Loy

د ماشوم روزنې له پلوه د کورنۍ ډولونه

15.11.2012 11:45

د ماشوم روزنې له پلوه د کورنۍ ډولونه

 رفيع الله ستانکزی

د ماشوم روزنې د اصولو او حتا ويلای شو، چې په ټوليز ډول زموږ په ټولنه کې همدا ډول کورنۍ شتون لري، ما د خپلو تجربو له مخې د کورنيو وېش کړی دی کېدای شي تولنپوهان یې بل ډول ووېشي، خو زموږ ټولنه په ځانګړې توګه د اولاد روزنې په برخه کې همداسې کورنۍ شته دي. د ماشوم روزنې له پلوه او يا هم په ټوليز ډول د کورني سيسټم کولای شو په څلورو ډولونو ووېشو.چې په هر ډول به یې په خپل وار سره لږه رڼا واچوو:

الف - تېزه او سخت ګيره کورنۍ (مستبد او سخت ګيره مور او پلار)

 ب -    آزاده کورنۍ  (بې پروا مور او پلار)

 ج -   خپه او يا هم ځورېدونکې کورنۍ    

 د  -   سالمه کورنۍ

 

الف  - تېزه او سخت ګيره کورنۍ

د دې کورنۍ ټول واک د مور او پلار په لاس کې وي او هغوی خپلې خبرې په ماشومانو يانې د کورنۍ په اولادونو ترسره کوي، دې ته نه ګوري، چې آيا ماشومان يې ورسره همغږي دي او کنه؟ آيا دا کارونه سم دي او کنه، پايلې يې څه دي؟ منطقي فکر نه کوي بلکې د خپل زور زياتي لامله خپل اولادونه اړ باسي، چې د دوی فرمايشونه پرځای کړي. موږ کولای شو، په لاندينيو کرښو کې د دې کورنۍ ځانګړنې واضح کړو، چې کومې ښې ګڼې او کومې بدګڼې لري:

۱- مور او پلار له خپلو ماشومانو سره هغه ډول رفتار يا کړنې ترسره کوي، لکه څنګه چې يې د دوی مور او پلار ورسره  کړې وی.

۲- د کورنۍ پرېکړې د مور او پلار څخه د يوه تن لخوا او ډېری وخت د پلار لخوا نيول کېږي. معمولاً پلار د کورنۍ په کړنو او عملونو او يا هم د خپلو اولادونو پر کړنو او نظرونو حاکم وي او د کورنۍ هېڅ غړی خپل نظر نه شي څرګندولی.

۳- مور او پلار داسې کړنې ترسره کوي او يا هم له دوی سره داسې برخورد کوي، چې ماشومان خپل نظرونه له ځان سره وساتي او د خپلو نظرونو د څرګندولو حق ونه لري، حتا په داسې حالتونو کې چې کېدای شي د کورنۍ د ستونزو د حل لامل هم شي، خو بيا هم د دې حق نه لري، چې خپل نظر شريک کړي.

۴- که اولادونه د خپل مور او پلار له امره سرغړونه وکړي، مور او پلار يې ناآرامه کېږي او په غضب کېږي.

ماشومان د دې جرآت نه کوي، چې له خپل مور او پلار څخه د خپلو کارونو د ترسره کولو او يا نه ترسره کولو په باره کې وپوښتي او دا حق ورته د مور او پلار لخوا نه ورکول کېږي.

۵- مور او پلار د خپلو ماشومانو کړنې تر سختې څارنې او کنټرول لاندې نیسي او د دوی د ژوندانه ټولې پرېکړې په خپله نيسي.

۶- مور او پلار د خپلو امرونو د منلو لپاره ورته دليلونه نه وړاندې کوي او له خپلو ماشومانو غواړي، چې پرته له اښتنې پوښتنې د هغوی امرونه پر ځای کړي.

 ۷- د نظم او ډسپلين د مراعتولو په برخه کې دا مور او پلار له ډېرښت (افراط) څخه کار اخلي او مور او پلار د خپلو ماشومانو د هېڅ ډول بې نظمي هم نه زغمي.

 ۸- د خپلو ماشومانو خبرې نه اوري او که خبرې يې واوري هم، خو دوی ورسره مخالفت ښکاروي.

 ۹- په داسې حال کې، چې کله خپلو ماشومانو ته نصيحتونه کوي او هغوی د يوه کار د ترسره کولو څخه منع کوي، خو ورسره د منع کېدو لپاره دلايل نه وړاندې کوي او وچ په وچه يې د نه ترسره کولو امر کوي.

 ۱۰- د خپلو ماشومانو پرېکړو ته، که هغه پرېکړې معقولې او سمې هم وي، احترام نه کوي او دوی ته د منلو وړ نه دي.

۱۱-  په دې باوري دي، چې د دوی پوهه او تجربه له خپلو ماشومانو زښته ډېر دي او له همدې امله د خپلو ماشومانو په ټولو حتا د هغوی په ځينو خاصو کارونو کې هم د مداخلې حق ځانته ورکوي.

 ۱۲- له خپلو ماشومانو سره يې کړنې صميمانه نه دي او حتا د نورو په مخ کې د خپلو ماشومانو د رټلو څخه هم درېغ نه کوي. 

۱۳- -  د ماشومانو عاطفي اړتياوې نه ارضاء کېږي.

۱۴ - کېدای شي، چې په کورنۍ کې کمزورې مور او پلار له خپلو ماشومانو سره ايتلاف وکړي

۱۵-  داسې ماشومان په آسانۍ سره د بهرنيو ډلو سره په آسانۍ يو ځاي کېږي او د هغوی له خوا جذبېږي، چې کېدای شي د ستونزو لامل هم شي.

۱۶ - ډېری داسې مور او پلار ښایي د خپل هغه غرور لامله چې لري یې خپل ماشومان تر فشار لاندې ونيسي او له هغوی څخه ډېرې هيلې او غوښتنې ولري او د همدې غوښتنو د پوره کولو لپآره هغوی باندې فشار راوړي او دا فشار کېدای شي تر ځورونې پورې هم وي.

۱۷ - د دروغ ويلو او ريا کارۍ او ځانښودنې کارونه د دې ډول کورنيو په ماشومانو کې د وېرې او رټنې لامله ډېرېږي.

۱۸ - داسې ماشومان، چې تل یې خوښې او غوښتنې تر پښو لاندې شوي او حتا د خپلو خوښو په غوښتنو کې رټل او غندل شوي هم دي او همدا ډول یې د ژوند په ټولو چارو کې بل چا پرېکړې کړي دي، نو د همدې لامله به په خپل راتلونکي ژوند کې نوښتګر نه اوسي او پڅ به وي، کېدای شي، چې په ځينو موردونو کې يې د مور او پلار له فشار هغه هم د زده کړې په برخه کې څه ناڅه ښه والی هم ترلاسه کړی وي، خو د خلاقيت مهم ځواک به يې پڅ وي.

 

۱۹ - ډار، خپګان، وسواس، نهيلي او ډېری نورې اروايي ناروغۍ به د دې ډول کورنيو له ماشومانو سره ملې وي.

۲۰ - ډېری وخت سختګيره مور او پلار ځان منطقي هم احساسوي او داسې فکر کوي، چې دوی منطقي خبرې او کړنې کوي او د خپل هر کار لپاره دليلونه لټوي، خو ماشومان يې له ډاره د دوی امرونه پر ځای کوي، نه دا چې هغوی منطقاً د دوی امرونو ته غاړه ږدي.

 

نور بيا....

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com