Loy

روهي دعلم او ادب وتلې څېره

04.12.2007 08:45

                                   روهي دعلم او ادب وتلې څېره

                                                            صابر خان بې ريا

دا به ډېره گرانه وي ، چې سړى دهېواد دادبپوهنې ديوۀ نامتو عالم ارواښاد کانديد اکادميسن محمد صديق روهي پر شخصيت او علميت خبرې وکړي؛خو دا ددې لپاره، چې يوازې زموږ هېواد نه؛بلکې دسيمې دا ځلانده ستورى دنورو بزرگانو په څېر له ياده ونه وځي . که څه هم  زموږ په ټاتوبي کې وخت په وخت ډېر تکړه ، زړور،ددين او ژبې خدمتگاران زيږېدلي دي؛خوله بده مرغه يا خو موږ دخپل عالم خبره نه ده اورېدلې؛يا پرديو استعمارگرانو دې ته نه يو پرې اېښي،چې زده کړه وکړو او بياخپل پياوړي عالمان وپېژنو او گټه ورنه واخلو.

        روهي صاحب زموږ دهېواد په وتلو څېرو کې هغه څېره ده، چې نه يې په خپل وخت کې جوړه او نه ترې را وروسته داسې پوه او نابغه انسان پيدا شوى دى .

 روهي صاحب، په خپلو څېړنو او ليکنو زموږ ټولنه له نوي بدلون او پاڅون سره مخ کړه. ددۀ سوچه کره کتنه په خپل وخت کې يوه نوې تگ لاره وه ؛داچې موږ ته دبل چا له لاسه داسې علمي او څېړنيز آثار نه دي راپاتې؛ نو زموږ لپاره ددۀ ټولې ليکنې  په اوس وخت کې يوه نوې تگلاره ده .همدا ده چې زموږ خوارې ټولنې ته تر اټکل ډېر څه وروښوول.

که څوک په غور سره ددۀ دشعرپېژندنې مقالو ټولگه ولولي؛نوپوه به شي، چې په ټولنه کې د شعراو شاعر ارزښت څه دى؟! ددۀ په دې ټولگه کې پرشعر او نثر دواړو داسې رڼا اچول شوې ده،چې ددېرو کمزورو لوستوالو هم پوره_پوره سر پرې خلاصېږي . په دې کې تر ډېره دشعر او نثر په بېلوالي او ارزښت هم بحثونه شوي دي،دبېلگې په توگه ،منثور او منظوم شعريې داسې شنلي، چې لوستوالوته دشعر او ادب په هکله تلوسه پيدا کوي. همدارنگه په دې ټولگه کې دشعر په ذاتي معيارونو داسې غږېدلى، چې سړى حق حيرانېږي. داټولگه دارواښاد روهي دپراخه څېړنو يوه داسې نمونه ، چې دپښتو ژبې لپاره پخوا تردې په دې ويدۀ قوم کې چا نه ده ليکلې . همدا وجه ده، چې ټوله سيمه ددۀ په نوي، فکر نويو څېړنواو ليکنو رنگينه شوه .

حضرت روهي ،يوازې  دپښتون قوم نه؛بلکې دهېواد اوسيمې دهر روڼ آندي په زړه کې يې ځاى درلود. ددۀ له پخو ليکنو اوڅېړنو څخه دهېواد نورو ژبو شاعرانو او ليکوالو هم گټنه کړې او حتا دسيالۍ لپاره يې هم کار ترې اخيستى، چې ښه بېلگه يې،هغه په زړه پورې مقاله ده، چې ددري ژبې خوږ ژبي شاعر او ليکول ارواښادقهار عاصي ديوې مهمې سيالۍ لپاره له پښتو ژبې څخه ژباړلې ده او بيا يې دشعر په مجله کې خپره کړې؛په داسې حال کې ، چې دوخت متعصب ايرانيان او گوډاگيان دقهار عاصي دې کار حق حيران او په قار کړي ول . بايد وويو، چې ايرانيان له پېړيو _ پېړيو راهيسې په مستقيم او غير مستقيم ډول زموږ سره فرهنگي او مذهبي دوښمني لري؛غير مستقيم په دې معنا، چې  تل يې  له ايران پلوه گوډاگيانو څخه په گټنې سره زموږ فرهنگي او مذهبي ارزښتونه ځپلي دي، زيان يې ورته رسولى او حتا له منځه يې وړي دي . دوى هېڅکله زموږ فرهنگي او تاريخي شتمني نشي زغملى. دوى هر وخت په ډېر سپين سترگۍ، هڅه کړې، چې پښتنو او پښتو ژبې ته کړاوونه جوړ کړي؛چې تر ټولو غوره او جوت مثال يې د روهي صاحب دمقالې ژباړه ده.دا چې دوى يوازې يو روهي صاحب نشواى زغملاى؛نو په هغه وخت کې زموږ نور بزرگان؛لکه: الفت، بېنوا،حبيبي، ريښتين،خادم ، رشاد او اوسني: رفيع ،صميم ، يون او  نور، څنگه  وزغملاى شي؟.

 موږ هر وخت دخپلو هېوادوالو يووالى او پرمختگ غوښتى؛ز موږ سره له پخوا نه دپښتون ، تاجک، هزاره ،بلوڅ ،ازبک او تر کمن خبره  نه وه  او نه شته.

په هر صورت روهي صاحب خپلې نوې او عصري زده کړې له هېواد څخه بهر سرته ورسولې او هېواد ته له نويو تجربو سره راستون شو . دۀ تر ډېره په ښوونه او روزنه ، ادبياتو، فلسفه او څېړنه کې ليکنې وکړې .همداشان حضرت روهي (رح) دځوانو څېړونکو يو ښه ترا لارښوود هم و ، چې ددۀ له آثارو څخه دڅېړنو په هکله تر اوسه
گټنه ( استفاده) کېږي. دۀ دتحقيق په باره کې يو غوره اثر وليکه، چې جوړه يې په خپل وخت کې په هېواد کې څه، چې لا په سيمه کې هم نه وه .

روهي دپښتو ټولنې دمشرتابه په وخت کې ټولنې ته داسې څه وروښوول ، چې حد نه لري . همدا ددۀ دڅېړنو او ليکنو برکت و ، چې پښتو ټولنه يې له نوي پرمختگ اونوي فکر سره جوړه کړه . روهي صاحب  نه يوازې دپښتو ټولنې لپاره دخدمت جوگه او نوي شيان وړاندې کړل؛بلکې دعلومو اکاډمۍ، دليکوالو ادبي انجمن او کابل پوهنتون ته يې هم په نوې بڼه ساه ورکړه . نوموړى دځانگړې تيورۍ او سبک خاوند و، دټولنپوهنې استاد و. دۀ همدا شان  دپښتو ژبې  خدمت لپاره په هر اړخيز ډول بې شماره رسالې او مقالې  وليکلې. بايد وويل شي ،چې دروهي ( رح ) په لاس ليکل شويو کتابونو لومړۍ درجه مطبوعاتي جايزې هم گټلي دي، چې ښه بېلگه يې په ( ١٣٥٨) کال کې دڅېړنې لارښوود بللاى شو .

اوس پوښتنه داده ، چې ولې زموږ دوروسته پاتې ولس په دې سر نه خلاصېږي ، چې دخپلو ژونديو پوهانو قدر او دوفات شويو يادونه وکړي او ددوى له ليکنو گټه واخلي؟.

که په ريښتياموږ دروهي ( رح ) او نورو پخوانيو او اوسنيو پوهانو په لار لږ څه يون هم وکړو ؛ نو موږ په چم او  گاونډ کې له نورو ژبو سره تر ډېره سيالي کولاى شو .

               دپښتون قوم دبيدارۍ په هيله!   

 

Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com