Loy

پايله

02.10.2012 05:43

پايله

        قرآن کريم  هر ډول فن او صنعت ته اشاره کړې ده.

 هغه خدای (ج)، چې پوهېږي، په کوم وخت کې څه شی پېښېږي، خپل کتاب يې داسې را استولی دی، چې په هروخت کې د ټولو انسانانو لپاره د ګټنې وړ وي. د موندنو او نوښتونو په ترسره کېدلو سره انسانانو ته دا معلومه شوه، چې دا کتاب يو الٰهي کتاب دی او دغو موندنو او نوښتونو ته قرآن کريم  لا دمخه اشاره کړې وه.

مسلمانانو او کافرانو دا خبره منلې، چې قرآن کريم  د الله (ج) کتاب دی، د بېلګې په ډول مشهور لامبوزن او فرانسوی څېړونکی کوسټو د خپلۍ مسلمانۍ کيسه داسې بيانوي:

د مديترانې بحيرې ځانګړنې بېلې دي، لکه ګرمې، تروې او ټينګې دي او د جبل الطارق د آبنا په وسيله د اقيانوس اطلس سره يو ځای کېږي؛ خو د اقيانوس اطلس ګرمي، ټينګوالى او تريو والی بېل دی؛ يانې له يو او بل نه توپير لري، په داسې حال کې چې دا دوه بحرونه (مديترانه او اطلس) ميليونونه او زرګونه کلونه کېږي، چې يو ځای بهېږي، بايد د دوی ټولې ځانګړنې يو شان وي. دا پټه پرده د دواړو بحرونو په منځ کې خنډ وه او دا پېښه مو په نورو بحرونو کې هم وليدله.

له ځانه سره مې وويل: د ابحارو دا ځانګړنې يې ۱۴۰۰ کاله وړاندې په قرآن کريم  کې بيان کړې دي او په آيتونو کې يې داسې ښوولې ده:

 مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ (۱۹) بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا يَبْغِيَانِ (۲۰)

ژباړه : هغه دوه سيندونه (داسې) بهولي، چې سره نښتي دي، خو ترمنځ يې يوه پرده ده، چې يو پر بل نه ګډيږي.

او همدارنګه د فرقان سورت په ۵۳ آيت شريف کې داسې راغلي دي:

وَهُوَ الَّذِي مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ هَذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَهَذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَجَعَلَ بَيْنَهُمَا بَرْزَخاً وَحِجْراً مَّحْجُوراً (۵۳)

ژباړه : او دی هماغه دی، چې دوه سمندرونه يې خوشې کړي، چې دا يو ډېر خوږ – خوندور دی او دا بل مالګين – تريخ او د دواړو ترمنځ يې يوه پرده واچوله او يو بند چې منع کړی شوی دی.

مشهور فرانسوی لامبوزن او څېړونکی د دغو ټولو لاسوندونو (دليلونو) په مقابل کې داسې وايي:

((هرهغه شی، چې ننني علم پيدا کړی، هغه الله (ج) ۱۴۰۰ کاله مخکې په قرآن کريم  کې بيان کړی دی، زه هم ګواهي (شهادت) ورکوم، چې قرآن کريم  د الله (ج) کتاب دی او له دې ويلو سره مسلمان شو.

 هو! قرآن کريم  د ټولو علمونو کيلي ده، هغه معجزې، چې الله (ج) پر خپلو پيغمبرانو باندې لورولې دي، هغه ټولې د علم لارې راښيي، په موندنو او نوښتونو يې رڼا اچولې ده او له بله پلوه يې انسانان کار کولو او زيار ايستلو ته متوجه کړي دي او تر ټولو غوره لار همدا ده.

پای

 

 

Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com