Loy

غزل

24.11.2007 07:55

        غزل

 

ستا دښکلادخپلولو هيله هم نه لرم

دخپلوسترگو دساتلو هيله هم نه لرم

په ويدو ستر گو دې زما زړه لکه خوب وړى دى

اوس يې دمات زړه دژغورلو هيله هم نه لرم

چې ته را نشې، تيارې راشي، نااميده شمه

دبل څراغ دبلولو هيله هم نه لرم

که بې مقصده هر څوک زړه راوړي نوزړه ورکوم

داسې هم نه ده صرف دښکلو هيله هم نه لرم

درتلاى هم نشم ، دويلو جرئت هم نه لرم

ولله چې ستا دهېرولو هيله هم نه لرم

 

                                  علم گل سحر


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com