Loy

د عشق سرليک

22.11.2007 13:49

د عشق سرليک

 زه چې ستا تر څنګه نه يم نو څه غم ده

 ته خو زما د زړه په کور يې دغه کم ده؟

عاشقي نه ده د زړه وينې خوړل دي

 دې سرليک ته بس همدغه پېژند سم ده

دا بحرونه چې نړۍ کې ټول بهيږي

دغه ټول خو د عاشق د سترګو نم ده

ستا ظلمونه په سړه سينه منمه

د مين سره تړلی يو هم زغم ده

 زه به ستا د مهر او وفا په تمه ومرم

چې جوړ کړی دی پر ما دغه ستم ده

په ما هېڅ لور دا يار د لوري نه شي

و رقيب ته جوړه شوې بيا حاتم ده

 اوس مې شک شولو بدل په يقین باندې

 چې دې ناست تر ښکلي څنګه رقيب هم ده

 چې دې نن راته ترخه ترخه نظر کړ

زما زړه لره کافي همدا مرهم ده

د نړۍ واړه شاهان يې غلامان شول

ستانکزي سره چې ناست ښکلی صنم ده

رفيع الله ستانکزی

نوی ښار کندهار

 11/3/2006


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com