Loy

د رنجو کڅوړه

03.01.2008 12:02

د رنجو کڅوړه

دلته په کاناډا کې د اوپین هاوس یا د پرانیستې  کور په نوم  هر کال د بیلا بیلو فرهنګونو  د لرونکیو  ملتونو    د لباسونو ، لاسي جوړو شویو توکیو او نورو کلتوري  او قیمتي شیانو د ښودلو ورځ لمانځل کېږي . او کله ناکله په کې افغانی خویندې هم ګډون کوی .
یو ځل په کې ما هم ګډون کړی و او په زړه پورې دا وه  چې د  رواجونو ادارې  راته ستاینلیک راکړ . په دې نندارو  کې ما دافغانستان نه راوړې د رنجو یوه کڅوړه  د ځینو نورو  افغاني توکیو سره نندارې ته کېښوده .  خو دا یوه عادی کڅوړه نه  وه . کله چې ما ستاینلیک تر لاسه کړ . نو کلونه مخکې له دې کڅوړې سره تړلې کېسه راته  مخې ، مخې ته شوه . هو ....دا زما د یوې کلېوالې ملګرې ډالۍ وه .....د شمایلې ډالۍ .

کلونه ړواندې یوه پسرلنۍ ورځ وه  ، هغه مهال زه په کلي کې اوسېدم ، کلی ټول شین ښکارېده او هرې خواته  لکه شین بخمل فرش چې غوړېدلی وي . د کلي څنګ ته د تېرې شوې  ویالې  له پسرلینیو اوبو   سندریز شور پورته کېده اودویالې  په غاړې ولاړو  د تو تانو او چینارونو  ونو دا منظر نور هم ښکلی کاوه .
د ویالې غاړه نو د ټول کلی د نجونو د راټولېدو ځای  و . اوتل به  پرې  د ښځو او نجونو مجلسونه تاوده و.  دوی کې به څوک اوبو پسې راتللې ، چا به  لوښې ، چا به کالي اوځینو خو به ان د خپل کور ټغرونه د همدې  ویالې په غاړه وینځل .
د نجونو سرو او شنو ټیکریو  د ویالې په غاړه  چاته  په پخوانیو کېسو کې د ښاپېریو باغ حرم  وریادوه .


د اوبو د روانې ویالې په غاړه لږ وړاندې  یو زیارت هم وو چې خلکو ( غیبی بابا زیارت ) باله،  په زیارت کې ولاړې د غزونو ونې او دنګ چینارونه   له لرې ، لرې ښکارېدل .   چې  د هر ښالي په ورځ به پرې د ښځو او نجونو ځای نه کېده .

کله نا کله خو به د بوډۍ ټال یا سره او شنه زرغونه  هم په دې زیارت داسې راښکته شوه چې ټول کلی به ورسره  په یوه عجیبه ښکلا کې  ډوب شو .  ماشومانو به تر ناوخته په دې زیارت کې لوبې کولې او پرته له وېرې به یې په ماښامونو کې په اور اورکیو پسې منډې وهلې .  خلکو به ویل دا د شهیدانو اراواوې دی . کله ناکله خو به الوتونکي  اور اورکي  دومره ډېر شو  چې په زیارت به لمبې پورته شوې .
وظیفې ته زما د تګ راتګ لاره  هم هره ورځ  د همدې  ویالې او همدې زیارت له څنګه تېرېدله . هره ورځ به د لارې په سر د ښځو او نجونو له تودو هرکلیو سره مخ کېدمه .
دا هم سهار مهال و ، چې زه وظېفې ته روانه وم  په همدې ځای کې له شمایلې سره مخ شوم ، داسې راته ښکاره شوه چې په ډېره بې صبرۍ یې زما اتنظار کاوه .  د خندا نه په ډکه خوله یې راسره روغبړ وکړه . نن هغه د نورو ورځو نه ښکلې ښکارېده .  تورې غټې سترګې  چې تازه یې به رنجو تورې کړې وې ښکلې برېښېدې .  د لاسونو  له ښورولو سره یې شنو بنګړیو سندریز شور کاوه .
په بېړه یې د رنجو یوه کڅوړه چې  سره او شنه کلاباتو تارونه به کې د ستنې په  وسیله په لاس کارول شوي وو ماته د لونګو له یو ځونډې سره راکړه .  او موسکو شونډو یې راته  وویل :
ـــــ دا له ځان سره وساته ، تا ته مې جوړه کړې ده ، که کوم واده ته ولاړه شې ، په کار به دې شي .
ما یې دا ښایسته ډالۍ په مینه او  مننه ترې  واخیسته  او ترې مې  وپو ښتل :
ــــــ کوم  خوا ؟  داسې په بېړه یې ؟  چېرې ځې ؟
ــــــ راباندې ناوخته دی ، ځم چې د کور کارونه خلاص کړم . نن د کلي ښځې  زیارت ته ځي ...
ــــ ته هم  ورسره ځی ؟
ــــــ هو وایی چې زیارتونه  خلک مراد ته رسوی ، نن  ورځم  ، ګوره که ما هم تر خپل مراده ورسوی .

تر دې دمخه چې ما شمایله څومره پېژنده ، نو ما ته یې په زړه کې پروت لکه د غره په شان دروند درد او غم مالوم و .  هغې د خپل ترور زوی سره مینه لرله چې د کلی ټول لوی واړه ترې خبر وو .  خو ددې ترورزی غریب و او د ولور د نه پوره کولو له امله هغه د کلی یو بل ځوان ته کوژده شوه .  دا ځوان هم د دوی د خپلوانو نه وو او په زړه پورې دا وه  چې د شمایلې د ترور د زوی نېږدې ملګری و .
وظیفې ته په لاره مې زیارت ته د شمایلې په هېلمندۍ له ځانه سره چورت واهه . باور وکړئ  زما هم زیارت ته د تللو لېوالتیا پیدا شوه .
کله چې له وظېفې راستنه  شوم   نو څو ملګرې  مې نورې هم له ځانه سره کړې او زه هم زیارت ته  ورغلم . زیارت ته په رسېدو د ماشومانو او تنکیو ځوانانو له ګڼې ګوڼې سره مخ شوم . په همدې کې شمایله هم را پیداشوه . ما او زما ملګرو ته  یې هرکلی ووایه .
موږ لا خبرې کولې چې د شا له خوا  زما او د شمایلې په منځ کې یو څه را پرېوتل ، شمایلې لومړی مخامخ   چې زما ورته شا وه وکتل  او ناڅاپه  زما پښو ته ښکته شوه  د مځکې نه یې یو  سور ګل راپورته کړ .  په خوښۍ یې نارې کړې ماته  ( غیبی بابا )زما مراد راکړ .  او چې له دې سره مې شاته وکتل  نو و مې لېدل چې د شمایلې د ترور زوی  ولاړ وو او په شمایلې یې د مینې غږ کړی و .
دانو زما هغه خاطره وه  چې   د رنجو به دې کڅوړې پورې تړلې وه . ماپه کاناډا کې د بیلا بیلو فرهنګونواو  رواجونو په دې نندارتون کې  د افغانی جامو سره د شمایلې د رنجو کڅوړه ، د لونګو ځېلۍ ،  یو ي ډول کابلۍ ورېژې  د میلمه پالنې په دود نندارې ته وړاندې کړې  . دا شیان د نړۍ د ډېرو  هېوادونو د خلکو د پاملرنې وړ وګرځېدل . د افغانی جامو ټټر هم شمایلې  کلونه وړاندې په خپلو ګوتو جوړ کړی و .
........اوس ماته د رواجونو د ادارې له خوا راکړل شوی ستاینلیک ماته زما   نه  ، بلکې د هغې غرنۍ او مستې  ملګرې شمایلې  ویاړ ښکاری چې لوستې نه وه  خو خدای یې په ګوتو کې ډېر هنرونه ایښی وو .
په دې نندارتون کې نندارچیانو ته تر ټولو به زړه پورې  هغه رنجرومه وه  چې شمایلې ماته په کلی کې ډېره پخوا د ډالۍ به توګه راکړې وه  او ما هغه له افغانستانه تر کاناډا پورې را وړې وه

Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com