Loy

سيوری ديوه ټپي اروا سورريالېستيک انځور

07.11.2007 10:41

ډاکټر خوشال روهي

سيوری

ديوه ټپي اروا سورريالېستيک انځور

 

دلته غواړم دارواښاد اسحق ننګيال د يوازېني ناول « سيوری » په هکله څه ووايم ، د هغه ننګيال ، چې په رښتیني مانا د پښتو شعر او ادب يو ننګيال اتل و ، په ډېرې اتلولۍ پر مخ روان و او د پښتو د ادب پټنګانو ډېرې هيلې ورته کرلي وې ، خو درېغه :

سترګې چې ډېوې د مزارونو وړي

اوښکې جنازې د ارمانونووړي

ارواښاد ننګيال د پښتنو له دود سره سم ليکوالي له شعر څخه پيل کړه ، خو ډېره ښه يې پيل کړه ، په غزل او آزاد شعر کې يې ‌‌ډېرې ښکلې هستونې وکړې او په دغو دواړو برخو کې ښايسته وځلېد او دومره وځلېد ، چې  په ځوانه ځوانۍ د پښتو معاصر شعر هسک ته د يوه تلپاتې ځلېدونکي ستوري په توګه ورسېد .

ننګيال شعر يوازې د تفنن لپاره نه ليکه ، بلکې د شعر په سیوري کې يې خپل ناکراره اروا ، خپل اسوېلي او دردونه پټول . خو دژوند په وروستيوکلو کې ، چې پر کابل او ټو ل هېواد تنظيمواکۍ ، ورووژنې ، دهشت او وحشت سيوری خپور کړ او غميزه د وحشت اوج ته ورسېده ، ننګيال له ويښې څخه ، د نړۍ له بوږنوونکو واقعيتونو څخه ، له خپل ځان او عقل څخه په تېښته شو . ده ته - چې نور يې شاعرانه فطرت هم د عقل له وژونکي تېغ څخه نه شو ژغورلی- خپل ښاراوخپل هېواد لکه يوه لويه هدېره ښکارېده او خپل شاعرانه اروا يې په همدغه هديره کې تر خارو لاندې ښخه ليده ، دی وايي :

« دا خو د شاعر هديره ده . دا خو په شاعر باندې د خاورو ښارنړېدلی دی او دا خو شاعر دی ، چې زړه يې خاورې ورته خوري . همغه شاعر زما د کوچنيتوب ملګری ، زما د زلميتوب ملګری او چې سيوری يې زما سيوري ته راکړی و او سيوری مې له هغه پرته ژوند نه شو کولی . غزلونه يې پر قبر ساندې ورته بولي . عقل مې وژني ، عقل مې د خپل ژوند د ټولو وژنو غچ راځيني اخلي ، زه مې عقل نه شم وژلای ، لاس مې تش دی او سيوری مې بې سيوری دی . نه خو د پيالې جګړه راپاتې ده اونه خو هغه د شعر جادو ، چې د عقل له وروست شوي او بوين ډند نه مې رابهر کړي .

ـ اې زموږ د سپين سرې کوڅې دزاړه جومات سپين ږيريه ملا !

ـ اې د رباب د زړه چاودون په شېبو کې پر ملا قاتې نڅاګرې کوترې !

ـ اې د انګورو د ښکلو او بربنډو پېغلو د سرو او ياقوتي شونډو دميو په چينو کې د بېخوديو ساقي ! او اې زما سيوريه ، زما شاعره ملګريه !

عقل مې وژني ، عقل مې غچ راځيني اخلي . بېخودي مې بېرته راکړﺉ ! زه مې له عقل نه کرکه لرم . ستاسو ارزښت په همدې کې و ، چې تاسو د عقلونو د زنځیرونو ماتوونکي او د مستو بېخوديو هستوونکي واست . که چېرې داسې نه وای او که چېرې داسې نه وي  ، وای پرتاسو . ما به له تاسو هم کرکه درلوده ، داسې لکه له خپل عقل نه چې کرکه لرم ، اوه ! چې څومره پوچ دی عقل ! »

هغه ننګیال چې پخوا به يې د زمان له نا خوالو او نادودو څخه خپل سيوری د شاعر ملګري د سيوري تر شا پټولو، دا ځل د شاعر ملګري سيوری هم پناه نه ورکوي ، دی پاتې کيږي او خپل تش سيوری يې . او کله چې نه له ويښې څخه اونه د عقل له وژونکو ګوزارونو څخه ځان پټولی شي اونه هم خوبونه او خيالونه پناه ورکوي ، د تل لپاره سترګې پټوي او خپل سيوری موږ ته په ميراث پرېږدي .

د سيوري ناول ، چې په 76 مخونو کې چاپ شوی ، پياوړي فرهنګيالي زرین انځور ته ډالۍ شوی او ښاغليو واصف باختري او پوهندوی اسد اسمايي سريزې ورباندې ليکلي . دا چې ارواښاد ننګيال په ناول ليکنه کې څومره بريالی و ، د دري ژبې پياوړی او نامتو اديب ا و شاعر واصف باختري داسې ليکي : « در حد فهم نارسای خويش دريافتم که محمد اسحاق ننګيال نه تنها در زبان مادری خود شاعر پيشتاز ودراوج شګفته ګی وبلوغ شاعرانه است ، بل برای زبان پشتو وادبيات داستانی‎آن می تواند به پديد آوردن کاری بپردازد که صادق هدايت بنياد آنرا به نبشتن ( بوف کور ) در ايران ګذاشت .... » اوبل ځای ليکي : « شادمانی ديګر من ازاين است که اورا شهسوار دوعرصه می بينم که اګر در عرصه نخستين هماوردان وحتی پيشګامانی دارددر عرصه دوم – داستان نويسی ـ در همين زمينه که اندیشه وخامه خود را به کارانداخته آغاز ګر است ورهګشا .»

پوهندوی اسد اسمايي دسيوري په هکله داسې ليکي : « په پښتو ادب کې د ( سيوري ) ليکنه دنوي ادبي موج په بهير کې  يوه نوې تجربه ده ... دسيوري انځور مخصوصأ په پښتو ادب کې يوه نوې سپرغۍ او روښانه بڅرکی دی ، په دې امېد ، چې ليکوال به ډېر ژر له نوي ادبي ، هنري موج سره يوځای شي . »

سيوری پدې توګه پيلېږي : « هغه کلی ، چې زموږ جونګړې اوسپېرې مېنې پکې آبادې دي د مينو ، غمونو او دکيسو اوافسانو کلی دی . خلک يې همداسې دي او طبيعت يې همداسې دی ، ځنګلونه ، غرونه ، يو سيند او څو ويالې زموږ د کلي ښکلا جوړوي او په ژمي کې خو د کوچيانو او جټانو سپينې او تورې کېږدۍ داسې پر کلي وزرونه خواره کړي ، چې کلی سپين شي ، کلی تور شي او دهمدغو سپینو او تورو رنګونو په مالت کې ، کلی د کليوالو نجونو او د جټو او کوچيو پېغلو د وربلونو په تنابونو شين شي . د تورو او سپينو وريو غږونه سترګو ته خوبونه راولي او تورو او سپينو سپيو غپا خوبونه بېرته له سترګو راټولوي . تور او سپين رنګونه دسترګو تر وړاندې بيا راژوندي شي ، زلمي شي او رالوی شي . »

پدې توګه سيوری د همدغو تورو او سپینو رنګونو يو ترکيب دی او دسيوري تر پایه همدارنګونه سره په جنګ دي . شپه او ورځ ، ويښه او خوب ، سد او بې سدي تر پايه تکرارېږي او دسيوري په څېر يې د کيسې پر اتل وزرخپور کړی . ( سيوری ) په اصل کې زموږ د روانې غميزې يو خړ تصوير دی ، چې د تتو رنګونو ، رمزونو او سمبولونو په واسطه انځور شوی . د ننګيال ( سيوری ) هم پداسې چاپېريال کې راشين شو لکه له لومړۍ نړيوالې جګړې څخه ، چې داداييزم او د سورريالېزم آثار راشنه شول . پر کال 1916 داداييزم او ورپسې پر کال 1920 سورريالېزم د لومړۍ نړيوالې جګړې له کنډوالو څخه ، د مړو له کوپړيو څخه او د سوځېدلو انساني هډونو له لوګي سره يوځای سر راپورته کړ  او دمدنيت ، انساني منطق او عقلانيت په وړاندې يې بغاوت وکړ . داداييزم پر مدنيت د نفي کرښه راواېسته او دهغې مؤسس (‎  تريستان څارا ) عقيده درلوده ، هغه ټولنه چې د جګړې دېو ته يې زېږون ورکړ دهنر او ښکلا مستحقه نه ، بلکې د بدرنګۍ مستحقه ده . د دادا له هنري غورځنګ څخه لنډ وخت وروسته د فرانسوي ډاکتر(  اندرې برېتون ) په مشرۍ سورريالېزم وده وکړه . سورريالېسانو ددې پر ځای ،چې د مدنيت پر ټولو پنځونو او ښکارندو بريد وکړي او يا يې نفي کړي ، دوی پر عقل او شعور حمله وکړه او له هغو څخه يې تحت الشعور ته پناه يوړه ، له ويښې څخه يې خوبونو او خيالونو ته پناه يوړه او هر څه يې ، چې په تحت الشعور کې تېرېدل په آزاده توګه وليکل او انځور يې کړل . سورريالېستانو پخواني اېستېتيکی ارزښتونه بېخي نفي نه کړل مګر ويې ويل چې هنربايد له هر ډول عقلاني ، اېستېتيکي اخلاقي پخوانيو زولانو څخه ازاد هست شي .

د ننګيال سيوری پر داسې مهال هست کيږي ، چې افغان غميزه د وحشت څوکې ته رسېږي ، د ننګيال ښار او هېواد په کنډواله او په يوه لويه هديره بدلېږي او د ده سيوری هم لکه سور ريالېزم د کوپړيو له څلو څخه راشين کيږي او داسې ليکي : « دلته جونګړې ورانې دي او دلته خو بېخي جونګړې نشته . ښار په يوې تورې او پراخې دښتې او ښار په يوې لويې او  زړې هديرې بدل شوی دی ، چې يوازې د کوپړيو هډوکو څلي ورنه جوړ کړي او يوازې ورستو غوښواو ورستو وينو بوين سيند ورنه جوړ کړی دی . » د سيوري اتل هم لکه دادايېستان له عقل او تمدن څخه بېزاره دی او بېخي یې پر انسانيت خپل باور بايللی دی : « زه لا په خپل سړيتوب شک لرم او دټولو سړيو په سړيتوب شک لرم . سړيتوب خو هغه په کوچنيوالي کې وي او سړيتوب خو هغه په زلميتوب کې وي ، ځکه چې هلته زړونه معصوم وي او هلته ذهنونه او اندونه په چټليو او مرداريو نه وي ککړ ، ماشومان غلا او لوټ نه پېژني او هغوی ته د چم او فرېب نوم نه دی زده او هغوی ته د شهوت لوليو سترګکونه نه دي وهلي . »

سيوری د داستاني پېښو يو منظم او پر له پېيلی لړ نه دی  ، بلکې د يوې انساني فاجعې ، د يوه ترهېدلي ، دردېدلي او سخت ناهيلي اروا ځلبلاند انځور دی . دلته زماني تسلسل چندان نه لېدل کيږي او داسې ښکاري لکه د يوشمېر سورريالېستانو په څېر چې د اتوماتېزم په سبک قلم چلېدلی وي . د اتوماتېزم په مېتود کې ليکوال ، انځورګر او يا بل هنرمند پرته له دې چې فکر وکړي ، پرته له دې چې د خيالونو آس ته د فکر، منطق او زمان قيضې ( لوموني ) ورواچوي هنري پنځونې کوي . په همدې دليل د دوی آثار زياتره د اضدادو يوه ګډوډ ترکيب ته ورته کيږي ، خو د سورريالېستانو په اند همدا ګډوډي بايد تحليل شي ، وڅېړل شي او د هغې تر شا په تحت الشعور کې رښتينې انګېزې او پټې سپرغۍ ولټول شي . سوريالېزم تر زیاتې اندازې د اتريشي ارواپوه ( زېګموند فرويد ) تر اغېز لاندې د تحت الشعور انګېزې ، چې انسان يې په خپله نه پېژني ، د انساني سلوک او طبيعت اصلي محرکات ګڼي . په همدې دليل فرويد د خوبونو او رؤياګانوتحليل او تعبير د تحت الشعور د اصلي انګېزو د پوهېدو لپاره مهم ګڼي او بې تعبيره خوب له يوه نا لوستي او تړلي ليک سره تشبيه کوي . سورريالېستان هڅه کوي د خپلو هنري هستونو له لارې د تحت الشعورپټ او نالوستي اړخونه انځور کړي ،ځکه دوی دا تر رښتيا ورپورته رښتيني رښتيا ګڼي.

لکه مخکې مې  چې  وويل ، په سيوري کې دپېښو زماني تسلسل نه ساتل کيږی او اتوماتېزم ته ورته سبک تعقيبوي ، په کلي کې د ماشومتوب کيسه راواخلي بيا ګورې چې په ښار کې دی ، د ښار کيسه پيل کړي بيا ګورې چې د کلي کيسه ورګډه شي ، د ويښې خبرې روانې وي چې د خوب او خيال کيسه پکې ګډه شي او کله خو بيا بېخي ګرانه وي ، چې د خوب او ويښې پولې سره بېلې کړو . دلته هم هڅه کيږی ، چې د شعور او تحت الشعور واکمني سره يو ځای کړي تر څو له واقعيت څخه پورته واقعيت ترې راشين شي .

په سيوري کې د اتل د ‎ژوند درې پړاوه او په بل عبارت د هېواد دوروستي تاريخ درې پړاوه په ډېر سمبوليکه توګه انځورشوې دي . لومړۍ دوره د ماشومتوب ، د کليوالي ژوند ، د بې غمۍ ، سپېڅلتيا او د ښکلو ارمانونو او خوبونو دوره ده ،  نړۍ سپېڅلې ده ، ښکلې او ارمانيزه ده ، له ښاديو او برياوو ډکه ده ، د ده خوبونه هم بريالي دي . دی په کلي کې د ښاپېريو او دېوانو کيسې اوري او په خوب کې يې هم ويني ، خو د خوبونو اتل دی په خپله دی ، د خوب په پای کې دېوان وژني او د ښاپېريو پاچا خپله تر ټولو ښايسته خور ده ته ورواده کوي . وروسته زلميتوب رارسيږي له زلميتوب سره سم پرکلي د لوټ او تالان ، د جګړو او اورونو وبا ګډيږي او دی  له کلی څخه ښار ته ځي . په ښار کې تمدن شته خو سپېڅلتيا نشته ، دلته د تورو او سپينو رنګونو پر ځای په زرګونو رنګونه دي خو د تمدن په همدې رنګونو کې بيا فساد ، فحشا او د اخلاقو انحطاط ملګری دی او دی په همداسې چاپېريال کې لوييږي او پخيږي ، په دې هکله داسې ليکي : « او دادی زه هم په همداسې چاپېريال کې لوييږم ، هغه کليوالي سپېڅلتوب کډه رانه کوي ،رښتيا ينه په زور را نه اخلي ، د جومات لارې ځان رانه پټوي او د ښار د سترګو په سترګکونو کې  ورکېږم ، کوڅې مې ځانته راکاږي او هغه تياره چتونه او دېوالونه هم . هره ورځ څو ځلې خپل عقل وژنم او په اوونۍ کې څو ځلې هغه لګېدلې بټۍ هم . » د دې دورې په انځورونو کې ننګيال هم د سورريالېستانو په څېر پخواني عنعنوي او اخلاقي زنځيرونه نه مني او جنسي مينه له دوديزو زولانو څخه ازاده بيانوي او زما د مطالعې له مخې به ښايي په پښتو ناول کې جنسي مينه دومره بربنډه نه وي انځور شوي لکه په سيور ي کې ، تاسې دغه بېلګې ته ځير شی : « نور نه وېرېږم همدا چې د سپينو او اناري تيونو څوکې يې راته پر سينې خښې کړې او شونډې يې راته ټولې په خوله کې واخېستې وېره يې رانه يوړه او دتيونو څوکو او دهغو سپينو او غوښنو ورنونو اوريې په زړه او سينه کې خوند راته وکاره .

دادی د وېرې او ډار په منګولو کې نه ، د خوند او رنګونو په وريښمينې غيږه کې اوړم رااوړم ، هغه مې پر شونډو او زه يې پر تيونو او ورنونو بوخت يم تر هغو چې اورونه سره ساړه کړواواورونو سره ووژنو . سپک شم ، لکه د باد بڼکې په څېر سپک شم .  »

په درېيمه دوره کې داورونو او جنګونو وبا ښارته هم رارسيږي ، ښار په کنډواله او هديره بدليږي ، پخواني حالات بدليږي او دسيوري اتل بېرته کلي ته راځي . په کلي کې د د ه اروا ناآرامه ده ، دی له رښتيني نړۍ څخه په تېښته دی او غواړي د خوبونو او خيالونو نړۍ ته پناه يوسي ، غواړي د ماشومتوب نړۍ ته پناه يوسي او د هغې په يادونو ځان بوخت وساتي ، مګر د رښتيني ژوند خپسه يې تل د فکر پر ستوني منګولې لګوي او حتی د ده خوب او خيال هم راحت نه پرېږدي . د ده خوبونه نور په برياليوتوب پای ته نه رسيږی ، بلکې دا ځلې په خوبونو کې دی وژل کيږی ، که هر څومره ژوندی شي بيا وژل کيږي او په پای کې د ښاپېريو پاچا خپله تر ټولو ښکلې خور دېو ته ورواده کوي . دی له عقل څخه کرکه کوي ، له عقل څخه تښتي ، خو دا ځل يې دوژنې چل نه ورځي : « اوه ! رښتيا د عقل خبره مې وکړه چې دا عقل څومره پست دی ، کوچنی او بې حيا دی . ما خو ټول عمر له عقل سره جګړه کړې ده ، ما خو ټول عمر له عقل نه کرکه درلوده داسې لکه سپېڅلي روحانيون چې له شيطانه کرکه لري ، نو له همدې امله چې ښی او کيڼ مې پېژندلي دي له عقل سره په جګړه بوخت يم او په زرګونو ځله مې په خپلو لاسو نو وژلی دی او مرۍ مې ورته خپه کړې ده . » خو دا ځل يې په وژلو کې عاجز دی ، يو څو ورځې د جومات لار خپلوي او د عقل له پنجو څخه ځا ن خلاصوي او ليکي : « کله چې اوداسه ته لستوڼي او پايڅې بډ وهم داوبو دهرې لپې په لمسولو سره مې د غمونو ،سوچونو او عقلونو يوه لمبه قتله شي ، ووژلی شي او سوړ شم . کله چې نيت وتړم او هغه د مغرب پلولمانځه ته بسم الله وکړم هغه د غمونو ، سوچونو او عقلونو پټې سپرغۍ راکې مړې شي ، سپک شم ، دومره سپک شم لکه د باد بڼکه . »

خو دا لاره ډېره دوام نه کوي او بيا يې د عقل جلاد د سوچونو پر مرۍ چاړه ږدي . بيا ښار ته راځي او غواړي په هماغو پخوانيو کوڅو کې تر تورتمو چتو لاندې خپل عقل ووژني ، خو دا ځل نه هغه کوڅه شته او نه هغه چتونه ، د وحشت یو سیوری دی چې په هر څه خپور دی . ننګيال دلته د وروستي ناورين ډېر کلاسيک سورريالېستيک انځور وړاندې کوياو په څو کرښو کې سړی ته د يوې بشپړې دورې تصوير په مخ کې ږدي  . دغو بېلګو ته پام وکړﺉ : « ښار مې وليده چې لړم شوی دی ، ماشومانو ترې ګرد چاپېره اورونه بل کړي او لړم لګيا دی هره شېبه خپل زړ ه په نېښ وهي ، پر ځان ګرد چورلي او دماشومانو  د تندريزو خنداوو په څپو کې ويده شي ، آرام شي او غږ ترې نه وځي .» وړاندې ليکي : « ښار ړنګ دی ، ښار لوټ دی هسې په کنډوالو بدل شوی دی . هغه يو نيم جومات چې دلته پخوا نه ودان پاتې شوی و او د ښاري ملايانو آذانونو به انګازې په کې کولې هم نه شته ، يوازې د سرونو د کوپړيو څلي دي چې ښار يې نيولی دی او د مستو لېوانو او زړو بګوو غږونه دي ، چې ښار يې پسې اخېستی دی .

هغوی لا د ښار د اوسېدونکو په وينو او غوښو نه  دي ماړه شوي ، په خپلو کې يې سره وژني او  ديوه او بل د وينو او غوښو ښکارته ناست دي ... کوڅې دېوالونه نه لري ، څو سوځېدلي اسکلېټونه دي ، چې د کوڅو له خوانه راتاو دي او بادونه يې رپوي . د کوڅو د پای په هغې خوا کې د تورتموچتونو پر ځای لوګيو نڅا جوړه کړې ده . د لوګيو ډلې پرې ناڅي او د لوګيو بازينګرې ستړيا نه لري .  »

په دويم پړاو کې چې پرکلو لوټ او تالان ګډ دی ، ناموسونه بې پته کيږي او ښکلاوې لوټيږي ، دی د وحشت استازی د سپينو سترګو او پنډو برېتو څښتنان او ملګري يې  د نيلي سترګو څښتنان ګڼي ،هغوی چې کلي يې لوټ کړل ، تورو او سپينو کېږديو ، فصلونو او درمندونو ته يې اورونه واچول ، خو په درېيم پړاو کې بيا همدا استازي لېوان او بګووې ګڼي .

د سيوري په پای کې اتل بريالی کيږي ، چې له  پنډ برېتي څخه د ولس غچ وکاږي : « ورمنډه کړم او هغه چې سپينې سترګې يې درلودې او هغه چې پنډ برېتونه لري په مټو کې راونغاړم او پر ستوني يې منګولې ورښخې کړم او ور چيغه کړم : تا په خپله ليکلي و ( څومره يې چې ووژنو بېرته راژوندي شي له سره راژوندي شي هغوی مړيڼه نه پېژني ) او دادی زه له همغه کلي راغلی يم چې څومره وژل کيږي هومره له سره زيږي . دادی زه راژوندی شوی يم او له سره زېږېدلی يم . زه مړينه نه پېژنم دا تاسو ياست چې هره ورځ مرﺉ او مرګ مو په ټنډه ليکل شوی دی . زه راغلی يم ، چې کسات واخلم د خپلو سپېڅلو کليوالو کسات واخلم او دهغې کسات واخلم چې سپينې جامې يې درلودې ...نه غواړم هغه په چاړه ووژنم ، هغې چې سپينتې جامې يې درلودې په خپلو نوکويې ترې سترګې راايستې وې . بايد په خپلو نوکو زړه ترې راوباسم . نوکان يې په ګېډه کې ننباسم او زړه يې ترې راوباسم ، زړه يې تور و ، په زړه کې يې سرې وينې نه شته . »

د دويم پړاو له جلادانو خو انتقام واخلي مګر د درېيم پړاو د لېوانو او بګوو په وړاندې نه شي جنګېدلی او  د بې وسۍ اعتراف کوي او همدا بې وسي ده ، چې دی له عقل او ويښې څخه په تېښته دی . په خوبونو هم نه ښاديږي ، ښاپېرۍ ورته درېږي ، چيغې وهي ، په خوب ورځي او په ويښه هم ورځي او وايي : « هغه بيا د وينو تږې ده او هغه بيا جل وهلې ده  ، ښاپېرۍ بيا وينې  رانه غواړي . دهغه زاړه دېو وينې او د زړو بګوو او نويو لېوانو وينې .

  خو زه ستړی شوی يم له لېوانو سره جګړه نه شم کولی . »

زما په ګومان ننګیال په تصادفي توګه د خپل ناول لپاره د سيوري سورريالېستیک نوم ، چې د ابهام سمبوليکه مانا تداعي کوي نه دی غوره کړی . زما په اند ننګيال  د افغانستان له وروستيو پېښو سره سورريالېزم ته تمايل پيدا کړی و او د ده سيوری په لوی لاس د سورريالېزم پر پلونو شين شوی دی .

ننګيال د ( ښه شعر ! له هر « ايزم » نه چې وي ) تر سرليک لاندې يوه مقاله کې ليکي ، چې : « ... او موږ يوازې د ريالېزم په خېټه کې څه ليدلي دي ، چې نوم يې تش پر ژبه راوړو خوله مو پرې څيريږي ؟ آيا شعر ، مينه ، ژوند او هنر د همدغه ( ريالېزم ) په کولمو کې نغښتی رانغښتی دی ، چې هره خبره يې د آسماني کتاب حيثيت راته لري او انکار ترې د کفر خواته ځي ؟ » وړاندې په يوه بل ځای کې بيا د سورريالېزم په اړه ليکي : « ... او فرض کړو د دې ډول شاعرانو په شعرونو کې بدبيني اوظلمت ، تيارې ، سکوت او رويا هم څپې وهي ، مګر ژوند ټول له نېکمرغيو ډک دی ؟ آيا زموږ نړۍ ، چې دادی ژوند پکې کوو د ظلمت نړۍ نه ده ؟ آيا ژوند په خپله رويا نه ده ، چې سيوری يې راباندې اچولی دی ؟ او زموږ ژوند او زموږ نړۍ له ابهامه ډک ژوند او له ابهامه ډکه نړۍ نه ده ؟ او رښتيا د سورريالېزم د ادبي مکتب اصول د شرق له عرفان سره ګاونډيتوب  او حتی خپلوي سره نه لري ؟ لري يې خو موږ خپل شرقي عرفان ته د تسليم ګونډې وهو مګر په خپله سورريالېزم ګونګ دی ، نامفهومه دی او زموږ له حقيقي ژوند څخه لرې دی ( ! )  » .

زما په اند کله ، چې ننګيال ته په خپله دانړۍ ظلماني او ژوند د بدمرغۍ هنداره ښکاري او پر اند او سوچ يې د بدبينۍ سيورۍ خوريږي ، نو دی په خپله تيارې ، سکوت او رويا ته پناه وړي ، له ريالېستي افادو څخه بېزاره کيږي او د هغې بدمرغۍ په اړه ، چې د سيوري په شان يې تعقيبوي ، خپل احساسات د ابهام په سيوري کې نغاړي . 

سيوری د تتو رنګونو په څپو کې پر مخ ځي  او په خپلو تتو رنګونو کې ډېر څه نندارې ته وړاندې کوي ، که څه هم ډېرې خبرې د رمزونو، سمبولونو او ابهام په سيوري کې کوي خو دا سيوری دومره پيکه هم نه دی چې تشخيص نه شي . سيوری د وخت ناروغه اروا انځوروي ، چې دمرګ او ژوند ، د ويښې او خوب ، د رڼا او تيارې پر پوله ولاړ دی .  د واصف باختري خبره چې د سيوري کار د هيلو او امېدونو غوڅول نه دي ، بلکې د غوڅېدنې شرح او انځور دی .

لنډه دا چې ارواښاد ننګيال د « سيوری » په ليکنه د پښتو کيسه ليکنې په ډګر کې يوه نوې لارپرانيسته ، خو درېغا چې داجل سپېره بادونو د وړاندې تګ موقع ورنه کړه او له ځانه سره يې  خپلې تلپاتې نړۍ ته يووړ .

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com