Loy

ژوبل ځیګر

05.11.2007 08:55

دغماز په لمسون بیل رانه دلبر شو

زړه زما زخمي زخمي پر هر پر هر شو

د فراق په تورو شپو کې مې ژوندون دی

د بیلتون د لاسه ژوبل مې ځیګر شو

لکه شمع هسې توی شومه تیارو کې

د رڼا په امید ختم مې نظر شو

ددنیا ښکلي مخونه رانه هېر شول

په نظر چې مې دا ستا ښکلی بشر شو

چې وصال یی راښکاره د سپین جمال کړو

د ښایست صفت یې خور په لرو بر شو

لکه پاڼه د خزانه په رپيدو شوم

چې محفل کې د اغیار راته نظر شو

ای سمسوره!! چې زیبا د یو نظر وه

هغه ښکلی د بل چا د زړګي سر شو

سمسور حبيبي

Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com