Loy

د بېګنۍ مناظرې؟ لنډ جاج

06.02.2014 06:50

د بېګنۍ مناظرې؟ لنډ جاج

د خپل هېواد تېر ته چې ګورم، دا هم ښه بولم، ځکه چې لومړی ځل واک د رايو له لارې لېږدول کېږي او د يو بل پرضد د مرميو د ويشتلو برخلاف تبصرې کوي. زه چې څومره د مناظرې په اړه پوهه لرم، مناظره کې بحث او د يوه او بل پروګرام ننګول دي او ورسره د خپل پروګرام او طرحې څخه ننګه کول دي، خو د طلوع تلویزون په بېګانۍ مناظره کې دا هیڅ یو هم نه و او د استاد داود جنبش په وینا يوې ګروپي مرکې ته ورته و، چې هر یو به خپل ځواب وایه او د بل په پروګرام به یې هیڅ نقد نه کاوه. زما تمه له دې مناظرې دا وه، چې دوی به په رښتیا مناظره کوي او د طلوع مسؤلين به دوی په رښتیا هم مناظرې ته رابللې وي، خو چې ومې لیدل یوازې همدا ګروپي مرکې وې او بس. دا ځل یې کوښښ کړی و، چې ځان روڼ وښيي او د خبرو د ټاکلو لپاره یې قرعه واچوله، چې پيل یې قيوم کرزي وکړ. له دې به راتېر شم، چې مناظره څنګه وي او ولې دوی داسې ونه کړل، اصلي خبرو ته به راشم، په ټولیز ډول د پنځو نوماندانو وضعیت ته په کتو سره يو څو کرښې ليکم:

1- د ژبو انډول – يوه کانديد هم د دواړو ژبو انډول برابر نه و ساتلی

2-  جرات - رحيم وردګ په کې سخت تر تاثير لاندې و او هیڅ د ولسمشرۍ کاندید ته نه ورته کېده، هغه د چا خبره باډي لنګويچ یې هم بېخي خراب وه. قيوم کرزی هم تر تاثير لاندې و او عبدالله خو هم ایت ناسم تلاوت کړ او بیا ورته چا پيغام ورساوه چې بېرته یې سم ووایه، خو شکر چې سم یې کړ. زلمی رسول هم ښه و او ډاکټر اشرف غني احمدزي ډاډه او ارامه غږېده، که څه هم له خپل باډي لنګویچ څخه معمولاً ډېره ګټنه کوي، خو په ټولو کې یې د کلماتو او جملاتو ارایه ښه او ډاډه وه.

2- دقت او په موضوع پاتې کېدل - ټولو خیالي او عمومي خبرې کولې، ډاکټر صاحب اشرف غني کوښښ کاوه، چې عملي پلان او طرحه وړاندې کوي، خو نه پوهېږم د وخت د کمښت لامله یې ونه شو کړای چې ټول واضح کړي. تر نورو ځکه غوره و، چې د هرې پوښتنې په ځواب کې به یې کوښښ کاوه، چې د ستونزې حل لار ووايي.

3- وخت – رحيم وردګ، قیوم کرزي او زلمي رسول په ډېرو برخو کې کلمه اوږده تلفظ کوله، چې وخت پرې ونیسي، ښايي تر تاثیر لاندې راغلي ول او يا يې هم د ويلو لپاره څه نه لرل، تر وخت مخکې به یې خبرې ختمې شوې، عبدالله عبدالله هم ښه وه، که څه هم دوه ځلې یې تروخت مخکې خبرې ختمې شوې خو بیا هم تر نورو دریو ښه و، ډاکټر اشرف غني احمدزي هڅه کوله، عمومي خبرې ونه کړي او وخت ته په کتو سره خپله لنډه عملي طرحه وړاندې کړي، چې تر ډېره حده بريالی هم و.

4- ډېرو بلکې ټولو دا ویلې چې زما په فکر دغسې به وي او دا کار به موږ ښه کړو، یانې موږ به سوله راولو، موږ به د ښځو حقوق خوندي کړو، موږ به فساد ورک کړو، خو پرته له ډاکټرصاحب غني نه یوه هم ونه ویلې چې څنګه؟ او څه ډول؟

5- رحيم وردګ او قیوم کرزی خو همدا اوس ناک اوټ درواخلﺉ، ځکه چې د دې وړتیا یې نه لرله، چې له ډاکټر اشرف غني او عبدالله، حتا زلمي رسول سره دې مناظرې ته حاضر شي، دوی هسې ځآیونه ډکول او خپل نوبت یې تېراوه. زلمی رسول په دريمه کته ګورۍ کې ځای درلود، تر ده عبدالله ښه و، ځکه چې که نور څه پلان خو دواړو نه لاره ولې د ژبې فصاحت یې تر زلمي رسوله ډېر ښه و. ډاکټر اشرف غني احمدزي که څه هم له پښتو په دري ډېر فصيح غږېده، خو فصاحت، بلاغت او ډاډمنتیا یې تر نورو ښه وه.

له دې ګروپي مرې داسې ښکارېدل چې تر دغو پنځو اشرف غني غوره دی او راتلونکي ته مناسبې او عملي طرحې لري، خو هیله ده راتلونکو مناظرو او ګروپي مرکو کې ښکاره شي.

تر مناظرې وروسته د دوی ویندویان سره ناست ول او د دوی له سمو او ناسمو خبرو یې ننګه کوله، په هغې مرکه کې بیا د قيوم کرزي ویاند تر نورو ښه غږېده او ورپسې د ډاکټر عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي، زلمي رسول ويندویان په مراتب سره يو تر بل ښه ول، خو د رحيم وردګ وياند د نوموړي په څیر هیڅ خبرې نه شوای کولای، نه یې د خپل مشر خبرې سمې واضح کړې او نه یې په خپله په کې څه مالګه ور اضافه کړای شوه، د خپل کانديد پسې دی هم ناک اوټ شو.

قدرمن پتمن صاحب د خپل شعار پرځای د قیوم کرزي شعار تکرار کړل، د دوی شعار تحول او تداوم دی، خو ده تداوم او تحول وويلې، چې ښه خبره نه ده، پتمن صاحب ډېر ښه انسان دی، خو ویندویۍ ته جوړ نه دی، باید د ډاکټر صاحب اشرف غني ټيم پرې کار وکړي.

سپارښتنې: که چېرې طلوع او نور ټلويزونونه داسې مناظرې ترسره کوي، ښه خبره داده، چې مناظرې ته ورته وي او نوماندان په کې دوه یا درې وي، چې دوی وکولای شي، د یو او بل پروګرامونه وننګوي او په پایله کې ليدونکو او ولس ته خبرې واضحې شي.

کوښښ دې وشي، چې کانديدان دې په دوه کته ګوریو ووېشل شي، نه دا چې رحيم وردګ دې له ډاکټر صاحب اشرف غني سره ودروي، ځکه سور کفر دی او په رحيم وردګ مې زړه بدېده، چې له دوی سره ولاړ دی، خو د مجيد قرار خبره، آن ډاکټر عبدالله هم تکړه دی، چې د نړۍ له مفکر او د نړیوالو پوهنتونونو استاد سره څنګ په څنګ د مناظرې لپاره ولاړ دی. خو که غواړﺉ چې په زړه پورې مناظره ولرﺉ، کانديدان سره په کته ګوريو وویشﺉ او د هماغې کته ګورﺉ خلک له یو او بل سره کېنوﺉ، ترڅو نورو ته په زړه پورې شي.

په درنښت

رفيع الله ستانکزی

لالا بټنوال 05.03.2014 00:06

مسعود ، حبیب وردګ صیب ! د وردګ صیب جهاد او اردو جوړلو کې څوک ایراد نلری خو مونږ ولسمشر خوښوو چې وطن کې سوله او پرمختګ راولي یعنې د اردو جوړولو څخه مخکې باید وطن جوړ کړو چې د دې هدف لپاره وړ شخص داکتر اشرف غني دی او بس

جمال الدين 22.02.2014 18:41

مننه کوم
زه فکرکوم چي ترټولوغوره اوښه تگلاره چي افغانانوته دمنلووړده دښاغلي قطب الدين هلال صاحب ده.
داپه يادولرئ چي که ټاکني شفافي وې نوزه باورلرم چي ان شاءالله تعالی دی به يې گټي.
ځکه غربپالو،کمونيستانوټولوامتحان ورکړی اوپکي ناکام شوي دي.
دايوازينی کانديددی چي په هکله يې خوشبيني کېدای شي.

مسعود٠حبيب٠وردګ 18.02.2014 10:39

ګرانه رفیع الله خانه ستر جنرال عبدالرحیم وردګ هغه څوک دی چې ملي اوردو یې د صفر نه جوړه کړه اوس که هرڅوک دا خبرې کوي کېدای شي چې چې د معلو ماتو کچه یې ډېره ټيټه وي محترم ستر جرال عبدالر حيم وردګ يو پياوړی او وظيفه شناس جنرال دی په ټوله امريکا کې د نوموړي په شان دوه نور جنرالان وجود لري د نورو معلوماتو لپاره جنرال صاحب ويب سایت ته مراجعه وکړی مننه

MA 16.02.2014 13:23

I heard that Rahim Wordak's son escaped the country and stole money he received as contractor to build a project.If Mr. Wordak becomes the president there will be more corruption.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com