Loy

پلار، د کورنۍ ښوونکی

23.04.2013 19:06

 پلار، د کورنۍ ښوونکی

رفيع الله ستانکزی

پلرنی مسؤليت او د اولادونو سرپرستي يو تر ټولو ستر مسؤليت دی، چې برياليتوب یې په بلهارۍ يا قربانۍ، اخلاق او معلوماتو سره شونی دی. د حضرت محمد (ص) په وینا: والرجل راع علي اهل بيته و هو مسئول عنهم.  پلار د دې مسؤليت لري، چې په خپلې کورنۍ کې اعتماد رامنځ ته کړي او د خپلو اولادونو پالونکی اوسي، همدارنګه هغوی ته آزادي او خپلواکي ورکړي او خطرونه دې ورنه لرې کړای شي.

له هماغه وخته، کله چې د جنين په حالت کې هم وي پلار بايد د خپل اولاد روزنې لپاره تياري ولري، ځکه کله چې دنیا ته راشي؛ نو سرګردانه به نه وي او د يوه منظم پلان له مخې به د خپل اولاد روزنه کوي.

د پلار دنده او رول

پلار خپلو اولادونو ته د مناسبو معلوماتو د ورکړې او فرهنګي روزنې مسؤل دی. د ماشومانو له انده همدغه پلار یې دی، چې په هرڅه پوهېږي او د هغه/هغې هرې پوښتنې ځوابولای شي، هره پېښه چې هرچېرې کېږي خبر دی، د تېر او راتلونکي په اړه هم همدغه پلار دی چې پوهېږي، د ماشومانو له انده پلار په هرڅه پوهېږي او پلار دی، چې د خپلو ماشومانو پرمخ د معلوماتو دريڅه پرانيزي.

ښايي د پلار په اړه د ماشومانو تصور ډېر رښتينی نه وي، خو بیا هم دا رښتیا دي، چې مشران د داسې تجربو او معلوماتو لرونکي دي، چې ماشومان یې نه لري. که هغوی یې ځوابونه او يا هم دا معلومات له ماشومانو وسپموي، دوی به له دې ټولو معلوماتو محروم شي؛ نو همدا ده، چې پلار په دې برخه کې د داسې مسؤليت لرونکی دی، چې یوازې او یوازې یې پلار په ښه توګه ترسره کولای شي.

پلار له يوه لوري د کورنۍ ښوونکی، مشر، لارښود او قانون پوه دی. له بل لوري همدا پلار دی، چې ماشوم یې له برکته د فرهنګ او ادب او ډېرو نورو ښېګڼو خاوند کېږي.

دا هم تېروتنه ده، چې ووايو د ماشوم په ژوند کې فرهنګي رول يوازې ښوونځی لري، ځکه چې په کورنۍ کې د علم او اطلاعاتو اصلي ستنې پلار ږدي، چې له اولادونو سره د اطلاعاتو او دمهارتونو د ودې، د ذوق او سليقې د روزنې په برخه کې مرسته کوي. پلار ښايي ډېری هغه معلومات چې دی یې لري، خپلو اولادونو ته ولېږدوي او د ژوندانه په ډېرو مسايلو کې یې معماګانې ورحل کړي او له همدې لارې یې د راتلونکي ژوندانه لپاره اماده کړي. 

 

د ماشومانو لپاره خپل پلار ښه بېلګه کېدای شي:

ماشومان د ودې پرمهال له ډېرو خلکو څخه اغېزمنېږي، هغه ټول کسان چې په يو نه يو ډول له ماشومانو سره اړيکې لري، دوی ورنه اغېزمنېږي او هغوی یې نمونه او اتل جوړېږي. خو پلار یې تر ټولو مهمترينه او اغېزمنترينه انسان دی، چې ماشومان ورنه اغېزمنېږي او دا اغېز تر تنکۍ ځوانۍ او حتا تر ځوانۍ پورې هم رسېږي.

د پلار کړنې او ناسته پاسته د ماشومانو لپاره هرڅه دي او له خپل پلار څخه دا ټول کړه وړه زده کوي او بیا یې په خپله تمثيلوي. درس، اخلاق، روزنه، جوړول او ورانول، مينه، مهرباني، وفا، خلوص او پاک نيتي، زړورتیا، ادب او تواضع، د نفس پاکوالی، اخلاقي کړنې او خويونه، رښتينولي او ... ټول له خپل پلار نه زده کوي او کسبوي.

ډېری روانپوهان وايي، چې د ماشومانو کړنې د خپلو پلرونو د کړنو انعکاس دی او وايي: ته دې اول خپل ماشوم ماته راوښيه، چې بیا ستا په اړه پرېکړه وکړم، چې ته څوک او څه ډول انسان يې. د پلار د استدلال ډول، له وسايلو او نورو توکو کارول، کينه کښ او ځان خوښي اوسېدل، دا ټول په ماشومانو کې راښکاره کېږي او ورنه اغېزمن کېږي.

 بايد ده، چې پلرونه د خپلو شخصي کړنو په برخه کې هم پام وکړي، ځکه چې ماشومان یې ورنه نېغ په نېغه اغېزمنېږي او همدوی یې مسؤليت هم لري، د خپلو کړنو او اندونو سره ماشومانو ته لار ورښيي او هرې لارې ته یې چې پلار وهڅوي، هماغه خوښوي.

 

د پلار د اغېزمنتيا شرايط

له پلاره د ماشومانو اغېزمنتيا په دې شرط کېږي، چې پلار د خپلو اولادونو ترڅنګ واوسي، همدم او ورسره ملګری اوسي، هغوی سره مینه وکړي، د ماشومانو له انده عادل واوسي، په خپلو کړنو کې هېڅ ډول رخه، تبعیض او تعصب ونه لري. پلار بايد د خپلو اولادونو په پام کې داسې راشي، چې همدی یې ټولې ستونزې اواروي او د هر ډول ستونزې، ربړې او اړتيا پرمهال بايد پلار ته مراجعه وشي او له همدې ځايه ده، چې ماشوم له خپل پلار سره مينه پيدا کوي.

په همدغسې شرايطو کې ماشوم خپل پلار ځانته نمونه ټاکي او زيار باسي، چې ټولې کړنې یې د پلار سره يو ډول وي. په بل ډول ښايي د پلار په فشار او سختۍ یې اولاد له هغه زده کړه وکړي او هغه ځانته نمونه وټاکي، خو دا ډول نمونه هېڅ تلپاتې نه وي. ماشوم جبراً د پلار لار او کړنې تکراروي، خو په زړه کې هېڅ مینه ورسره نه لري او هېڅ وخت به ونه غواړي، چې د پلار په څېر واوسي، يانې خپلې کړنې او حرکتونه د خپل پلار په څېر کړي، ښکاره خبره ده، چې په زور سره هر ډول کړنې او زیار چې واېستل شي، هېڅ ځای به ونه نيسي.

 

د نمونې له لارې د ماشوم روزنه

پلرونه که غواړي، چې خپل اولادونه وروزي او هغوی یوې خاصې لارې ته وهڅوي، لومړی بايد دوی د هغوی نمونه واوسي او په خپل ځان کې ټول هغه عادتونه او کړنې را پيدا کړي، چې دوی یې غواړي په خپلو اولادونو کې یې وويني. هغه پلرونه، چې د وينا او عمل ترمنځ يې توپير دی او هغه پلرونه، چې د خپلو اولادونو سره د پاتې کېدلو لپاره وخت نه لري، هېڅکله نه شي کولای چې د خپلو اولادونو لپاره ښه نمونه وګرځي.

 

یوه روزنیزه لار

پلار کولای شي چې ماشوم د ژوند له هرې تجربې سره بلد کړي، هغه بايد ماشوم له ځان سره سفر ته بوځي، ځکه چې په سفر کې ورته ډېر معلومات ورکولای شي او ډېر شیان ورزده کولای شي؛ نو د همدې لپاره تاسې ټولو پلرونو ته سپارښتنه کوو، چې د خپلو اولادونو سره سفرونه تنظیم کړﺉ او ورسره چکر ووهﺉ او په خپله د همدې سفر سرلاري اوسﺉ، موږ چې په افغانستان کې د تفريح لپاره دومره ځایونه نه لرو او که یې لرو ډېرې ننګونې لري، کولای شو، د خپلوانو کره ولاړ شو او خپل اولادونه له ځانه سره بوځو، په لاره کې ورته د موقع سره سم معلومات ورکړو او ماشومان به هم له دې لارې ډېر شیان غیرمستقيم زده کړي.

له هرڅه سره چې په لاره کې مخ کېږﺉ، خپلو اولادونو  ته یې په اړه وواياست، تاريخ یې ورته وواياست، ګټې او زیانونه یې ورسره شريک کړﺉ، کوم ټکي چې کولای شي هغه ورنه د عبرت درس واخلي هغه ورته ووایاست، ځکه چې ښايي دا موکه درته بیا په لاس درنشي او که درشي هغه به ناوخته شوی وي، یانې اولادونه به مو د بلوغ مرحلې ته رسېدلې وي.

تاسې کولای شﺉ، چې په همدې سفرونو کې خپلو ماشومانو ته ډېرې ښکلې منظرې او ګټور ځايونه او شیان وروښيﺉ، اول خو به هغه له دې لارې غمونو ته شا کړي او بل به مو له خپلو ماشومانو سره رغوونکې اړيکه جوړه کړې وي.

له همدې امله زیار وباسﺉ، چې د خپلو ماشومانو سره سالمې او طبعي اړيکې ولرﺉ، د لارې په اوږدو کې په هغه لږ نقد کوﺉ، د هغوی د نیمګړتياو سمونه په نامستقيمه، اغېزمنه او مهربانه توګه وکړﺉ.

ستاسې صبر او زغم د ماشومانو سره د ملتيا په پار ډېر کارنده ده، بايد صبر او زغم دواړه ولرﺉ، بايد داسې ورسره چلند وکړﺉ، چې تل درسره مل اوسي، په ځانګړې توګه د ماشومتوب پر مهال، ځکه هغه وخت هرڅه شونې وي، خو بیا وروسته لږ څه ناشونې کېږي.

 

د جدايي زيانونه

پلار بايد له خپلو اولادونو سره د اړيکو په رامنځ ته کولو سره د مينې او محبت لپاره لار برابره کړي، دا اړيکې له بېلابېلو لارو برابرېږي؛ لکه: د ځينو موضوعګانو په اړه د کورنۍ مشورتي غونډه برابرول او ماشوم ته ځانګړی اهميت ورکول او نظر یې غوښتل، همدارنګه ماشوم ته بايد په پرېکړو کې وخت ورکړل شي او له هغوی نه مشوره واخیستل شي، دغه ډول نږدېوالی کولای شي، چې د ماشومانو مينه له پلار سره نوره هم ډېره کړي او ځان ورسره ډېر نږدې احساس کړي. له دې لارې به مو دوه ګټې کړې وي، يو خو به ماشوم له پلار سره نږدې شوی وي او له بلې لارې به مو ماشوم ته ځاني ډاډ ورپه برخه کړي او دا احساس یې راتلونکي لپاره ښه زړور او ډاډمن روزي.

د پلار بې پروايي به ماشومان اړ باسي، چې له پلاره لرې شي او د ټولنې نورو وګړو ته پام وکړي، له هغوی سره خواخوږي وکړي او په تدريجي ډول له پلار سره اړيکې وشکوي او نورو ته نږدې شي، داسې ماشومان ډېری وخت ښوونکو او يا نورو اغېزمنو کسانو سره اړيکې نیسي او ځان ورنږدې کوي. ښايي دا کار په ځینو برخو کې د ماشومانو لپاره ګټور وي، خو باید له ګواښونو او نورو جانبي ستونزو نه یې هم بايد انکار ونه کړو.

 د پلار او ماشومانو ترمنځ د اړيکو درز او په بدل کې یې له نورو کسانو سره مينه او خبرې اترې ښايي ځينې وخت د ماشومانو د رسوايۍ او خرابۍ لامل شي او ښايي همدا رسوايي او خرابي د ماشومانو له لارې کورنۍ ته مخه وکړي.

 

له ماشوم سره د پلار وخت تېرول

ستاسې ماشومان ستاسې وخت ته اړتيا لري، چې تاسې ورسره وخت تېر کړﺉ او ورسره واوسېږﺉ، ترڅو ستاسې له شتون او ستاسې له مينې ګټه واخلي او خپله پلرنۍ مینه درباندې ماته کړي، د ژوند کولو لارې چارې درنه زده کړي، که هرڅومره په خپلو ورځنيو چارو کې بوخت یاست، خو بیا هم باید تاسې په شپه او ورځ کې لږ تر لږه يو یا نیم ساعت له خپلو ماشومانو سره واوسﺉ، له هغوی سره خبرې وکړﺉ، له هغوی سره وخاندﺉ او هغوی سره بوخت واوسﺉ. له بده مرغه زموږ په ټولنه کې خو په کلونو کلونو پلرونه د ماشونو څخه لرې وي او حتا له سفره چې راستون شي، نو یو بل سره نه پېژني، ځکه پنځه شپږ کاله ورنه لرې وي او ماشوم یې پرېښی وي چې راشي زلمي وي، دا ډول محروميتونه ماشومان ناسم روزي او دا محروميت به یې د راتلونکي ژوند په هره برخه کې ښکاره او اغېزمن وي.

له ماشوم سره د وخت تېرولو سره به وکولای شﺉ، چې د خپلو ماشومانو په کړنو او اخلاقو پوه شﺉ، د دغو کړنو له ريښو او لامله به خبر شﺉ، که ناسمې کړنې لري؛ نو حل لارې یې ولټوﺉ او له همدې لارې یې د ژوند په هره برخه کې سمونې وکړﺉ.

ماشوم به په راتلونکي کې له هغه چا سره زړه وتړي، چې ورسره مينه لري او په مهربانۍ ورسره مخ کېږي او د هماغه انسان خبرې به هم مني، چې ډېر ورته نږدې وي او تاسې کولای شﺉ په دې وخت تېرولو سره د هغوی اړيکې له ځان او د کورنۍ له غړو سره ټينګې کړﺉ.

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com