (سپوږمۍ ته لاړې). لمر کې دې پښه کېښوده.

وګوره سپوږمۍ په خپله تياره ده (خپله رڼا له لمر نه اخلي) نه رڼا لري او نه ژوند)

(۳۵۴/ Sozler)[2] 

بيا مې هغه ته مخ وروګرځاوه او ورته مې وويل:

ستاسې پاملرنه وروستۍ جملې ته را اړوم، ويل شوي، چې (سپوږمۍ ژوند او نور نه لري). دا تفسير څلوېښت کاله دمخه ليکل شوی دی، دې ته څه وايې؟

څه به يې ويلي وای؟ حيران شواى و او داسې يې ويل، چې په خپل لاس کې څومره يوه درنه او له ارزښته ډکه خزانه لرو؛ خو له بده مرغه چې ور څخه ناخبره پاتې يو، څوک پوهېږي، چې په قرآن کريم  کې څومره نور پټ رازونه شته دي؟ خو کومې دي هغه سترګې چې ويې ويني او هغه عقل، چې درک يې کړي، د دې شيانو لرل اړين او لازمي دي؛ ترڅو د قرآن کريم  له پټو رازونو څخه ځان خبر کړو.  ډېر د شکر ځای دی، چې دې شيانو ته پخوانيو پوهانو او عالمانو نغوته کړې او ورباندې پوه شوي دي، کنه نو تر اوسه به موږ نالوستي او بې خبره پاتې وو او د هغوی برکت دی، چې اوس ورنه څه شی زده کوو.

څو ورځې وروسته له دې چې (امريکايان سپوږمۍ ته تللي ول) داسې مو واورېدل؛ لکه څنګه چې په تفسير شريف کې ليکل شوي و، کټ مټ هماغسې؛ يانې هلته نه ژوند (حيات) و، نه نور او نه هم سوځېده.

لومړنی فضانورد، چې په سپوږمۍ کې يې پل ايښی دی (نيل ارمسټرانګ) و، خپل لاسونه يې پورته کړل او د الله (ج) ډېر شکر يې وکړ، هغه پوهېده، چې انسانان په پنځ (طبيعت) کې د الهي جوړو شويو قوانينو په واسطه دلته رسېدلی شي.

نو اوس موږ مسلمانان بايد زيار وباسو، درس ووايو، قرآن کريم  په بشپړه توګه درک کړو او په راتلونکې کې  له نورو ډېرو علمي پرمختګونو او نوښتونو سره غاړه غړۍ شو او له دې پوښتنې سره مخ نه شو، چې ولې مسلمانان په لومړي ځل سپوږمۍ ته ونه ختل؟ په داسې حال کې چې دا موضوع لا دمخه په قرآن کريم  کې بيان شوې ده.

د کتاب په پيل کې مو هم وويل، چې الله (ج) د ټولو انسانانو خالق او خدای دی، (رب العلمين) دی، خپلو بنده ګانو ته يې امر کړی، چې زيار وباسئ، درس ولولئ، څېړنې وکړئ او خدای (ج) خپلو زيارکښو بندګانو ته هرومرو ثواب او پايله ورکوي.

حضرت محمد (ص) هم په خپلو ډېرو حديثونو کې خپل اُمتيان درس ويلو، زيار ايستلو او څېړنې کولو ته هڅولي دي، که مسلمانان هم يو؛ خو بې له زيار او کوښښ څخه نشو كولاى ، چې بريالي او ګټونکي شو؛ ځکه چې تنبلي او لټي خپله د الله (ج) له امر څخه سرغړونه ده.

بې ځايه به نه وي، چې ووايو، الله (ج) تل هغه چا ته برياليتوب ور په برخه کوي، چې زيار باسي او بې له زياره برياليتوب ته څوک نه شي رسېدلاى.

په قرآن کريم  کې د هر علم په اړه پوره بحث شوی؛ خو بايد له ځانه وپوښتو، چې آيا موږ دا علمونه زده کړي دي او يا مو د دغو علمونو په اړه څېړنې کړي دي؟ ستونزه همدلته ده، که موږ دا علمونه زده کړو؛ نو ټولې ستونزې به حل شي.

 


[1] - NASA (National Aeronautics and space Administration) د فضا او فضانوردۍ ملي اداره، چې په ۱۹۵۸ زېږدي کال کې د امريکا په متحده ايا لاتو کې يې بنسټ کېښوول شو او اوس هم د امريکا په واشنګټن ډي سي کې پرته ده، د ولسمشر تر ځانګړې څارنې لاندې کارونه ترسره کوي او همدارنګه د بودجې خوندي ساتل يې هم د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي.

[2] - د (Sozler) کتاب ليکوال استاد بديع الزمان نورسي دی، چې پر ۱۸۷۳ زېږدي  کال په ترکيه کې زېږېدلی او پر کال ۱۹۶۰ زېږدي کې مړ شوی دی.

Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com