Loy

دالفت په ادبي ټوټې(دوه جنازې) یو څو خبرې

03.01.2008 10:59

 

دالفت په ادبي ټوټې(دوه جنازې) یو څو خبرې

دهغې کورنې دندې لپاره چې دڅلورم ټولګي په آخیرني سمستر کې دمتن په مضمون کې راکړل شوې وه ما دهیواد دنامتو او خوږ ژبې شاعر، لیکوال، فیلسوف، ژباړن او کره کتونکي استاد ګل پاچا الفت دنثري کلیاتو له کتاب څخه د (دوه جنازې) ښکالو وټاکله.

ګل پاچا الفت لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده یو ډیر خوږ ژبی لیکوال او شاعر دی او دټولنې ستونزې یې په ډیره هنري ژبه راسپړلي او بیان کړي دي.

دزیار استاد په وینا:« چې الفت صاحب به هر څه لپاره علت او معلول پیدا کاوه او هیڅ شي بې علته نه ګاڼه»

دالفت صاحب په هنر غږیدل زه له خپله وسه لوړه خبر ګڼم خو تر خپله وسه به کوښښ وکړم چې یوڅه پرې وغږیږم.

که څه هم الفت صاحب دوزیرۍ، ریسۍ او نور نورو لوړوپوستونو خاوند شوی. خو بیاهم د غریبانو له زړونو خبر دی او تل یې ترمرګه پورې دهمدې خوار ولس په خواریو غږیدلی. هغوی ته یې دهغوی حقونه غوښتي ، دهغوی دفاع یې کوله او یوازې دانه بلکې خپل ځانته یې هم دفقیرۍ مرګ غوښتی ،لکه چې وایې:

                           غواړم چې مرګ مې وي په شان دیو فقیر

                           نه دې  ویر وي نه دخلکو ډیر بهیر

زما په شان دیوه لمړني لیکوال په څير په لوی الفت صاحب باندې څه  لیکل دستونزو څخه ډکه خبره ده . خوبیاهم له هغې مینې چې زه یې دالفت صاحب اود هغه د لیکنو سره لرم . غواړم همدا څو کرښې په ډیر ادب سره په هغه ولیکم.

الفت صاحب دپښتو نثر په میدان کې غورځنګ رامنځ ته کړ ، داسې نثر چې پښتوادب ته یې ښه نوم ورکړ اودپښتوادب زده کوونکي یې دنثرلیکلو ته وهڅول .

دده نثر که په هر وخت اوهر مهال کې ولوستل شي . نوهغه به دهماغه وخت اوعصر دغوښتنو سره سم وي اودهر نړیوال ادب یوه خاصه ځانګړنه داده چې په هر وخت اوهر پیر(دور) کې منلی وي اودیوه ملت او هیواد دتنګې دایرې څخه دنړۍ ارتې لمن ته ځان وغورځوي . چې د الفت صاحب د شعرونو او نثرونو تر ټولو منلې ځانګړنه همدا ده .

هغه په لومړي ځل دنور څو سرلارو په څیر په پښتو ادب کې ادبي ټوټه اویاهم منثورشعر رامینځ ته کړ ، داسې یې رامنځ ته کړ چې بیایې په پښتو ادب کې پایښت ریښتنی شو اوددې ترڅنګ یې ښه پرمختګ هم وکړ موږ کولای شو ادبي ټوټه یا منثور شعر داسې وپیژنو :ـ

 ادبي ټوټه هغه خوږ نثري کلام دی چې په ډیر باریکو ، خوندورو او لنډو الفاظو کې جامع مطلب څرګند کړي . یانې دوینا طرز یې خورا ښکلی هنري بڼه اوترکیب ولري.

ادبي ټوټه په خپله لمن کې هر ډول انساني اوټولنیزې ښکالوګانې رانغاړي اودلنډې کیسې اودادب نورو ځیلونو (ژانرونو) سره یې توپیر دادی ، چې په ادبي یاهنري ټوټه کې ډیرې اوږدي پړپړې اوکیسي نه اوډل کیږي . بلکې په ډیرو خوندورو او لنډو شاعرانه الفاظو کې ډیر ژور اوټولنیز مفهوم راټولیږي ، چې له همدې لامله یې خوند ډیروي او په ذهن ښه لګیږي .

په ادبي ټوټه کې دنورو ځیلونو(ژانرونو) څخه ډيرې تشبیه ګانې ، استعار، کنایې او نور ډیر ښکلي صنعتونه ځای شوي وي . ځکه چې همدا لږ خو شاعرانه لفظونه دانسان په زړه منګولې لګوي او دنړۍ ادب پوهان یې په همدې سبب منثور شعر بولي .

په ادبي ټوټه کې نه یواځې داچې اوږدوالی او پیچلتیا نه وي بلکې دهغو مړونو، تورزنو او نورو ټولنیزو مسایلو په اړه جر او بحث هم پکې کیږي چې په ډیرو لنډو خو خوږو اوخوندورو لفظونوکې یې راټولوي . په ادبې ټوټه کې هر ډول سکالوګانې لکه : عشقي، حماسي، انتقادي، ټولنیز،بزمي، رزمي، طنزي، فلسفي اونور ډیر مطلبونه په ډير خوندور ډول پکې ځای پرځای کیږي چې دهر چا دپام وړ ګرځي .

ادبي ټوټه ډیر ځلې دټولنې دسمون لپاره ډير ښه ترا(واضیح) رول لوبوي ، چې دهمدې خبرې دثبوت لپاره دالفت صاحب ټولې ادبي ټوټې یو ښه لاسوند جوړیدای شي . ددې خبرې څخه زما موخه دانه ده چې دادبي ټوټې موخه د چارواکو رټل اوغندل دي، بلکې ادبې ټوټه انسان ته دژوند فلسفه ورنیسي اوانسان ته فلسفي او منطقي شعور هم ورکوي ، دانساني ژوند هغه باریکیو ته نغوته کوي ، چې سړي یې داټکل اډانه (طرحه) هم په ذهن کې نه شي جوړولی.

ادبي ټوټه او لنډه کیسه یوله بله توپیرلري . لنډه کیسه په خپل کالب کې پیل،منځ او پای لري اوددې ترڅنګ څیرې، اډانه،ځایزمان، خبرې اترې، انځور او پیغام لري چې هر یو یې بیا جلا جلا برخې لري، چې څنګه او په څه ډول سرته ورسول شي . دغه راز کیسه باید تلوسه پیدا کړي ، څنګه یې واوډي، څنګه یې پرمخ بوزي، څنګه یې غوټه خلاصه کړي څنګه یې پای ته ورسوي چې داټول وخت اواومه توکو ته اړتیا لري . خو ادبي ټوټه بیاداسې نه ده او څیرې ، اډنه او په کې ټاکلې اومشخص نه دي .

ادبي ټوټه دلومړي ځل لپاره په کوزه پښتونخوا کې د راحت زاخیلي په حکم وټوکیدله، ویې روزله اودپښتو ادب مینانو دخپل قلم دوینو او خولو په ورکولو سره ځوانه کړه ،چې تر اوسه په ډيرې مستې، ځوانې راروانه ده ، د ادبي ټوټې پالونکي الفت صاحب، حبیبي صاحب، خادم، بینوا، رشاد صاحب اونور دي .

لکه څنګه چې مودادبي ټوټو دمنځپانګې په اړه خبرې وکړي هماغسې دالفت صاحب په دغه ادبي ټوټه (دوه جنازې) کې هم هماغه هر څه ځای په ځای شوي . دټولنې نیمګړتیا او نا انډولتوب ته یې په کې څنګزنه کړې ، خلک یې پوهولي اودخپل حق دغوښتلو لپاره یې ټول وړ وګړي هڅولي دي.

که تاسو دالفت صاحب دې ادبي ټوټې ته ښه ځير شې . نو هغه په څومره ښه انداز سره دپښتنې ټولنې دوګړو مرګ یو عادي مرګ نه بلکې قتل اووژنه ښودلې . هغه زموږ دولس دمشرتابه نا انډولتوب ته پاملرنه کړې هغه وایې که دانا اڼدولتوب زموږ په ټولنه کې شته وي نو دیوه پرځای به دوه مرو . ګورﺉ الفت صاحب دغه ټکي ته څومره ښه نغوته کړې ، چې تاسو یې پخپله لوستلو ته رابولم او قضاوت هم په ډاګه دی، خو تاسوته یې پریږدم.

«دلته داعادت دی ،چې که څوک چا په ټوپک وویشت یا یې په چړو وواهه نو پوښتنه یې کیږي مګر که چا دچا ډوډۍ وخوړه او هغه بل له لوږې مړشو دغسې قاتل ته څوک سزا نه ورکوي»

دیادولو وړ ده چې ډیر وګړو ته کیدای شي چې  د الفت صاحب دنثر لوستل خوند ورنه کړي او په خوله اوغوږو یې خوند راپرې نه ږدي ددې خبرې اصلي لامل دادی چې دالفت صاحب نثر یو اهنګ اوخج لري او هر څوک نه شي کولای چې په هغه اهنګ اوخج سره یې ولولي نو ځکه به ورته خوندور او روان هم ښکاره نه شي .

الفت صاحب په خپله هره لیکنه کې دټولنې تل ته ورکوزیږي او دهغې ټولنې ژورې نمګړتیاوې را په ګوته کوي ، مسول وګړو ته لارښوونه کوي اوهغه کسان چې ظلم پرې کیږي دخپل حق دغوښتلو بلنه ورکوي . زه دخپلو خبرو لمن د الفت صاحب داثارو دنړیوالتوب په نامه یادولو سره رانغاړم اودده سپیڅلې روح ته د پاک رب سپیڅلې درګا ته لاسونه لپه کوم ، چې روح دې ارامه او جنت دې ځای وي .

دالفت صاحب د پلیونو دډیریدو په هیله

حسیب الله شینواری


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com