Loy

اداره او منجمنټ

06.11.2007 09:09

اداره Management

 

انسانان تل په د خپلو ورځنيو کړنو بوخت وي او د دغو مهمو کړنو څخه يو هم اداره ده، وروسته له ډېرې مودې انسانانو وکولای شول، چې د خپلو موخو د ښو سرته رسولو لپاره په ډله ييزه او ګروپي توګه کار وکړي، تر څو وکولای د خپلو کارونو ښې پايلې لاس ته راوړي او د دغو ښو پايلو د لاس ته راوړلو لپاره بايد يوه منظمه اداره ولرو، د ادارې په اړه د شلمې پيړۍ څخه بېلابېل نظرونه وړاندې کول پيل شول

دانسانانو دمهمو فعالیتونو څخه یوه هم اداره ده ، په لومړیو وختونو کې کله چې انسانانو نه شول کولای چې په یواځې ځان خپلوموخو ته ورسیږي او دژوند اړتیا رفع کړي . نو دوی دیته اړین شول چې په ګروپي شکل کار وکړي او خپل اهداف لاس ته راوړي .

څرنګه چې دټولنې مقصد په ګروپي شکل دانسانانو ژوند دی او پخپله د ډیرو ګروپونو مجموعي شکل دی ، نو ددغې ګروپونو د هم غږیتوب لپاره داداره چې رول ډیر مهم بریښي.نو ویلای شو چې اداره د انسانانو په ژوند کې ډیره اړینه ده ترڅو خپلو اهدافو ته ورسیږو .

کولای شو اداره داسې تعريف کړو:

   ټاکل شويو موخو ته د رسېدو لپاره د يو منظم پلان درلودل عبارت د ادارې او منجمنټ څخه دی.

د ادارې دطرح په هکله نظریات د شلمې پیړۍ د پیل په کلنوکې رامینځ ته شول دا هغه وخت وو کله چې ویر(Max Weber) د بورو کراسۍ نظریه وړاندې کړه . همدارنګه ټیلور (Fredrick W.Taylor)  او فایول (Henri Fayal) د علمي او اداري مدیریت اصول او قوانین بیان کړه .

دهمدې وخت څخه راپدیخوا د ادارې په هکله مختلفې نظریې او تیورۍ رامینځ ته شوې.

د شلمې پیړۍ دپیل د کلنو راهیسې د نړۍ په بیلا بیلو اړخونوکې زیات پرمختګونه رامینځ ته شول چې پدې ټولو پرمختګونو کې دادارې  اغیز ډير څرګند بریښي.

هر شخص ،سازمان او موسیسه ځانته یو ځانګړی هدف لري او غواړي چې په کمو وسایلو لږ وخت او په کم مالي لګښت خپلو اهدافو ته ورسیږي دغو اهدافو ته درسیدو لپاره یوې قوي ادارې ته ضرورت دی ترڅو دوی وکولای شي یوه داسې لارغوره کړي چې دپورتنیو غوښتنو سره سم خپلو اهدافو ته ورسیږي

دادارې (Management) په هکله په بیلا بیلو وختونو کې بیلا بیلو وګړو بیل بیل تعریفونه کړي ، خو که دې ټولو تعریفونو ته ځیر شو نو ددوی ترمینځ دومره زیات توپیر نه لیدل کیږي .

Management او Manage چې لومړی شکل یې نوم او دوهم شکل یې فعل دی (اداره او اداره کول) او په لاندې ډول یی تعریفونه راوړو:

Ø  Management یا اداره دهغې عبارت دی چې دانساني ځواک د ښوونې تنظیم او دموادو د ښې استفادې په خا‎طر ځانګړو اهدافو ته درسیدلو د پاره اجرا کیږي.

Ø  Management یا اداره د نورو اشخاصو سره او یا دهغوی په واسطه په اغیزمنه توګه د فعالیتونو داجرا جریان ته اداره وایي .

Ø  د چارو کنټرول ، نظم او دسپلین اود کار د اغیزمنتوب لپاره دځانګړو کړنلارو په کار اچولو ته اداره وایي .

Ø  اداره د یوه سازمان یا یوې موسیسې د پلان جوړونې تشکیل ، ترتیب او تنظیم ارزونه او کنټرول څخه عبارت دی دغه تعریف د فکر او عمل برخه لري چې فکر دعمل او هدف دلاسته راوړلو لپاره عملي کیږي .

خو دغه لاندې تعریف دډیرو وګړو له خوا دمنلو وړ ګرځیدلی :

Ø  اداره Management  د یو داسې محیط رامینځ ته کول دي چې په هغې کې بیلا بیل وګړي  یو ځانګړي هدف د لاسته راوړلو لپاره یو ځای کاروکړي .

په یوه سازمان یاموسیسه کې ډير وګړي کار کوي چې ددوې ټولو ترمینځ به په کلتور،عمر، پوهې ، شخصي خویونو ، د ژوند حالاتو او فیزیولوژیکي جوړښت له مخې حتما توپیروموجود وي چې ددغو پورتنیو عناصرو تو پیر په یوه ادار کې د اختلافاتو او ګډوډۍ د رامینځ ته کیدو سبب ګرځي .

یو اداره چې دا دنده لري چې دسازمان او موسیسې (Organization)دوګړو ترمینځ یو داسې محیط او ماحول رامینځ ته کړي تر څو د پورتنیو عناصرو اختلاف د ګډوډۍ سبب نه شي او ټول په یوه هم غږیتوب سره دسازمان داهدافو د لاسته راوړلو لپاره په ګډه کار وکړي .

 

اداره پوهه ده که هنر

پدې اړوند ډیرې نظریې موجود دي څوک یې د پوهې په کتار کې راولي اوڅوک یی د هنر په کتار کې .

خو اداره هم پوهه ده او هم هنر ، دنظریو او تیوریو لوستل او دهغې په اړوند فکر کول پوهه ده او دغه تیورۍ او نظریو ته دعمل جامه اغوستل هنر دی .

اداره (Management) د فعالیتونو داجرا لپاره لاندې پنځه پړاونه  او دندې لري :

۱ـ پلان Planning

۲ـ د پرسونل تنظیم Staffing

۳ـ رهبري یا لارښونه Leading

۴ـ ترتیب او تنیظیم Organizing

۵ـ ارزونه Control

چې په راتلونکې کې به پدې هر یوه په بیلا بیل ډول په پراخ ډول خبرې وکړو.

 

 

په پښتنۍ مينه

حسيب الله شينواری

کابل

 

 

 

جلات خان مسلېم ېار 29.12.2009 13:28

حسېب الله شېنوارې ډېره مننه سې تاسې داسې معلومات مو نږ ړندو ا و نا خبره خلکو ته وړاند ې کوۍ ډېره ډېره مهربانې تاسو نه جلات خان مسلېم ېار دجلال اباد د شهر څخه وسلام ستاسو د روغ صېحت په دوعا ګانو ېم و سلا م

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com