Loy

د حضرت موسی (ع) امسا

02.10.2012 05:42

د حضرت موسی (ع) امسا 

    بني اسرائيل د تيه له دښتې څخه په تنګ شوي وو او کله به، چې لمر راښکاره شو دوی به ګرمۍ سوځول او دوزخ به يې ورپه ياداوه.

حضرت موسی (ع) په مصر کې ژوند کاوه او د بني اسرائيلو (د يعقوب د اسحاق زوی د اولادونو) لپاره د پيغمبر په توګه را استول شوای و.

په هغه وخت کې د مصر ټولواک فرعون و، چې د خدايي دعوه يې کړې وه او له بني اسراييلو څخه به يې د غلامانو او مزدورانو په توګه کار اخيسته.

موسی (ع) به فرعون او فرعونيانو ته د سمې لارې ښوونه کوله او هغوی به يې پر  الله (ج) ايمان راوړلو ته هڅول؛ خو فرعون نه يوازې، چې مسلمان نه شو؛ بلکې چا به چې پر خدای (ج) ايمان راوړ هغه به يې تر بېلابېلو شکنجو لاندې راوسته.

موسی (ع) د فرعون پرضد ډېرې مبارزې وکړې او په پای کې يې يهودان د هغه له ظلم څخه وژغورل.

دا د آزادۍ په لور  لومړی ګام و، موسی (ع) غوښتل، چې اسراييل بېرته خپل آر ټاټوبي (بيت المقدس) ته راستانه شي او په آزاده توګه خپل ژوند تېر کړي او د همدې لپاره يې يهودانو ته وړانديز وکړ، چې وروسته له يو څه مبارزې به تاسې دخپلو آرو ځايونو څښتنان شئ؛ خو يهودانو سرغړونه وکړه.

 او ويل يې:

 اې موسی(ع) موږ له تاسې سره نه ځو او له هېڅ چا سره جګړه هم نه کوو، همدلته آرامه يو او که ډېر د جګړې مينه وال ياست؛ نو له خپل پرودګار سره دې يو ځای جنګ وکړه.

د هغوی دغه ښکاره او څرګند انکار موسی (ع) عصباني کړ او ډېر ځورېده، چې د خپلو خلکو لپاره کار کوي، زيار باسي؛ خو هغوی يې خبره نه اوري، ځکه چې هغوی پر الله (ج) باندې پوره باور نه درلود او د موسی (ع) خبرو ته يې هېڅ غوږ نه نيوه.

حضرت موسی (ع) به ډېر زيار ويسته، چې هغوی وپوهوي؛ خو هغوی هېڅ ځان نه پوهاوه او موسی (ع) خپل لاسونه پورته کړل او ويې ويل:

    اې خدايه! زما قوم زما خبرې نه اوري، هغوی راويښ کړه، د چا لپاره، چې  نصيحت ګټه ونه کړه؛ نو هغوی ته مصيبت لازم دی، هغوی د يوه مصيبت او بلا په واسطه لارې ته راوله.

الله (ج) د موسی (ع) دعا ومنله.

تر هغې ورځې پورې هغوی د موسی (ع) خبرې نه منلې او الله (ج) په دوی باندې وچکالي  او قحطي راوستله، هغه اوبه چې پخوا به روانې وې، وروسته له هغه بندې شوې، بارانونه به ورېدل، وروسته له دې ونه ورېدل، بني اسراييل د تيه په دښته کې په تنګ شوي وو او کله به چې لمر راپورته کېده؛ نو دوی به له ګرمۍ نه سوځېدل او د تيه دښتې دوی ته دوزخ ورياداوه.

څلوېښت کاله يې په داسې ډول ژوند وکړ، وروسته له دې چې له موسی (ع) څخه يې بښنه وغوښته او ورته يې وويل: موسی (ع) موږ ته اوبه پيدا کړه،  که دې اوبه پيدا کړې ستا هره خبره منو او ته، چې هرڅه وايې له تاسره هرځای ته ځو.

حضرت موسی (ع) کلونه کلونه دې ورځې ته انتظار لاره، خپل زنګنونه يې په ځمکه ولګول او لاسونه يې د لوی څښتن دربار ته پورته کړل او ويې ويل:

اې زما لويه خدايه! د دې ورځې له راښوولو څخه ډېر شکرونه کوم، زما د خلکو د  غوښتونو په اړه ته ښه پوهېږې او ته يې هره خبره اورې، موږ اوبه نه لرو، موږ ته په خپلې مهربانۍ سره اوبه راکړه.

الله (ج) وفرمايل:

اې موسی(ع)! خپله امسا په تيږه ووهه!

وَإِذِ اسْتَسْقَى مُوسَى لِقَوْمِهِ فَقُلْنَا اضْرِب بِّعَصَاكَ الْحَجَرَ فَانفَجَرَتْ مِنْهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْناً قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍ مَّشْرَبَهُمْ كُلُواْ وَاشْرَبُواْ مِن رِّزْقِ اللَّهِ وَلاَ تَعْثَوْاْ فِي الأَرْضِ مُفْسِدِينَ (۶۰)

ژباړه: او کله چې موسی (ع) د خپل قوم لپاره اوبه وغوښتې، نو موږ وويل: په خپلې کونټۍ دې دغه ګټ ووهه! نو بيا دولس چينې ترې وخوټېدې، هرې ډلې خپل اوبه خور وپېژندو، د الله (ج) د رزق نه خورﺉ او څښۍ، خو په ځمکه کې فساديان مه ګرځئ.

موسی (ع) د ټولو خلکو په مخ کې خپله امسا په تيږه ووهله او له تيږې نه دولس سوري جوړ شول، چې له هر سوري څخه د اوبو فوارې پيل شوې. اوبه د دولسو قبيلو په منځ کې ووېشل شوې او هرې قبيلې به د خپلې برخې له اوبو نه ګټه اخيسته او ټول د اوبو له قحطۍ نه وژغورل شول.

خدای (ج) دا پېښه په قرآن کريم  کې د بقره سورت په ۶۰ آيت کې بيان کړې ده او دا آيت هم د نورو آيتونو په څېر د علم او روښنايي په لاره کې رڼا اچولې ده:

اې انسانانو! ستاسې لپاره مې تر ځمکې لاندې بې شمېره ذخيرې اېښې دي، د موسی (ع) معجزه د نمونې په څېر درواخلئ، هغه ډول ماشينونه جوړ کړئ، چې کلکې تيږې سورۍ کړي. په ځمکه کې کښته لاړ شئ، هلته پټ شيان، لکه: اوبه، اوسپنه، مس، پطرول، کروم، سرب او نور راوباسئ او له دغو توکو نه ګټه وا خلئ.

عالمانو د دغې معجزې په رڼا کې ډېر شيان جوړ کړل، هغوی د خپلو جوړو شويو وسايلو څخه کار واخيسته او د ځمکې تل ته ورکښته شول او ځمکه يې سورۍ کړه، له هغه څخه يې ګټه واخيسته.

د ژور مېچ (سونداژه[1]) په وسيله باندې يې له ځمکې څخه پطرول راووېستل، تيږې يې ماتې کړې او له هغو څخه يې کانونه را وايستل او له بېلابېلو وسايلو څخه يې ګټنه کړې، چې په قرآن کريم  کې ورته اشاره شوې ده.

په داسې حال کې چې خدای (ج) د قرآن کريم  په بېلابېلو آياتونو کې د داسې شيانو د ګټنې د ډول  په اړه او ياهم په ځينې طبيعي پېښو کې موږ  ته راښوولي دي او انسانانو تر ځمکې لاندې د دغو ټولو شيانو څخه  ګټنه نه وه کړې؛ نو آيا دا يوه لويه تېروتنه نه ده؟

 


[1] - لاتيني نومونه ده چې ژور مېچ يې ټکي پرټکي مانا کېږي خو موخه يې هغه ډاګه يا خاده ده چې په اتومات ډول له څاه تېل راباسي او شپه او ورځ چالان وي لکه زموږ په وروسته پاتې هېوادو کې چې اوبه پرې راباسي په يوه سرکې يې ډبرې تړلې وي او بل سرکې يې سلواغه يا ډولچه او په لږ زور اوبه راباسي، چې موږ او تاسې ورته په وطنۍ ژبه دار او يا څرخ وايو. 

Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com