Loy

غزل

04.11.2007 10:29

                غزل

 

ژوند مې شه جنون مې شه جانان مې شه

درد مې شه سکون مې شه درمان مې شه

بې له ذات چې څوک مو هډو بېل نه کړي

زه به دې وجود شمه ته ځان مې شه

زړه چې مې وي تل ستا ديادونو کور

هيله مې اميد مې شه آرمان مې شه

تاته چې له خلکو پناه راوړمه

دغې لېونتوب ته بيابان مې شه

تاته چې له غمه ډک زړه تش کړمه

داسې يو دستورو ډک آسمان مې شه

دواړه به يو ځاى چې ځو دژوند په لور

زه به دکاروان شم ته څاروان مې شه

خور چې مې پر سر وي دحيا سالو

ښکلى له پښتو نه جوړ جهان مې شه

تن چې د( پکتين ) پکې دمه شي لږ

ستړې يم ستومانه سايه بان مې شه

 

                فرزانه  ( پکتين ) 

Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com