Loy

ستاد خيالونو نړۍ

22.11.2007 13:40

ستاد خيالونو نړۍ

دا هم يو شين سهار وو دلمر زرينی وړانګي د غره تر شاه ورو-ورو را پورته کيدې دغره لمن په ارغواني ګلانو پو ښل شوې وه او طبعيت ځانته داسې ښکلا  غوره کړې وه، چې د پسرلي منظره له ورايه په کې ښکارېده، د نا ارام زړه تقاضا سره  مې ځان ستا د خيالونو نړۍ ته ورساوه ستا د مخ د نندارې په لټون د کوره ووتم ځان مې هغه ګلبڼ ته ورساوه کوم چې هر سهار به  د عادت له مخې له خوبه څخه د پاڅېدو سره سم  د ګلونو دليدو په تکل ګلبڼ تلم، دا هم يو شين سهار وو د مرغانو اوازونه له هر خوا اوريدل کيدل بلبلان په نغمو سر ول بورا ګان هم ګل مخو  نه تاويدل او خپله سينه به يي د ګلونو  ازغيو ته سپر نيولې وه، لمر ګل هم په ورين تندي د لمر وړانګو ته په خندا و، د انار، الوچې، لوکاټو، سنځلو او د نارنج ونې په رنګا رنګ ګلانو ځانونه ښايسته کړي وو او دتوتانو ونې هم په تکو شنو پاڼو کې ځانو نه پوښلي وو،  خو ما هرې خواته د خپل نظر تير غځاوه،  چې تا وګورم لکه د نورو ورځو په شان  ژړا مې ستونې ته مرۍ شوې وه،  څلور خواته مې وکتل ته مې پيدا نه کړې ها خوا لرې مې کتل چې دګلابو ګلونو په سرو، سپينو او ګلابي جامو کې ځانونه پټ کړي وو او ماته يي دبلنې اشارې کولې مامې ځان ګل بوټو ته  ورساوه دګلابو هاغه غونچې ته چې په ګلابي جاموکې په ورين تندې ماته د بلنۍ هر کلی وايه، زه ور نژدې شوم په دواړو لاسونو مې د ګلونو غونچه ونيوله،  چې بوی يې کړم نا ببره مې خپلو شنډو ته نژدې کړل چې ښکل يې کړم يوځل بيا ستا دخيالونو پرښتې راباندې زور وکړ او زه يې په ستا د فکر په نړۍ کې ډوبه کړم، د څو شيبو نه وروسته ناڅاپه مې د بورا اواز تر غوږ شو، سر مې ژر پورته کړ کتل مې چې څو اوښکې مې دګلابو په پاڼو تويې شوي دي، تا به داسې فکر کاوه چې دسهار شبنم په ګلانو شبنم اورولی وي، څلور خواته مې وکتل ته بيا هم نه ښکاريدي، ورو ورو مې  نارنج د ونې لاندې قدم وهل پيل کړل او دخدای  (ج ) دې قدرت ته چې دا ښکلا يي طبعيت ته ور په بر خه کړې، حيرانه کړې ومه، کتل مې چې د نارنج ګل له خاښو نو نه راباندې ګلونه شيندي، داسې لکه ته به وايې چې کومې ناوې ته د واده په ورځ چا  پسرګلونه شيندلې وي، غوښتل مې   چې سر نه مې دا ګلان ورژومه لاس مې په سر تير کړ او لاندې  ځمکې ته مې وکتل، چې څومره به مې دويښتانو نه ګلونه پر ځمکه څنډلي وي د خدای بلا د نارنج ګلونه پر ځمکه پراته وو يو ځل بيا مې ته په ياد شوې خو سره د دې  ځمکې ته ور ټيټه شوم غوښتل مې چې دا ګلونه ټول کړم او تر ستنې يي تير کړم ځانته تری غاړکۍ جوړه کړم او دنوي پيغلتوب په وياړ يې  لږ څه په خپلو ويښتانو کې وځړوم کيناستمه لکه د يوې کليوالې پيغلې په شان د خپل جيب نه مې د تار غونډاری را ويست او د ټټر نه مې ټوبلۍ ستنه هم وويسته ګلان مې يو يو تر ستنې تيرا وه چې ناڅاپه مې ستنه په ګوته کښې وردننه شوه او نا ببره مې دخولې نه د اخ ! اواز پورته شو،  د اخ سره سم په خپل کټ کې کيناستمه سترګې مې خلاصې کړې کتل مې چې هيڅ هم نه شته دا څه چې ما ليدلې وو دا هغه خيال وو چې زه يې د  پسرلي په موسم کې ستا د خيالونو نړۍ ته مېلمنه کړې ومه.

 

په پښتنه مينه

زرلښت حفيظ

Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com