Loy

پاڅه دتياروپه کورغم ووېشه

20.11.2007 11:22

 

پاڅه دتياروپه کورغم ووېشه

لمرپه څراغونودچم ووېشه

لاس د کهکشان گرېوان ته واچوه

ستوري په سالودصنم ووېشه

مينه دزړگي دحرم کورته کړه

پورته شه په زړونو حرمووېشه

بيا دغيب پلو له مخه راکاږه

بيا دديدنونو کرم ووېشه

پل دې له ازله تر ابده وړه

وخت شه لار په کچ دقدم ووېشه

عقل دهوس په سوکړسوى دى

لږ دزړه په وينو کې نم ووېشه

ورځ  دنړۍ وال انقلاب لنډه ده

دا جهان په دې خلکوسم ووېشه

ساه دپسرلي شه دوږموپه خوله

گل ته او اغزي ته دې دم ووېشه

باب دسړيتوب دکتاب وليکه

تورې ټولوه او قلم ووېشه

ډاکټر محمد اکبر_اکبر

Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com