Loy

د ژوند او مينې په اړه د ګاربيل ګارسيه ماركز ديارلس ويناوې

31.12.2007 08:50 د ژوند او مينې  په اړه  د ګاربيل ګارسيه ماركز ديارلس  ويناوې

ژباړه : سلطان احمدزى

لومړى: خوښېږې مې  نه ستا د شخصيت په خاطر ، بلكه دهغه شخصيت له امله چې زه يې ستا په خواكې  لاسته راوړم .

دويم : هېڅوك ستا د اوښكو لايق نه دي ،او هغه څوك چې ستا د اوښكو لياقت لري  تاته د اوښكو توييدلو وړ نه ښكاري   .

درېيم : كه تا څوك څنګه چې غواړې هماغسې نه خوښوي ، پدې مانا نه ده چې  په ټوله مانا سره دې نه خوښوي .

څلورم : واقعي دوست هغه څوك دى  ، چې ستا لاس ونيسي او زړه دې لمس كړي .

پنځم : ديو چا لپاره تر ټولو بدترين خفګان هغه دى ، چې دهغه په څنګ كې  واوسې او وپوهېږې چې هېڅكله به هغه ته ونه رسېږې .

شپږم : هېڅ وخت موسېدل مه هېروه ،كه ډېر غمجن هم يې ، ځكه چې كېدى شي ډېر خلك ستا  په موسكا مين شي .

اووم : كېدى شي ته به په دنيا كې يوازې يو تن يې  ، خو د ځينو خلكو لپاره به ټوله دنيا يې .

اتم : هغه څوك چې نه غواړي ستا سره وخت تېر كړي هېڅكله يې په فكر وخت مه تېروه .

نهم : ښايي د خداى خوښه به وي چې لومړى ناسم خلك وپېژنې ، او وروسته مناسب خلك ، پدې ډول هر وخت دې چې داسې څوك پيدا كړ ، هغه وخت كولى شې په ښه ډول شكر وباسې .

لسم : په  هغه څه باندې چې تېر شول مه اندېښمن كېږه ، هغه څه چې وروسته له هغه نه راځي  ورته وموسېږه .

يوولسم : تل داسې خلك شته چې تا ځوروي ، په داسې حال كې په هر چا باور كوه ، خو پام چې په هغه چا باندې چې تا ازاروي دوهم ځلي باور ونكړې .

دولسم : ځان  ښه  شخص كړه ، او ډاډه اوسه ، چې مخكې له دې نه چې بل وپېژنې خپل ځان پېژنې ، مخكې لدې نه چې انتظار  وباسې چې هغه تا وپېژني .

ديارلسم : له حده ډېر په ځان فشار مه راوړه ، ځكه چې  ښې پېښې هغه وخت كيږي چې انتظار يې نه لرې


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com